روژه

د روژې شرطونه کوم دي؟ د ادا او سموالي شرطونه

د رمضان روژه پرچا فرض ده؟

د رمضان روژه په لاندې يادو خلکو باندې فرض ده:

۱- مسلمان : د رمضان روژې لپاره تر ټولو لومړنی شرط اسلام يا مسلمانېدل دي، پر کافر روژه نه ده فرض، له همدې امله که يو کافر د روژې په منځ کې مسلمان شي، راتلونکي روژې به نيسي او د تېرو قضا پرې نشته، الله جل جلاله فرمايي: قُلْ لِّلَّذِيْنَ كَفَرُوْٓا اِنْ يَّنْتَهُوْا يُغْفَرْ لَهُمْ مَّا قَدْ سَلَفَ  ۚ (الانفال: ۳۸)

ژباړه: كافر شووته وايه چې: كه اوس هم راواوړي نو څه چې مخكې شوي دي هغه به ورته و بخښل شي.

البته که يو کافر د ورځې په اوږدو کې مسلمان شي، هغه ته غوره ده چې په همدې ورځ هم د روژې او نورو مسلمانانو د درناوي له امله تر ماښامه د روژې له ممنوعاتو ځان وژغوري.

۲،۳- عاقل او بالغ: په نابالغ کمکي، لېوني، بې هوښه او نېشه باندې روژه نه ده فرض، ځکه چې دوی د نه اهليت له امله نه دي مکلف، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: له درې تنانو څخه قلم پورته شوی: له کمکي څخه څو چې بالغيږي، له لېوني څخه څو چې روغيږي، او له ويده څخه څو چې ويښيږي.

دغه راز که څوک د لېونتوب، يا بې بېهوښۍ او يا نېشې په حالت کې روژه ونيسي، نه سهي کيږي؛ ځکه چې په دې صورتونو کې هغوی نيت نشي کولای.

که يو کمکی له لس کلنۍ وروسته د ښه او بد توپير کولای شي او د روژې نيولو وس ولري، د مشر له لورې بايد د روژو نيولو امر ورته وشي څو د بلوغ تر وخته پر روژې روږدی شي.

۴- په دارالاسلام کې اوسېدونکی او په دارالحرب کې پوهېدونکی:

که يو مسلمان په دارالحرب يا داسې سيمه کې اوسيږي چې هلته مسلمانان او د اسلام پوهاوی نه وي، پر هغه د روژې د فرضيت يو شرط دا دی چې په اسلام کې به د روژې له فرضيت څخه  خبر  وي، او که يو څوک د مسلمانانو په سيمه کې اوسيږي د هغه لپاره دا شرط نشته. ([1])

د پورته شرائطو نور اړوند مسائل د کتاب په دوهمه برخه کې کتلای شئ.

د روژې د ادا شرطونه:

لاندې د هغو دوو څيزونو يادونه کوو چې په شتون کې يې د روژې اداء واجب ده او د نه شتون په صورت کې يې قضاء واجب ده:

۱- روغتيا او له موانعو خاليوالی: څوک چې د ناروغۍ له امله د روژې نيولو ځواک نه لري پر هغه ادا نه ده واجب، دغه راز په حيض او نفاس کې هم پر مېرمنو قضا واجب ده.

۲- اقامت : دغه راز پر مسافر هم د روژې ادا واجب نه ده، کولای شي په سفر کې يې وخوري او بيا يې قضا راوړي؛ خو که ويې نيسي د مسافر او ناروغ  روژې سهي کيږي، دليل يې د الله تعالی دا قول دی چې وايي: اَيَّامًا مَّعْدُوْدٰتٍ ۭ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَّرِيْضًا اَوْ عَلٰي سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ اَ يَّامٍ اُخَرَ  ۭ وَعَلَي الَّذِيْنَ يُطِيْقُوْنَهٗ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِيْنٍ ۭ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهٗ  ۭ وَاَنْ تَصُوْمُوْا خَيْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ(البقرة: ۱۸۴)

ژباړه: څو شمېرلي ورځې، نو كه تاسونه څوك ناروغ او يا مسافر وي نو بيا له نورو ورځونه شمېر (پوره كول) دي او څوك يې چې په تكليف سره نيولى شى پرهغه ديوه مسكين ورځني خواړه فديه ده او چاچى په خپله خوښه څه نيكي وكړه نو لا ورته ښه ده، او كه روژه و نيسئ (ډېره) درته غوره ده، كه پوهېږئ.

که يو مسافر په سفر کې روژه نه وي نيولې او کورته راشي، د نورو روژتيانو د درناوي له امله دې تر ماښامه خوراک-څښاک نه کوي.

د روژې اداء د سموالي شرطونه

د روژې د ادا کولو د صحت لپاره درې شرطونه دي، که په دغو درې شرطونو کې يو هم نه وي، روژه نه ادا کيږي:

۱- نيت کول. ۲- له موانعو څخه خاليوالی (لکه حيض او نفاس). ۳- له مفسداتو خاليوالی. ([2])


[1] : الفقه الاسلامي و ادلته ۲/۵۳۷-۵۴۲

[2] : الفقه الاسلامي و ادلته ۲/۵۴۲. ۵۵۱ د مراقي الفلاح، در مختار، فتح القدير او البدائع په حواله.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: