بیلابیل اسلامي لیکنې

د دوزخ له اوره د خلاصون لارې کومې دي؟

(ددوزخ له اوره د خلاصون شپې) دا هماغه عنوان ده چې د رحمت پیغمبر د رمضان د میاشتې وروستۍ لسیزي ته غوره کړۍ،هغه شپې چې الله جل جلاله په ډیر بخښونکي او فاضلانه ډول، زمونږ له کومې کوچنۍ واسطې یا کوم کوچني تکلیف پرته مونږه ته له رحمتونو او بخښونو ډکې ګرځولي.
جهنم ته د ورتلو لارې زیاتې دي. امام ابن قیم یو له هغو کسانو ده چې رب ورته د قرآن او حدیثو په هکله پوره پوهه ورکړې وه نوموړي په خورا دقت او پوهې سره له قرآنکریم او احادیثو اخیستنې کړي. هغه جهنم ته د تلو لارې راښیي، مونږه ته پکار ده چې نوموړې لیارې لومړۍ وپیژنو او بیا هڅه وکړو له دغو لارو چې جهنم ته د تلو سبب ګرځي قدم پورته نکړو. که چیرې مو نوموړې لارې وپیژندلې او هوډ مو وکړ چې پر دې لارو به نه ځو نو اصلاً د هدف (چې د جهنم له اوره خلاصون ده) یوه برخه پوره شوه.

امام ابن قیم (رح) اوه سوه کاله د مخه د جهنم له اوو لارو ځینې درې لارې داسې راپیژني: ( و ان جهنم لموعدهم اجمعین) جهنم د خپل اهل لپاره هماغه وعده کړای شوای ځای ده چې اوه دروازې لري، ( لکل باب منهم جزء مقسوم) هره دروازه خپل یو ځانګړۍ شمیر د جهنم پر لوري راکاږي او د ( هل من مزید) غږ په ازانګو کیږي.

د امام ابن قیم په وینا جهنم ته تلونکي لومړۍ لاره د شبهاتو ده،

ښايي دا شبهه په عقیده کې وي، په فقه کې وي او یا هم د لارې په انتخاب کې( هغه لاره چې په دنیا کې هم د نیکبختۍ سبب ګرځي او په آخرت کې هم).
دا شبهات او شکونه کول یو وخت سړۍ دیته اړباسي چې په رباني دین کې هم شکمن واوسي، اصلاً شک کول د انسان لپاره یوه طبیعې خبره ده خو پدې شک کې پاتې کیدل طبیعي نه دي، همدا ډول ناروغه کیدل یوه طبیعي خبره ده خو په ناروغۍ کې پاتې کیدل په هغې ویاړ او د هغې علاج نه کول طبیعي نه دي، که څوک لږ عقل هم ولري نو دا ډول کارونه د ځان یا د بل لپاره نه خوښوي په تیره بیا چې اوس د ټکنالوژۍ او پرمختګ دور دۍ .

هیڅکله هم د یو انسان لپاره دا معقوله نه بريښي چې په ناروغیو کې دې لتاړ پاتې شي که هغه ناروغۍ پر جسم فریکي اغیزه ولري او یا روح او اخلاقو ته سرایت کوي. همدارنګه شک او شبهه د ایمان په مقابل کې د یاد وړ ټکۍ ده او په هغې کې سرګردانه پاتې کیدل یوه ناروغۍ ده چې د دین د نکتې له نظره معالجه کیدای شي.

که دغه ډول ډول شکونو ته چې پخوا په یو شکل ول، اوس په بل شکل دي او په راتلونکي کې بل شکل ځانته غوره کوي کومه ځانګړې د حل لاره و نه لټول شي نو معلومه خبره ده چې مونږه او زمونږ اولادونه به اعتقادي او فکري بې لاریو خواته راکاږي.نو د شبهاتو دروازه یوه له هغو لارو ده که په پوهنیزه او عاقلانه ډول د ځان او نورو پرلوري ونه تړل شي په پایله کې جهنم ته د تلو سبب کیږي. (اتق من النار) یعنې مجال او میدان د ټولو لپاره په ځانګړي توګه باید پوه او تحصیل کړو ځوانانو ته دا وخت ورکړل شي ترڅو ټول هغه څه چې په زړه کې لري بیرون ته راوباسي، خپل ټول دردونه په صریح او واضح ډول په ډاګه کړي، نورو سره یې شریک کړي، یوې پایلې ته ورسیږي، شبهات او شکونه لرې وغورځوي او دې ناروغیو کې تر پایه لتاړ پاتې نشي.

نو د شبهاتو دروازه یوه له هغو لارو ده که په پوهنیزه او عاقلانه ډول د ځان او نورو پرلوري ونه تړل شي په پایله کې جهنم ته د تلو سبب کیږي. (اتق من النار) یعنې مجال او میدان د ټولو لپاره په ځانګړي توګه باید پوه او تحصیل کړو ځوانانو ته دا وخت ورکړل شي ترڅو ټول هغه څه چې په زړه کې لري بیرون ته راوباسي، خپل ټول دردونه په صریح او واضح ډول په ډاګه کړي، نورو سره یې شریک کړي، یوې پایلې ته ورسیږي، شبهات او شکونه لرې وغورځوي او دې ناروغیو کې تر پایه لتاړ پاتې نشي. پوه ناروغه هغه ده چې د خپلې ناروغۍ د علاج لپاره یو ډاکټر ته ولاړ شي هغه ته خپل ټول تکلیفونه ووايي تر څو یې درملنه وکړي.

د بیلګې په توګه یو ځوان د زیاتې مطالعې په سبب سرګرداني پیداکړې، هغه پوهه زیاته لري خو ولې د همدې بې کچې مطالعې له امله ناروغه شوی، نوموړي ځوان داسې یو ډاکټر ته ځي چې هغه داخلي دردونه ښه پیژني، هغه ته وايي چې زه ناروغه یمه غواړم چې شفا پيدا کړم، اصلاً دا کوم عیب هم نه ده چې څوک ووايي ناروغه یمه، که څوک د خپلې ناروغۍ په هکله ډاکټر ته پوره معلومات ورنکړي نو ډاکټر په اسانۍ سره نشي کولای درملنه یې وکړي، په همدې ډول دا ځوان هم د خپلې درملنې په هکله پوره جدي او همدا وايي چې د شفا په لټه کې یم، ډاکټر ورته وایي:
ډاکټر: آیا قرآن ټوله شفا نه ده؟ الله (جل جلاله) نه دي ویلي چې: ﴿وَ یُنَزِّلُ مِنَ القُرآنِ ماهُوَ الشِفاء﴾؟
ځوان:  زما ناروغۍ له ناپوهۍ څخه نه ده بلکه دا پوهه او معلومات زما په درد دوا شوي نه دي، زما دننه زړه پوره امن نه ده، آرامه او ډاډه نه یمه.

ډاکټر: غواړې چې ښه شې او که خوښ؟

ځوان: زما غوښتنه یوازې درملنه ده، نو څه توپیر لري چې خوښ اوسم  یا ښه؟

ډاکټر: نه! فرق کوي، مونږه هم ښه والۍ لرو او هم خوښي.

ځوان: توپیر یې نو څه ده؟

ډاکټر: خټکۍ د ناروغ لپاره ښه نده خو خوښيږي یې او دوا د ناروغ لپاره ښه ده خو خوښیږي یې نه.
ځوان: خا، زه اوس پوه شومه چې د ښه کیدو لپاره باید ځینۍ خوښۍ له لاسه ورکړې او د شفا پیدا کولو لپاره باید له ځینو خوراکونو ډډه وکړې.

پروني او نني ډاکټران د درملنې او روغتیا اساس همدا پرهیزکول ګڼي، او مونږه هم د انسان د شفاء لپاره له قرآنه د همدې کړنلارو اخستنه بولو، نوموړۍ پوه او عالم ډاکټر ناروغ ته داسې نسخه ورکوي:ډاکټر: ستا درملنه د قرآن کریم د آل عمران سورت په ۹۲ آیت کې نغښتې که پرې عمل وکړې نو شفا به بیامومې (لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ)نشې کولای چې رښتیانۍ هم بِرّ ته ورسیږې مګر تر څو ځینۍ خوښۍ ترک نکړې، یعنې ټولې هغه خوښۍ چې جایزې نه دي، هغه چې مضرې دي او پریښودل یې ستا لپاره هم ښه دي او هم شفا. یانې د شفا لپاره باید یو څه دوا استعماله کړې او خټکۍ خوړل پریږدې. که له نوموړې دوا سره بیا هم خټکۍ خورې نو دا ډیره لرې خبره ده چې ته به شفا ته ورسې.

د امام ابن قیم په تعبیر جهنم ته د ورتګ دویمه لاره شهوات دي.

شهوت د انسان په وجود کې د رب له لوري یوه پیرزوینه اوستر نعمت ده خو په دام کې یې لویدل او نغښتل خورا خطرناک دي باید په کابو کې وساتل شي. شهوات څو ډوله دي، شبهات په سر کې ځای لري او شهوات په زړه کې. دا دواړه که پر انسان برلاسي شول نو انسان ختم او مړ ده، خو بیا هم هغه مړۍ ده چې د قرآن او سنتو پر اساس له هغه سره مبارزه کولای شي. په قرآنکریم کې مختلف شهوات له ښځې شروع کیږي (‏ زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ)

ژباړه:  د خلکو لپاره نفسي غوښتنې، ښځې، اولادونه، د سرو سپینو زیرمې، کره اسونه، څاروي او کروندې د ډیرې میني وړ ګرځول شویدي، خو دا هر څه څو ورځې دنیوي ژوندانه وسایل دي په حقیقت کې چې کوم ډیر ښه استوګنځی دی، هغه له الله سره دی.

داسې نه ده چې لدې شیانو یانې ښځې، مال او نورو دنیوي امکاناتو باید استفاده ونکړو، لدوي ګټه پورته کولای شو خو دومره باید ځیر اوسو چې شهوت هغه څاروی ده چې باید مونږه پرې سپاره شو نه چې پرځان یې سپور کړو. حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: د آدم په څیر استفاده وکړۍ او که مو خلافه استفاده وکړه نو د آدم په څیر توبه وباسۍ. الله (جل جلاله) آدم او د هغې ښځې ته وویلې ﴿لاَ تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الْظَّالِمِينَ﴾ یانې هغه منع شوې ونې ته مه نژدې کیږۍ خو شیطان په وسوسه کې واچول او هغوې نوموړې ونې ته نژدې شول ﴿ فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ﴾ آدم له خپل ربه زده کړل چې په کوم ډول دغه نافرماني چې کړې یې ده جبران یې کړي او الله (جل جلاله) ورته ښوونه وکړه ﴿رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا﴾ مونږه په خپلو ځانونو ظلم وکړ او هغه څه چې مو باید کړي وای ونکړل ﴿ وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) او که چیرې ته راته بخښنه ونکړې او پرمونږه رحم ونکړې نو مونږه به له زیانکارانو څخه اوسو.
حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: (کُلُّ بَنی آدَمَ خَطّا خَیرُ الخَطائین تَوّابین). دا جوته شوه چې د آدم په څیر باید توبه وباسو نه چې د هغه په څیر خطا وکړو، یعنې د هغه په څیر بندګي وکړو او که دا کار مو وکړ نو د کمال پوړۍ ته رسیږو. دا د شهوت بله هماغه دروازه ده چې که کنترول نشي جهنم ته تلونکي ده او نارینتوب مو هغه وخت په اثبات رسي چې د جهنم دا دروازه هم پر خپل مخ وتړو. شهوت یعنې خپل هوسونه پر خدای غوره ګڼل او د توحید پر لاره دوه قبلې د تګ لپاره هیڅکله هم شوني نه ده یا به د دوست خوښه وي او یا د ځان غوښتنه.
په عقایدو کې د شبهاتو او د زړه له شهواتو سره د مبارزې غوره لاره د الاعراف د سورې په ۱۷۰ آیت کې یاده شوې ده چې د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له سنتو څخه پیروي کول دي ﴿ وَالَّذِينَ يُمَسَّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ إِنَّا لاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ﴾.

هغه چا چې د لارښونې دا کتاب کلک او محکم نیولۍ ده او پر هغه یې منګولې لګولي دي او د لمانځه پر درولو باندې ېې ټینګار کړیده نو همدا سړۍ اصلاح شو او د مصلحینو له ډلې څخه شمیرل کیږي.
شبهات انسان په فکري ډول ناروغه کوي او شهوات یې اخلاق خرابوي، څومره ښه ده چې د مریم سورت دغه آیت له ځانه سره ډیر ووایو او پرې عمل وکړو ﴿فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ﴾. د لمانځه کم شمیرل د هغه بې احترامي کول او هغه نه اداء کول سړۍ د شهواتو پیروي کولو ته اړباسي چې پایله یې افسوس او سرګرداني ده.
جنهم ته تلونکي دریمه لاره د غضب ده او قهر ده.

څوک لږ، څوک زیات، ځیني پرځای، ځیني لږ پر ځاي او ځیي بیخي بې ځایه غوصه له ځانه سره لرو. د امام غزالې په وینا مونږه ته د شهوت او عقل دواړه قوې الله (جل جلاله) د خپلې مهربانې له مخې رابخښلي دي نو باید له دوی سمه ګټه واخستل شي، که له عقله د تعادل او سمه لاره غوره شي نو انسان د حکمت درجې ته رسوي، که له شهواتو سمه ګټه پورته شي نو انسان د پاکې او عفت پوړۍ ته رسوي او که له غوصې او غضبه سمه استفاده وشي نو انسان د شجاعت او زړورتوب پرلوري راکاږي. دغه درې ښیګڼې چې د ټولو نورو ښیګڼو او فضائلو درلودونکي دي د حکمت، عفت او شجاعت څخه عبارت دي. (وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهاً آخَرَ) پوه او حکیم انسان له خپل رب سره شریک نه نیسي (وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِى حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ) نفس نه وژني، له غضبه سمه استفاده کوي او زړور اوسي (وَلَا يَزْنُونَ) زنا نه کوي، له شهواتو درسته ګټه اخلي او ځان پاک ساتي (وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَاماً) او هر هغه چاچې دا کنترول کړل او تر تعادله یې ونه رسول د ګناهګارانو څخه شمیرل کیږي.

د ګناه اصول، یا هغه ګناهونه چې انسان تر جهنمه رسوي د امام ابن قیم په تعبیر درې دي.

لومړنۍ یې کبر یا لويي ده، د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په وینا کبر عبارت ده له: ( أَلکِبر بَطرُ الحَق و غَمطُ الناس) یانې د حق نه منل او د خلکو سپک ګڼلو ته کبر وايي. تل نور سپک ګڼل، هغوی ته بې ارزښته کتل او له هغوی ځان لوړ ګڼل ډیر خطرناک دي. ځکه همدا کبر وه چې ابلیس یې لعنتي کړ، ځکه ابلیس وویل: (أنا خیر منه) زه له هغوی غوره یم، ( خلقتنی من نار و خلقته من طین) زه دې له اوره پیدا کړۍ یم او هغوی له خټې (خاورې). دا غوره توب د مادې پر بنسټ وه، داهم په کبر کې راځي چې څوک ووایي: زه له تا غوره یم ځکه له تامې مال زیات ده، زه له تاغوره یم ځکه له تا مې غږ ښه ده…
لويي له انسانه هم ابلیس جوړوي، لکه څنګه چې یې له ابلیسه ابلیس جوړ کړ. ( ان اکرمکم عندالله اتقاکم)، تقوا دننه ده، هیڅوک دا حق نلري چې ځان له نورو لوړ وګڼي، که وايي چې تقوا یې زیاته ده نو د اثبات لپاره یې کوم ځانګړۍ دلیل نه لري، ځکه نه پوهیږي چې د فلانکي تقوا څومره ده.

دې موضوع ته شیخ سعدی (رح) د ګلستان په پای کې داسې اشاره کوي: یو نفر مسجد ته پداسې حال کې دننه شو چې شراب یې څکلي ول، د محراب پرلوري ولاړه، هلته یې لاسونه د خپل رب پرلوري لوړ کړل او غوښتنه یې وکړه چې یا الله ما جنت فردوس ته بوځه. څنګ ته یې یو عالم په تسبیحاتو مشغول ناست وه، هغه وویلې: تاسې څه جنت، جنت یادوی، تاسې ته پرته له جهنمه په جنت کې ځای نشته، نوموړۍ عالم دا خبره پداسې حال کې کوي چې (أنیبُ المُذنِبین أَحَبَ اِلَی الله مِن صِیاح العابِدین) یعنې د ګناهګار انسان زارۍ الله ته له هغه چا نژدې دي چې ددوه رکعته لمونځ په کولو دا انګیري چې د کمال تر حده ورسیده.

دویم اصل حرص ده، همدا حرص وه چې آدم علیه السلام او بي بي حوا یې له هاغه لوړ ځایه راښکته کړل.
دریم اصل کینه او حسد ده، کینه د انسان نیکي داسې لمنځه وړي او خوري یې لکه څنګه چې اور ګیاه خوري، همدا کینه وه چې د آدم یو ځوی یې په قتل او وژلو مجبوره کړ.

که انسان د دې دریو بلاګانو(لویي، حرص او کینې)  نه په امن کې شو په حقیقت کې د کفر او نورو ګناهونو له شره په امن کې پاتې شو.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: