د سمارټ فون زیات استعمال مو ژر زړوي

د سمارټ فون زیات استعمال نه یوازې دا چې د څیرې جذابیت له منځه وړي بلکه انسان د پوټکي په مختلفو ناروغیو هم اخته کوي.

د سمارټ فون زیات استعمال په انسان کې د مختلفو روغتیايي نارغیو لکه سر درد، د غاړې درد، د سترګو سوۍ او ملا درد لامل ګرځي.

د پوټکي ناروغیو متخصصینو په وینا هغه خلک په تیره بیا ښځینه چې د ورځې له دوه ساعتونو څخه زیات سمارټ فون یا ټبلېټ استعمالوي د پوټکي په مختلفو ناروغیو اخته کیږي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د اوږدې مودې لپاره د سمارټ فون استعمال د غاړې په عضلاتو فشار واردوي د کوم له امله چې انسان د غاړې په ځینې ناروغیو اخته کیږي او په دې ډول له وخت مخکې ستاسې غاړه او څیره زړیږي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د پورتینو روغتیايي ستونزو څخه خلاصون لپاره باید د سمارټ فون یا ټبلېټ له پرلپسې او دوامداره استعمال څخه مخنیوی وشي او له لږ ځنډ وروسته د غاړې ورزش وشي.

په سمارټ فون د پیغامونو استولو لپاره کوښښ وکړئ خپل سمارټ فون د لاسونو په وسیله اوچت ونیسئ تر څو د غاړې ښکته کولو اړتیا پیدا نه شي.

باید کوښښ وشي چې سمارټ فون څیرې ته ډیر نژدې نه وي ځکه چې د سمارټ فون څخه وتونکي رڼا او مختلفې شعاعګانې انسان د پوټکي په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روغتیايي برخې څیړونکو او کارپوهانو ویلي وو چې د سمارټ فون پرلپسې او زیات استعمال انسان د سترګو په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

واسع ویب یوتیوب چینل

د ملاتړ لپاره چینل سبسکرایب او له نورو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



پوهنتون ښوونیز یوتیوب چینل

پوهنتون چینل سبسکرایب او له زده کوونکو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ


Advertisement | Why Ads? | Advertise here

Back to top button
واسع ویب