زکاتګناهونه

د زكات له وركولو څخه ډډه كول

قوله تعالى: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّةٌ وَلاَ شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ (254)

ژباړه : اي هغه كسانو چې تاسوپه مؤمن به شيانوباندې ايمان راوړيدی،نوتاسو په نفقه ورکړی بعضي دخپلوهغو مالونوڅخه چې موږ تاسو ته په رزق اونصيب درکړي دي، په زكات او په لاره کې الله (جل جلاله) مخکې له هغي ورځي څخه چې راسي په تاسو باندې داسي يوه ورځ چې په هغه کې به بېعه، شراء، فديه، رشوت نه وي اونه به کارکوي  او نه به دشفاعت لپاره څه کيږي او نه به دمال په ذريعه چې څومره هم وي چا ته څه فائده رسيږي، او كافران چې دي هغوی ظالمان دي په ځانونو خپلو باندې په سبب دكفرسره،نو اي مؤمنانو تاسو ددغوظالمانو اعمال اولاره مه تعقيبوي.

وقوله تعالى: وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (180 )

ژباړه: ګمان دي نه كوي هغه كسان کوم چي بخيلي كوي دوی په هغه څه كښي چې الله (جل جلاله) دوی ته په رزق اونصيب ورکړيدي دمال څخه،دا چې دا بخل به ددوی په فکراوګمان ددوی لپاره خير وي بلكه دا بخل اوسختي کول ددوی لپاره برعكس ډير بد دی اولوی شر دی ددوی لپاره، ژر دی چې ددوی په غاړه كښي به اميل غوندي ځوړند کړای سي هغه څه چې دوی پرهغه اوورکړه باندې بخالت كاوه، يايې بخالت کړيدی په ورځ دحساب او دقيامت باندې،خاص اويوازي  الله (جل جلاله) لره دی ميراث داسمانونو او ځمكو ((يعني هغه حقيقي وارث اومالك  دهرڅه دی)) او الله په هغه باندې چې تاسو يې عمل كوي ښه عالم او خبرداره دي.

وقوله تعالى: الَّذِينَ لاَ يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ (7)

ژباړه: ( افسوس، هلاک او خرابې ده لپاره دمشريکېنواو هغو كسانولپاره) چې د خپلومالونوڅخه زكات نه وركوي، يادوی هغه كارونه نه كوي چې ورباندې پاکيږي همدارنګه د اخرت پرورځي،د حساب پرکولو،دكتاب پرورکولو، ثواب، عذاب پرورکولوباندې هم دوی كافران او منكران دي.

  د زكات مسائل
  هغه څوک چي الله تعالی به ورسره خبري نه کوي
  په قصد سره لمونځ قضا کول

وقوله تعالى: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (34) يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَـذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ (35 )

ژباړه: او هغه كسان چې دوی ډيره وی اوخزانه كوي، ټولوي دوی سره زر او سپين زر او نه وركوي ددغو سرو او سپينوزروڅخه حق د مساکېنو او فقيرانو يا و مجاهدينو ته په لاره کې دالله (جل جلاله) په نفقه حقه سره  نو زيری ورکړه و دغو كسانو ته له طرفه د الله (جل جلاله) په عذاب دردناک سره، په هغي ورځي چې سختي ګرمي او سري به کړای سي په اور دجهنم سره دغه خښتي اوبتکې دسرو او سپينوزرو دده، بېا به وداغل سي په هغه سره تندي ي ټنډي ددوی، بغلونه ددوی او شاګاني ددوی، اودعذاب سره سره به دا ورته ويل کيږي چې دا هغه توکې دي چې تاسو به په دنيا كښي انبارونه  ورڅخه جوړ وله،  بانكونه او خزاني موورڅخه ډکولي يوازي  دخپلوځانونو لپاره، اوس نو وڅکې خوند د هغه څه چې تاسوپه دنياکې ډيروله او دالله (جل جلاله) حقوق مودهغه په لاره دهغه مستحقواواړوکسانوته نه وركوله.

په دي ټولو ايتونو كښي دزكات ورکړه يو فرض وجيبه ده چې هر مسلمان بايد هغه په خپل وخت ادا کړي، په قران کريم کې داسي عادت چې زكات نه وركوي دكفارو او مشركانو دعاداتوڅخه بلل سويدی، الله (جل جلاله)  مؤمنو بندګانو ته توصيه او تنبېه وركوي چي دكافرانو او مشركانو دمشابهت اوعاداتوڅخه ځانونه وژغوري او زكات چې دالله حق اوپربنده باندې فرض دی په سمه اوښه طريقه سره اداء اوور کړی،همدارنګه په ټوله قران کريم کې چې کله دلمانځه ذکرسوي اودهغه داقامت اواداء ذکرسويدی نودهغه سره يوځای دزکات ذکرهم سويدی ددې څخه داسي معلوميږي چې ترلمانځه وروسته زکات همداسي مهم فرض دی موږدلمانځه موضوع بشپړه اومفصله وڅيړله اوستاسوپه وړاندې موکښيښودله.

{وعن ابې هريرة رضي الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من اتاه الله مالاً فلم يؤد زكاته مثل الله له ماله يوم القيامة شجاعا اقرع له زبېبتان يطوقه يوم القيامة بلهز متيېه (بشدقيه) ثم يقول انا مالك انا كنزك ثم تلاهذه الآيه ولا يحسبن الذين الى آخره} اخرجه بخاري مسلم ابوداود نسائي وابن ماجه.

دحضرت ابې هريره (رضي الله عنه) څخه روايت دى،هغه وايې، چې رسول الله (صل الله عليه وسلم) ويلي دي هغه چا ته چې الله (جل جلاله)  مال اودولت په اختيارکې ورکړ او هغه دمال مالک بيادخپل مال فرضي زكات ورنکړی، نو الله (جل جلاله) به دده دغه ورکړل سوی مال په ورځ دقيامت په يوه لوی ښامار سره تبديل کړي، چې سر به يې لغړاو ښوی سر به يې وي دزوړتيا له كبله اوياداچې دډيزه زوره به داسي وي چې سريې ختلی وي، هغه به دوي غټي كوڅي هم لري اوداکوڅی به ددغه مال په خاوند باندې طوق غوندي راتاوکړی اوبيابه په دواړو زامو باندې داسړی ياښځه ډير سخت او كلك و چيچي، وروسته به ورته وايې چې ماپيژني زه ستاهغه مال يم، زه ستاهغه خزانه يم چې په دنيا کې دې ساتلي وم اودالله (جل جلاله) حق به دي دهغه په لاره کې دهغه بندګانوته نه وركاوه.

  قدف المحصنات (په پاک لمنو تور لګول)
  د نیک عملو او بد عملو عذاب
  په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟

حضرت احنف بن قيس رضي الله تعالى عنه وايې چې زه يوه دقريشوپه يوه ټولی کي كښيناستلم چې ناڅاپه مي يو سړی وليدی چې هغه دزياتو ويښتانو، دښه جامو او هيئت درلودونکی وو،داسړی همداسي سيده زموږ وټولی ته ودريدی،اول يي سلام ادا کړ او بېايې وويل:چې زيری ورکړی هغه چاته چې ديوي خښتي په شان يې خزاني دخپلو مالونوڅخه جوړي کړي وي هغه داچې په ورځ داخرت به په اورسره ګرمه  سي دغه خښته په اور دجهنم سره او بېا به په ځيګراوپه تيو دده باندي وركښيښودل سي همداخښته به شاته ددغه انسان تر ولي لاندي ووزي، اوبېا به  ددغه انسان په ولي باندې د شاه لخوا وركښيښودل سي همدارنګه به دده تر سينه لاندي د تيو سره دمخ وخواته راووزي، هم داسي  به پرده باندې راتاويږي او حركت به كوي په همداسي عذاب کې به وي اوبيادغ نفر همداسي وړاندي تير سواو ويوه ديواله ته كښناستی،وروسته ما هغه سړی تعقيب کړی،همداسي ورغلم وهغه ته مخامخ كښيناستلم، زه نه پوهيدم چې دا شخص به څوك وي، ماوهغه ته وويل چې زه خوپه دې عصرکې داسي قوم نه وينم چې هغوی دي ستا خبره  واوري مګرخامخابه هغوی ستادغه خبره بده وګڼي؟ ده په زمادخبري په جواب کې وويل چې هغه قوم عقل نه لري، هغوی نه پوهيږي،هغه زياته کړه چې ما ته زماخليل او دوست وويله، ماسمدستي دهغه څخه وپوښتل چې ستا دوست څوك دی؟نو هغه راته وويل چې زماخليل اودوست رسول الله (صل الله عليه وسلم)دی، بېايې راته وويل چې دغه مخامخ داحد غر ويني، زه هغه ورځ په ياد لرم چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)زه دڅه حاجت لپاره واستولم هغه وخت دورځي اخير وو، ما ته رسول الله (صل الله عليه وسلم) وويل كه دغه غرټوله سره زرسي نو ما ته به پكښي دري ديناره پكار وي اوبس،هغه مبارک زياته کړه داچې زه هيڅ کله دا نه خوښه وم چې دغه غر غوندي زه دنيا ولرم اوخلکوته يي په نفقه ور کړم، مګر دري ديناره بېايې وويل، دغه قوم عقل نلري چې دنياټولوي  اودهغه څخه خزاني جوړه وي ، قسم په الله (جل جلاله) سره چې زه دوی ته هغه څه وايم کوم چې ما درسول الله (صل الله عليه وسلم) دمباركي خولي څخه اوريدلي دي، زه له دوی څخه ددنيا سوال نكوم، او نه دهغوی څخه په دين کې فتوى غواړم ترڅوپه همدې حالت کې د الله (جل جلاله) سره يوځای کېږم، متفق عليه.

همدارنګه په يوه بل صحيح حديث کې دصحيحينو راغلي دي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم) فرمايلي دي داچې نسته لرونکی او څښتن دسپينو او سرو زرو چې په دنيا كښي يې دخپل مال څخه دالله (جل جلاله)  حق نوي ورکړي ((يعني زكات صدقه يې نوي ځيني ايستلي)) مګرپه ورځ دقيامت به الله (جل جلاله)دده له دغه مال څخه همدې ته ورته ټوټي ټوټي لكه داوسپني جوړي کړي، بېا به دغه ټوټي دجهنم په اور سره ګرمي او سري کيږي او ددغه سړي بغلونه تندي او شاه به ورباندې داغل کيږي اوتغمي کيږي، كله چې هغه سړي سي نوبېابه دجهنم په اورسره ګرميږي اودغه سړی به ورباندې داغل کيږي ، ترڅوچې داسړی دالله (جل جلاله)  حساب ته حاضريږي، جنت ته ځي يا دوزخ ته، په هغه ورځ کې  چې اندازه يې پنځوس زره كاله ده  متفق عليه

يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَـذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ (35)ژباړه يي وړاندي تيره سوه.

په يوه بل حديث  شريف کې راځي، چې رسول الله (صل الله عليه وسلم) فرمائي داچې دري ټولی دانسانانو به په ورځ دقيامت کښې تر نورو ټولوخلکو اول ودوزخ ته داخليږي،اول ظالم پاچا،دويم غني او مالداره سړی چې دخپل مال څخه دالله (جل جلاله) حق اړوخلکوته نه وركوي اودريم مسکېن سړی چې بيځايه كبرجن او مفخروي، والله اعلم، په يوه بل حديث کې دحضرت ابې هريره رضي الله عنه څخه روايت دى هغه وايې، چې كله رسول الله (صل الله عليه وسلم) وفات سو، نوسمدستي په عربو کې اختلاف پيدا سو، ځيني خلك بيخي داسلامه څخه وګرځيدل او ځينو بېا دامارت او زكات وركولو څخه انكار وکړی، كله چې حضرت ابوبكري الصديق (رضي الله عنه)دصحابه کرامولخوااول خليفه وټاکل سو،نوهغه امر وکړي چې زكات د الله (جل جلاله) حق دی اوداحق به خامخا به وركول کيږي، كه  څوك دخپل مال څخه فرض زکاة  نه وركوي نوخاماخابه له هغوی سره  زور استعماليږي او جنګ به ورسره کيږي ترڅوهغوی داحق تسليموي، خوحضرت عمر (رضي الله عنه) بېاداميرالمؤمنين له دې قوله سره په اول کې موافق نه وو،هغه به ويل چې څوك كلمه دشهادت ووايې مسلمان سي نودهغه سره جنګ كول پكارندي،خو حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه) قسم واخيستی داچې هرهغه څوك چې دلمانځه او زكات په منځ کې توپير راولي نو دهغوی سره جنګ كول پكاردي،  ځكه چي په يوه ٱيت اوپه يوه حديث کښې دهغوی دواړو ذكريوځای سوی دی، نوكه څوك په خوله سره كلمه وايې، لمونځ هم كوي خودخپل مال څخه زكات نه وركوي نودهغوی سره جنګ كول پكار دي.

 حضرت ابې هريرة (رضي الله عنه) وايي چې دقوي استدلال وروسته حضرت عمر (رضي الله عنه) بېرته تر خپل نظر تير سو او دابوبكرصديق (رضي الله عنه) قول يې مختاره کړی،حضرت عمر(رضي الله عنه) به وروسته هميشه ويله چې الله (جل جلاله)  دابوبكر(رضي الله عنه) سينه پرانستي ده اوهغه  يې حق ته رسولي دی، صحيح بخاري.

لكه  څنګه چي  په حديث شريف کې دوړاندي ذكر وسو،دا چې رسول الله (صل الله عليه وسلم) به په خپل قول سره ويله داچې زه دالله له لوري امر سوی يم چې دخلكو سره مقاتله وکړم ترڅوچې هغوی دري کارونوته غاړه ږدي اول كلمه داسلام وايې دويم اداينه د لمانځه كوي دريم دخپلومالونوڅخه دالله حق زكات وركوي، ددې حديث دمفهوم څخه داسي معلوميږي چې زكات داسلام يو اهم ركن دی، هر غني او مالداره مسلمان په دي سره مكلف دی چې دغه دالله (جل جلاله)  حق هغو مستحقو خلكو ته ورکړي چې الله ورته وايې، كنه نودغه انسان په يوه لويه ګناه سره مبتلاء دی چې هغه كبېره ګناه ده، همدارنګه به دغه مال دده لپاره دمحشر په ورځ يو لوی عذاب جوړيږي چې بياخامخاپښيمانه وي خوهلته به دغه پښيماني له ده سره هيڅ ډول مرسته نسي کولایډ ديوه  بل حديث په متن کې ذكر سويدي دا چې ځيني اموال دخلكو به په ورځ دمحشر په خپل صورت اوډول کې راځي لكه اوښ،غويی، او زه اوداسي نور… هغوی به ددنيا ترورکړل سوي صورت  ډير غټ،چاغ او مضبوط وي، ډيري لوی لوی رمباړي به وهي، دهغو خلكو په سرو او اوږو باندې به ور باريږي كوم چې دهغوی حق يې نه وي ورکړي،دغه خلك به ومحمد رسول الله (صل الله عليه وسلم) ته چيغي اوناري وهي چې فرياد يې واوري خو هغه به په ځواب کې ورته وايې چې زه نن ورځ ستاسو سره هيڅ مرسته نسم كولای، ځكه ما تاسوته دوړاندي دالله (جل جلاله)  پيغام په پوره توګه سره رسولی وو،ددې خلکوبه هم داسي حالت وي ترڅوچې دالله (جل جلاله)  حضور ته ورځي، داورځ ترټولولويه ورځ ده،دا ورځ پنځوس زره كاله ده الله (جل جلاله)  مودي په خپل فضل اوكرم سره دده دهرډول عذابه وساتي، هغه مسلمانان چې الله ورته مالداري اودمال وسعت ورکړی وي،هغوی بايد په دي سره ښه پوی سي چې دا مال او دولت دالله (جل جلاله) امانت دی اوکله خويوه لويه فتنه هم کيدلای سي،ددې امانت حساب او كتاب دهغه دحقيقي مالك په واک کېدی چې هغه ستامالک اوستارب لايزاله دی او هغه ته ستا ورتلل حتمي دي، نو ښه به داوي چې دحساب دليكولو لپاره دالله (جل جلاله) دحقه حقوقو چاره وکړي او غريبو مسلمانانو ته دالله حق ورکړي، كنه نو دالله (جل جلاله) وعدو او وعيد ته دي ځان تيار کړه دا معلومه خبره ده چې بېا به دپښيماني او شرم اوښکې تويوي،خوهغه وخت به هيڅ ګټه نه درته  رسوي.

  د زکات په اړه لنډ مالومات- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود
  د لمانځه پریښودل
  د زکات د مصرف ځايونه

Tags

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close