الحمدلله چې مسلمانه شوم

دایوه امریکايي مېرمن ده چې ( Patel White) پېټل وائیټ نومېده په (لاس انجلس) کې په جنوري، 25، 2009  کې مسلمانه شوه اودغه لاندینۍ کرښې دهغې خپله لیکنه ده:
زما دکوچنیوالي څخه له دین سره ډېره مینه وه، له بې دینه شخص څخه می کرکه لرله، لکه سیکولر، کمونیست اوداسې نور، په امریکا کې خو دومره ازادي ده چې لور، مورته اوپلار، زوی ته دانشي ویلای چې ته دکوم دین پیرو يې یا نه ؛ دزده کړې پرمهال مې هم له دین سره زښته زیاته مینه وه ، ژوندتېرېده، دهردین خلک، رسوم، عقاید اوخرافات به می ترسترګوتېرول،  کله به خواشینې شوم اوکله بیاخوشحاله، دتعلیم په سلسله کې و (Bible College) بایبل کالج (دبایبل پوهنځۍ) ته ورسېدمه ؛ په بایبل کالج  کې یواځې د اوسني بایبل (Bible) دحقانیت، دعیسایت، دقرآن خلاف توطیې،  مسلمانان په یواو بل نوم تورنول او بدنامول، داسلام په خلاف پروپاګنډې اوتهمتونه، مسلمانان هرځای ځپل، دمحمد صلی الله علیه وسلم توهین ثواب ګڼل او اوسنی عیسایت ریښتینی ګڼل او داسې نور.. ددې کالج مهم درسونه وه ، پوره دوه کاله مې په بایبل کالج  کې تېرکړل، اوفارغه شوم، اوس نوموږ ته دا دنده راکړل شوه چې عملي کار وکړو، مطالعه وکړو، څیړنه وکړو اوڅه ولیکو، ترڅوبیا دولت موږته جایزه او ډالۍ  را کړي اوپه ټولنه کې نفوذ ومومو، نو له ځان سره مې دا فیصله وکړه چې په بایبل خو خبره یم، ښه به دا وي چې دمسلمانانوپه کتاب (قرآن کریم) هم خبره شم ؟ ځکه چې دوی  وایي چې دا دخدای کتاب دی، دهندوانوپه کتاب (ویدا اونورو) هم خبره شم، هغوی هم  وایي چې دا دخدای کتاب دی اوداسی نور.
ترهرڅه مې لومړی داهوډ وکړچې په اسلام ځان پوه کړم، نوپه دې تکل کې شومه چې یوه مسلمانه ملګرې پیدا کړم، ډېرنژدې په ګاونډ  کې می یوه مسلمانه  مېرمن چې (فاطمه محمود) نومېده اوسېدله، په یوه اسلامی مدرسة ( مدرسة المحصنات) کې ښونکې هم وه،  دسهارنارې (Breakfast) لپاره کورته ورغلم، ډېره په مینه، ورین تندي اوخندا سره را ووتله، زماهرکلی یې وکړ، ښه راغلاست یې راته ووایه اوڅومره یې چې په وس  کې وه زمامیلمه پالنه یې وکړه، په خندا مې ورته وویل: تاسې مسلمانان ترټولوخلکو زیات مېلمه پاله یاست۔ دې ځواب راکړ: زموږخوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم  موږ ته امرکړی دی چې دخپلومېلمنوعزت وکړو۔ بیا مې ورڅخه وپوښتل: تا له ما سره په ورین تندي او خندا دومره ښکلی چلند وکړ چې له ما څخه دی ټول غمونه هېرکړل! هغې په ځواب کې راته وویل: زموږ خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم ترټولوانسانانو لوړاخلاق لرل، اوهغه موږته ویلي دي: هرڅوک چې له یوچاسره مخ کیږي په ورین تندي اودهغه څخه پرېشانۍ لیرې کړي نولومړی به الله (ج) دده  ګناهونه لیرې اوبیا به یې جنت ته داخل کړي۔


ددې هرې خبرې په اورېدوسره مې د زړۀ دننه دبدلون احساس کولو ، داخبره می ورسره شریکه کړه چې ما بایبل کالج پای ته رسولی که مې د اسلام مطالعه کوله نو ته به هرومرو راته لارښونه کوې، او کتابونه به راته پیدا کوې، خوپه خندا کې مې ورڅخه وپوښتل چې دقرآن کریم قیمت خوبه ډېرګران نه وي؟ هغې راته وویل: اول خوقرآن کریم وړیا دی او که وړیا پیدا نشي نوستاسې دیوه انجیل په قیمت زموږ پنځه (5) قرآن کریم کېږی۔ نوره هم خوشحاله شوم، داځکه چې امریکا د ډېربد اقتصادي بحران سره لاس اوګرېوان ده اوبانک مې ډېرپوروړی دی اوحال دا چې په بانک کې هیڅ ډالرنشته، د یونیم ساعت وخت تېرولوڅخه وروسته می ترې اجازه وغوښتنه، اجازه یې راکړه، د خپل مبایل، فاکس، ایمېل ادرسونه اونمبرونه مې ورکړل، اوس نوزه ددې مسلمانې مېرمنې هرڅه څارم، د راوتلوپرمهال یې زما څپلۍ سمې کړې او دا يې راته وویل چې اول راسته څپلۍ په پښه کړم اوبیا کېڼه، ماوویل داولې؟ هغې ځواب راکړ چې زموږ خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم امرکړی دی چې خوراک په راسته لاس کوئ، چې کله جامې اغوندئ نود راسته لوري نه پیل کوئ او چې کله څپلئ په پښو کوئ نو اول راسته او بیا چپه۔
زه پرهمدغه ځای باندې هک پک حیرانه شوم او په زړه  کې مې وویل: څومره ښه دین دی، (1400) کاله ورسته د پیغمبریوکوچنی امرڅومره په مینه او لیوالتیا سره دا مسلمانان پرځای کوي، دا واقعا یوه غټه معجزه ده او دا پېغمبر (100) په سلو کې ریښتنیی دی ځکه چې ډېر طاقتورخلک اوپاچاهان تېرشوي دي خوسل کاله وروسته دهغه نوم اونښان ورک شي ۔ او دا ددې پیغمبر معجزه ده چې هره خبره يې هر مسلمان پخپل ژوند کې عملي کوي؛ په خوښۍ سره راووتلم اوخپل کورته راغلم، ځان سره مي نیم ساعت فکر وکړ، کښېناستلم، یوه پیاله قهوه می وڅښله اوپه دې سهارني لنډ سفر کې مي فکروکړ، ډېره خوشحاله وم اوهوډ مې وکړچې دا مسلمانه به زما دوسته وي اوهرځای ته چې تللم را سره به وي۔

نوی کال را روان دی د نوي کال (2009) په مناسبت مې د پخواني عادت په خلاف دغې مسلمانې خورته تلیفون وکړچې ته او له تا سره (10) نورې مسلمانې مېرمنې سبا شپه زما په کور کې مېلمنې یاست، هغې راسره ومنله، ماخپل تیاری پیل کړ، ګلان مې را ونیول اوکرسمس ونه مې هم راوړه ، هرڅه مې آماده کړل، اوس نو زماموخه داده چې د قرآن اوبایبل په اړوند پوښتنې وکړم، چې یقینا دا ورځ زما د ژوند د یونوي پړاو او سترانقلاب پیل دی، چې زه هم ورته ډېره لېواله یم، دتش په نامه عیسایت څخه می د کرکې کچه په لوړېدو ده، د فاطمې دملاقات نه وروسته طبعا ډېره خوشحاله ښکارم، چې هرملګری مې وویني نوراته  وایي : Patel White څومره روښانه اوخوشحاله ښکارې! زه په مسکا سره ځواب ورکوم او نور ورته هیڅ نه وایم، او د خوښي له کبله می په ټول بدن کې یو پټ خوځښت پیداشوی دی چې زه یې ډېرښه ادراک کولی شم، هغه ورځ چې ما ورته شېبې شمېرلې، راورسېدله اودپنجشنبې (زیارت) ورځ اودجنوري د(2009) کال لومړۍ نېټه ده، هغه نیټه چې ما فاطمې ته ټاکلې وه پرهغه مهال دوی را ورسېدلې، د حورو په شان ښکلې مسلمانې چې د خوښۍ او د مخونوځلا یې له ورایه جوتېده راغلې، ما داسی فکروکړچې ښکلې رڼاګانې زمونږ کورته را داخلې شوې، کېدای شي دا بشرنه وي، دډېرې خوښۍ نه مې (OH! My God!!!) اې زماخدایه! چېغه ترخوله ووته، فاطمه پوه شوه چې داهیجاني شوه نویې په غیږ کې ونیولم، ما ورته ښه راغلاست ووایه اوټول کښېناستلو، ددوی په مزاج زه څه پوه وم هغه څه چې په اسلام  کې حلال وه هغه مې ورته برابرکړي وه، ترهرڅه مې لومړی ډوډۍ ورکړه، په ډېره خوشحالۍ سره ډوډۍ وخوړل شوه، ما په دغه ورځ دومره ډوډۍ د فاطمې په څنګ  کې وخوړله چې په ژوند کې مې نه وه خوړلې او د دغې ډوډۍ خوند مې د ژوند یوه ښه خاطره ده.
له ډوډۍ  څخه وروسته مې له فاطمې څخه وپوښتل چې تاسې زموږ د بایبل اوعیسایت په اړه څه وایاست؟ هغې ځوا ب راکړ چې اسلام یواځینی غیرعیسایي دین دی چې  وایي : هیڅ مسلمان تر هغه مسلمان  کېدای نه شي ترڅو پدې ایمان ونلري چې حضرت عیسی علیه السلام پیغمبردی، اوانجیل دخدای کتاب دی، موږ په دې ایمان لرو چې حضرت عیسی علیه السلام د الله جل جلاله یولوی پیغمبردی، هغه د بي بي مریم (رضی الله عنها) څخه په معجزانه ډول سره چې پلار یې نه وو پیدا شوی دی، هغه د الله جل جلاله په امرسره مړي را ژوندي کول، له مور ړانده زیږیدلي یې بینا کول، د پیس ناروغۍ علاج یې کاوه او داسې نور، البته دالله جل جلاله په امر او اجازې سره۔

بیامی ورڅخه وپوښتل چې تاسې پر انجیل ایمان لرئ نو دا خوهم دالله جل جلاله کتاب دی؟ فاطمې په خندا راته وویل چې ته خواشینې نه شې اواحساسات دې ژوبل نه کړم، ورغبرګه مې کړه چې ته خو اول میلمنه يې اوماته حق را وښیه هرڅه چې وي منم یې اوقناعت به راکوې؟ هغې راته وویل خپل بایبل را واخله، ما له المارۍ څخه (King James Version Bible)  کېنګ جیمز ورژن بایبل راوخیست، هغې را څخه وپوښتل چې دا اوسنی انجیل خوانجیل یوحنا، انجیل لوقا، انجیل مرقس اونجیل متی دی، انجیل عیسی  چېرې دی؟ موږ پرهغه ایمان لرو، زه یقیناخجالت اوخاموشه شوم، بیايې راته وویل: دا خپل انجیل دې خلاص کړه، ما چې هغه خلاص  کړ نو دې راته وویل: اول کتاب اول مخ او اولې لیکې ته راشه، ما د متی کتاب خلاص کړ، په اول مخ کي ېې دحضرت عیسی (ع) دنسب لړۍ ده چې د حضرت عیسی (ع) د یوسف نجارځوی دی، بیافاطمې راته وویل: دا یاد وساته او دوهم کتاب خلاص کړه، ما دوهم کتاب چې د مراقس دی خلاص کړ په هغه کې هم دحضرت عیسی (ع) دنسب لړۍ ده چې په هغه کې د حضرت عیسی (ع) دابراهیم ځوی دی، بل ځای مو خلاص کړ، هلته (نعوذبالله) عیسی (ع) دخدای ځوی ښودل شوی، بیایې مخ راته راواړاوه چې دا څنګه د خدای کتاب دی، یوپیغمبراوڅو پلرونه، زه یقینا بې ځوابه وم، او داسې سل نورځایونه یې راته وښودل چې خپله د انجیل ایاتونه سره په ټکر کې وه او ماته يې وویل چې زه یو کوچنی کتاب (Booklet) لرم په هغه کې د اوسني بایبل (101) تعارضونه پکې دی اودرته به یې راولیږم، بل ځای یې بایبل خلاص  کړ چې پکې لیکلي وو:
یوه ورځ عیسی(ع) وږی شو، اودانځر ونې ته ورغی چې انځر وخوري، دانځرو وخت نه و،  ونې خالی اوسپېرې وې، نو انځریې پیدا نه کړل، بیا یې انځرو ته ښیرا وکړې او(2000) ونې يې له مینځه یوړې۔
بیا فاطمې مخ  راواړاوه چې اوس په امریکا کې هرکوچنی په دې پوهیږی چې د انارو وخت کوم دی، د مڼو وخت کوم دی اوهمداسې دهرشي وخت که سبزي وي اوکه مېوه ، وخت یې معلوم دی، اوحضرت عیسی (ع) چې دخدای یولوی پیغمبروو، نو ده ته لا دا نه معلومېده چې د انځر وخت کله دی؟ نوداټول له ځان څخه لیکل شوي دي اودا دالله جل جلاله کتاب نه دی؛ د بایبل څه  نسخې چې لیکل شوې دي او دوه نسخې یې هم یوشانته نه دي، دا ځکه دا د بندګانو دخوښې مطابق کتاب دی، په دې اوسنیو بایبلونو  کې په (King James Version)  کې تثلیث شته مګر په (RVISED VERSION)  کې بیا دا ایات نشته داولی؟.

زه په دې وخت  کې خاموشه ناسته وم او هیڅ مې ترخولې نه وتل، بیا مې وپوښتل چې موږ خو (Salvation) نجات لرو اوهغه دا چې حضرت عیسی (ع) زموږ د ګناهونو پېټی پرغاړه اخیستی ده ځکه چې زمونږ لپاره یې ځان قرباني کړ نوموږ به ضرور جنت ته ځو، فاطمې بایبل خلاص کړاو دا  آیت يې راته ووایه:
زوی د پلاراو پلار د زوی معاوض نشي کېدلای، یعنې یود بل په ګناه نه نیول کېږي، کله مې چې دا ولیدل نو رنګ مې ولاړ اوخپله مې ورته وکتل چې دې ښځې خو به څه جادو نه وي درباندې کړی، هغه واقعا همداسې وو، له ځان سره مې وویل چې زه څومره غولېدلې یم، ټول عیسایت دخرافاتو او بې بنسټه عقایدو نه ډک دی؛ او دا ټوله قربانې چې ما په عیسایت  کې ورکړې ده په اوبو لاهوشوه، او کله مې چې دغه ایت ته وکتل نوهغه په سره رنګ لیکل شوی دی ( دا زما بایبل) (Red light Bible ) دی مطلب دا چې هغه کلمې چې حضرت عیسی (ع) ته منسوبې دي هغه ټولې په سره رنګ  لیکل شوې دي، او د حضرت عیسی (ع) ویناوې د ټولو څلورو انجیلونو (10) په سلو کې دي اوهغه نورچې په توررنګ لیکل شوې دي هغه دده وینا نه ده، نو یقین مې پوخ شوچې دا خو د حضرت عیسی (ع) وینا ده نوهغه څنګه زموږ ګناهونه پرخپلو اوږو اخلي، ددې پوښتنواوځوابونوڅخه وروسته زه په خپل دین (عسیایت ) کې نوره هم شکمنه شوم، فاطمې ته مې وویل چې که ما درته هر مهال تلیفون وکړ نو ضرور به ځواب راکوې او وخت به راکوې، او له نن څخه به ماته یوټوک قرآن کریم دترجمې اوتفسیرسره او څه نور اسلامي اړین کتابونه پیدا کوې او زما کورته به یې راوړې۔

درې ورځې وروسته مې فاطمې ته یوه پارک ته د تلوبلنه ورکړه، هغې راسره ومنله،  راغله او دواړه پارک ته په بس  کې روانې شو، پرټوله لاره مو د بحث توده موضوع اسلام اوعیسایت وو، کله چې پارک ته ورسېدو نو ما ټکټونه را واخیستل او داخل شو، دپارک مرکزي برخې ته لا نه وو رسېدلي چې پرما د زړه یوه کوچنۍ دوره راغله اوبې هوښه شوم، یووخت چې په هوښ کې راغلم، ومې کتل چې په روغتون کې پرکټ باندې پرته یم، سپین رخت مې په ځان دی او زما خوږه دوسته فاطمه مې ښي لورته ناسته ده، په خبرومی پیل و کړ، هغې راته په  کراره را ته وویل، چې زه ستا د زړه ګراف ته ګورم، ته د خبروڅخه منع ېې، دزړه په ګراف  کې دې بدلون راځي او په تکلیف کیږې، فاطمې دومره په مینه را سره وضعه کوله لکه د یوې ډېرې خوږې خورسره.

د دوو ورځوتېرولو وروسته زما دزړه حرکتونه درست شول او زه روغه شوم، کله چې کور ته راغلو نو  ورته مې وویل: خورې! په پارک  کې به دې پرېښودلای چې مړه شوې وای، ولې دې روغتون ته یوړم؟ هغې ځواب را کړ: زما ګرانې خورې! ته زما د بدن یوغړې ېې او الله جل جلاله په قرآن کریم  کې موږته فرمایي:
که مو یو چا ته ژوند ورکړلکه ټولوانسانانوته مو چې ژوند ورکړی وي۔
ددې ټولوحالاتو نه وروسته مې د لوی خدای جل جلاله په مرسته د جنوري پر(25) د (2009) کال کې په مدرسة المحصنات  کې چې مخکې می لا د اسلامي اصولومطابق غُسل کړی وو او اسلامي جامې مې په تن وې، د ډېرومسلمانانوپه حضور کې اسلام ومانه او د شهادت کلمه می وویله او پخپله خوښه مې خپل نوم چې (Patel White) و په (Ayesha White) عایشه وایټ  بدل کړ، اوس وینم چې اسلام دومره غټه هستي ده چې زه یې په ټول ژوند کې شکرنشم اداکولای .

ليکنه: عایشه وائټ
ژباړه: عبدالغفارجُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب