د شاه محمود هوتک ژوندلیک

شاه محمود هوتک څوک و؟

شاه محمود هوتک
200px %D8%B4%D8%A7%D9%87 %D9%85%D8%AD%D9%80%D9%85%D9%88%D8%AF %D9%87%D9%88%D8%AA%DA%A9
شاه محمود هوتک
واکمني هوتکي واکمني: ۱۷۱۷ ز.- ۱۷۲۵ ز.
تاج گټنه ۱۷۱۷ ز. او ۱۷۲۲ ز.
بشپړ نوم شاه محمود هوتک
لقبونه شاه, پاچا, مير, سلطان
زېږون ۱۶۹۷ ز.
مړينه ۲۲ د اپرېل، ۱۷۲۵ ز.
د مړينې ځای اصفهان
مخکنی پاچا عبدالعزيز هوتک
وروستنی پاچا شاه اشرف هوتک
کورنۍ هوتک
پلار ميرويس خان هوتک
مذهبي گروهې سني اسلام

شاه محمود هوتک څوک و؟

شاه محمود هوتک د ميرويس خان نيکه مشر زوى په ١١١٠ هـ کال کې په کندهار کې وزېږېد، د ميرويس خان نيکه د مړيني په وخت کې يې عمر ١٨ کاله و، له همدې امله ولسي جرګې پرېکړه وکړه چي دده پر ځاى دده تره د ميرويس خان نيکه ورور (ميرعبدالعزيز) او د ځينو په اند عبدالله په پلاز کښېنوي.

د افغانستان د ستر ملي او هېوادپال شخصيت د مېرويس نيكه زوى ، شاه محمود د خپل پلار د مړينې په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون و او پر پلار هم ډېر گران و، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى و او په حربي چارو كې ښې تجربېې حاصلې كړې وې . د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د كندهار او پارس پخوانى رواج وو ، چې د ښار په هره خوا كې به يوه يوه مناره وه او په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، نو هر وخت چې به يو مهم خبر وو ، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل . محمود چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا نغارې يې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا وړانديز دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته يې نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) پښتنو چې هغه وړانديز ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه او دى يې د ځان پاچا كړ او د شاهۍ لقب يې وركړ ، نو (( شاه محمود)) وباله شو .

د شاه محمد هوتک واکمني:

شاه محمود هوتک په ١١٢٩ هـ ل کال په تخت کښېناست.  د شاه محمود د واکمنيدلو په مهال اسدالله ابدالي د هرات واکمن په فراه حمله وکړه، شاه محمود يې په وړاندي په ١٧١٩ ز کال لښکر ويوست،په دلارام کې جګړه وشوه. په جګړه کې ابداليان مات او اسدالله ابدالى ووژل شو. شاه محمود هوتک په تخت له کښېناستو سره سم هڅې پيل کړي تر څو د خپل پلار ارزو ترسره او داصفهان تخت د خپلو آسونو تر پښو لاندي کړي،د همدې لپاره يې هڅې کولې،تر ١١٣٤ هـ ل کال پوري يې په کندهار کې واکمني کوله،په ١٧٢٠ ز کال يې په کرمان حمله وکړه، ايراني پوځ دلطف على خان په مرسته مقابلې ته ودرېد.محاصره اوږده شوه او په دې شپو کي له کندهاره د سلطان بيجن لکزي فراهي د بغاوت خبر راغى، شاه محمود مجبور شو، کندهار ته راوګرځېد خو دده تر راتلو مخکي خلکو بغاوت غلى کړى و.
په همدي جګړه اېز سفر کې دسيستان خلکو هم ورته داطاعت څرګندونه وکړه.[1]

د اصفهان نیول:

له هغه وروسته په همدې کال (١٧٢١ ز -١١٣٤هـ ل)بيا له اته وېشت زره عسکرو سره وخوځيد،د کرمان او بم له نيولو وروسته د بندر عباس په لوري لاړ ، هغه ځاى يې محاصره کړ او امر يې وکړ چي په هغو خلکو دي کار نه درلودل کېږي چي تسليم شي، له وسلو پرته مال او شتمني مه ترې اخلئ!”[3]

همدا ښار يي ونيو او د اصفهان په لوري وخوځېد، ٢٢ اکتوبر ١٧٢٢ ز کال اصفهان ته ورسيد او په ګلناباد کې يي له ايراني پوځ سره جګړه وکړه، ايراني پوځ يې تار ، مار او د فرخ آباد په لوري روان شو.

په فرخ آباد کې د ايران  صفوي پاشاه (شاه حسين ) د شاه محمود حضور ته راغي.شاه محمود افغان د تسليم شوي پاشاه مخې ته ودريد،څو ګامه مخته ورغى او دى يې په غيږ کې ونيواو ور ته د اقا خطاب يې وکړ.

ښاغلى غبار د اصفهان نیول پېښه داسي بيانوي :

“…بالاخره درسال ١٧٢٢م بعد از هشت ماه محاصره ،شاه حسين صفوي براى تسليم حاضر شد وشخصا ًبا بزرگان دربار در قرارگاه شاه محمود رسيد.شاه محمود در ورود اين پادشاه به استقبال واحترام برخاست وبا او در يک مسند نشست، شاه خوردسال افغاني (٢٥ساله) به پادشاه سالخوردي که ٣٠ سال سلطنت کرده بود درحين مکالمه “پدر” خطاب کرد وبا ادب گفت:شان و شوکت و جاه وجلال دنيا اين چنين بي وفا است، خداوند بهرکسي که خواهد دهد واز کسي که خواهدستاند،من شما راتسلي ميدهم که بدون مصلحت شما کارى نخواهم کرد”.[4]

داکتو بر په٢٥ اعليحضرت شاه محمود په داسي حال کي داصفهان ښار ته ننوت ،چې دصفوي پاشاه تاج ئې پر سر ايښي و.

شاه محمود له سر څخه تاج ايسته کړ او هيڅ وخت په شاهې تخت کښېنناست،ده غوښتل د يوه فقير په څېر ژوند وکړي،ساده جامې يې اغوستې او هغه څه يې خوړل چي لښکر به يې خوړل.

لکهارت ليکي:”څو د شاه محمود خپله نکاحي ښځه له کندهاره نه راغله، شاه محمود ٢٢ کلن پادشاه هيڅ يوې ښځې ته ونه کتل”.[5]

شاه محمود له اصفهان څخه لښکري ولېږلې ، تهران ، شيراز او دايران ډېري برخې ونيولې شوي.

شهزاده طهماسب د شاه حسين صفوي زوى په قزوين  کې لښکر راټول کړ او غوښتل يې د شاه محمود پر ضد جنګ وکړي،خو دامان الله خان له لوري ورته ماتې ورکړل شوه او دآزربائجان خواته وتښتيد.

شاه محمود دايران له تخت څخه غورزول شوي پاچا شاه حسين صفوي ته ډېر درنښت ورکاوو، هغه که څه هم يو زنداني وو، خو ده به تل ورسره دغرمې ډوډۍ خوړله.

شاه محمود خان په لومړيو کې له خپلو سپاهيانو سره غېږې نيولې،شاه محمود خان دنګ او قوي سړى و، دتوري ګذار يې دومره قوي و، چي په آس به ولګېد،دوه نيم به شو.[6]

خو په وروستيو کې يي غېږې نيول، له عسکرو سره ټوکې ټکالي او خنداوي پرېښودې، يواځي دخداى جل جلاله په عبادت بوخت شو، ټوله شپه به يې دخداى تعالى عبادت کاوو او تر سهاره به يې ژړل .

افغاني مشرانو چي کله دى په دې مهم وخت کې په داسي حال وليد،فکر يې وکړ ترڅو يوه لاره پيدا کړي او دى بېرته په خپل حال شي،دسلطنت چارې په لاس کې واخلي او دايران دبشپړه فتحي لپاره کار وکړي.خو چي هره وسيله يې وکاروله،شاه محمود هوتک پخواني حال ته راونه ګرځېد او ورځ تر ورځي په عبادت کې ډوب شو.

افغانانو دا دده زهنې مختل کېدل وګڼل،په ١٧٢٥ز/١٢ برات ١١٣٧هـ  کال د اووه وېشتو کالو په عمر دغه افغاني ستورى ولويد[7] او پر ځاى يې شاه اشرف وټاکل شو.

دده په مړينه په خلکو کې اوازه خپره شوه ، چي سپه سالار اشرف دخپل پلار په غچ کې شاه محمود وواژه.[8]

د بي بي زینب مرثیه د شاه محمود لپاره:

د شاه محمود په مړينه د هغه خور بي بي زينبې د ميرویس نيکه لور په دې توګه يوه مرثيه ويلې ده:

ږغ شو چي ورور تير له دنيا سونا
کـندهــار واړه په ژړا سونا

زړه مـــــي په وېر کې مبتلا سـونا
چـي شاه محمـــود له ما جلا سونا

دا روڼ جــهـان راتـــه تور تم دى نا
زړه د بـــيلتون په تــــــيغ کړم دى نا

هوتک غمجــن دي په دې ماتم دينا
د پــــــــاچهۍ تاج مــو برهـم دى نا

چي شاه محــمود تېرله دنيا سونا
کنــدهــــــــار واړه په ژړا ســــــــونا

ځـوان و، ميــــړه د توري جنګ ونا
ولاړ د قــــــــام په نام او نـــنګ ونا

دښــمن له ده پــه ويـــــنو رنګ ونا
پر ميدان شـــير و پــــلـــــــنــګ و نا

افــســـــــوس چـي مرګ دې په خوا سونا
کــــنـــدهار واړه پـــــــــه ژړا سـونا

اصــــــفهان پاته تاج نسکور عالمه
چـــــي شا محمود سو نن په ګـــور عــالمه

د پــــــښتون لــمر سو تياره تور عالمه
راتــه دښمن به کـړي پـيغور عــــالمه

پاته سو تخـــت و تاج د ټول اصفهان
زړه يي راسوړ سو کا خوښې دښمنان

اسمانه بيا دي څه ستم کا څرګند
وشلاوه تاچې دپښتون وو پيوند

دښمن دې بــياز مـوږ په وير کا خورسند
چي شاه محمود دې کـا په قبر کې بند

په کور مو ويرشــــور وغوغا سونا
کـنـــدهــــار واړه پـــــــــه ژړا ســــــونا

له اصــفهـانه تر فـراه څه سونا
پـــــاچا چه و حشمت پناه څه سونا

د پـــــــښتون پــــــــــرتم فناســـــــونــا
کـــــندهـار واړه پــــــه ژړا ســـــــــونا

محموده ځوان وې ولي ولاړې له ما
لــــــــــه تخت و تاج هر څه سوې جلا

وروره مقر دې ستا مـولا کا جنت
در دي کا تاته پس له مرګه راحت

روح دېــ شه ښاد په لــويه ورځ د قيامت
مــــخ د وه روڼ د خــــــداي په مهر و محبت

دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا او تر ۱۱۳۴ هـ كاله پورې يې د افغانستان د پاچا په حيث حكمراني وكړه او څوا واره يې د پارس او سيستان شرقي برخو ته لښكري وايستلې ، څو يې په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حكومت پايتخت اصفهان محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا سلطان حسين خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . د پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په وختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې.

د شاه محمود وفات:

خو تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي ناروغې له كبله ووژل شو . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په تاريخ كې يې ځلانده نوم او توره پرېښوده .

سرچينې:

[1] – افغانستان درمسير تاريخ ، ٣٢٤ مخ ١ ټوک ،ميرغلام محمدغبار، مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[2]– پورتنۍ حواله .

[3] – دافغان ملي تاريخ ٦٢ مخ ١ ټوک ،قدرت الله حداد فرهاد. دساپي دپښتو څېړنو او پراختيا مرکز ، ١٣٨٣ هـ ل ليندۍ چاپ.

[4] – افغانستان درمسير تاريخ،٣٢٥ مخ ١ ټوک ،

[5] – افغان ملي تاريخ، ٦٤ مخ ١ ټوک ،قدرت الله حداد “فرهاد”

[6] – افغان شاه محمود – داصفهان برېمن ،محمد اعظم سيستاني، ژباړه :رحمت آريا، دبېنوا وېب پاڼې څخه.

[7] – دافغانستان لنډ تاريخ،٣٧٣ مخ ١ ټوک.عبدالحى حبيبي ،ژباړه: عبدالرؤف بېنوا. ١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ .

[8] – افغانستان درمسير تاريخ ،٣٢٩ مخ ١ ټوک.

[9] – پټه خزانه ١٨٨ مخ،محمد بن داود هوتک، دوهم چاپ ١٣٣٩هـ ش، دپوهني وزارت ،ددارالتاليف رياست.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب