اسلامبیلابیل اسلامي لیکنېشرعي پوښتنې او ځوابونهکورنۍ او ټولنه

د سنګسار که د رحمت دین؟

زموږ په ټولنه کې تر ټوله لویه ستونزه دا ده، چې یوه طبقه خلک ځان دین ته منسوبوي، ظاهري هیئت یې د دینې عالم په څیر وي، عام خلک هم ورته د دینې عالم په سترګه ګورې د وړې او غټې مسئلې په اړه ورڅخه پوښتنه هم کوي، دوی یې هم هرې پوښتنې ته جواب وایې او سمدلاسه فتوا ورکوي، خو په حقیقت کې دا خلک نه له دینه خبر دي او نه د شریعت په رڼا کې د فتوا حق لري.

تر دې بیا غټه ستونزه دا ده، چې زموږ کوڼ او ړوند ولس دغسې بې دلیله فتواو ته د عمل جامه ور اغوندې او په پایله کې له فرخندې، درخشانې او نورو معصومو انسانو څخه ژوند اخلې، څوک په ډبرو وژنې، چا ته یې د ټوپک شپیلی برابري کړي وي او څوک بیا په وهلو او ځینو ته بیا اور اچوي، ډیر معصوم انسانان د داسې خلکو د فتواو ښکار شول.
دغه ډله دین ته منسوب خلک له اسلامي شریعت څخه داسې انګیري، چې ګواکې الله تعالی خپل مخلوق ته همیشه په قهر وي د وژلو او تعذیبولو لپاره یې هر وخت محضي بهانه لټوي، د دې پر ځای چې عام خلک د الله تعالی له سترې بښنې څخه خبر کړي او دا ورته ووایې چې د الله تعالی رحمت د هغه تر غضب مخکې دی«إِنَّ رَحْمَتِي سَبَقَتْ غَضَبِي/ رواه البخاري»، پر ځای یې د الله تعالی قهر ورته بیانوي، د دې پر ځای چې خلک دین ته را وبلې نور یې هم له دینه متنفر کوي، بده لا دا چې، خپلو ځانونه د رحمت د استازي ځای ناستې او وارثان ګڼي، په داسې حال کې، چې هغه مبارک له خلکو حدود لرې کول او دوی خلک په زور حدودو ته برابروي، څه سرچپه وراثت دی !!!؟
د اسلامي شریعت روح دا دی، چې خلک به په زور حد ته نه برابروي، خلک به تلقینوي، له خلکو څخه به حدود لري کوي، دا نه چې هر سړی دي هر ځای په هر چا په هر وخت کې حد تطبیق کړي،خپل شخصي اغراض او سلیقي دې وکاروي او خپلې عقدې دې سړي کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ادرءوا الحدود عن المسلمين ما استطعتم، فإن وجدتم لمسلم مخرجا فخلوا سبيله، فإن الامام إن يخطئ في العفو خير من أن يخطئ با العقوبة» رواه المستدرک علی الصحیحین. څومره چې مو وسه کیږي له مسلمانانو څخه حدود لري کړئ، که مو د کوم مسلمان لپاره د خلاصون لاره پیدا کړه، نو پرې یې ږدئ، ځکه حاکم که په بښنه کې تیروتنه وکړي دا غوره دی تر دې چې په جزا کې تیروزې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګنهګارانو تیروتنو ته په کمین کې نه دی ناست، بلکې هغه سترګې پرې پټوي، تسامح کوي، خو چې څرګند دلیل او ګواه موجود نه وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: «تعافوا الحدود في مابینکم، فما بلغني من حد فقد وجب» رواه ابوداود.
تر خپل منځ حدود سره معاف کړئ، هغه حد چې تر ما را ورسیږي، بیا لازمیږي.
د اسلامي امت فقها داسې وایې:
« اتفق الفقهاء على أنه لا يقيم الحد إلا الإمام أو نائبه، وذلك لمصلحة العباد، وهي صيانة أنفسهم وأموالهم وأعراضهم، والإمام قادر على الإقامة لشوکته، و منعته و انقیاد الرعیة له/ الموسوعة الفقهیة، ج:۱۷، ص:۱۴۴» فقهاو په دې خبره اتفاق کړی دی، چې حدود به یواځې حاکم او د هغه نائب د خلکو د مصلحت لپاره قایموي او دا مصلحت د خلکو د ځانونو، مالونو او ناموس ساتنه ده او حاکم ځکه د حد په جاري کولو باندې قادر دی، چې قوت او قدرت یې لري او رعیت ورته غاړه ایښې ده.
خو زموږ په ټولنه کې حد حاکم نه؛ بلکې محکوم قایموي هیڅ قدرت او توان نه لري او نه یې چا قدرت ته غاړه ایښې وي، یا وحشت کوي او یا د دین له نامه ګټه اخلي او د دین په نامه خلک وژنې او دین بدناموي.
دویم: دغه عقدي، چې زموږ په ټولنه کې د دین په نامه سړیږي، تاسې دې ته حدود ویلای شئ؟ دا کوم مصلحت دی، چې د ناموس د ساتني لپاره دي، د هغه/هغې عزت نیلام شي.
درېیم: دین خو یوازي پر ښځو نه تطبیقیږي، د دې پېښي بل طرف خو سړی دی، هغه څه شو؟ پر هغه یې څه وخت تطبیقوئ !؟
حضرت عمر رضي الله عنه د وچکالۍ په کال کې د غله لاس نه دی ور پریکړی، د غلا حد یې تعطیل کړی و، ځکه هغه مصلحتونه پیژندل، هغه اړتیاوي پیژندلي، هغه په دې پوهیده، چې له ما نه به د قیامت په ورځ د یوې وړې لارې د نه جوړیدا پوښتنه کیږي؛ نو د دې پوښتنه خو به خامخا کیږي، چې ولي دي خپل رعیت ته د مړښت اسباب نه و برابر کړي؟ هغه د قحطي په کال غوښه نه خوړه، ویل یې، چې تر څو مې ټول رعیت ته غوښه نه وي رسیدلی، زه غوښه نه خورم…
هغه ټولنه، چې ۴۰ کاله جګړه پرې تپل شوي ده، خلک یې په جګړه کې پیدا شوي، ځوانان شوي او بډا شوي دي، ډېری خلک یې له لوږې او نالوستې سره لاس او ګریوان دي، ښونې او روزنې ته لاس رسی نه لري، ژوند کول ورته چانس دی او مرګ یې حتمي دی … پر داسې ټولنې د حدودو تطبیقول مصلحت او لومړیتوب دی او که له دې یوه لمن ستونزو د هغوی ژغورنه؟
د دین موخه د انسان وژنه نه، بلکې د انسان ژغورنه ده، چیرته، چې دین له ټولنیزو مصالحو او لومړیتوبونو سره په ټکر کې راغلی هغه دین نه دی، هغه دین ته د منسوبو خلکو طبعیت دی، له دینه د دوی تفسیر او تعبیر دی.
له بده بخته چې زموږ ټولنه دین ته منسوب خلک ډیر لري، خو له دینه خبر خلک ډیر لیږ لري، موږ د دې پر ځای چې دین عملي کړو، لومړی باید دین زده کړو، رښتیا موږ په دین مین یو، خو په دین پوه نه یو، د دین په نامه هم ځان وژنو او هم بل وژنو.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: