عبادات، فضایل او آداب

د درود شـــریــف فــضایــل

محمد يوسف متوکل

درود ویونکی دالله پاک دغوسې نه په امان کېږي.

درود ویونکی د قیامت په ورځ د عــــرش الهي د سیوري لاندې وي.

درود ویونکی د دوزخ نه په امان کې وي او د نېکیو پله به یې د قیامت په ورځ ډېره درنه وې.

درود ویونکی به د محشر په میدان کې نه تږی کېږي.

درود ویونکی به د دوزخ په پل ثابت قدم وي او د صراط په پل باندې به د ده پښې نه ښویېږي.

زر ځلی ۱۰۰۰ درود ویونکی له مرګ نه مخکې خپل ځای اومقام په جنت کې ویني.

درود ویونکي ته په جنت کې ډیرې ښځې بیبیانې ورکول کېږي.

درود ویونکي ته دومره ثواب ورکول کېږي لکه چا چی شل ۲۰ ځلې جهاد کړی وي.

درود ویونکي ته د صدقې اجر ورکول کېږی.

سل ځلې ۱۰۰ درود ویونکی ته یولک نیکي ورکول کېږي اویو لک ګناه ورته بخښل اومعاف کیږي.

څوک چی هره ورځ سل ځلی ۱۰۰ درود وایی د هغه سل ۱۰۰ حاجتونه پوره کېږی چی دېرش ۳۰ په دنیا کې او اویا۷۰ په اخرت کې وي.

مسئله:

د درود شریف لپاره اودس یاغسل شرط نه دی. نو له اودس اوغسل پرته هم درود شریف ویلی شو‎.

سرچينه:

د شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا رحمه الله کتاب

د درود او سلام ښکلې وظیفه
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: