حج او عمره

د زمزم د سپیڅلي څاه لنډ تاریخ

د زمزم د سپیڅلی څاه لنډ تاریخ

       اسلامی تاریخ د زمزم اوبو د څاه پیدایښت  محترمی بی بی هاجری د اسماعیل (ع) مور  او د ابراهیم (ع) میرمنی ته راجع کوی. د اوس نه څه د پاڅه څلوزره او اته کاله وړاندی محترمی هاجری د صفا او مروا د غونډیو په  منځ  کی چی یوه وچه دښته وه  د خپل ماشوم ځوی اسماعیل (ع) د سختی تندی له امله د اوبو پلټنه کوله ،  ځینی اسلامی تاریخونه لیکی چه بی بی هاجره  اووه ځله د صفا او مروا غونډیو په منځ کی د اوبو د موندلو لپاره منډی ووهلی مګر هیڅ یی ونه موندل، بیا خدای (ج) چه پخپلو بنده ګانو همیشه رحیم او مهربان دی ملاًُیکه جبریل (ع) یی د مرستی لپاره ولیږله چه ځمکه یی وکیڼله او د اوبو چینه راپیدا شوه خو ځینی تاریخونه بیا وایي چه اوبه پخپله د اسماعیل (ع) د پښو لاندی په نا څاپه توګه راپیداشوی او یا هم جبریل (ع) پخپلو پښو ځمکه وکینله او بیا یی په خپلو وزرونو خاوری پاکی کړی او د زمزم څاه پیدا شوه.  د دغی سپیڅلی څاه نوم د زوم زوم له کلمی چه د دریدلو او یا تم کیدو په مانا ده اخیستل شویده.

اسلامی تاریخ لیکي هغه وخت چی د جورهم قبیلی د مکی معظمی د ښار واک یی په لاس کی واخیست د زمزم  څاه د یو څه وخت لپاره وچه او ورکه شوه، ځینی  تاریخونه لیکی چه زمزم د څاه  وچیدل او ورکیدل د جورهم د قبلی د زیاتو ګناهونو له امله وه او بیا ځینی لیکی چه کله د جورهم قبیلی د مکی ښارڅخه پرشا ولاړل او ښار یی  پریښود نو د زمزم څاه یی د خاورو نه ډکه او پټه کړی. خو بیا دغه څاه د حضرت محمد (ص) د نیکه ابوالمطلب لخوا چه د زمزم د څاه په هکله یی خوب لیدلی وه ددوهم ځل لپاره کشف  او څرګنده شوه.

د محترمی بی بی هاجره او د زمزمو د اوبو دغه کیسه د اسلام په دین  کی د یواسلامی  دود په بیلګه تر نن ورځی پاتی شوه او ټول هغه ښځینه او نارینه مسلمانان چه د حج فریضی د ادا کولو لپاره مکی معظمی ته ځی نو د صفا او مروا د غونډیو تر منځ باید اووه ځله په  تیزۍ سره لاړ او راشی او بیا د زمزم سپیڅلی اوبه و څښی.

د اسلام دینی عالمان په دی موافق دی چه د زمزم د اوبو څښل ټولو مسلمانانوته په خاصه توګه هغو مسلمانانو ته چه د حج او یا د عمری د اداکولو لپاره مکی معظمی ته ځی مستحب دی، ځکه چی د صحیح بخاری  شریف  (۳/۴۹۲)  حدیث دی چه حضرت محمد (ص) د حج د اداکولو په وخت کی د زمزم اوبه څښلی دی. او همدا رنګه د صحیح مسلم شریف (۴/۱۹۲۲) کښی ابو ‌‌ذر غفاری څخه روایت دی چه حضرت محمد (ص) د زمزمو د اوبو په هکله ویلی دی: ((د زمزم اوبه د خدای (ج) رحمت دی اوښه غذا ده چه ستاسو تنده او لوږه دواړه مرفوع کویًٌَِّْ)) چه د ابو ذر غفاری په یو بل حدیث کی د پورتنی حدیث اثبات شوی چه پخپله ابو ذر غفاری د مکی معظمی په ښار د یو میاشتی لپاره پاتی شوی وو، چه د زمزم اوبو نه بغیر هیڅ شی یی د خوړلو او څښلو لپاره نه لرل.  صحیح الجامی (۳۳۰۲) هم د زمزمو د اوبو په هکله روایت کوی چه محمد (ص) ویلی (( د ځمکی پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلی اوبه د زمزم اوبه دی، ستاسو لپاره یو ډول غذا او د نارغیو درملنه ده. همدا رنګه سلسلات الصحیح (۸۸۳) روایت کی چه حضرت محمد (ص) د زمزم اوبه څښلی دی، اودس یی پری کړی او هم یی پخپل سر مسح کړیدی، او هر کله به یی زمزم اوبه له ځانه سره په یوه لوښی کی  وړلی او د خلکو په سر به یی اچولی او هغو ته به یی د څښلو لپاره ورکولی. ابن ماجه په یوه حدیث کی روایت کوی او وایی چه حضرت محمد (ص) ووایی (( د زمزم اوبه د هر هغه هدف لپاره دی چی تاسی یی څښی، که یی د روغتیا لپاره څښی نو خدای (ج) به صحت درکړی، که یی د یی د لوږی پخاطر څښی نو الله (ج) به مو موړ کړی او که یی د تندی پخاطر څښی نو الله (ج) به مو تنده ماته کړی)).

زمزمود اوبو په هکله ځینی ساینسی څیړنې

         ګن شمیر اسلامی او اروپایی هیوادونو کی  د زمزمو د اوبو په هکله هر اړخیزی  څیړنی شویدی او د ا یی ثابته کړیده چه د زمزم اوبه د نورو اوبو په پرتله خورا لوړ کیفیت لری او په خپل ترکیب کی دیر د پام وړ منرالونه، مرکبات اومالګی لری، چه د انسان د صحت او روغتیا لپاره ګټور دی. ددغو ساینسی څیړنو له جملی څخه یو څو مهمی څیړنی یی په لاندی ډول دی.

۱.      طارق حسین چه یو پاکستانۍ ساینسپوه ده د زمزمو د اوبو په هکله په یوی مقاله کی یادوی چه د زمزم اوبه د اروپا په ځینو تحقیقاتی لابراتوارونوکی تر څیړنی لاندی نیول شوی او په نتیجه کی لیکی چه د زمزم او نورو اوبو تر منځ خورا لوی توپیر شته چه مهم توپیرونه یی د کلسیمو او مګنیسیمو د مالګی په کیفیت کی دی، او لیکی چه د زمزمو اوبو د کلسیمو او مګنیسیمو کیفیت د عادی اوبو په پرتله خورا ډیر لوړ دی.  محترم طارق حسین وایی؛ دا چه هر کال په میلونونو حاجیان د حج د مراسمو په وخت کی د زمزمو اوبه څښی او د دوی تنده او ستومانی رفع کوی، کیدای شی چه علت یی د زمزمو د اوبو لوړ کیفیت وی، او ډیره مهمه خبره د دی اوبو په هکله داده چی پخپل ترکیب کی خورا زیات فلوراید لری چه د مکروب وژلو خاصیت لری او ّنه پریږدی چه الجی او یا نوری باکتریاوی پکی رشد وکړی.

۲.     څیړنو ښودلی ده چه د زمزم اوبه د مکروب وژلو کیمیایی مرکب ( کلورین) ته هیڅ ضرورت نه لری او هیڅکله هم ورڅخه استفاده نده شوی. د زمزم اوبه داسی صحی او پاکی ښکاری لکه چه په ښارونو کی د نلونو تصفیه شوی اوبه کوروته لیږدول کیږی. دا واضح خبره ده چه طبعی څاکانو، ویالو او د ابو په چینو کی هرومرو ځینی نباتات او مکروبونه رشد کوی، او د اوبو په کیفیت، رنګ، بوی او خوند اغیزه کوی، خو د زمزمو په څاه کی دغه ډول هیڅ  نباتات او د اوبو نور مکروبونه ندی لیدل شوی چه دا د الله (ج) لوی حکمت دی او مونږ یی باید شکر وباسو.

۳.     دا ثابته شوی ده چه د زمزم اوبه د ځینو ناروغیو لپاره ښه درملنه ده. ساینسپوهان پدی هکله وایی چه د زمزم اوبه د ډیرو ګټور منرالونه او مالګی په لرلو سره  د مکروب وژلو ښه خاصیت لری. د زمزم اوبه په خپل ترکیب کی  سودیم، کلسیم، پوتاشیم، مګنیزیم او ځینی نور ګټور مرکبات لری چه د ځینو ناروغیو لکه: د مفاصلو التهاب، روماتیسم او د هډوکو او پوستکی بیلابیلو بی نظمیو لپاره ښه درملنه او دوا ده.

۴.    ډاکتر ماسارو ایموتو چه یو جاپانۍ ساینس پوه دی پدی نږدی وختونوکی یی د زمزمو اوبو په هکله بیلابیلی څیړنی کړیدی او وایی چه د زمزمود اوبو کرستالونه د نورو اوبو په پرتله خورا ډیر زیات توپیر لری او وایی چه د ډیرو څیړنو په نتیجه کی د  طبعی کیفیت او کمیت له نظره هیڅ ډول توپیرد زمزمو په اوبو کی  ندی موندل شوی. ډیره مهمه خبره دا ده چی ډاکتر ایموتو وایی چه کله د زمزمو د اوبو یو څاڅکی د عادی اوبو په زرو څاڅکو کی علاوه شی نو عادی اوبه به هم د کیفیت له نظره کټ مټ د زمزمو د اوبو په شان وی، چه دا ډیره د حیرانتیا خبره ده.

۵.      ددنیا په بازارونو او مارکیتونو کی اوبه د منرالونو د ښه کیفیت او کمیت له نظره په لوړه بیه خرڅیږی او ښی اوبه هغه اوبه دی چه د منرالونو اندازه یی ۳۵۰-۱۵۰ ملي ګرامه په یوه لیتر کی وی. د حیرانتیا خبره داده چه د منرالونو اندازه د زمزمو په اوبو کی ۲۰۰۰ملي ګرامه په یوه لیتر کی ده او زیاته اندازه یی هم د سودیم، مګنیزیم او پوتاشیم منرالونه دی چه د نورو منرالونو په پرتله خورا ډیر ګټور دی.

۶.       ساینس او تکنالوژۍ دا ثابته کړیده چه د زړه او شریانونو ناروغي په هغو کسانو کی چه د زمزم په شان د زیاتو منرال لرونکو اوبه څښی، کمه لیدل شویده او یا هم هیڅ نشته.

۷.      اوبه د ښی هاضمی لپاره مهم مرکب بلل کیږی، خو په دی شرط چه په خپل یوه لیتر ترکیب کی د ۲۵۰  ملي ګرامو څخه زیات د بای کاربونټ مرکب ولری. د دنیا تر ټولو ښه منرال لرونکی اوبه د فرانسی د اویان د چینی اوبه دی چه د بای کاربونټ اندازه یی ۳۵۷ملي ګرامه په یوه لیتر کی ده. پداسی حال کی چه د زمزمو په اوبو کی د بای کاربونټ اندازه ۳۶۶ ملي ګرامه په یوه لیتر کی ده. چه ددنیا د مشهوری چینی له اوبو څخه ۹  ملي ګرامه زیاته ده. چه داخبره د حضرت محمد (ص) د حدیث چه فرمایی ((د زمزم اوبه د مځکی پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلی اوبه دی)) ښه ثبوت دی.

۸.     د زمزمو په اوبو کی اته قسمه مهم عناصر موجود دی چه ددوی اندازه د نورو اوبو په پر تله خورا ډیر زیات دی چه دا عناصر مګنیزیم سلفیټ، سودیم سلفیټ، سودیم کلورایډ، کلسیم کاربونټ، پوتاشیم نایتریټ، هایدروجن سلفیټ، سلفور او بای کاربونیټ دی.

د زمزمو اوبو د څښلو آداب

        د ابن عباس رضی الله عنه په یوه حدیث کی روایت شوی چه وایی (( یو سړی ابن عباس (رض) ته راغی، نو ابن عباس (رض) ورڅخه پوښتنه وکړه چه له کومه ځایه راغلي؟ نوموړی سړی ځواب ورکړ چه د زمزم له چیني څخه راغلم. بیا ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل، آیا د زمزم اوبه دی لکه څنګه چه باید وڅښل شې وڅښلی؟ سړې ځواب ورکړ ای ابن عباسه د زمزم اوبه څرنګه باید وڅښل شې؟ ابن عباس ځواب ورکړ او ورته یی وویل کله چه د زمزم اوبه څښی نو مخ د باید د قبلی په لور وی، الله (ج) باید یاد کړی، په دریو دمو یی وڅښی، څومره چه څښلی شې باید ویی څښی او په آخر کی باید شکر وباسې.  ابن عباس به چه کله د زمزم اوبه څښلې همیشه به د نافع علم، پراخه روزې او د ښه صحت دعا کوله.

 د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کی لاندی آداب باید په نظر کی ونیول شي:

۱.   د زمزمو اوبه باید په دریو دمو وڅښل شی.
۲.   د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کی مو مخ باید د قبلی په لور وی.
۳.   د زمزم اوبه څومره چه څښلی شو باید ویی څښو.
۴.   د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کی باید دعا وکړو او شکر وباسوو.
۵.   د زمزم اوبه چه د هر مقصد لپاره وڅښل شی نو خدای به مو مقصد پوره کړي. نو ښه به داوی چه د ابن عباس (رض) په شان د نافع علم، پراخی روزی او پوره صحت غوښتنه وکړو.

      په آخر کی راځی چه د الله (ج) لوی دربار ته لاس په دعا شو چه لمړی د بیت الله شریف حج را په نصیب کړی او بیا د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کی د پوره صحت، نافع علم، د ګناهو څخه د مغفرت، له مرګ نه وروسته ژوند په جنت کی، د جمعي په ورځ د با وقاره مرګ او په دنیا او آخرت کی د پوره عزت او سر لوړی ژوند غوښتنه وکړو.

 آمین

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: