روژه

د روژې روحي ګټې

 

روژه چې د روغتيايې ګټو لپاره تجربه شوې نسخه ده، همدارنګه د نفسي ګټو لپاره هم يوه ښه او په زړه پورې نسخه ده، روژه ډېرې نفسي او روحاني ګټې لري، چې په هغه سره د روح او نفس روزنه کېږي، د پشلمي څخه تر ماښامه پورې خوراک او څښاک بندول مسلمان له شهواتو او نفسي خواهشاتو بند ساتي، ځکه په دې هغه قوت چې انسان پرې غره وي له منځه ځي، همدارنګه کبر او غرور له منځه وړي. روژه انسان له هغه خواهشاتو څخه چې د انسان ورته چټکه اړتيا وي؛ بندوي، د انسان نفسي غوښتنې تر ډېره وخته بندوي چې دا د دې لپاره يوه تدريبي او روزنيزه دوره ده، په دې سره د مؤمن په شخصيت کې پرمختګ او ترقي راځي.

کله چې دا روزنه يوه مياشت دوام وکړي، د مسلمان په اراده او عزم کې قوت او کلکوالی راولي، په خپلو شهوتونو يې برلاسه کوي، په اخلاقو او سلوکو کې يې مثبت بدلون راولي، او  د دې جوګه کوي يې چې فرائض، واجبات او هر کار په ښه توګه ادا کړي.

روژه انسان ته صبر زده کوي، کله چې انسان له خوراک و څښاک څخه ځان بند کړي نو په دې وخت کې په تکليف باندې صبر کوي، نو د صبر ماده قوت پيدا کوي، تر دې چې په نورو دنيوي کړنو باندې هم اغېزه کوي. او په ورځني کارونو کې هم له صبر کار اخلي.

روژه انسان ته د خشوع، آرامۍ درس ورکوي، هغه تعصبي صفات چې په انسان کې نغښتې دي، هغه آراموي، چې دا د روژې يو ځانګړی هدف دی.

د روژې له نفسي ګټو څخه دا هم دي چې مالداره او شتمن د ولږې او تندې احساس وکړي، په نفس کې يې د رحم او شفقت ماده را بيداره شي، په مسکينانو او غريبانو رحم وکړي، له هغوی سره مالي مرسته وکړي، چې په دې سره په ټولنه کې د مرستې او خيرخواهۍ روح ژوندی کېږي.

روژه د غم او تشويش ښه علاج دی، اوسني اروا پوهانو دا څېړنه کړې ده چې هغه څوک چې د تشويش او خفګان په ناروغۍ اخته وي، پکار ده چې دشپې په دويمه برخه کې له خوب څخه محروم شي، چې دا دده په نفسياتو باندې مثبته اغېزه کوي، په روژه کې هم مسلمان بنده د تراويح لمونځ کوي چې په هغه سره نفسي راحت او آرام لاس ته راوړي. همدارنګه انسان سره د اولاد، مال او ښځې غم وي خو په روژې کې د الله تعالی ذکر زيات وشي، عبادتونه په ښه توګه ادا شي، نو له انسان څخه به ټول غمونه ختم شي.

د انسان څخه تشويش او هغه وسوسې چې حقيقت نلري او دې ته لويه بلا ګرځېدلي وي، په روژې سره له منځه ځي.

اوسنۍ څېړنو دا جوته کړې ده، کوم تن چې په نفسياتي ناروغۍ اخته وي، روژه د هغه په نفسي حالت کې مثبت بدلون راولي.

لنډه دا چې روژه دانسان په نفسياتو باندې مثبته اغېزه کوي، چې په لنډ ډول يې بيانوو:

۱/ د نفس پاکوالی او روزنه.

۲/ د جنسي غريزې کنټرولول.

۳/ د عزم او ارادې کلکوالی.

۴/ په اخلاقو او سلوکو کې بدلون راتلل.

۵/ د مسؤوليت احساس کول او دنورو خلکو قدر پېژندل.

۶/ داخلي حس قوي کېدل.

۷/ صبر زده کول.

۸/ په هر ناوړه ډ‌ګر کې د نفس سره جګړه  کول.

۹/ هغه اعمال چې په ايمان کې زيادت راولي، قوي کېدل.

۱۰/ د رحم او شفقت په معنا پوهېدل.

۱۱/ پوره نفسي آرامتيا حاصلېدل.

۱۲/ د هر ډول نفسي ستونځو سره مقاومت کول.

ژباړه: عماد الدین سعید

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: