د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ژوند

 

سعد بن ابی وقاص رضي الله عنه د بنو زهره له قبیلې څخه و. کنیت نوم یې ابو اسحاق او د هغو لسو صحابو له جملې څخه دی چې په دنیا کې ورته د جنت زیری ورکړی شوی دی.

سعد رضي الله عنه د بعثت په ۱۷_۱۹ کلنۍ په منځ کې د اسلام په دین مشرف شو، د سابقون الاولون په مومنانو کې شامل شو. سعد بن ابی وقاص رضي الله عنه له بدر څخه تر تبوک پورې په ټولو غزاګانو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګری وو.

سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه د هجرت په ۵۵ کال په مدینه منوره کې وفات شو مروان بن الحکم د جنازې لمونځ ادا کړ او بیا په جنت البقیع کې خاورو ته وسپارل شو. د هجرت په دو یم کال د روژې په میاشت کې چې کله د بدر ستره جګړه رامنځته شوه نو په هغې کې د قریشو پیژندل شوی پهلوان سعید بن عاص چې د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه  په لا س ووژل شو د احد غزا کې، چې د هجرت په دریم کال کې پیښه شوې ده کله، چې په لنډ مهاله توګه مسلمانانو ته سخت زیان ورسیده، سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه خپل ځان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د کفارو ګوزارونو ته صبر کړی و او رسول الله صلی الله علیه وسلم به غشي ورکول او سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه به پر دښمن ګوزارول دا هغه حالات وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به سعد ته ویل چې (ارم سعد! فدا ک ابې وامي) سعده غشي وله، مور او پلار مې درنه ځار شه! دا د الله ج له طرفه څومره لوړ مقام دی چې ده ته یې ورکړی دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وایي چې زما مور او پلار درنه ځار شه نو په دغه شېبه کې به د سعد رضي الله عنه هم غشی پر ځای لګیده او هم یې دعا قبلیده چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم ورته دعا کړې وه، چې (اللهم سدد رمیته و اجب دعوته) الهی د ده نښه پر هدف کړې او دعاوي یې په خپل دربار کې قبولې کړې.

یوه شپه په مدینه منوره کې چې حالات ډیر خراب او کړ کېچن وه د اسلام دښمنانو هر مهال د مسلمانانو لپاره په کمین کې ناست وو نو د پیرې لپاره څوک حاضر نه وو رسول الله صلی الله وفرمایل کاش نن شپه نېک سړی پیره دار وای، په دې وخت کې د تورې خرپ واوریدل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وپوښتل څوک یې؟ ځواب ورکړل شو ای د الله ج رسوله زه سعد راغلی یم. ویی ویل د څه لپاره راغلی یې؟ عرض یی وکړ په زړه کې مې ستا په باب اندېښنه پیدا شوه، د پیرې کولو لپاره راغلی یم رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه په دې خبره ډېر خوشحاله شو د سعد رضي الله عنه لپاره یې د خیر دعا وکړه اوبیا یي استراحت وکړ.

سعد رضي الله عنه د ابو بکر صدیق رضي الله عنه او عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت پر مهال د اسلامي لښکر ستر قومندان په توګه جهادونو کې برخه وال و، نه يواځې برخه وال بلکې د قادسیې میدان او نورو سیمو اتل د ایران تخت یی مات کړ او کسرې تخت يې ونیوه.

لیکنه: محمد الله نوري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب