
ستره تل شنه دنشترو د کورنۍ (Рinaceae) ونه ده چې جګوالی يي
تر 50 متره او قطر يي 1متر ته رسېږي. پاڼې د ستنو بڼه لري . دا ونې د پکتیا،کونړ ، نورستان په ولایتونو کې ستر ځنګلونه لري.
د روغتیايي مؤخو لپاره ددي ونې د نښتر ډوله پاڼو ،ډنډرو او ځوانو غوزو څخه کار اخستل کېږي . ددې ونې یادې شوې برخې په پوره اندازه د اتهر غوړي ، د دباغي مواد ، رزین (ضمخ) ، د سي ویتامن ، د اوسپنې ، کروم ، مګنیزیم ، مس او المونیم مالګې لري .
په همدا شان لاسته راغلې اېشېدلې (جوشانده) د تنفسي جهاز د هاد او مضمنو ناروغیو( انګین ، د سر درد ، برانشت ، برانشتي اسما یا سا نیونه ) کې کارول کېږي .
ددي ونې د نښتر ډوله پاڼې، څرګند ادرار راوړونکی او میکروبي ضد اثر په هغې کې د اتهرد تېلو essential oil د وجې توضح شوی.
د همدغې وړتیا په درلودو سره ددې پاڼو اېشېدلې(جوشانده) کېدای شي د پښتورګو او ادرار د کانالونو په ناروغۍ اخته کسانو ته توصیه شي .
د جوړولو طریقه : 40 ګرامه مېده شوې غوزه په 200ملي لېتره اوبو کې 30 دقیقې ايشول کېږي . وروسته د سړېدو څخه د ورځې 5ــ6 ځله غړغړه او یا 4ـ5 قطري د پزې په دواړو سوریو کې اچول کېږي .
جوړولو طریقه:
• ویتامینداره جوشانده :
د صنوبر یو اندازه نښتر ډوله پاڼې په اونګ کې د لږ اېشدلو سړو اوبو سره ټکول کېږي(1:10 ) او د لیمو یا د هغه د تېزابو سره د 30 دقیقو لپاره اېشول کېږي او وروسته له 3 ساعته سړېدو څخه چاڼ یا فلتر کېږي او د antiscorbutic و ترمیمی دارو په شان په ورځ کې دوه ځله وروسته له خوړو څخه نیم ګیلاس څښل کېږي .
• د برونشت ،برونشتي استما(نفس تنګي) ، faringolaringitov،
روماتیزم، دسږو د توبرکلوز د ناروغیو د درملنې لپاره 30ګرامه د صنوبر ځوانې نودې یا غوزې په یو لېتر شیدو اېشول کېږي او وروسته له چاڼولو څخه درې ځله د ورځې خوړل کېږي.
• د furuncles ، carbunclesاو ګنده زخمونو د درملنې لپاره د صنوبر صمخ (رزین)، ژېړ موم ،عسل ،د کونزلوتېل یا افتابپرست غوړي سره یوځاې په اور باندې ګرموي او د ملحم په شان ورڅخه کار اخلي .
• د اوږد مهال ټوخي د درملنې لپاره د صنوبر له رزین(صمخ) او ژېړ موم څخه په مساوي ترکیب مخلوط جوړوي اود نوموړی مخلوط ټوټې له ذوبولو او سړولو څخه وروسته په سرو سکروټو ږدي او دهغه څخه را پېدا شوی لوګی په ټوخي اخته ناروغ تنفسوي .
• د ماشومانو لپاره بلغم ورکونکی درمل : 1 کیلوګرام د صنوبر ځوانې تنکۍ غوزې ،1 لېتر اوبه، 1 کیلوګرام شکره په ارام اور باندې د 40 دقیقو لپاره اېشول کېږي او وروسته په یو مرتبان کې ښه شاربل کېږي.
• جوړ شوی درمل درې ځله په ورځ کې 2 کاشوکې خوړل کېږي .
عبدالخالق ساپی