خاطرې او اشخاصو ژوند کیسېعلماء، مجتهدین او فقهاء

د شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه د رښتیا ویلو رښتني کیسه

 

شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه چي په څلور سوه یو اویا (۴۷۱ هجري) کال په ګیلان کي زېږیدلی ډیر متقي ، پرهیزګاره او صالح انسان ؤ ، علامه ابن کثیر رحمه اللّه پخپل کتاب (البدایة والنهایة) کې چي یو ډیر منل شوۍ او معتبره تاریخ دي ،  نوموړې د ډیر متقي، پرهیزګاره او د ښو اخلاقو خاوند په حیث موږ ته راپیژنې.

وایې : چې په کوچنیوالي کې شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه د تعلیم د حاصلولو لپاره بغداد ته د سفر اراده وکړه ، له خپلې مور څخه یې د سفر اجازه واخیستله او له یوه کاروان سره رهي شو، تر سفر مخکې یې مور یو څه پیسې د دې لپاره چې سبابه هغه ته په کار ورشي د صدرۍ په شا کې ور وګنډلې او دا وعده یې ترې واخیستله چي هیڅکله به درواغ نه وایی ، په لاره کي یو ځای دغه کاروان غلو او ډاره مارانو ودراوه ، ټول کاروان یې لوټ کړ په دې دوران کي یو غل شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه ته راتیر شو او د ټوکو په ډول یې ورته وویل : ای هلکه! ستا سره خوبه پیسی نه وې ؟ .

شیخ صاحب په ځواب کي ورته وویل :

(هو ، ولې نه پیسی راسره دي).

اتفاقاً یو بل غل هم راغي له ده څخه یې همدا پوښتنه وکړل ، شیخ صاحب هغه ته هم دا ځواب ورکړ ویل : هو زما سره پیسی شته غله چی دا خبره واوریده نو یې ورته وویل :کومه دي چیري دي پټي کړي ؟ شیخ صاحب ورته وویل : زما د صدرۍ په شا کې ګنډل شوی دي.

غله چي دا خبری واوریدلي نو برابر یې وخپل مشر ته راووست او هغه ته یې دا کیسه وکړه ، د غلو مشر هم له شیخ صاحب څخه همدا پوښتنه وکړه .

شیخ صاحب د غلو مشر ته هم په ځواب کې همدا خبره وکړه چی هو راسره دې ، د صدرۍ په شا کې مي مور راګنډلي ، د غلو مشر سمدستي را ولاړ شو د هغه صدرۍ یې سره وپلټله که ګوري چي رښتیا هم د هلک د صدرۍ په شا کې پیسی پرتې دي ،

وروسته د غلو مشر شیخ صاحب ته وویل : هلکه ! نوم دي څه دئ او ته چا مجبوره کړي چې رښتیا ووایې ؟ که تا دروغ ویلي واي نو موږ به په تا کي تلاشي نه کوله او نه مو له تا څخه پیسی اخیستې .

شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه په ځواب کي ورته وویل : زما نوم عبدالقادر دي ، ما له خپلی مور سره دا وعده کړي ده چي زه به هیڅکله دروغ نه وایم ، نو زه پخپله وعده کې خیانت نه کوم ، که څه هم دا زما یقین ؤ چي که تاسي زما په پیسو خبر شئ نو حتماً به یې را څخه اخلئ ، خو زما لپاره اللّه تعالي کافي دي که پیسی راسره نه وي هم مې ساتي ، هغه ماته رزق راکوي او زما ورباندي توکل دي، په هیڅ قیمت زه دانه خوښوم چي د هغه جل جلاله نافرمانې وکړم او له مور سره د کړې وعدې مخالفت وکړم .

دا چي ستا یوه ملګري زما څخه دا پوښتنه وکړه چي پیسی درسره شته او که نه ؟ نو ما هم رښتیا ورته وویل : چي هو ، زما سره پیسي شته ، بیا هغه راته وویل : چې چیرې دي پټي کړېر؟ نو ما ورته رښتیا وویل : چي د صدرۍ په شا کې مي مور را ګنډلې.

د غلو مشر چي د عبدالقادر جیلاني رحمه اللّه دا خبري واوريدې ، نو د هغه صداقت ته حیران پاتی شو له ځانه سره یې وویل : چې وګوره دغه کوچني هلک دومره پر خپل عهد او وعده وفا کوي زما حال ګوره چې د خپل رب جل جلاله سره مي وعده کړي ده مګر وفا مې نه ده ورباندي کړی ، د غلو مشر دومره متأثره شو چي سمدستي یې په ژړا ــ ژړا توبه وویستله د کاروان ټول مالونه یې بيرته وروسپارل او د ټول عمر لپاره یې د غلا او ډاره مارۍ څخه توبه کړه.

رښتیا خبره هم داده چي په صداقت کي فلاح او نجات وې ، او په دروغو ویلو کي بربادې او هلاکت.

نړۍ مننه چې د لوستلو وخت مو راکړ.

مأخذ : (البدایة والنهایة)

لیکوال : قاري حکيم اللّه صابري

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: