د شاګردانو نظر پوښتنه

په دغه پوهنتون کې چې زه معلمي کوم، د هر کال په آخر کې، د پوهنتون د یوې ادارې پذریعه، د هر مضمون په هکله، د شاګردانو نظر پوښتنه تر سره کیږي.
د یادونې وړ ده، چې شاګردان دغه نظر پوښتنې ته، آنلاین، ځواب ورکوي. دغه نظر پوښتنه، بیا د همدغې ادارې پذریعه تر غور لاندې نیول کیږي، او د هغو لنډیز بیا د هر مضمون استاد ته استول کیږي.
هېره د نه وي، چې دغه نظر پوښتنه، د یوه پوهنتون داخلي طرزالعمل دی، او پدغه نظر پوښتنه کې د شاګردانو نومونه، له استادانو پټ ساتل کیږي.

په دغه نظر پوښتنه کې، شاګردان خپل نظرونه د لاندې ټکو په هکله، په آزاده فضاء کې، په لیکلي ډول سره وړاندې کوي.
۱- آیا د مضمون استاد، درسي مواد په ښه توګه تشریح کولی شي، او کنه؟
۲- آیا استاد، دغه مضمون د شاګردانو په نزد، په زړه پورې کړی و، او کنه؟
۳- آیا دغه مضمون کولای شي، چې د شاګردانو علمي سویه او ذکاوت زیات کړي، او کنه؟
۴- آیا دغه مضمون شاګردانو ته کوم علمي چلنج ورکولای شي، او کنه؟
۵- آیا د نمرو د ورکولو طریقه ښه واضح او رڼه وه، او کنه؟
۶- آیا د مضمون په نمرو ورکولو کې انصاف مراعات شوی و، او کنه؟
۷- آیا استاد، د مضمون د کورنۍ وظیفې په هکله، ښه واضح او په وخت فیدبک، شاګردانو ته ورکړی و، او کنه؟
۸- آیا د استاد سره لیدنه او کتنه، د مضمون د ستونزو په هکله، آسانه وه، او کنه؟
۹- آیا استاد، د مضمون په هکله، بشپړه مشوره او رهنمایي، شاګردانو ته ورکړې وه، او کنه؟
۱۰- آیا د مضمون لکچر، لابراتوار، او نور لازم وسایل او مواد، په ښه توګه ترتیب شوي و، او کنه؟
۱۱- آیا د مضمون د هر ډول بدلون په هکله، شاګردانو ته خبر ورکړ شوی و، او کنه؟
۱۲- آیا میزونه، چوکۍ، د لیکنې تخته، او کمپیوتر، په سمه توګه ورته برابر شوي و، او کنه؟
۱۳- آیا د ګټورو کتابونو لست، چې شاګردان یې باید، د مضمون د ښې زده کړې په خاطر ولولي، ورکړل شوی و، او کنه؟
۱۴- آیا ویلای شی، چې د دغې مضمون د کامیابۍ راز په څه کې و؟
۱۵- آیا دغه مضمون، څرنګه ارزیابي کولی شئ؟
۱۶- د مضمون د ښه والي په خاطر، نور څه لازم کارونه باید تر سره شي؟
۱۷- آیا د مضمون درسي مواد، ګټور و، او کنه؟
۱۸- آیا په دغه مضمون کې، نوي شیان او مهارتونه، په نظر کې نیول شوي و، او کنه؟
۱۹- آیا د استاد رویه، له شاګردانو سره د قدر او منلو وړ وه، او کنه؟
۲۰- شاګردان کولای شي، چې د پورتنیو پوښتنو څخه علاوه، نور اضافه نظرونه هم وړاندې کړي.

د پام وړ ټکي:
د شاګردانو نظر پوښتنه، د یوه مضمون د کیفیت په ښه والي کې ډېر اغیزمن او ګټور وي. دا پدې معنا، چې شاګردان، تر بل هرچا څخه خپلې ستونزې، ښې پېژني، او هغه سمې په ګوته کولای شي.
پدغه نظر پوښتنه کې د مضمون استاد ته هم، د خپل ځان په هکله هم ښه معلومات، لاسته ورځي. ښه استادان، بیا دغه د شاګردانو نظرونه، تر غور لاندې نیسي، او سمو غوښتنو ته یې، په خلاصه ټنډه هرکلی وایي، او هغه بیا په عمل کې پیاده کوي.
د یادولو وړ ده، چې ځینې هغه شاګردان، چې فکر کوي، چې په دغه مضمون کې به ناکامیږي، نو بیا کېدای شي، چې د هغوی نظر، له حقیقت او انصاف څخه لږ لیرې وي. اما، په عمومي توګه، د شاګردانو نظرونه، باید د قدر وړ وګڼل شي، او هغو ته، د قدر په سترګه وکتل شي.

د یادولو وړ ده، چې د مضمون استاد، د شاګردانو سمو غوښتنو ته ښه اړخیز ځواب، په لیکلي ډول وړاندې کوي، او هغه په څرګند ډول سره، د دغه غوښتنو د عملي کولو پلان، هم وړاندې کوي.
کله چې زه نیږدې ۳۵ کاله مخکې، د کابل پوهنتون، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې معلم‌ وم، هلته شاګردانو ته دا حق نه ورکول کېده، چې دوی د استادانو په برخه کې، خپل نظرونه وړاندې کړي، او اوس خبر نه یم، چې دغه طرزالعمل به د افغانستان په پوهنتونو کې رواج ولري، او کنه؟
که چېرې رواج ونلري، نو د شاګردانو نظر پوښتنه، یو لازمي او ګټور کار دی، چې د یوه مضمون د ښه والي په هکله، باید تر سره شي.
د یادولو وړ ده، چې په اوسني وخت کې شاګردان، یوه پوهنتون ته، د مشتریانو حیثیت لري. نو پوهنتونو ته لازمه ده، چې د خپلو شاګردانو ستونزو ته، په خلاصه ټنډه زمینه برابره، او ښه په غور سره غوږ ونیسي، او د امکان په صورت کې، هغه په عمل کې پیاده کړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب