اخلاقایمان | عقاید او اړوند

د صبر اهمیت او ډولونه

د کله نه چی الله تعالی انسان د آدم علیه السلام په شکل کې پیدا کړ، نو د پیدا کیدو سره يی په هغه باندی د امتحان او آزمائش لپاره ځینی تکلیفونه هم راوستل د دی لپاره چی هغه د يو لوي کار لپاره تیار کړي.

په آدم علیه السلام باندی د ټولو څخه اولنی امتحان دا وشو چی هغه يی د شیطان د يوی وړی خبری د منلو په وجه باندی د جنت نه راکوز کړ، او د کلونو  کلونو لپاره په دنیا کې حیران ګرځيده، تر دی پوری چی د زړه د اخلاصه يی د خپلی خطايی اقرار وکړ او وی ویل چی: « ای زمونږ ربه مونږ په خپلو ځانونو ظلم کړی دی، که ته مونږ ته بخښنه ونه کړی، نو مونږ به تاوانیان شو».

الله تعالی آدم علیه السلام په دغه تکلیف باندی د صبر کولو په وجه پيغمبری ورکړه او هغه يی د خپل اولاد لپاره لارښودونکې جوړ کړ.

بل تکلیف چی په آدم علیه السلام باندی راغی هغه د ده د يو ځوی قابيل په لاس د بل ځوي هابیل وژل کيدل وو، چی د دی کار په وجه باندی هم آدم علیه السلام ډیر خپه شو، خو په دی مصيبت يی هم صبر وکړ.

د دی خبری نه معلوميـږي چی تکليف، مصيبت، مشکلات او خفګان په انسان باندی خامخا راځي، خو ښه انسان هغه دی چی هغه صبر وکړي، او په هر حال د الله تعالی شکر ادا کړي.

صبر او شکر:

زمونږ خوږ پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) فرمایی چی: «د مؤمن حال هم ډیر عجيبه دی، که تکلیف ورته ورسيـږي او صبر وکړي، نو هم الله ورله اجر او ثواب ورکوي، او که نعمت پری وشي او شکر ادا کړي نو هم الله ورله اجر او ثواب ورکوي».

نو د مؤمن کار صبر او شکر دی، کوم مسلمان چی د الله تعالی په امتحان باندی صبر وکړي، خپل ځان د بی صبرۍ او شکایت نه وساتي، هغه له الله تعالی ډیره لویه درجه ورکوي، او څوک چی بی صبري وکړي، شکایت کوي، نو تکليف او مشکلات یی ختميـږی خو نه، البته خپل ځان د الله تعالی د اجر او ثواب نه محروم کوي.

صبر د الله تعالی حکم دی:

په تکلیفونو باندی صبر کول که يو طرف ته د انسان اخلاقی فرض دی، نو بل طرف ته د الله تعالی امر او حکم دی، الله تعالی فرمایی: «ای د ایمان خاوندانو! صبر وکړۍ، په صبر کې د یو بل سره سیالي وکړۍ، او (د الله د دین د ساتنی لپاره) کلک ودريـږۍ، د الله نه ویره وکړۍ، نو تاسو به کامياب شۍ».

د مسلمان کار یواځی په تکلیفونو باندی صبر کول نه دي، بلکه په صبر کې د يو بل سره سیالي کول په کار دي، د کافرو سره په صبر کې مقابله په کار ده، ځکه که مونږ وګورو، نو کافر د خپل باطل او ناروا دین لپاره څومره قربانیانی ورکوي، تکليفونه تيروي، د خپلو کورونو نه ووځي، لوږی، تندی او شب ګیری تيروي، او په دی هر څه صبر کوي، سره د دی چی په دی هر څه هغوي ته د الله تعالی عذاب ورکول کيـږي، خو که مونږ او تاسو په هغه تکليفونو چی زمونږ د امتحان لپاره الله تعالی په مونږ راوستی، صبر وکړو نو الله تعالی به اجر او ثواب راکړي، نو په کار ده چی زمونږ صبر د کافر د صبر نه ډیر زيات وي.

صبر د پیغمبرانو صفت دی:

د الله تعالی په ټولو مخلوقاتو کې غوره مخلوق انسان دی، او په انسانانو کې د ټولو نه غوره انبیاء دي، خو د ټولو نه زيات امتحانونه په پيغمبرانو شی دی، په هغوي باندی تکليفونه او مصيبتونه راغلی دي، هغوي وهل شوي، تړل شوي، د کورونو نه ويستل شوي، وژل شوی، کنځلی او ردی بدی ورته ویل شوي، خو په هر څه هغوي صبر کړی، نو ځکه الله تعالی زمونږ خوږ پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) ته حکم کوي چی: «صبر کوه څه رنګ چی د عزم او ارادی خاوندانو پيغمبرانو صبر کړی وو، او د دوي په حق کې تلوار مه کوه»، دلته مونږ د نمونی په ډول د یو څو پيغمبرانو ذکر کوو.

د ابراهیم علیه السلام صبر:

ابراهيم علیه السلام ته د پيغمبرانو پلار ويل کيـږي، ځکه د هغه نه وروسته ټول پيغمبران د هغه په اولاد کې پيدا شوی دي، د بنی اسرائیلو ټول پيغمبران د ابراهیم علیه السلام د دوهم ځوي اسحاق علیه السلام د ځوي يعقوب عليه السلام اولاد دی، او زمونږ پيغمبر محمد (صلى الله عليه وسلم) د ابراهيم علیه السلام د مشر ځوي اسماعيل علیه السلام په اولاد کې راځي.

دغه لوي شخصيت هم په خپل ژوند کې ډیر تکليفونه ليدلی دي، د وخت د بادشاه نمرود له خوا اور ته ګوزار شو، د خپل وطن عراق نه وشړل شو، خپل ځوي اسماعیل او بی بی هاجره يی په يوه خوشی صحرا کې پريخودل چی نه په کې اوبه وي نه فصل، د الله په حکم د خپل ځوي اسماعیل علیه السلام حلالو ته تيار شو، خو په دی هر څه هغه صبر وکړو، نو الله ورته په دنيا او آخرت دواړو کې مشري او امامت ورکړ، الله تعالی فرمایی: « هغه وخت ياد کړه چی په ابراهیم علیه السلام رب په هغه باندی يو څو امتحانونه وکړه، نو هغه يی په کامیابۍ سر ته ورسول (صبر يی پری وکړ)، نو الله ورته ویل چی زه تا د خلکو امام جوړوم».

الله تعالی په دنیا کې امامت، ښه ژوند، د زړه سکون او آرام هغه چا ته ورکوي، څوک چی په تکليفونو صبر وکړي، او مؤمن ته د صبر په بدل کې جنت هم ورکوي.

د یعقوب علیه السلام صبر:

يوسف علیه السلام د يعقوب عليه السلام ځوي وو، الله ورله ډیر ښائست ورکړی وو، خپل پلار ته ډیر ګران وو، ډیره مینه يی ورسره وه، د یوسف علیه السلام هم د خپل بابا سره ډیر مینه وه.

د یوسف علیه السلام سره د بیلی مور ورونو يی ورسره کینه وکړه، د پلار مينه يی پری پیرزو نه شوه، نو هغه يی په يوه بهانه د پلار د سترګو نه لری کړ، کوهی ته يی ګوزار کړ، بیا يی د یوی قافلی په خلکو خرڅ کړ، هغوي مصر ته بوتلو، او د مصر په ګورنر يی خرڅ کړ.

يعقوب علیه السلام ته د خپل ځوي جدائی ډیره ګرانه وه، د زړه ټوټه ورنه جدا شوی وه، د هغه په جدائی کې به يی ژړل، خو بیا يی هم د صبر لمن پری نه خوده، او نه یی د الله نه شکايت وکړ، دغه جدائی د دیرشو کالو نه زیاته وه، خو په آخره کې یعقوب علیه السلام د صبر په نتیجه کې خپل دغه ګران جدا شوی ځوي د مصر د ګورنر په شکل کې وینی او دغه جدائی ختميـږی.

د أیوب علیه السلام صبر:

د أیوب علیه السلام صبر خلک په مثال کې پیش کوي، که نورو پیغمبرانو ته روحي تکليفونه رسيدلی وو نو دغه پيغمبر ته جسمی تکلیف ورسید، په هغه د امتحان لپاره بیماري راغله، او دومره سخته شوه، چی د خپلی ښځی نه په غیر تری نور تول خلک جدا شو، خو وفا داری بی بی ئی هیڅ کله هم انکار ونه کړ، د دغه بیمارۍ په وخت کې هیڅ کله هم ایوب علیه السلام بی صبرۍ ونه کړه او نه یی د الله تعالی نه شکایت وکړ، په آخره کې يی الله ته آواز وکړ، چی: ( ای زما ربه ما ته تکلیف رارسیدلی او ته ډیر رحم کوونکی یی)، الله تعالی یی فریاد قبول کړ او بیماری ئی تری لری کړه.

د محمد (صلى الله عليه وسلم) صبر:

په ټولو پيغمبرانو باندی تکلیفونه راغلي او هغوي صبر کړی دی، زمونږ په خوږ پيغمبر محمد (صلى الله عليه وسلم) باندی هم ډیر تکلیفونه راغلی خو هغوي صبری وکړ، وهل شوی، کنځل ورته شوي، په لارو کې ورته خزلی او ازغی خواره شوي، د سجدی په حالت کې يی په شا مبارکه ګندکۍ ایخودل شوی، د هغوي د وژل کیدو پلان نیول شوي، د خپل کور او کلی څخه شړل شوی، بی کوره شوی، مهاجر شوی، په بیبیانو کې تهمت لګول شوی، خو په دی هر څه يی صبر کړی او د صبر بدله ورله الله تعالی په دنیا او آخرت دواړو کې ورکړی.

مونږ ته هم په کار دي چی د خپل خوږ پیغمبر تابعداري وکړو، په تکلیفونو صبر وکړو، که مونږ بی کوره شو، کورونه مو وران شي، خپلوان مو ووژل شي، وزورل شو، د لوږی تندی سره مخامخ شو، نو په کار ده چی په هر څه صبر وکړو، او بدله يی د لوي الله څخه وغواړو، په صبر سره د انسان غم کميـږي او الله تعالی اجر او ثواب ورکوي، خو که بی صبری وکړو، د الله تعالی پر ځاي د مخلوق څخه د خپلو تکلیفونو د لیری کولو غوښتنه وکړو، نو نه به زمونږ غمونه کم شي، نه به را څخه تکلیف لیری شي، او د اجر او ثواب څخه به هم محروم شو.

صبر د تکلیف د اسانیدو وسیله ده:

تکلیف په هر چا راځی، د مشکلاتو هر څوک مخامخ کيـږي، خو څوک په صبرۍ باندی خپل تکلیف، مشکلات، غم او خفګان نور هم زیاتوي، او ځینی خلک بیا د خپلو غمونو د کمولو کوشش کوي، د غم، تکلیف او خفګان د کمولو ډیر وسائل دی، چی ځینی یی دا دی:

صبر او لمونځ:

الله تعالی په خپل کتاب کې د تکلیفونو د لیری کولو دوه علاجه ښودلی دي، یو صبر، دوهم لمونځ، فرمايی: « ای د ایمان خاوندانو (د خپلو تکلیفونو، غمونو او خفګانونو د لیری کولو لپاره) مدد وغواړۍ په صبر او لمونځ سره، ځکه چی الله تعالی د صبر کونکو سره دی».

زمونږ د خوږ پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) دا عادت وو چی کله به ورته هم څه تکلیف ورسید، یا به ورته کوم سخت کار مخی ته شو، یا به طوفان، هوا شوه نو زر به يی لمونځ ته مخه کړه.

په تقدیر ایمان:

یو بل شی چی د انسان سره د غم په سپکولو کې مرسته کولی شي هغه په تقدیر باندی ایمان دی، که د یو چا دا ایمان وي چی هر څه چی ما ته را رسيـږي، دا ټول د الله له طرفه دي، او هغه زما رب دی، زه د خپل رب په فیصله راضی یم، د هغه فیصله زما قبوله ده، نو دا ایمان د انسان غم او خفګان کموي او تکلیفونه یی اسانوي، په انسان کې زړورتیا او قوت پیدا کوي، چی په دی کار سره انسان په خپل غم، خفګان او تکلیفونو برلاسی کيـږي، او څوک چی دا ایمان نه لري، هغه د تکلیف په وخت کې خپل سر ټکوي، خپل غم او خفګان نور هم زیاتوي، او د بی صبرۍ له امله ورته ګټه نه بلکه تاوان رسیـږي، صبر د مسلمان علامه ده، په کار ده چی په هر تکلیف او مصیبت په وخت کې صبر وکړي، او د بی صبرۍ څخه ځان وساتي.

رحمت الله زاهد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: