روژه

د روژې مسائل، فضائل او برکات

روژې تعریف:

روژه، صوم په لغت کې امساک ته ويل کيږي، يعنی مطلقا منع کيدل او په اصطلاح کې صوم، روژه ديته ويل کيږي چې له فجر (صبح دميدلو) نه نيولی تر لمر ډوبيدو پورې له هر قسم خوراک، څښاک، جماع کولو او د بدن هغو حصو ته چې حکم د داخل لري د هر شي له داخلولو څخه پوره کاملا منع کيدل دي.

روژه کله فرض شوه

د روژې مياشت له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان په مياشت کې د تحويل قبله ( د قبله له ګرځيدلو) نه لس ورځې وروسته فرض شوی، بعض حضرات وايي له دې نه مخکې هيڅ کومه روژه فرض نوه او د بعض نورو حضراتو قول بيا دا دی چې له دې نه مخکې هم يو څه روژې فرض وی، کومې چې د ماه رمضان روژو له فرضيت نه وروسته منسوخ شوی، د بعض حضراتو په نزد عاشوراء، د محرم لسم تاريخ روژه فرض وه او د بعض نورو حضراتو قول دا دی چې د ايام بيض، د قمري مياشتې د ديارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې شپو د ورځې روژې فرض دي، د رمضان المباک روژو د فرضيت ابتدائي احکام ډير سخت وو، مثلا د لمر له ډوبيدلو نه مخکې د خوراک، څښاک اجازت وو خو له ويده کيدلو نه وروسته د هيڅ شي اجازت نه وو، اګر که يو څوک به له خوراک او څښاک کولو نه پرته ويده شوی هم وو، د جماع کول هيڅ وخت او په هيڅ حالت کې جائز نه وو، هر کله چې دغه احکام په مسلمانانو باندې سخت شول او د دې احکامو له وجهې يو څه واقعات هم پيښ شول نو دا احکام منسوخ کړل شول او کومه سختي پاته نشوه.

د روژې اهميت او فضيلت

د اسلام چې کومې پنځه بناوې ، ارکان دي، په هغوی کې روژه دريمه درجه لري او روژه د اسلام دريم رکن دی، له روژې نه انکار کونکی کافر او نه نيونکی يې فاسق او ډير سخت ګنهګار دی، له درمختار نه په باب مايفسد الصوم کې دا مسئله او حکم رانقل شوی ( ولو اکل عمدا اشهرة بلاعذر يقتل) کوم سړی چې روژه بلا عذره په علانيه توګه خوري او تاسو ته په نظر درشي نو هغه ووژنی، په دې خبره کې د ځينو علماؤ اختلاف دی چې ايا روژه بهترين عبادت دی او که لمونځ؟ مګر د اکثر علماء کرامو مسلک دا دی چې لمونځ په ټولو اعمالو کې افضل او بهترين عبادت دی او په روژه باندې هم ورته ترجيح او فضيلت حاصل دی، نو ظاهره خبره ده چې له لمانځه نه علاوه بل کوم رکن په بهتري کې له روژې سره سيالي نشي کولای،اوهمدارازلډاحاديثوڅخه دروژي ډيرلوړفضايل معلوميږي لكه پدي حديث قدسي كي چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم فرمائي «قال الله تعالي كل عمل ابن ادم له الاالصوم فانه لي وانااجزي به» يعني خداي پاك فرمايلي دي دبني آدم هرعمل دده لپاره وي نه روژه ځكه هغه زومالپاره ده اوزه ئي اجرومزدوري وركوم.اوپه بل حديث كي راځي «مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا» يعني هرڅوك چي يوه ورځ دالله پلاركي روژه ونيسي خداي پاك به دده مخ داوره څخه اوياخريفه لري كړي.

اوپه بل حديث كي راځي «من صام رمضان ايماناواحتساباغفرله ماتقدم من ذنبه»هرڅوك چي روژه ونيسي دمياشتي دروژي په صداقت اوايمانداري سره اودپاره دثواب نووبه بخښل سي ده لره دده مخكني ګناهونه.اوداسي نورډيراحاديث په فضيلت كي ده روژي راغلي دي.

د روژې فوائد

^ د روژې په وجه قلبي سکون حاصليږي، د نفس اماره تندي او تيزي له منځه ځي، جسامني اعضاء خاصکر هغه اعضاء چې له نيکيو او بديو سره براه راست تعلق لري لکه لاس، سترګې، ژبه او غوږونه سستيږي او خواهش يې کم شي، د معصيت ( ګناه) طرفته يې ميلان کم شي، لکه چې ويل شوي ! کله چې نفس وږي  وي نو ټول اعضاء ماړه وي، يعنی هغوی ته د خپل کار رغبت نوي او کله چې نفس موړ وي نو ټول اعضاء وږي وي او د خپل کار طرفته يې رغبت ډير زيات وي، مثلا د سترګو کار ليدل دي، د لوږي په حالت کې د هيڅ شي د ليدلو رغبت نلري او کله چې خيټه ډکه شي نو سترګې بيا خپل کار په ډير رغبت سره کوي او د هر جائز او ناجائز شي د ليدلو خواهش کوي، نور اعضاء هم همداسې دي.

^ د روژې له وجهې زړه له کدوراتو څخه پاکيږي، ځکه چې د زړه کدورات د سترګو، ژبې او د نورو اعضاؤ او د فضولو کارونو له وجهې څخه وي، يعنی په ژبه باندې له ضرورت او حاجت نه سوا خبرې کول، په سترګو باندې غير جائز لور ته کتل، همدا شان د نورو اعضاؤ په غير ضروري او غير مقصود کارونو کې مشغوليدل د زړه د خفګان او د رنجش سبب کيږي او دا خبره بالکل ظاهره ده چې روژه دار له فضول خبرو او له بيکاره کارونو څخه بچ وي، ځکه خو يې زړه صاف او مطئمن وي.

 په روژه کې روژه دار له فقراؤ او مساکينو سره يو برابر او مشابه وي، يعنی کوم تکليف چې د لوږې له وجهې غريبان، فقراء او مساکين برداشت کوي روژه دار ته هم په روژه کې د همغه تکليف احساس وشي، دا احساس د هغو اولياؤ کرامو او عارفينو په ژوند کې هم تر سترګو کيږي کومو به چې د ډودۍ خوړلو په وخت کې دا دعائيه وئيله ( اللهم لاتواخذنی بحق الجائعين) اې الله ج مونږ د وګيو خلګو په حق باندې مه نيسه.

د حضرت يوسف عليه السلام په حق کې منقول دي، کله چې ټول ملک قحط سالي تر خپل سيوری لاندې راووست سره له دې چې له حضرت يوسف عليه السلام سره بې شميره غلی موجودی وی خو بيا هم هغه عليه السلام صرف له دې وجهې ډوډۍ په مړه خيټه نه خوړله چې چيرته وږي عوام يې له زړه څخه ونه وځي او په دې تکليف کې د ده عليه السلام له خپلو قحط وهليو عوامو سره مشابهت راشي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: