د صحابوو په هکله اسلامي عقيده

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
داسلام له مهموعقائدوڅخه يوه داده چي مسلمان بايدداسلام دپيغمبرصلی الله
عليه وسلم دملګروپه هکله صحيح عقيده ولري.
داهغه مبارک خلګ دي چاچي په ډېروسختوحالاتوکي داسلام دپيغمبرصلی الله
عليه وسلم مرسته کړې اوداسي ستري ستري قربانۍ يې داسلام لپاره ورکړې دي
چي دهغوبېلګه په تاريخ نشوموندلای .
داهغه څوک دي دچاپه ذريعه چي مونږته دين رارسېدلی دی .
ددوی په هکله بايددمسلمان داعقيده وي چي دغه مبارک خلګ الله رب العالمين
بخښلي دي،ټول جنتيان دي،ټول متقيان اوعادلان خلګ دي.
ددوی سره وروسته راتلونکي خلګ نشي برابرېدلی .
ځکه دوی الله پاک دخپل پيغمبرصلی الله عليه وسلم دملګرتيالپاره غوره کړل
چي په دوی کي داسي صفات ووچي وروسته خلګ ورسره برابرنه دي .
ځکه ايمان،اخلاص اودسنت دتابعدارۍ کومه جذبه چي دصحابۀ کرامورضي الله
عنهم سره وه،دوروستنوسره په هغه اندازه نشته ،داهغه صفات دي دکوموله کبله
چي په اعمالوکي وزن پيداکيږي اودانسان درجه لوړېږي
ددوی په هکله ښه عقيده لرل
په قرآن کريم باندي دايمان له غوښتنوڅخه ده .
په دې هکله په قرآن کريم کي ګڼ شمېرآياتونه راغلي دي خودلته زه يوازي
ديوه آيت په ذکرکولوسره اکتفاءکوم چي په هغه کي   الله جل جلاله دصحابۀ
کرامورضی الله عنهم په هکله اسلامي عقيده بيان کړې ده الله جل جلاله
فرمايي:
والذين آمنواوهاجرواوجاهدوافي سبيل الله والذين اٰوَواوَنَصَرُوااُولئکَ
هُمُ المُؤمنُونَ حَقا،لهُم مَغفرَة وَرزق کَريم(الانفال70)
ژباړه:اوهغوخلګوچي ايمان راوړی،هجرت يې کړی اودالله تعالی په لارکي يې
جهادکړی دی اوهغوخلګوچي مهاجرينوته ځای ورکړی اودهغوی مرسته يې
کړې،همداخلګ رښتيني مؤمنان دي،ددوی لپاره بخښنه اودعزت روزي ده .)
په دغه مبارک آيت کي الله پاک دصحابۀ کرامورضی الله عنهم ددووډلويادونه کړې ده:
يوه دمهاجرينوډله اوبله دانصارو.
اوپرته له استثناءڅخه يې دټولوپه هکله فيصله کړې ده چي دغه دواړه ډلي کلک
اورښتيني مؤمنان دي اوددواړوسره يې دمغفرت(بخښني)اودعزت دروزۍ وعده کړې
ده .
اوس که څوک له مهاجرينواونصاروصحابووڅخه يوه تن ته چي دهغه صحابي کېدل په
دلائلوسره ثابت وي(العياذبالله) کافر،منافريامرتدوايي،نوهغه له دغه قرآني
آيت څخه منکردی( اوهرچاته معلومه ده چي دقرآن کريم له يوه آيت څخه هم
انکارکفردی) نوهغه يقيني اوکلک کافردی .
ځکه چي ددغوصحابۀ کرامومؤمنان اوجنتي کېدل په قرآن سره ثابت دي،نوبياهم
ورته دکفرنسبت کول ښکاره له قرآن کريم څخه انکاردی.
اوبيادحضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه صحابي کېدل خوپه قرآن کريم سره هم
ثابت دی،نودده له صحابيت څخه انکارهم کفردی
اودحضرت عائشې رضي الله عنهادبرائت اوپاکۍ په هکله خوپه قرآن کريم کي دوه
رکوعګاني موجودي دي،نوهغې ته غلط نسبت کول هم ښکاره اويقيني کفردی .
دحنفي مذهب معتبرعالم علامه شامي رحمه الله ليکي:
لاشک في تکفيرمن قذف السيدة عائشة رضی الله عنها
اوانکرصحبة الصديق رضی الله عنه (ردالمحتارص:294ج4)
يعني څوک چي حضرت عائشې رضی الله عنهاته غلط نسبت وکړي اويادحضرت
ابوبکرصديق رضی الله عنه له صحابي کېدلوانکاروکړي نودهغه په کفرکي هيڅ شک
هم نشته ..
نوبايددمسلمان عقېده دصحابووپه هکله صحيح وي اودصحابووپه هکله به مسلمان
داعقيده لري چي دوی په ټول امت کي غوره خلګ دي،جنتيان دي،که ترې غلطۍ شوې
وي هغه الله پاک ورمعاف کړې دي لکه څنګه چي په قران کريم کي راغلي دي.
ددوی ترمنځ چي کوم مشاجرات راغلي دي دهغوپه اړه هيڅ نه وايوالله ته يې علم سپارو۔
داداهل سنت والجماعت مسلک دی اوهمدازموږدديوبنددعلماوومسلک دی
اوله دې پرته بله نظريه غلطه ده،مسلمانان بايدمحتاط واوسي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی اله واصحابه اجمعين

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب