ایمان | عقاید او اړوند

د دنیا حقیقت

هره ورځ مونږ دا اعلان اورو چی فلانی د فلاني ځوي، د فلانی پلار په حق رسیدلی د هغه جنازه به په دی وخت باندی په فلاني ځاي کې تر سره کیـږي، دا اعلان د غریب لپاره هم کیـږي د مالدار لپاره هم، د بادشاه لپاره هم د ګدا لپاره هم، د لوي لپاره هم د کوچنی لپاره هم، د ځوان لپاره هم د بوډا لپاره هم ، دسړی لپاره هم د ښځی لپاره هم، هیڅ څوک داسی نه شته چی یوه ورځ به د هغی د جنازی اعلان ونه شي او با به د دی دنیا څخه سترګی پټی نه کړی «هر ساه لرونکی به د مرګ خوند څکی».

هم دا دنیا د حقیقت دی چی لکه څه رنګ انسانان او ټول شته شیان ختمیدونکي دي د غه شان دا ټوله دنیا هم یوه ورځ ورانیدونکی ده، هر څه فنا کیدونکي دي، یواځی د دی دنیا او په دنیا کې د موجودو مخلوقاتو پیدا کوونکی او پالونکی پاتی کیـږي، ځکه چی هغه ازلي او ابدی ذات دی، د هر قسم عیب او نقصان څخه پاک دی.

چی کله انسان د دنیا دا حقیقت وپيژنی، نو بیا نه د دنیا په ډیریدو تکبر او غرور کوي او نه د دنیا په کمیدو باندی غم و ویر کوي، خفګان به هله وی چی غریب د دنیا تللی او امیر پاتی کیدی، بادشاه همیشه ژوندی وی او ګدا مړ کیدی، نه هیڅ کله هم داسی نه ده، په دنیا کې خو د الله تعالی تر ټولو نژدی انسانان انبیاء علیهم السلام هم نه دی پاتی شوي.

په دغه ډول د دنیا ډیریدل، د ژوند اسانتیاوی، مال، دولت، ښه کور، ښه وظیفه د دی نښه نه ده چی دا انسان د الله خوښ دی، او نه غریبي، فقیري، تکلیفونه، مشقتونه، د کور ورانیدل، د کور پریخودل، د خپلوانو له مینځه تلل د دی نښه ده چی دا سړی ګنی د الله خوښ نه دی، نه هیڅ کله هم داسی نه ده، تر ټولو زیات تکلیفونه د الله پیغمبرانو ته رسیدلی، تر ټولو زیاتی لوږی، تندی هغوی تیری کړی دی.

د دنیا سره مینه دمؤمن صفت نه دی:

مؤمن په دنیا کې اوسیږي، د دنیا څخه ګټه پورته کوي، دنیا لاس ته رواړي، کسب کار کوي، تجارت کوي، وظیفه کوي، دنیا آبادوي، د دنیا د آبادولو کوشش کوي، اسلام دا نه وایی چی تاسو دنیا پریږدۍ، د دنیا د خوندونو څخه سترګی پټی کړۍ، نه! انسان الله تعالی په دنیا کې پیدا کړی دی، او په دنیا کې یی د هغه د ژوند تیرولو لپاره وسائل پیدا کړی دي.

خو! یو د دنیا څخه ګټه اخستل دی، بل د دنیا سره مینه محبت کول دي، د دنیا غلام جوړیدل دي، مؤمن د دنیا څخه ګټه اخلي خو د دنیا سره مینه محبت نه کوي، د دنیا بنده نه جوړیـږي، هم دا وجه ده چی څوک د دنیا سره مینه لري، یا د دنیا بندګي کوي نو چی کله ورته نقصان ورسیـږي، تاوان وکړي، د لاسه يی څه اوځي، نو بیا خفه وي، دا د مؤمن صفت نه دی، هغه د دنیا سره مینه نه کوي نو که دنیا ورته په لاس ورشي هغه د الله د حکم مطابق مصرف کوي او که د لاسه یی اوځي نو هیڅ پرواه يی نه وي، صبر کوي او د الله څخه د هغی بدله غواړي، او د نور مصیبت څخه په الله تعالی پوری پناه غواړي.

ځکه چی د دنیا سره مینه او په آخرت باندی هغه غوره کول د ایمان خلاف کار دی، په سمه لار د تللو سره ټکر لري، خو څوک چی د آخرت سره مینه لري نو بیا داسی نه ده، په دی صورت کې د انسان دنیا سمیـږي او میانه روۍ سره د هغی نه ګټه اخلي، د الله تعالی د رضا خیال ساتي، نو د آخرت سره مینه او د دنیا څخه ګټه پورته کول په خپل مینځ کې څه توپیر نه لري.

څوک چی خپل زړونه آخرت ته متوجه کړي، هغه په دنیا کې تاوان نه کوي، ځکه چی په اسلام کې د آخرت ښايسته کول د دنیا د ښايسته کولو وسیله ده.

په الله تعالی باندی د ایمان غوښتنه دا ده چی انسان په ځمکه باندی د الله تعالی خلیفه دی او د خلافت غوښتنه دا ده چی انسان به دا دنیا آبادوي، او د دی څخه په ګټه پورته کوي، په اسلام کې د آخرت په انتظار د دنیا پریخودل نشته، بلکه په حق، انصاف او استقامت باندی د الله د رضا لپاره د ژوند جوړول د آخرت پیلیزه ده، او هم دا د اسلام لارښوونه ده.

دنیا ختمیدونکې ده:

الله تعالی په قرآن کریم کې څو ځایه د دنیا مثال بیان کړی دی، او هدف یی دا دی چی دا دنیا ختمیدونکې ده،، الله تعالی په سورة یونس کې فرمایی:

«د دنیا مثال داسی دی لکه چی د اسمان څخه (دباران) اوبه راوریږی، چی د هغی له امله په ځمکه کې د انسانانو او حیواناتو د خوراک لپاره ګڼ شینکی رواټوکيـږي، د هغی له امله ځمکه هم خائسته شي، نو د ځمکی د خلکو دا ګمان شي چی دا خو زمونږ د لاس لاندی شی دی، نو د شپی یا ورځی پری زمونږ عذاب راشي، نو هغه ختم کړو او داسی شي لکه چی پرون هیڅ هم نه وو، دا نښی مونږ د فکر خاوندانو ته بیانوو».

په سورة کهف کې هم الله وایی: «دی خلکو ته د دنیا مثال بیان کړه، لکه اوبه چی د آسمان څخه رواوریږي او د هغی له امله د ځمکې شینکي رازرغون شي، بیا (څه وخت ورسته) هغه ریزه ریزه شي چی هوا يی الوزوي، او الله تعالی په هر شی باندی طاقت لرونکی دی».

ددی آیتونو هدف دا دی چی د دنیا د لږ وخت شی دی، همیشه نه پاتی کیـږي، سپرلی هم ختمیـږي، منی هم، اوړی هم ختمیـږي، ژمی هم، په دغه ډول په دنیا کې د خوشحالۍ وسائل ډیر لږ او بی قدره دی خو انسان ته هغه ډیر او قدرمند ښکاري، انسان ته که د دنیا ډیر وسایل ورکړل شي، اسانتیاوی ورته برابری شي خو دا هر څه د ده سره د لږ وخت لپاره امانت وي، بیا تری واخستل شي، یا دی ورڅخه رخصت شي.

دنیا ټوقی تقالی دی:

دنیا ختمیدونکی هم ده، او ددنیا ژوند هسی د وخت تیرول دي چی ډیر زر له مینځه ځي، الله تعالی وایی: «دا دنیا خو د خواهش پوره کول او لوبی دی، همیشه پاتی کیدونکی ژوند خو د آخرت دی که پوهيـږۍ».

په بل ځای کې فرمایی: «بی له شکه د دنیا ژوند خواهش پوره کول او لوبی دی، که تاسو د ایمان خاوندان شوۍ، او تقوی مو خپله کړه، نو الله به ستاسو د عمل بدله درکړي، او ستاسو څخه به د مالونه غوښتنه ونه کړي».

«لعب» دیته وایی چی د انسان په کې څه خاص هدف نه وي چی یا پری څه ګټه لاس ته رواړي، یا پری څه نقصان لیری کړي، لکه ماشوما چی ټوقی او ساعت تیری کوي، په دغه دول «لهو» هغه شی ته وایی چی انسان د اصلي او ګته ور کار څخه غافل کوي.

دنیا هم د لږ وخت شی دی، د لږ ساعت تیرول دی، چی انسا د اصل او ګټه ور شی آخرت څخه غافل او بی پرواه کوي.

د دنیا محبت د الله د عذاب وسیله ده:

کله چی تا یو کافر، فاسق ولید چی ډیره دنیا ورسره ده، ډیر نعمتونه پری شوی دي، نوی ماډل موټری ورسره دی، سره او سپین لري، بنګلی او جایدادونه لري، نو دا خیال مه کوه چی دا سړی د الله خوښ دی او پر ده د الله نعمتونه شوی دی، ځکه د دنیا ډیر والی کله د انسان لپاره د عذاب او ذلت سبب ګرځي، الله تعالی فرمایی: « ته د دوي د مال او اولاد ډیر والی ته مه حیرانيـږه، الله تعالی غواړی چی د دی (مال او اولاد) په وجه دوي ته په دنیا کې عذاب ورکړي، او د دوي روحونه د کفر په حال کې اووځي».

په دنیا کې د عذاب ډیر قسمونه دي خو د ټولو څخه لوي عذاب د اطمینان او آرام نشتوالی دی، غټ سرمایه داران په خپل ژوند کې آرام او سکون نه لري، ټول عمر د مال او دولت په ډیر والی کې لګیدلی دی خو په خپله بی مالګی ډوډۍ او بی غوړو پخکړی خوری، په قسم قسم مرضونو اخته وي، په پالنګونو او پستو بسترو ورله د ایرکنډیشنونو لاندی خوب نه ورځي، غریب خو چی څه بیامومی په خوند یی اوخوری او یخی اوبه ورپسی وڅښي او چی به اوچه ځمکه څملی نو هم په خوب نه مړیـږي، مالدار په خپل دولت باندی نه ارام اخستی شي، نه اطمینان، سکون او د زړه خوشحالي، نه خوب اخستی شي نه صحت.

قارون ډیر مالداره او دنیا دار وو خو چی د الله عذاب ورته مخه کړه، نو سره د خپلل مال او اولاد په ځمکه کې ښخ شو، نه یی مال په کار شو نه دولت، او نه دوستان، فرعون خپلی بادشاهی د بحر قلزم د چپو څخه خلاص نه کړ، او نه د نمرود غرور د هغه له دماغو نه ماشی راوویست.

دنیا دومره ګټل چی د دنیا د شپیته اویا کال ژوند ضروروته پری پوره شي، او آخرت دومره لاس ته راوړل چی د هغه نه ختمیدونکی ژوند پری ښایسته شي، نوره فیصله د هر چا خپله ده.

رحمت الله زاهد

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: