اسلامي معلوماتلمونځ‌

د خسوف (سپوږمۍ نیول) لمونځ‌ او خسوف وخت څه وکړو؟

سپوږمۍ تندر څنګه نیسي؟ د ساینس له نظره ولې کله کله سپوږمۍ ټوله او یا ځینې برخه تیاره کیږي؟

ددې پوښتنو لور ته نه ورځم بلکه د یو مسلمان په صفت دا وایم چې د عالم د نظام چلوونکی یوازې الله تعالی دی بل هېڅوک ورسره شریک نشته نو چې په سپوږمۍ باندې هرڅه کیږي چې له امله یې تیاره کیږي دا حالت ورباندې الله تعالی راولي هر وخت چې وغواړي ورباندې راوستلی یې شي او په دنیا کې بل هېڅ قوت نشته چې دا حالت ورباندې راولي او چې کله الله تعالی وغواړي نو هغه یې ورڅخه لرې کولی هم شي او چې الله تعالی یې رڼا نه کړي نو چې یو ځل سپوږمۍ تیاره شوه د دنیا هېڅ قدرت نشی کولی بېرته یې رڼا کړي .

 کله چې په سپوږمۍ باندې دا حالت راشي د یو مسلمان په صفت مونږ باید څه وکوو؟

زه به ددې پوښتنې ځواب له خپلو لوستونکو سره د ثواب په نیت شریک کړم.

حضرت ابو موسی الاشعري رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت واقعه بیانوي فرمایي : د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې سپوږمۍ تیاره شوه رسول الله صلی الله علیه وسلم په وېره کې را پاڅېدو هسې نه چې قیامت شوی وي جومات ته راغلو مونځ یې وکولو اوږد قیام یې وکولو ، اوږده رکوع یې وکوله ، سجده یې وکوله ما هغه کله په داسې اوږده مانځه نه وو لیدلی بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دا نښې دي چې الله تعالی یې را لیږي دا د چا دمرګ او یا د چا د ژوند له وجې نه راځي لکن الله تعالی ورباندې خپل بندګان ډاروي کله مو چې داسې څه شی ولیدل نو د الله تعالی ذکر ته زر ورپاڅېږئ او دعا ګانې او استغفار کوئ . د صحیح البخاري د حدیث ترجمه

همدارنګه حضرت اسماء رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حالت واقعه بیانوي چې کله لمر تیاره شوی وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېره وېره کې را پاڅېدو او په مانځه و درېدو او اوږد مونځ یې وکولو چې د اوږده وخت لپاره په مانځه ولاړ وو ، اوږده رکوع یې وکوله ، اوږده سجده یې وکوله .

په همدې ډول پدې موضوع کې نور احادیث دي چې ښکاره کوی کله به چې سپوږمۍ تیاره شوه او یا به لمر تیاره شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به خلکو ته امر کولو چې مونځونه وکوئ ، صدقه وکوئ ، خیراتونه ورکړئ دعاګانې او استغفار وکوئ .

د حضرت ابی مسعود الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِمَا عِبَادَهُ، وَإِنَّهُمَا لَا يَنْكَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ مِنْ النَّاسِ، فَإِذَا رَأَيْتُمْ مِنْهَا شَيْئًا فَصَلُّوا، وَادْعُوا اللَّهَ حَتَّى يُكْشَفَ مَا بِكُمْ . رواه مسلم

ترجمه : بېشکه لمر او سپوږمۍ دوې نښې دي د نښو د قدرت د الله تعالی پدې سره خپل بندګان ډاروي او دا دواړه په خلقو کې د چا د مرګ یا د چا د ژوند له امله نه تیاره کیږي کله مو چې دا شی لیدل نو مونځ کوئ او د الله تعالی نه وغواړئ چې هغه لتاسې پورته کړي چې تاسې پکې یاست .

د خسوف (سپوږمۍ تندر نیولو) لمونځ

کله چې مسلمانان وویني چې سپوږمۍ تندر نیولې ده پدې وخت کې دوه رکعته مونځ سنت دی ، ځینې علماوو ویلی چې واجب دی او ځینې علماء یې بیا د فرض کفایې خبره هم کوي لکن اکثر علماء پدې رایه دي چې دا سنت دی .

د مانځه طریقه :

د خسوف مونځ دوه رکعته دی .

ددې مانځه لپاره اذان نشته صرف اعلان به کیږي چې خلک خبر شي او را ټول شي چې مونځ وکوي .

د نارینه وو لپاره سنت ده چې په جومات کې دا مونځ وکوي .

زنانه به دا دوه رکعته مونځ په کور کې کوي او که د فتنې وېره نه وي او په جومات کې د زنانه وو لپاره بېل ځای وي که جومات ته هم لاړې شي نو مشکل پکې نشته .

د امام شافعي او امام حنبل رحمهما الله د مذهب له مخې مونځ په جمع سره کیږي او د امام ابي حنیفه او امام مالک رحمه الله د مذهب له مخې دا مونځ به هرڅوک ځان ته کوي په جمع به نه وي .

د مانځه نه وروسته به به تر هغه وخته پورې دعا ګانې ، اذکار او استغفار وایی ترڅو سپوږمۍ رڼا شوې نه وي .

امام او په خلکو کې عالم به خلکو ته د وعظ خبرې وکوي او خلکو ته به ور په یاد کړي چې لمر او سپوږمۍ د الله تعالی له قدرتونو څخه دي الله تعالی چې هر وخت وغواړي نو دا دواړه نعمتونه له مونږ څخه داسې اخیستی شی لکه اوس یې چې تیاره کړی ده او هېڅوک نشی کولی چې اوس دا تیاره له سپوږمۍ څخه لرې کړي ترڅو یې چې الله تعالی ورڅخه لرې نه کړي او نه هېڅ قدرت کولی شي په سپوږمۍ دا تیاره راولي بغیر د الله تعالی څخه .

که د خسوف په وخت کې د فرضی مانځه وخت شي نو اول به فرضی مونځ کوي بیا به دا سنت مونځ کوي .

که چېرته د خسوف د مانځه په وخت کې ټول خلک په جومات کې حاضر وي نو بیا هم اعلان کول د هغه کسانو لپاره مستحب دی چې هغوی جومات ته نه وي راغلي .

خسوف کې د لمانځه حکمت :

کله چې سپوږمۍ تیاره شي شریعت ولې مونږ دېته هڅوي چې باید مونځ وکوو؟ ځکه چې دا د الله تعالی یو قدرت ښکاره کېدل دي او مخکې حدیث تېر شو چې الله تعالی پدې سره خپل بندګان ډاروي پدې معنی چې لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د امر تابع دي که الله تعالی یې د ټول عمر لپاره تیاره کول وغواړي نو هېڅ قدرت یې نشي رڼا کولی نو مونږ چې کله دا حالت ووینو باید الله تعالی ته راجع شو مونځ ، دعاګانې او استغفار وکوو .

صرف دا نه بلکه مونږ ته الله تعالی داسې یو مبارک شریعت را کړی دی چې د ژوند په هره برخه کې مونږ ته هدایات لري که باران کیږي مونږ دعا لرو باید ویې وایو ، که باران نه کیږی نو مونږ دعاء لرو باید ویې وایو ، که په لوړه باندې خیږو باید الله اکبر ووایو که په ښکته باندې ښکته کیږو باید سبحان الله ووایو نو په همدې ډول کله چې سپوږمۍ تیاره کیږی او د هر سبب له امله چې تیاره کیږي فرق نه کوي که ساینس ورته د تیاره کېدو وجه وایی نو له اسلام سره ټکر نه ده ځکه چې مونږ مسلمانان ټول پدې عقیده یو چې ددې نظام چلوونکی یوازې الله تعالی دی او دا لمر سپوږمۍ او زمکه پدې حالت کې چا اچولي دي؟ الله تعالی … آیا بغیر د الله تعالی نه بل داسې څوک شته چې بیا داسې حالت جوړ کړي؟ آیا کله چې د اسې حالت راشي څوک شته چې سپوږمۍ لدې تیارې حالت څخه وباسی؟ نو الله تعالی ورباندې دا حالت راوستلی دی او الله تعالی کولی شي بېرته یې ورڅخه پورته کړي نو ځکه پدې وخت کې شریعت مونږ ته امر کوي چې الله تعالی ته راجع شئ دوه رکعته مونځ سنت دی او نور چې څومره دعا ګانې او استغفار کولی شئ ویې کوئ .

مسلمان چې څومره په ساینسی علومو کې مخکې ځي باید همدومره د الله تعالی په قدرتونو باندې یې عقیده کلکه شي او له مخکې نه زیات الله تعالی ته تابع او تسلیم شي او د کفارو شان دا دی چې هغوی په ساینسي علومو کې څومره ژور ځي همدومره له الله تعالی څخه لرې کیږی او هغه علم د خاورې شي چې خپله عالم ته د حق لارې لارښونه ونه کوي .

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close