د دغو خطرناکو مرضونو مور د شپې ناوخته خوبیدل دي!!

یقینا چې الله تعالی انسان ښایسته پیدا کړی او دنیا کې ټول هرڅه یې دده ښېګنې او هوساینې لپاره پیدا کړي دي، یو له دغو نعمتونو شپه ده، چې د ورځې له ستړیا او زیار وروسته بدن آرام وکړي او بیرته د راتلونکې ورځې لپاره دمه شي.

خو نن سبا د لویدیځ اغیز لاندې راتللو او د ژوندانه رنګ بدلیدو له کبله یو شمیر خلک د شپې د وختي ویده کیدو په ارزښت نه پوهیدو یا مجبوریتونو له کبله تر ناوخته یا آن تر سهاره ویښ پاتې کیږي. په لویدیځو هیوادونو کې یو شمیر خلک دي چې دشپې کار کولو له وجې ویښ پاتې کیږی، خو افغانستان کې زیاتره دغسې خلک د عبث لاملونو له کبله دشپې ناوخته پورې ویښ پاتې کیږی او بیا سهار مهال په ځنډ راپاڅیږي.

که له یوې خوا مونږ ته حدیث شریف کې امر شوی چې «لَا سَمَرَ بَعدَ العِشَاءِ» د ماسخوتن له مانځه وروسته بنډار ونه شي، وختي باید خلک ویده شي، ترڅو په تندرستۍ سره د تهجد او سهار مانځه ته راپاڅیږي، نو له بلې خوا بدن هم له یو شمیر مهمو ستونزو سره لاس او ګریوان کیږی چې ځینې یې مونږ دلته را خلاصه کوو.

لومړی: بدني زیانونه:

۱- د عضلاتو سستوالی:

د بدني روزنې ساینسپوهانو لخوا آزموینو په ډاګه کړې چې د جسم دندې د ورځې لړ کې ځواکمنې او کمزورې کیږي، داسې چې د عضلاتو وړتیا شروع کیږی، او د سهار ۴ بجو څخه پیلیږی، تر ۷ بجو پورې ترټولو لوړې کچې ته رسیږی، او بیا همدې حالت کې تر یوولسو بجو غرمې پاتې کیږي، لدې وروسته بیرته په کمزوري کیدو پیل کوي او تر ۳ بجو دوام کوي، بیا بیرته له دې وروسته تر ۶ بجو بیرته مخ په ځواکمنیدو کیږی، بیا بیرته په کمزوري کیدو پیل کوی او ترټولو زیاته کمزوري د شپې نهه بجې پیلیږي او د سهار تر ۳ بجو دوام کوي.

۲- د دفاعی نظام ګډوډیدل:

د شپې بې خوبي دفاعي نظام ګډوډوي، د مرضونو په وړاندې دا د بدن لومړۍ کرښه ده، چې ددې له منځه تللو سره بدن د هر راز مرضونو مقابل کې بې وسه شي، کله چې دا نظام خراب شي نو معنا یې دا ده چې له منځه تلل، ځکه دا نظام د بدن لپاره د ورځې او شپې مقرره اندازه بې خوبي او خوب سره عیار کړل شوی دی، نو کله چې د غه مقرر مهال ویش ګډوډ شي دفاعي نظام ورسره هم ګډوډ او لاره ترې ورکه شي.

۳- ګنګس توب:

ګنګس توب بې خوبي نه ده، بلکې هغه ډول خوب دی چې سړی پکې د بیداره او خوبولي ترمنځ وي، د ګنګس سړي خوځښت سست/لټ/کهاله او ثابته نه وي، بسترې کې اوړي را اوړي، او بې نتیجې د خوب کولو کوښښ کوي، او کله ناکله بیا د بې خوبۍ په کومه خبره کې نښتی وي لکه کومه ویډیو کتل یا کمپیوټر یا فیسبوک. کله چې څو شپې سر په سر همداسې حالت سره مخ شي نو د سړي ځواک اغیزمن شي او عقل یې نوی لاسته راوړنه نشي کولی.

۴- د ملا تیر داغي کیدل:

ډیره بې خوبي د تلویزون مخې ته، یا دفتر یا بل کې د زیات ناست کیدلو له کبله د ملا تیر کې داغجن کوي، په ځانکړي ډول کله چې ناسته په ناسمه طریقه وي، داسې چې د هډوکو اسکلیټ/جوړښت کې په مورو او هډونو کې داغونه جوړیږی، او په دې ترتیب سره د ملا تیر کې کړوپ شي.

دویم: د بې خوبۍ اروایي زیانونه:

د شپې تر ناوخته نه ویده کیدل میلاټونین هورمون کې کموالی راولي کوم چې د شپې د خوب مهال له مغزونو څخه راوځي. دا په ډاګه شوې چې میلاټونین هورمون مغزونو کې د مۍ د دانې په اندازې له یوې وړوکې پلې څخه راوځي. دا هورمون د انسان بدن کې د ژوندانه د څپو مسئولیت لري، پداسې ډول چې میلاټونین هورمون اروایي او ذهني کړکیچ کموي، دا کار د بدببنۍ او اندیښنې احساساتو کنټرولولو نتیجه راباسي او لدې څخه مالومیږی چې ولې په هغه سړي باندې بدبیني، اندیښنه، یواځې توب او له خلکو جدایی طرف ته زیات میلان وي کوم چې د شپې ناوخته پورې ناسته کوي.

همداراز، څو نورې څیړنې په ډاګه کوي چې میلاټونین نورې اغیزې هم لری، لکه د سرطان ضد، له وخت مخکې بوډاتوب ضد، تیزابیت ضد، نطفه پخولو، او دفاعي نظام ځواکمنول.

لیکوال: عبدالله «ویښ»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب