آیا پرده د پرمختګ دلاري خنډ ده؟

وړاندي تردي چې دي سوال ته ځواب ورکړو چې اياحجاب _پرده _ ديوه هيواددپرمختګ مانع دي که نه؟ لومړي بايدداوپيژندل سي چې حجاب څه دی؟

 ځکه ددې پرته چې وپوهيږوحجاب څه دی ، نه سوکولاي هدفونه،ګټې اوزيانونه يې وفهموو، ددې ترپوهولووروسته بايدتصميم ونيسوچې کوم پرمختګ موږغواړوپه لاس راوړوـ
حجاب په آري ډول عربي لفظ_ويی_ دي، چې موږکولاي سوپه پښتوکي يې په پرده باندي هم يادکړوـ
په قرآن کريم کي دحجاب کلمه په داسي ځاي کي ياده سوي چې په ترڅ ک يې الله پاک خلګ داجازي اخستلوپرته دپيغمبر_ص_کورته دتللوڅخه منع کړي دي ـ
اوحکم يي کړی چې که چېري دکوردميرمنوڅخه دکوم شي غوښتنه لرئ نوددروازي ترشايي په په پرده اوحجاب کي ځيني وغواړئ!
دپردې حکم له همدې فرمان څخه سرچينه اخلي او ټول هغه دحجاب اړوندحکمونه چې تردې وروسته نازل سوې دهغوئ مجموع ته _دحجاب حکمونه _ ويل کيږي ـ
دپردې حکمونه دقرآن کريم په څلورويشتم _النور_ او په دري ديرشم _الاحزاب_ مبارکوسورتونوکي په ښه تفصيل سره راغلي دي ـ

 دحجاب داحکاموپه ترڅ کي ښځوته امرسوی چې په خپلوکورونوکي دي په درنښت اووقارسره واوسي، که يي چېري دبهروتلواړتياوي نوپه هغسي ډول لکه دجاهليت دمهال ښځوچې يې عادت درلودي ، په آرايش اوځان جوړونه سره دي ځان نه ښکاره کوي، په پړوني کي دي ځان پيچي، هغه ډول زيورونه چي آوازترينه پورته کيږي بايددکورنه دبهروتلوپه مهال په ځان پوري نه کړي، دخپلوکورونوپه دننه کي هم بايددمحرم اونامحرم ترمنځ توپيروکړي ، دکوردمحرموکسانو، دکوردخادمانواودهغوښځوڅخه پرته چې ددوئ سره يي ناسته ولاړه وي، نوردټولوپه وړاندي بايد دزينت اوآرايش سره ځان څرګندنه کړي ـ
-دزينت څخه دلته آرايش ياميک آپ مفهوم دي_ ـ
ښځوته لارښوونه سوې چې دخپلومحرمونارينه ولکه پلار، ورور، ماما، اکااو…..په وړاندي دي هم خپل پړونی پرخپل ګريبان اوسينه باندي راخورکړي، اودخپل بدن دسترځايونه بايدپټ کړي، دکورنارينه وته هم لارښوونه سوي چې که څه هم دخپلوخويندواومېندوکورونواوخونوته ننوزي خوبيادي هم له اجازې پرته نه ورځي بلکي اجازه دي اخلي _دروازه دي ټکوي _ داځکه چې هسي نه په يوواري ډول يې پرخپلومېندواوخوېندوباندي په داسي مهال نظرونه لوېږي چې دبدن کومه برخه يې لوڅه وي ـ
داهغه حکمونه دي چې په قرآن کريم کي يې يادونه سوي، او_دحجاب دحکمونو_ نوم يې ورباندي ايښي ـ
پيغمبر_ص_ ددې حکمونوپه تشريح کي فرمايلي دي چې دميرمنودمخ دکاسې ،خپړواو قدمونوڅخه پرته نورټول بدن عورت دی اوبايدحتي دخپلوپلرونواوورونوڅخه هم پټ وساتل سي ـ.
همدارازميرمنې بايدداسي نازکې ، نرۍ اوچسپې جامې وانه غوندي چې بدن ترينه ښکاريږي ، په همدې ډول پيغمبر_ص_ دمحرمونارينه وپرته د ښځو دنوروپرديونارينه وسره يوازي کښينستل اويوازي اوسيدل منع کړي ، اوپيغبر_ص_ ښځي ددي کارنه منع کړي چې دکورنه بهرعطراوخوشبويي کاروي ـ.
پيغمبر_ص_ دمسجدمبارک دننه دجماعت دلمانځه لپاره دنارينه اوښځېنه لپاره بېل بېل ځايونه ټاکلي و، اواجازه يې نه ورکول چې ښځې اونردي اوږه پراوږه پرلمانځه دريږي اوپه يوه صف کي دي ګډ لمونځ وکړي ـ
داسلام په پيل کي نارينه وته ترهغوپوري دمسجدڅخه دوتلواجازه نه وه ترڅوچې ښځې دمسجدڅخه وتلي نه وي ـ
داهغه حکمونه دي چې هرڅوک کولاي سي په _النوراوالاحزاب _مبارکوسورتونواودنبوي حديثونوپه باوري کتابونوکي يې مشاهده کړي ـ.
هغه چې نن ورځ يې موږدحجاب په نامه پيژنوکه څه هم په عملي شکل کي کله دافراط اوتفريط ښکارسوي ، خوآرونه اوقواعديې هغه دي چې الله پاک اودهغه پيغمبر_ص_ داسلام په صدرکي په مدينه منوره کي نافذ کړي و ـ
که څه هم دالله پاک اودهغه دپيغمبرله نامه نه دچاخوله بندول سم کارنه دي ليکن دومره بايدپه څرګنده ووايم چي داشعارچي _پرده دپرمختګ دلاري خنډ ده _نشانه بارزي ازذهنيت دوجانبه ودوګانه ماست
اوښه ده چې ووايم ددغه ډول شعارونوآره موخه دالله پاک پرزات اوپيغمبر_ص_ باندي زموږدبي باورۍ ښيي ـ
اوددارازشعارونوڅرګندمفهوم دادي چې ګواکي الله پاک اودهغه استازي _ص_ زموږدپرمختګ اوترقۍ په لاره کي خنډونه ايجادکړي دي ـ
که يوځل موږداسي فکرکووچې _العياذ بالله_ پرموږالله پاک دومره ظلم کړي دي، نوبياڅله په جبري توګه ځانونه مسلمانان ګڼواو بيانوولي دالله پاک اودهغه درسول _ص_ له دين څخه انکارنه کوو؟
دي پوښتني ته ، چې الله پاک اودهغه استازي چې موږدحجاب په مراعتولوګمارلي يو،نو حجاب يعني څه ، دحجا ب معناڅه ده ؟
په سرسري ځواب ورکولونسوتيريدلاي ـ
هرڅوک که وغواړي نوکولاي شي دحجاب اړوندتفصيلي احکام دقران عظيم الشان په مبارکوسورتونواوداحاديثوپه مستندوکتابونوکي وګوري ـ
اوکه څوک داحاديثوله صحت نه منکروي نو دقران کريم له واضحوحکمونونه خو انکارنشي کولاي ـ
که چيري دحجاب حکمونه چې اسلام موږورباندي ګمارلي يو، لږهم په دقت باندي مطالعه کړو، نوپه دي توانيږوچې په لاندي ډول دري ستري موخې ترينه وپوهوو:
١_ په حجاب سره دنارينه اوښځو داخلاقودخرابيدلومخه نيول کيږي، دټولوورانيوورتړل کيږي ،اوبالاخردحجاب مراعتولو په پايله کي دنرواوښځو ټولي هغه ازادانه اړيکي چې په مختلطوټولونوکي شتون مومي له منځه ځي ـ
٢_ په دي سره به دنارينه وواوښځوکاري ساحه له يوبل نه بيله شي ، اوپه دي ترتيب به نوکومي دندي چې فطرت دښځولپاره ټاکلي اوښځوته يي سپارلي دي ښځي کولاي شي په ښه سکون اوډاډ سره ترسره کړي ، همدارازکوم خدمتونه به چې نارينه دهغه په ترسره کولومکلف دي نارينه وکولاي شي په اطمنان اوارامۍ سره ترسره کړي ـ
٣_ په دي سره به دکوراوکورنۍ نظام محفوظ پاته شي، هغه نظام چې ارزښت يي دژوندانه ترنورونظامونونه يوازي داچي کم نه دي بلکي لاتري زيات دي ـ

کوموکسانوچې دکورني ژوندانه نظام دپردي پرته ساتلي په حقيقت کي يي ښځه غلامه ګرځولي اوښځه يي دخپلوټولوحقه حقونونه محرومه کړي ده ، اوهغه کسان چې ښځوته دحقونوورکولوپه پلمه يي دوي دحجاب له پيروي نه معافي کړي دي ، نودهغوي دکورنۍ سيسټم هم ګډوډشوي دي ، اوورځ په ورځ لاهم ګډوډکيږي ـ
په داسي حال کي چې اسلام له يوه لوري څخه دښځوټول حقونه هغي ته ورکړي دي ، اوله هغه سره جوخت يي دکورني ژوندانه سيسټم اونظام هم محفوظ ساتلي دي ـ
اوداهدف ترهغوپوري نه شي لاسته راوړل کيدلاي ترڅوچې دحجاب اړوندحکمونه دهغوي دساتني لپاره موجودنه وي ـ
راشئ ، په سړه سينه دهدفونواومقاصدوپه وړاندي فکروکړوچې اسلام غواړي هغه دحجاب دمراعتولوله لاري په لاس راوړي ـ
که چيري اخلاق ديوه چاپه اندارزښتمندوي ، نوبيابايددقت وکړي چې په مخلتطه ټولنه کي چې څه مهال ښځي وروسته له هغه چې خپل ځان اراسته کړي اوازاده تګ راتګ وکړي ، اودژوندانه په هره برخه کي دنارينه وترڅنګ کاروکړي اودنده ترسره کړي ،په دي ځاي کي نوڅنګه کيدلاي شي داخلاقودفاسديدلومخنيوي وشي ؟
لکه څنګه چي موږپه خپلوهيوادونوکي وينوچې په کومه اندازه چې اداري سيسټم اختلاط زياتوب کوي په هغومره اندازه باندي جنسي جرمونه زياتيږي اوداخبره چې دمفاسدواوورانيوبنسټيزلامل حجاب دي ، اوکله چې پرده نه وي نودنارينه وزړونه له ښځونه مړيږي ، په توله معناغلطه اوناسمه خبره ده ـ
لکه څنګه چې په هغوهيوادونوکي چې بي پردګي اوازادي په کلي توګه حاکمه وي هم دنارينه وزړونه ماړه شوي نه دي ، اوددوي هوسانه غوښتنودعرياني ترمنزله پوره رسيدلي دي ، اوتراوسه يي هم دغه دومره عرياني ددوي زړونه نه دي ماړه کړي ، لکه څنګه چې يي موږوينواوس هم جنسي جرمونه په هغوملکونوکي زيات رامنځته کيږي ، اوداسي چي دددغوډول جرمونوګزارشونه دامريکا، انګلستان اونورولويديځوهيوادونودجريدوپاڼي ښکلي کړي دي ـ
اياداډول حالت دډاډ وړدي ؟
دايوازي يوه اخلاقي موضوع نه ده ، بلکي زموږدفرهنګ اوعنعني موضوع ده ، په هره کچه چي ګډي وډي ټولني زياتوب مومي په هغومره اندازه دآرايش اولباس دښځوهم زياتوب مومي ـ
اوهغه مهال نوبيادکورنيورواعايدات ددغه ډول لګښتونولپاره بسنه نه کوي ، چي په پايله کي يي نوبيالورته رشوت ، چور، اونوحرام خوردني زياتوب مومي ـ
لکه څنګه چې دغه ډول حرام خورۍ ددي باعث سوي دي چې زموږپه هيوادونواوټولنوکي هيڅ قانون په کلي ډول عملي بڼه نه پيداکوي
همدارازداخبره هم دغوروړده، کوم څوک چې دخپلوغوښتونواوهيلودپوره کولوپه لاره کي دنظم اوډسپلين سره عادت نه وي، نوڅنګه کيداي شي په نوروټولنيزوچاروکې دنظم اوډسپلين پابند واوسي ـ
که يوانسان په خپل کورني ژوندانه کې خپلودندوته وفاداره نه وي نوڅنګه کيداي شي دده نه په ملي اوهيوادنيو مسايلوکي دوفادارۍ تمه وشي ؟
دسړواوښځودکاري ډګرونوبيلول پخپله دفطرت غوښتنه ده، کله چې فطرت دمورتوب اومورکيدلودنده ښځوته سپارلي ده، نوپه ډيره ښه توګه يي څرګنده کړي چې دښځودکاراصلي ځاي کوم دي ؟
اوکله چې يي دپلارتوب اوپلاروالي دنده سړوته سپارلي نوپه خپله څرګنده شوي چې دکوموچارودترسره کولولپاره سړي دمورکيدلوله درانه پيټي نه فارغ شوي دي ؟
الله پاک ددې لپاره چې دواړه صنفونه _ نارينه اوښځينه_ خپل هغه مسئوليتونه چې ددوي پراوږوباندي وراچول شوي دي ، په ښه توګه ترسره کړي ، سړواوښځوته بيل بيل جسمونه اوله يوبل نه بيل بيل بدنونه ورکړي دي، بيل صفتونه يي ورپه برخه کړي دي ، اوان ددوي رواني حالت يي هم يوله بل نه بيل پنځولي دي ـ
کوم صنف چي فطرت دموروالي لپاره پيداکړي دي ، هغه ته يې زغم اوتحمل ورکړي دي ، دهغه په خويونواوعادتونوکې يې نرمي اوعطوفيت ايښي دي اودهغه په وجودکې يي دمورتوب دميني اومحبت غريزه ښخه کړي ده ـ
که چيري دښځي سره داشيان نه واي نوبيابه موږاوتاسوهم په دي حالت کي قرارنه لرلاي ـ

کوم څوک چي ددغه ډول لطيفو کارونولپاره پيداشوي دي هغه نسي کولاي داسي کارونو ترسره کړي چې په سختي سره ترسره کيږي اوسخت خويي ته اړتيالري ـ
دغه رازهغه کارونه چې دهغوي په ترسره کولوکي سختۍ اوسخت مزاجي ته اړتياده داسي يوچاته سپارل سم په کارد ي چې هغه دموروالي لپاره نه دي پيداشوي ، اوهغه يي دمورتوب له سترومسئوليتونونه ازاد پيداکړي دي ـ
که څوک غواړي چي دفطرت داويش له منځه يوسي ، نوبايدپريکړه وکړي چې نور نو د مځکي پرمخ دموراړتيانشته ، اوترډير ترلنډمهال وروسته به نودانسان نسل دبم اتم او بم هايډورجني داستعمال پرته به پخپله قطعه شي ـ
مګرکه داتصميم نه لري چي موروالي دي دنړۍ پرمخ پاي ته ورسيږي ، اودفطرت ويش هم دسړواوښځوپه دندوکي ومنل شي ، نوبياخودا دښځوپه وړاندي ډيره لويه ناانصافي ده چې دوي هم هغه سترپيټي چي بشري فطرت ددوي پراوږواچولي پورته کوي ، هغه پيټي چې سړي يي ديوي ګوتي په اندازه هم نشي کولاي په پورته کولوکي يي دښځي سره مرسته وکړي ، اوله هغه سره سره به ښځه په سياسي، تجارتي ، صنعت کاري او جنګ وجګړه کي هم دنارينه سره اوږه پراوږه دريږي اوورکښي به برخه اخلي ـ

 اوس راشي لږڅه په ارام ذهن سره فکروکړو، نيمه برخه دانسانيت له خدمت څخه هغه ده چې هغه په ټوله معني ښځه ترسره کولاي شي ، اوهيڅ يوسړي نشي کولاي ديوي ذري په اندازه هم دهغه په پورته کولوکي له ښځوسره مرسته وکړي ،خو اوس تاسوغواړي ، چې دهغه له پاتي نيمي نه هم نيمي دښځوپه اوږووروغورځوئ ؟
په دي ډول نوبيادري پرڅلوربرخي مسئوليتونه يادري پرڅلوربرخي ددغه باردښځوپراوږولويږي ، اويوپرڅلورله هغه بارنه دسړوپراوږه پاتيږي ، اياداانصاف دي ؟
ښځو په خپله خوښه ددغه لوي مسئوليت بارپرخپلواوږو نه دي اخيستي ، بلکي په ډيراصرار اوفشارسره دوي ددغه بارپورته کولوته مجبوره شوي دي ، په دي ډول چې ټولني دښځودعزت اوحيثيت څخه انکارکړي ـ
دننۍ ټولني ښځي په اولادلرونکواوکورنيوښځوباندي پسخندوهي اوبي حيثيته يي بولي ټول هغه کارونه چې ښځه يي په کورکي ترسره کوي ، داسي کارونه دي چې په هيڅ ډول له هغوکارونوڅخه پاته نه دي چې نارينه يي ترسره کوي ، لکه سياست ، اقتصاداوجنګ بلکي لاتري زيات دي ، خوننۍ ټولني هغه کارونه بي ارزښته ګڼلي دي ، اوښځي دخپل عزت ، قدراومنزلت دترلاسه کولولپاره مجبوره ده چې داسي کارونوته اوږه ورکړي چې په حقيقت کي هغه دسړودنده بلل کيږي ، ځکه که چيري ښځي له ځانه نارينه جوړي نه کړي اودسړوکارونه ونه کړي نوټولنه دي ته نه چمتونه ده چې ددې عزت اوحيثيت ته دي قايله شي ـ

 اسلام ښځي ته داسي سترقدراوعزت ورکړي دي اومهرباني اوعطوفيت يي ورباندي لورولي دي چې سره له دي چي داښځه ده اوسره له دي چي دادښځوکارونه ترسره کوي خودي ته يي حيثيت اودسړوسره يوډول مقام ورکړي دي ، اودمورتوب په مقام کي خويي ترنارينه هم زيات درنښت ورکړي دي ـ
اوس چې زموږننۍ ټولنه داادعاکوي چې پرده دپرمختګ په لاره کي خنډده ، په دي معناده چې له ښځي نه غوښتنه لري چې هم مورواوسي ، هم په محکمه کي قاضي واوسي ، اوهم دسړودتفريح اوساعت تيرۍ لپاره رقص اوسرودته وخت ورکړي ، اوپه دي ډول زموږننۍ ټولني دښځوپراوږودومره بارغورځولي چې بالاخرپه دي کي دهيڅ ډول خدمت دترسره کولوتوانايي هم نه پاته ـ

 ننۍ ټولنه له ښځونه دداسي کارونودترسره کولوهيله لري چې دادهغولپاره نه ده پيداشوي ، اوښځه داسي ډګرته راکاږي چي هلته دسړوسره مقابله نشي کولاي ، داسي ځاي چې سړي تردي وړاندي دي ـ
ننۍ ټولنه له ښځونه دداسي کارونودترسره کولوهيله لري چې دادهغولپاره نه ده پيدا شوي، او ښځه داسي ډګرته راکاږي چي هلته دسړوسره مقابله نشي کولاي ، داسي ځاي چې سړي تردي وړاندي دي ـ
په داسي ځاي کي چي که ښځه دخپل حق په ترلاسه کولوبريالي کيږي هم نويوازي اويوازي به پرښځه باندي دزړه سوي له لاري په دي توانيږي چې خپل حق ترلاسه کړي ، اوياپه بله ژبه ښځه خپل حق يوازي اويوازي دجمال اوښکلاله لاري په لاس راوړي ، نه دکمال په مټ ، داځکه چي زموږدننۍ ټولني له انده ددغوکارونوترسره کول دهيواددپرمختګ لپاره اړين دي ـ
کوراوکورنۍ چې ننۍ ټولني يي دترقي اوپرمختګ په خوښي کي ارزښت هيرکړي دي ، په حقيقت کي يوه داسي فابريکه ده چې په هغه کي انسان جوړيږي ، يقيني ده چې ددغي فابريکي ارزښت له هغي فابريکي نه کم نه دي په کومه کي چې توپ ، ټوپک اوتوپنچه جوړيږي ـ

 ټول هغه توکي صفتونه ، اروايي حالت اوکاري وړتيا چې دانسان جوړوني فابريکې دکاري پرمختګ لپاره اړين بلل کيږي ، فطرت دښځي په وجودکي پيداکړي دي ـ
تلاښ ، زحمت کښي اوسخت کاري چې ددي معنوي فابريکي دپرمختګ لپاره ضروري دي فطرت ترهرچازيات دغه توکي دښځوپراوږوبارکړي دي ـ
په دغه ډول فابريکوکي دترسره کولوکار خورازيات دي ، اوکه يوڅوک دمسووليت د احساس پربنسټ څنګه چې ښايي همهغسي دغه کارونه ترسره کړي ، کيداي شي د سر ګرولو وخت هم نه کړي پيدا، اوچې ددغه ډول انسان جوړوني دفابريکودکارونوپه وړاندي بيولوکي دڅومره استعداد، سليقي اوپوهي نه کارواخستل شي په هماغه اندازه به هغه انسانان چې په دغوفابريکوکي جوړشوي وي ددغومره لوړوصفتونولروونکي وي ـ
نوددي کارلپاره اړينه ده چې ښځه ترهرڅه زيات په ښه تعليم اوتربيه باندي وروزوـ

 ددي لپاره چې دانسان جوړوني دفابريکي په پوره سکون ، اطمنان اواعتمادسره ترسره شي اسلام دپردي نظم اوډسپلين مقررکړي دي ، ترڅوښځه په دي وتوانيږي چې په په ښه ارام زړه خپل کارترسره کړي ،اوددي پام ونوروناسمولاروته وانه وړي ، اوسړي هم په پوره اطمنان سره دغه دژوندانه دغه څانګه ښځوته خوشي پريږدي ـ
خوزموږننۍ ټولنه غواړي دهيواددپرمختګ اوترقۍ په خاطردټولني دغه نظم اوډسپلين له منځه يوسي ـ
مګروروسته تردي چې دټولني دغه نظم له منځه ولاړشي طبعي ده چې يوددغودووصورتونوڅخه به حاکم شي ، يابايد دهندي ، زاړه عيسوي اويهودي تمدن څخه په پيروۍ باندي ښځه دمرييتوب په شکل ساتو،ترڅودکورني ژوندان نظام مووساتل شي ، اويابايددکورني سيسټم دساتلولپاره دتياري ونيسوچې دانسان جوړوني فابريکي له منځه ولاړي شي اوځايي دټانګ ، توپ اوتوپنجي جوړوني فابريکي ونيسي . په ډيرصراحت سره بايدوويل شي چې دښځودقانوني اواقتصادي حقونوچې اسلام ورته ځانګړي کړي دي په پام کي نيولوسره شوني نه ده چې يوڅوک دي داسلام نافذه نظام اوډسپلين مات کړي خوبيادي يي هم دکورني نظام له وراني څخه ژغورلي پاته وي ـ
بيانوښه دداده چي دترقۍ اوپرمختګ لپاره چې هر معيارساتوپه ذهن کي لري ، دهغه په پام کي نيولوسره پردي فکروکړي چې تاسوڅه شي غواړي په لاس راوړي ، اودکوشي دلاسه ورکولولپاره چمتودي ـ
ترقي اوپرمختګ يوه خوراپراخه اودلوي مفهو لرونکي کلمه ده ، اونشي کيدلاي چې يوازي يي په يوه مفهوم باندي بسنه وشي ـ
يومهال مسلمانانودنړي پرارته سيمه باندي حکومت کاوه ، دبنګال له خليج نه نيولي ان داتلانتيک ترسينده پوري يي حکوت چليده ، همدارازدساينس اوفلسفي په څانګوکي دټولي نړي استادبلل کيده ، دتهذيب اوتمدن په برخه کي دنړي يوهيڅ قوم هم په دي نه دي توانيدلي چې ددوي سره سيالي وکړي ، ولي څرګنده نه ده چې دکوم قاموس په مخي به دغه ټول پرمختګ لره دترقۍ نوم ورکړاي شي که نه ؟
خوکه چيري دي ته ترقي ويلاي شونوبياخودغه پرمختګ اوترقي په يوه داسي ټولنه پوري تړلي ده چې په هغه کي حجاب اوپرده په سختي سره رواج وه ـ

 داسلام تاريخ داولياؤ، مدبرينو،علماء، حکماؤ، مصنفينو، اوسترستروبزرګانوله نومونوڅخه ډک دي اوحتمي ده چې دغه ډول ستر افراددناپوهوميندوپه غيږوکي نه دي لوي شوي ، همدارازداسلام په تاريخ کي دډيروسترواوبزرګوښځونومونه پيداکولاي شو، داداسي ښځي وي چي په علم ، فن اوادب کي دکمال اوبشپړتيادرجي ته رسيدلي وي، څرګنده شوه چې حجاب دښځودعلمي پرمختګ اوترقي په لاره کي خنډنشي لويدلاي .

 اوحجاب هيڅکله هم دمسلمانانودددغه ډول سالم پرمختګ خنډنه دي ګرځيدلي اونه به هم خنډوګرځي ـ
نن هم که موږدهمدغه رازترقۍ اوپرمختګ ته ليوالتيالرونوحجاب ( پرده ) زموږخنډنه ګرځي ، ولي که چيري دخلګوپه نيزددترقي اوپرمختګ مفهوم يوازي هغه ډول ترقي وي چي لويديځوال هغه ته رسيدلي دي ، يقيني ده چې دپردي په موجودګي موږنشوکولاي هغه رازترقي لاسته راوړو،مګردابايدهيرنشي چې غربي نړۍ دخپل اخلاقي اوکورني نظام په متضررکولوسره په دي توانيدلي دي چې دغه ډول پرمختګ اوترقي ترلاسه کړي ـ
دلويديځ ترقي اوپرمختګ ښځه دښځي په توګه دخپل کاري ډګرڅخه ايستلي ده ، اودنارينه په کاري ميدان کي يي خوشي کړي ده ـ

 په دي ډول نوکه لويديځ له يوه پلوه په دي توانيدلي دي چې دفترونواوکارځايونودکارونودپرمخ بيولولپاره دويم ځواک _ ښځه_ پيداکړي ، اوپه ښکاره په پرمختګ اوترقي لاسته راوړونکي ښکاري ، خودکورني سکون اوراحت يي له لاسه ورکړي دي ـ
په لويديځ واله ټولنه کي که نن هم کوم کوراباددي نويوازي اويوازي دکورنيوښځوپه برکت هغه ښځي چي دسړوسره اوږه پراوږه کارکوي اوپيسي لاسته راوړي نوددنياپه هيڅ يوه ګوټ کي دکورني نظام په وړاندي نشي بيولي اونه هم په دي نوانيدلي دي چې په وړاندي يي بوځي ـ

 ددغه ډول ښځوودونه په يوه طلاق باندي له منځه ځي ، ددوي اولادونه تباه کيږي ، دغه ډله ښځي که داوسيدلولپاره کوم ځاي لري نوياکلپ وي ، ياهوټل ، دهغو ي دسکون اوارام لپاره هيڅ يوکوراوخونه نشته ، دغه ډول ښځوديوه ښه انسان دجوړولوکارپري ايښي دي ـ
اوس نوکه څوک په دغه ډول ترقي اوپرمختګ باندي زړه بايلي نوودي يي بايلي ـ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب