سیرت النبي مقالې

د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځواني

رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځوانۍ کې هم  نېک، حياناک، له بدو  بېزاره او ډېر رښتونی انسان و، د مېلمنو درناوی يې کاوه، خپلوانو سره يې ښه راشه درشه درلودله  او اړينو سره يې مرسته کوله، تل يې د مظلوم ننگه کوله، له همدې امله يې په هغه تړون (حلف الفضول) کې گډون وکړ چې د مظلوم د ملاتړ په موخه مکه کې جوړ شوي.

دفجار جنگ

له اسلام نه وړاندې په عربو کې دجنگونو لړۍ روانه وه چې په دغه لړۍ کې ترټولو خطرناک جنگ دفجار و، دغه جنگ دقریشو او قیس نومي قبیلو تر منځ و، دقریشو ټولو پښو په دغه جنگ کې جلاجلا لښکرې درلودلې چې له دغوپښو څخه یوه هم دهاشم کورنۍ وه، دهاشمو دلښکر بیرغ زبیر دعبدالمطلب زوی پورته کړی و چې همدې بیرغ لاندې محمد صلی الله عليه وسلم  هم و، په دغه جنگ کې دقریشو عمومي مشر دابوسفیان پلار حرب دامیه زوی و،کله چې جنگ ونښت، لومړی دقیسو قبیله بریالۍ شوه خو وروسته بیادجنگ پایله دقریشو په بري راوچرخېدله، دغه جنگ کې قریش په حقه وځکه چې هغوی له خپل ناموس او عزت څخه دفاع کوله؛ نو ځکه محمد صلی الله عليه وسلم  هم په دې جنگ کې گډون کړی و، دیادولو وړ ده چې محمد صلی الله عليه وسلم  په دې جنگ کې په چا وار نه دی کړی او نه یې هم په چا لاس پورته کړی دی، امام سهیلي رحمه الله خو په څرگنده توگه لیکلي دي چې محمد صلی الله عليه وسلم  جنگ نه دی کړی، دی وایي:

وانما لم یقاتل رسو الله صلی الله علیه وسلم مع اعمامه فی الفجار وقد بلغ من القتال لانها کانت حرب فجار، وکانوا ایضا کلهم کفار، ولم یاذن الله لمومن ان یقاتل الا لیکون کلمة الله هي العلیا.

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپلو ترونو په دفاع کې په دې جنگ چې چاسره جگره نه ده کړې که څه هم عمر یې دجنگ عمر ته رسېدلی و، ځکه چې داجنگ په حرام ورځو کې پېښ شوی و او بله دا چې دواړو خواوو ته کافران و او مومنانو ته الله  جل جلاله  یوازې د داسې جنگ اجازه ورکړې ده چې په پایله کې یې دالله کلمه لوړه شي.

دفجار  او داسې نورو جنگو دناوړو پایلو لیدلو وروسته دمکې  ځینې اوسېدونکي د روغې جوړې او داصلاح او سمون لپاره دیو تړون دلاسلیکولو په درشل کې شول که څه هم ددغه تړون لاملونه پرله پسې جنگونه و؛ خو یو څرگند لامل یې دا هم و چې دزبید دقبیلې یو تن خپل مال مکې ته راووړ او عاص بن وائل ترې دغه مال وپېره او پیسې یې ورنکړې چې له امله یې دغه زبیدي دابي قبیس غره ته وخوت او په لوړ غږ  یې دشعرونو په ترڅ کې دهغه ظلم او زیاتي یادونه وکړه چې ده سره په مکه کې شوی و، ددغو اشعارو له اورېدلو نه وروسته زبیر بن عبدالمطلب چې دمحمد صلی الله عليه وسلم  تره او دهاشم دکورنۍ مشر و، دیو تړون دلاسلیکولو وړاندېز وکړ چې وروسته بیا دهاشم، زهره او تمیم کورنۍ دعبدالله بن جدعان په کور کې سره راټول او دا پرېکړه یې وکړه:

موږ هر یو به دمظلوم ننگه او مرسته کوو، په مکه کې به هیڅ ظالم ته داوسېدلو ځای نه ورکوو، محمد  صلی الله عليه وسلم  هم په دغه تړون کې گډون کړی و او له نبوت وروسته به یې ویل که د دې تړون په بدل کې ماته چا اوښان هم راکړي وی؛ نو ما به اخیستي نه وی او که نن هم ماڅوک داسې تړون ته وروبولي نو هرومرو به  ورځم.

دغه تړون ته دفضول تړون له دې امله ویل کیږي چې د دغه تړون دتهیه کولو مشرانو په نومونو کې دفضل توري وچې دهغو مشرانو نومونه په لاندې ډول دي:فضیل بن حرث،فضیل بن واعه،اومفضل و

دغه راز د بې ساري امانتدارۍ له امله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ټولو قريشو د (امين) لقب ورکړي و.

نو ځکه له اسلام نه وړاندې د مکې اوسېدونکو خپلې شتمنۍ او ارزښتناک شيان له محمدصلی الله عليه وسلم سره ايښودل.

محمد صلی الله عليه وسلم  که څه هم یتیم و خو بیا یې هم نه غوښتل چې دبل چا داوږو بار واوسي نوځکه یې دځواني په لومړیو شپو او ورځو کې دمکې داوسېدونکو اوزې څرولې او بیا یې تجارت ته مخه کړه په روایتونو کې راځي چې محمد صلی الله عليه وسلم  سائب د ابی السائب المخزومي له زوی سره په تجارت کې شریک و چې په اړه یې محمد صلی الله عليه وسلم  ویلي دي یو ښه شریک یې و، نه یې ټگي کوله او نه یې هم دچا غوړه مالي کوله د مکې دفتح په ورځ کله چې سائب محمد صلی الله عليه وسلم  ته ورغی نو محمد صلی الله عليه وسلم  ورته په هرکلي کې وویل چې خپل ورور او شریک ته هرکلۍ وایم.

خديجې  رضي الله عنها سره واده

خدیجه رضي الله عنها یوه عقلمنده شرف لرونکې او شتمنه تاجره ښځه وه، خپل مال به یې تاجرانو ته په مضاربت ورکاوه او هغوی به یې مال شام ته د تجارت په موخه ووړ، دمحمد صلی الله عليه وسلم  د بې سارې امانتدارۍ او غوره خويونو  له اورېدلو وورسته یې له محمد صلی الله عليه وسلم  وغوښتل چې مال يې شام  بصری ښار ته د تجارت لپاره يوسي او ورته یې وویل چې څومره گټه نورو ته ورکوم له هغې څخه به زیاته برخه تاته درکوم محمد صلی الله عليه وسلم  دغه وړاندیز ومنه او دخدیجه الکبری رضي الله عنها شتمني یې بصری ته یوړه  او خپل  غلام (ميسره) يې ورسره ملگری کړ، هغوی چې بېرته مکې ته راستانه شول، خديجې  رضي الله عنها په خپل مال کې له پخوانه ډېره گټه وليدله او غلام يې ورته د محمدصلی الله عليه وسلم د رښتينولۍ او اخلاقو زياته ستاينه وکړه.

د لوړ نسب، ښو اخلاقو او شتمنۍ له امله خديجې  رضي الله عنها ته  ډېرو شتمنو او مخورو د نکاح وړانديزونه کول؛ خو هغې محمدصلی الله عليه وسلم د ښو خويونو له امله د ځان لپاره غوره کړ او د نکاح بلنه يې ورکړه، محمدصلی الله عليه وسلم يې بلنه ومنله او په پنځویشت کلنۍ کې یې ورسره واده وکړ چې دواده مراسمو کې دمحمد صلی الله عليه وسلم  تره ابو طالب په گډون دبنو هاشم او دمضر دقبیلې نورو مخورو،اومشرانو گډون کړی و دیادولو وړ ده چې دغه وخت د خديجې   رضي الله عنها عمر څلوېښت  کاله و.

او له ابراهیم نه پرته دمحمد صلی الله عليه وسلم  ټول اولاد له خدیجې رضی الله عنهاڅخه دي لومړی قاسم وزېږېد بیا زینب، رقیة، ام کلثوم، فاطمة او ورپسې عبدالله پیدا شو، دعبدالله نور نومونه طیب او طاهر و، ټول زامن یې په وړکتوب کې وفات شول او لورانې یې ټولې سترې او ټولو اسلام قبول او داسلام په لاره کې یې هجرت هم وکړ او له فاطمة رضی الله عنها نه پرته ټولې لورانې یې په ژوند کې وفات شوي دي؛ خو فاطمة رضي الله عنها دمحمد صلی الله عليه وسلم  له وفات څخه شپږ میاشتې وروسته له فاني دنیا څخه تل پاتې دنیا ته وکوچېده.

 د کعبې ودانول

محمدصلی الله عليه وسلم په پنځه دېرش کلنۍ کې و چې د کعبې ودانۍ د سېلاب له امله کمزوې او نږدې وه چې ونړيږي؛ نو قريشو پرېکړه وکړه چې زړه ودانۍ ړنگه او په حلالو پيسو يې  له سره ورغوي، هرې قبېلې ته يې د ځانگړې برخې ودانولو چارې وسپارلې، کله چې د بيا ودانولو کار د حجراسود ځای ته ورسېد، هرې قبيلې غوښتل چې د حجراسود د ايښودلو وياړ ترلاسه کړي تردې چې خبره د شخړې تر بريده ورسېده؛ خو بيا پرېکړه وشوه چې سبا هرڅوک لومړی مسجدحرام ته ننوزي، هغه به ددې ستونزې پرېکړه کوي، سبا مسجد حرام ته تر ټولو لومړنی ننوتونکی محمدصلی الله عليه وسلم و، قريشو چې وليد ويې ويل: دا امين دی او ټولو د پرېکړې واک ورکړ.

محمدصلی الله عليه وسلم يو څادر راوغوښت او حجراسود يې پکې کيښود بيا يې د هرې قبيلې مشر ته د څادر يوه څنډه په لاس ورکړه کله چې ډبره د ايښودو ځای ته ورسېده، محمد صلی الله عليه وسلم په خپلولاسونو پورته  او په هغه ځانگړي ځای کې يې کېښوده او د کعبې د ودانولو کار بيا پيل شو.

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: