قهر او غصه مه کوه چې جنت ته داخل شې

قهر او غصه څه نښې نښانې لري، کله چې څوک غصه شي دغه نښې پکې را څرګنديږي، د غصې په وخت کې د ځينو کسانو مخونه پړسيږي او د مخ رنګ يې سور ګرځي، د ځينو نورو د مخ څېره بدليږي او شکل يې تغير خوري، ځينې نور بيا خلک د خپلو خرابو خبرو تر حملې لاندې نيسي او ځينې نور بيا عملي اقدام کوي او په جنګ جګړه لاس پورې کوي، د اسلام له نظره هر قسم قهر او غصه حرامه او ناروا ده، خو هغه غصه او قهر چې د الله تعالى د رضاء لپاره وي يو مطلوب او او غوره عمل دى.

قهر او غصه مراتب لري او د غصې او قهر په اساس خلک په درې قسمه دي، يو د غصې د افراط حالت دى، په دې حالت کې انسان له طبيعي حالت څخه وزي او د نورو خلکو په حقوق تجاوز او تيرى کوي او د دې باعث هم ګرځي چې پخپله انسان د هلاکت کندې ته وغورځوي، کله ناکله په ډېر کم څه باندې غصه کول انسان دې ته مجبور کړي چې په يو لوى جرم لاس پورې کړي، هم نورو ته ضرر ورسوي او هم خپل ځان متضرر کړي، دا قسم غصه او قهر د اسلام او عقل له نظره يو ناروا او ناجائز عمل دى.
دويم د غصې د تفريط حالت دى، په دې حالت کې هم انسان له خپل طبيعي حالت څخه وزي او له اندازې زيات سست او ضعيف شي او په پوره توګه له منځه لاړ شي، خپل روحيات له لاسه ورکړي او د هېڅ قسم اقدام کولو توان او طاقت ورسره پاتې نشي، د اسلامي شريعت او عقل له نظره دغسې حالت غير طبيعي او ناسالم حالت دى.

دريم د غصې او قهر د اعتدال او توسط حالت دى، چې په دې حالت کې انسان ځان له افراط او تفريط څخه ساتي، نه دومره احساساتي کېږي چې نورو او خپل ځان ته ضرر ورسوي او نه دومره سست او کمزورى کېږي چې روحيات له لاسه ورکړي، بلکه د خپل ځان، ناموس او مظلوم د دفاع لپاره اقدام کولای شي.

قهر او غصه څه عوامل او اسباب لري چې په لاندې توګه ورته اشاره کوو:

1.    چاپيريال او محېط:
د غصې يو له مهمو او اساسې اسبابو څخه محيط او چاپيريال دى، کله د کور ماحول د دې باعث ګرځي چې په ماشوم کې غصه راپيدا کړي، ځکه چې د کور ټول افراد په دې مرض اخته وي او کله د کور نه د باندې چاپيريال د دې سبب ګرځي چې انسان په دې مرض اخته کړي، ناسالم محيط چې  پکې انساني معيارونه تر پښو لاندې کېږي او خلک يې له عصبانيت، تندخوئۍ او تشدد څخه کار اخلي، د دې باعث ګرځي چې د دې محیط خلک په دې ناوړه امراضو اخته شي.

2.    بحث او مناقشه:
د غصې او قهر د پيدا کېد بل اساسي لامل زياته مناقشه او بې فايدې بحث کول دي، ځکه هر يو مناقشه کونکى غواړي په هر قيمت چې وي باید په خپل حريف غالب شي او کله چې د يو لوري دا هڅه ناکامه شي، نو د غصې اور پکې بليږي او د مقابل لوري حيثيت ته تاوان رسوي، له همدې امله اسلام خپل پيروان له زياتې او بې ګټې مناقشې څخه منع کړي ځکه چې د مسلمانانو د ابرو او عزت د تویدو لامل ګرځي.

3.    زياتې او بې سوچه ټوکې کول:
د غصې درېيم عامل بې ځايه ټوکې ټکالې کول دي، په داسې شکل سره چې د نزاکت له حد څخه ووزي، ځکه کله چې ټوکې د اسلامي حدودو او آدابو څخه ووزي او د انسان آبرو او عزت تر حملې لاندې ونيول شي، د دښمنۍ باعث ګرځي او په داسې حالت کې د غصې اور بليږي چې داسې غصه اکثره وخت د ناسمو حوادثو او پېښو سبب ګرځي، له همدې امله د رسول الله صلى الله عليه وسلم ټوکې ډېر مؤدبانه او په حق او رښتيا ولاړې وې او له دروغو او ساختګي ټوکو څخه يې په جدي توګه ځان ساته، په همدې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: “له خپل ورور سره دې ټوکې او مناقشه مه کوه او داسې وعدې مه ورسره کوه چې عملي کولاى يې نشي” دا حديث سنن ترمذي روايت کړى دى.

4.    له نورو سره دښمني کول:
د غصې او قهر بل لامل دښمني کول او د نورو په آبرو او عزت تجاوز او تيرى کول دى، د مسلمانانو تر منځ دښمنی او کینه د دې باعث ګرځي چې دواړه لوری یو پر بل د تل لپاره غوصه وي او هر چېرې چې سره مخامخ کېږي یو بل ته په بد نظر ګوري او زړه یې غواړه چې خپله غوسه ورباندې سړه کړي، له همدې امله اسلام د مسلمانانو په منځ کې دښمني حرامه ګرځولې او خپل پيروان یې نارينه دي او که ښځينه له دې څخه منع کړي چې په نورو دښمني وکړي او یا ورباندې مسخرې او ټوکې وکړي.

5.    تکبر او په نورو ځان لوى ګڼل:
د غصې له عواملو څخه يو تکبر او لويي کول دي، کله چې يو انسان په نورو باندې ځان لوى ګڼي، نو د نورو په زړونو کې د هغه په نسبت قهر او غصه را پيدا کېږي او د کرکې او نفرت اور پکې بليږي، په همدې سبب اسلام تکبر او لويي کول حرام ګرځولي دي او هغه کسانو ته چې دغه ناوړه عمل لري د دوزخ وعده ورکړې ده، الله تعالى په دې اړه داسې فرمايي: ” تِلْكَ الدَّارُ الآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الأَرْضِ وَلاَ فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ” د القصص سورت (٨٣) آيت، دغه د آخرت کور يواځې او يواځې د هغه چا لپاره ګرځوو چې په ځمکه کې تکبر، لويي او فساد نه غواړي او نيک پایله د متقيانو لپاره ده.

6.    خپلو دوستانو ته توجه او پاملرنه نه کول:
د غصې يو بل لوى لامل دا هم کېداى شي چې يو انسان خپلو نږدي دوستانو ته توجه نه کوي او د هغوى په نسبت باندې له بې توجهي څخه کار اخلي، د دې انسان په مقابل کې د خپلو دوستانو او خپلوانو کينه او غصه راپاريږي.

7.    نور کسان په بدو صفتونو او نومونو يادول:
کله ناکله د غصې او عصبانيت لامل دا هم کېداى شي چې يو کس نور کسان په بدو نومونو او صفتونو يادوي او د هغوى توهين او سپکاوى کوي، د مثال په توګه هغه د ډار او ويرې په صفت موصوفوي ، يا هغه ته ښکنځلې او بدې خبرې کوي، نو دا خامخا د دې باعث ګرځي چې په مقابل لوري کې غصه او قهر راوپاريږي، له همدې امله الله تعالى مسلمانان له دې څخه منع کړي دي چې نور په خرابو او ناوړه نومونو او لقبونو ياد کړي، الله تعالى په دې اړه فرمايي: ” وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ” د الحجرات سورت (١١) آيت، او يو پر بل عيبونه مه لګوئ او يو بل په خرابو نومونو سره مه يادوئ، ډېر بد دى خراب نوم وروسته له ايمان څخه او څوک چې توبه و نه باسي نو هغوى ظالمان دي.

8.    د غصې او قهر له انجام او پايلې څخه بې خبري:
کله چې يو انسان د قهر او غصې له خراب او ناوړه انجام څخه خبر نه وي او په دې نه پوهيږي چې غصه او قهر څه دنيوي او اخروي بد عواقب او پايلي لري، ځان له دغه ناوړه خوى څخه نه منع کوي او د تل لپاره په نورو غصه او قهر کوي، په دې بايد هر مسلمان پوه شي چې غصه او قهر د دنيوي بد انجام تر څنګ اخروي بده نتيجه هم لري او څوک چې خپل ځان د غصې او قهر په وخت کې کنترول کړي هم به په دنيا کې خوشحاله وي او هم به د آخرت بریالیتوب ترلاسه کړي، بالعکس هغه څوک چې له نرمۍ او حلم څخه کار اخلى او خپله غصه او قهر کنترولوي، الله تعالى به هغه انسان ته جنت ورکړي ” وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ” د آل عمران سورت (١٣٤) آيت، او د غصې خوړونکي او خلکو ته عفو او بخشش کوونکي، په تحقيق سره الله تعالى نيک عمله انسانان خوښوي او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم خپل پيروان له قهر او غصې څخه منع کوي فرمايي: عن أبي هريرة رضي اللَّه عنه أَنَّ رَجُلاً قال للنَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: أَوْصِني قال: « لا تَغْضَبْ » فَرَدَّدَ مِرَاراً، قال: « لا تَغْضَبْ » رواه البخاري.

ژباړه: له ابي هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې يو سړي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل: ماته نصيحت وکړه، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې غصه مه کوه، هغه سړي دغه خبره څو ځله تکرار کړه، رسول الله صلى الله عليه وسلم يې په مقابل کې وويل چې غصه مه کوي.

لیکنه: مجیب الرحمن عاصم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب