احکام او مسایلاختراسلام له نظره

د شريعت له نظره د نوروز لمانځل

 

د نوروز ورځ د بيلا بېلو دینونو او دودونو د لارویانو له خوا د اختر د ورځې په مناسبت لمانځل کېده. د مسلمانانو تېر ايستلو لپاره يې دغې ورځې ته نوم بدل کړ او د پسرلي د راتګ د هرکلي په نوم يې رواج کړ.

په ۱۳۸۸ کال د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا د نوروز نړيوال جشن په توګه په رسمیت وپېژندل شو او له دغې رسمي کېدنې وروسته د لومړي ځل لپاره پر کال ۱۳۸۹ د ایران پلازمېنه تهران کې د ایراني، افغان، تاجک، ترکمن، عراقي، اذري او ترکي چارواکو په ملتیا ولمانځل شو.

خو په حقيقت کې دا همغه د مجوسيانو اختر دی چې له نن څخه نژدې ۳۰۰۰ کلونو راپه دېخوا لمانځل کېږي.

امام شهرستاني رحمه الله (متوفی ۵۴۸ هـ ق) ليکلي دي چې نوروز د مشرکينو (نوبهار) اختر دی. الملل والنحل:۱ / ۲۳۸). تبين الحقائق:۴/ ۵۹)، فتح القدير:۱۵ /۱۳۲)، ردالمحتار دوی ټولو ليکلي چې نوروز د مجوسيانو اتش پرستو اختر وو.

د حضرت انس – رضی الله عنه – څخه روايت دی فرمايي: پيغمبر ﷺ چې کله مدينې منورې ته تشريف راوړ، هلته دوه ورځې (نوروز او مهرجان) لمانځل کېدلې. نو نبي کريم ﷺ پوښتنه وكړه چې دا څنګه ورځې دي؟
دوی وويل: د جاهليت په دور کې موږ په دغو دوه ورځو کې خوشحالۍ کولې. پيغمبر ﷺ و فرمايل: يقينا الله ﷻ د دغو دوه ورځو په بدل کې تر دغو دوه ورځو بهترې ورځې درکړې، يعنې د لوی اختر او کوچني اختر ورځي (مشکوة ج۱ ص۱۲).

ملاعلي قاري – رحمه الله – فرمايي: “وهما يوم النيروز والمهرجان” [مرقاة]. يعنې هغه دوه ورځې چې پيغمبر ﷺ په هغو کې د خوشحالي کولو څخه منع کړې ده، يوه د نوروز ورځ ده او بله د مهرجان ورځ ده.

نو پيغمبر ﷺ د مدينې خلک د دغو دوو ورځو له لمانځلو څخه منعه کړل، له دې څخه دا معلومه شوه چي د نوروز لمانځل د جاهليت د زماني او د مجوسيانو (آتش پرستانو) کار او رواج دی؛ نو ځکه رسول الله ﷺ د مدينې منورې خلک له دې کار څخه منعه کړل او د دې ورځو په بدل کې يې د کوچني اختر او لوی اختر ورځې د عبادت او خوشحالۍ لپاره ورته وټاکلې.

عبدالله بن عمر فرمايي: څوک د مشرکانو په ځمکه ابادي کوي له هغوي سره د هغوي نوروز او مهرجان لمانځي او ځان د هغوي په څېر جوړوي، کله چې مړ شي، نو له هغوی سره به د قيامت په ورځ راپاڅېږي [سنن الکبری للبيهقي ۹/ ۲۳۴].

ملا علي القاري ـ رحمه الله – د حافظ ابن حجر ـ رحمه الله – په حواله ليکي: نن سبا زياتره مسلمانان د نوروز په ورځ په خوراکونو او زينت کې د پراخوالي راوستو لپاره د دې ورځي په تعظيم کې له کافرانو سره موافقت کوي، لکه: خوشحالي کول، نوي کالي اغوستل، ميلمستياوي کول، يو تربله مبارکي ورکول، رخصتي کول، جشن جوړول، ميلې ايستل او جوړول، هديې او تحفې سره ورکول او داسې نور کارونه کول؛

ابن الحاج مالکي په المدخل کې دا کار سخت بد ګڼلی چې د عقيدې په مناسبت يې ترسره کول کفر دی او د خپل پيغمبر محمد ﷺ د ذکر شوي حکم مخالفت کوي، د مجوسو او مشرکانو سره مشابهت کوي، د کافرانو د اعمالو تائيد کوي او د خپل مقدس دين مخالفت دی؛ حال دا چې رسول الله ﷺ خپل امت ته له کافرانو سره د مخالفت او د نه مشابهت حکم کړی دی فرمايي:

«مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» [رواه أبو داود] يعنې څوک چې د کوم قوم سره مشابهت کوي، هغه له هغوي څخه دي.

که دا لمانځل يې د تعظيم او احترام په نيت وي نو د کفر خطره ورته متوجه ده، لکه شيخ ابوحفص کبير ـ رحمه الله ـ چې فرمايي: که څوك يوه دانه هګۍ د نوروز په مناسبت يو مشرک ته هديه کړه لکه د مشرکانو عادت چې دی، دغه شخص په الله ﷻ باندې کافر دی او صالح اعمال يې برباد دي.

قاضی حسن حنفي – رحمه الله – فرمايي: که چا داسې شی د نوروز په ورځ کي را ونيوه چې په نورو ورځو کې يې نه رانيوه او يا په نوروز کې يې يو شی چاته هديه کړ، که يې په دغه رانيولو يا هديه کولو کي د نوروز د تعظيم او احترام اراده وه لکه کافرانو چي د نوروز تعظيم او احترام کاوه پس په تحقيق سره دغه شخص بې ايمانه شو. العياذ بالله [مرقاة ج۳ ص۵۴۳، عون المعبود ج۳ ص۳۴۱ ـ انوارالمحمود ج۱ ص۳۷۶، مظاهرحق ج۱ ص۹۳۹].

په درمختار کې راغلي دي چي هديه په نامه د نوروز او مهرجان حرامه ده، او که په هديه کې د نوروز د ورځې تعظيم وکړي لکه کافران چې يې تعظيم او احترام کوي نو هديه کوونکی کافر کېږي.

ابوحفص کبير – رحمه الله – فرمايي: که چا پنځوس کاله د الله ﷻ عبادت کړی وي او بيا د نوروز په مناسبت يوه دانه هګۍ يو کافر ته هديه کړي په تحقيق سره دی کافر شو او عمل يې برباد شو [درمختار مع رد المحتار ج ۶ ص ۷۵۴].

په فتاوی هنديه کې راغلي دي که يوڅوک د نوروز په ورځ د مجوسيانو نوروز ته د دې لپاره ورغی چې د دوی سره په هغو شيانو کې موافقت وکړي، کوم چې دوی يې په دغې ورځ کې تعظيم کوي پس په دې کار سره بې ايمانه کېږي (فتاوی عالمګيريه ج ۲ ص۲۷۶).

مسلمانانو ته په کار دي چې په دغې ورځ کې له داسې ناوړه کارونو څخه ځان وساتي ترڅو الله ﷻ راضي شي او شيطان او د شيطان ملګري خفه شي.

ومن الله التوفيق

کتبه: سلطان محمد (ثاقب)

المتخصص في الفقه والافتاء فې جامعة القاسمية

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: