د رسول الله صلى الله عليه وسلم پیدایښت

د يوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل .
درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست .
رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ