د حق او باطل جګړه او زموږ دنده

ليكنه: سلمان بن فهد العودة

ژباړه او لنډون: عبدالملک همت.

إن الحمد لله؛ نحمد، ونستعينه، ونستغفره، ونتوب إليه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، و شيئات أعمالنا. من يهده الله؛ فلا مضل له، ومن يضلل؛ فلا هادى له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمد عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم.

أما بعد:

په نړۍ كې چې له هواوو، هوسونواو خواهشونو، عملونو، آراوو او اندونو څخه هر څه دي يا د حق پر شا اوخوا چورلي يا د باطل پر شاوخوا. او د حق او باطل يا هدايت او بيلارۍ يا ښو او بدو تر منځ بې طرفي ځاى نه لري. څوک چې وايي: زه د حق او باطل ترمنځ بې پرې يم، د باطل پر کوټه يې وراچوي او د لوى څښتن د دين او شريعت پرضد د باطل د خاوندانو پر خوا دريږي. ځکه نو لوى څښتن (ج) فرمايي:

{ فَذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلاَّ الضَّلاَلُ … } سوره يونس(٣٢).

ژباړه: په دغو صفتونو خو همدا الله ستاسې ريښتونى رب دى، نو تر حق وروسته له بيلارۍ پرته نور څه پاته شول؟

او د حق او باطل ترمنځ جګړه له هغه مهاله روانه ده چې لوى څښتن انسان پيدا کړ. لوى څښتن فرمايي:

{ يَا آدَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى } سوره طه. (117)

ژباړه: اى آدمه! ګوره دا ستا او ستا د مېرمنې دښمن دى داسې نه چې دى تاسې له جنته وباسي او تاسې په خوارۍ اخته شى.

له دغې شېبې څخه انسان د شيطان د مکرونو او چلونو سره مخامخ شو او د هغه سره په جګړه اخته شو. شيطان تر هغو د آدم (ع) په تېر ايستلو لګياوو، چې له جنته يې دې دنيا ته را وايست. په دې توګه له دغه مهاله دا ځمكه د جګړې ډګر وګرځېده. لوى څښتن فرمايي:

{بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ … } البقرة(36).

بيا ځمكې ته د آدم او هوا عليهما السلام تر کوزېدو وروسته د وګړو ځينو توکمونو ته تر پېړيو پېړيو پر سمه او د هدايت او ايمان پر لار تله له خپل پلار آدم (ع) څخه په ميراث ورپاته شوه، لکه چې په البقره شوره كې د لوى څښتن د دې وينا په تفسير كې راغلي دي:

{كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ … } سوره البقرة(213).

ژباړه: په لومړيو وختونو كې ټول وګړي پر يوه لار روان وه (بيا چې اختلافونه را منځ ته شول) نو الله پيغمبران ورولېږل چې په سم تګ زېرى ورکوونکي او د انحراف او اوښتو له پايلو څخه وېروونکي وو.

حضرت ابن عباس (رض) فرمايلي دي: (تر آدم (ع) وروسته تر لسو پېړيو پورې خلک پر هدايت او سمه لار روان ول. بيا يې ترمنځ مخالفتونه پيدا شول. له دې امله لوى څښتن دوى ته د سمې لارې ښوولو په موخه پيغمبران ورولېږل“. په دې توګه کېداى شي ووايو چي تر آدم (ع) وروسته چې راتلونکو توکمونو د حق او د لوى څښتن د توحيد په باب له آدم (ع) څخه لارښوونه څه ترلاسه کړي وه پر هغې باندي وفادار پاته شوه. څو چې دغه شيطان اغېزه پرې وښندله، د توحيد له لارې يې واړول او د دې توحيد نښې يې له منځه يووړې. ځکه نو اړتيا پيدا شوه چې پيغمبر راوپاڅيږي، څو اسلام او توحيد له سره نوي او تجديد کړي، نو هغه وو چي لوى څښتن مبشرين او منذرين پيغمبران ور ولېږل.

بيا چې پيغمبران عليهم السلام مبعوث شول د پيغمبرانو او د هغو د پيروانو او د پيغمبرانو د دښمنانو (شيطانانو او د هغو د لارويانو) تر منځ دښمني رامنځ ته شوه. ځکه نو لوى څښتن فرمايي:

{ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ … } سوره الفرقان(31).

ژباړه: موږ په همدغه شان مجرمان د هر پيغمبر دښمنان ګرځولي دي.

نو داسې پيغمبر نه وو پاڅېدلى چې له سرکښانو او مجرمانو څخه به دښمنان نه ورته پيدا کېدل. کوم چې د دوى په لاره كې به يې خنډونه رامنځ ته کول او په ډول ډول وسايلو به يې نيوکي او اعتراضونه پرې کول. لوى څښتن فرمايي:

{ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ (112) وَلِتَصْغَى إِلَيْهِ أَفْئِدَةُ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ وَلِيَرْضَوْهُ وَلِيَقْتَرِفُواْ مَا هُم مُّقْتَرِفُونَ (113) } سوره الأنعام.

ژباړه: موږ هر پيغمبر ته هم له انسانانو څخه او هم له پېرانانو څخه داسې دښمنان پيدا کړي دي چې شيطانان دي او تل يو بل ته د غولوني او تېرايستني لپاره ښکلي خبرې رسوي. که ستا د رب اراده دا واى چې هغوى دې داسې ونه کړي، نو هغو به هيڅکله داسې نه کول. ته هغوى پرېږده چې په درواغو تړلو اخته وي. (موږ هغو ته د دې هر څه کولو وخت ځکه ورکوو چي) کوم خلک چې پر آخرت ايمان نه لري د هغو زړونه د دې غولوونکي ښکلا پر لوري مايل وي او په خوښ شي او د هغو ناوړو چارو په تر سره کولو لاس پوري کړي چې هغوى يې کول غواړي.

بيا د حضرت محمد خاتم النبيين صلى الله عليه وسلم تر بعثت وروسته دغه دښمني د هغه د پيروانو او دښمنانو تر منځ ولوېده. حضرت رسول صلى الله عليه وسلم د قوم له لويانو او مجرمانو څخه ډېر دښمان لرل:

{وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ أَكَابِرَ مُجَرِمِيهَا لِيَمْكُرُواْ فِيهَا وَمَا يَمْكُرُونَ إِلاَّ بِأَنفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ (123) } سوره الأنعام.

ژباړه: او په همدې توګه موږ په هره سيمه كې د هغې غټ غټ مجرمان بوخت کړي دي چې هلته د خپل مکر او ټګۍ جال وغوړوي. اصلاً هغوى د خپلي ټګۍ په لومه كې پخپله نښتي دي، خو د هغو سره د دې شعور نشته.

په دې هکله ابوجهل، عتبه، ابولهب، شيبه او نور د رسول صلى الله عليه وسلم د دښمنانو ډېرې ښې بېلګې دي. بيا هغه کسان د دې دښمنانو ډېري ښې نمونې دي چې د پېړيو په اوږدو كې زموږ تر مهاله او تر څو دا ځمكه او پر هغې دا خوځنده وي د رسول صلى الله عليه وسلم د بلنې په وړاندې جګړه کوي.

البته د رسول صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته د دوى په وړاندي د مقابلې ميراث د ده ورثه وو ته رسېدلى دى؛ يعني د رسول صلى الله عليه وسلم د دعوت په وړاندې د جګړه کوونکو سره د جګړې او مقابلې ميراث هغو علماوو ته پاته شوى دى چې د هغه د لارښوونو وارثان دي. رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:

« إِنَّ الْعُلَمَاءَ وَرَثَةُ الْأَنْبِيَاءِ» عالمان د پيعمبرانو وارثان دي.

(دا د يوه اوږده حديث يوه برخه ده چې أبو داود په کتاب العلم، باب الحث على طلب العلم كې په ٣٦٤١شمېره، ترمذي په کتاب العلم، باب فضل الفقه على العبادة كې په ٢٦٨٢ شمېره، ابن ماجه په کتاب السنة، باب فضل العلماء كې په ٢٢٣ شمېره او دارمي، أحمد او نورو روايت کړى دى او د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه ناصر الدين الباني په خپلو آثارو كې صحيح ګڼلى دى).

لوى څښتن څرګنده کړې ده چې په دې امت كې به داسې کسان رامنځ ته کيږي چې دغه دنده او رسالت پرغاړه اخلي. له هر توکمه څخه به لوى څښتن داسې کسان غوره کوي چې د حق د جګړې او مبارزې رپۍ (بيرغ) به اوچتوي او پر خپلو هممهالو به حجت قايموي. له دې امله لوى څښتن په قرآن کريم كې فرمايي:

{ وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ (181) } سوره الأعراف.

ژباړه: زموږ په مخلوق كې يوه ډله داسې هم شته چې بېخي د حق سره سمه لارښوونه او د حق سره سم عدالت کوي.

رسول صلى الله عليه وسلم دغو کسانو ته د ” الطائفة المنصورة “ (د نصرت ورکړه شوي او بريالۍ ډلي) ځانګړى نوم ورکړى او هغوى يې په دغه صفت ستايلي او ممتاز کړي دي.

هغه صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:

« لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي مَنْصُورِينَ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ » (دغه حديث ترمذي په کتاب الفتن، باب ماجاء في الشام كې په ٢١٩٢ شمېره،ابن ماجه په باب اتباع سنة كې په ٦ شمېره او أحمد او نورو روايت کړى دى او ترمذي او الباني حسن صحيح بللى دى).

ژباړه: تل به زما د امت يوه ډله د حق پر سر او د حق لپاره جګړه او مبارزه کوي. دوى به په دې جګړه كې بريالي اوغالبه وي، د هغه چا ضرر به چې د د وى ښويېده غواړي د قيامت تر ورځي ور ونه رسيږي.

ريښتيا به هم دوى د حق په لار كې هلي ځلي کوي او د حق سره سمه لارښوونه او عدالت به کوي. د رسول صلى الله عليه وسلم دښمنان به يې په مقابل كې دريږي او جنګ جګړې به ورسره کوي، په مخ كې به يې خنډونه ايجادوي، خو بېله دې چې په تنګ يې کړي بل تاوان نه شي ور رسولاى:

{ لَن يَضُرُّوكُمْ إِلاَّ أَذًى وَإِن يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الأَدُبَارَ ثُمَّ لاَ يُنصَرُونَ (١١١)} سوره آل عمران.haq-batel

ژباړه: دوى تاسې ته هيڅ تاوان نه شي در رسولاى، يوازي دومره کولاى شي چې تنګ مو کړي. که دوى ستاسې سره وجنګيږي نو په مقابله كې به شا درواړوي. بيا به داسې بې وسي وي چې له هيڅ لوري به مرسته ور ونه رسيږي.

دلته غواړو د حق او باطل د جګړې په اړه پر ځينو هغو مهمو مسايلو چې په هکله يې آيتونه او حديثونه راغلي دي رڼا واچوو.

د حق او باطل ډلې

نن مهال چې د مسلمانانو لپاره ډېره ارزښتناکه او مهمه ممسأله ده، د حق او باطل د جګړې د تحريک په هکله ده. البته په دې كې څو ملاحظې دي:

لومړۍ ملاحظه:

د باطل لښكرې سره يو دي نو د حق لښكرې هم بايد سره لاس وركړي.

لکه چې څرګنده ده د رسول صلى الله عليه وسلم دښمنان په دې دښمنۍ كې د يو بل سره ډېرې ښې مرستې کوي او يو د بل ډېر ښه ملاتړي دي. لوى څښتن فرمايي:

{ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا … (112) } سوره الأنعام.

ژباړه: دوى يو بل ته ښکلي خبري د غولوني او تېر ايستني لپاره رسوي.

دغه راز فرمايي:

{ أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ … (51) } سوره المائدة.

ژباړه: اى مومنانو ! يهود او عېسويان خپل ملګري مه نيسئ. دوى په خپلو منځو كې سره دوستان دي.

جوته ده چې د رسول صلى الله عليه وسلم دښمنان د اسلام دښمنان دي او دوى په دې دښمني پاللو كې يو له بله مرستندوى او ملاتړي دي. په داسې حال كې چې د دوى تر منځ زښت زيات اختلافونه او عداوتونه شته، خو لکه چې ليدل کيږي د اسلام او مسلمانانو په وژلو او له منځه وړلو او د هغو د هيوادونو په نيولو او غصبولو او د هغو د مادي او معنوي شتمنيو په لوټولو او پوپنا کولو کي ” الْكُفْرُ مِلَّةٌ وَاحِدَةٌ “ شوي او نه دا چي يهود او نصارا، بلکي هندوان او نور کفار هم ورسره متحد شوي او د اسلام سره د دښمنۍ په يوه صف كې درېدلي دي. لکه چې پوهيږو د يهودو او نصاراوو ترمنځ اوږدې تاريخي دښمنۍ شته، خو سره له دې هم لوى څښتن فرمايي چې دوى يو له بله سره ملګري دي. يعني که څه هم د دوى نومونه او هدفونه بېل بېل دي، خو د اسلام او مسلمانانو سره په مقابله او جګړه كې خپلي دښمنۍ هېروي او يو د بل په ننګه او ملاتړ ټينګ ولاړ دي.

نو چې د رسول صلى الله عليه وسلم دښمنان په دې دښمني كې سره يوموټۍ کيږي، مسلمانان خو بايد هرو مرو يو د بل ملګري او دوستان شي. دلته د کافرانو او مسلمانانو ترمنځ په ملګرتيا او دوستي كې ستر او بنسټيز توپير شته. د کفارو دوستي پر تعصب او د نفس پر هوا او مادي ګټو ولاړه ده. د دوى د دوستۍ اړيکي او توافق پر باطلو دى، خو د حق د پلويانو دوستي پر حق او حقيقت ولاړه ده. دوى د حق او حقيقت په لار كې يو د بل دوستان دي. له دې امله دى چې که له دوى څخه څوک د حق له لاري واوړي د حق د پلويانو سره يې د دوستۍ اړيکي شليږي. دغه راز که کوم څوک په کومه تېروتنه اخته شي د هغه سره د مسلمانانو دوستي د هغه په تېروتنه كې موافقه نه بلل کيږي. په دې توګه بايد وويل شي چې د مسلمانانو يو له بله دوستي هماغه نبوي دوستي ده چې پر بصيرت ولاړه ده، نه پر ړانده تعصب او نفساني هيلو او غوښتنو. او له دې دوستۍ څخه په هر مهال کي، په تېره د نړۍ په اوسنيو شرايطو كې هيڅ چاره نسته. لوى څښتن فرمايي:

{ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ (4) } سوره الصف.

ژباړه: بېشکه الله هغه خلک خوښوي چې د هغه په لار كې په داسې شان صف تړلي جنګيږي چې ګواکي هغوى د يوې ودانۍ يو ټينګ کړى شوى دېوال دى.

آيا په دې هکله تر دې وصف او تشبيه بله غوره ستاينه کېداى شي؟ په ټينګه جوړه شوې ودانۍ (بنيان مرصوص) كې خوهيڅ داسې درز او سورى نه وي چې د يرغل کوونکى دښمن د ورننوتلو او نفوذ کولو وېره او خطره دي وي.

رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:

« الْمُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا ثُمَّ شَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِه» (دغه حديث په بخاري كې په کتاب المظالم، باب نصر المظلوم كې په ٢٤٤٦ شمېره او په مسلم كې په کتاب البر والصلة، باب تراحم المؤمنين كې په ٦٤٨٠ شمېره روايت شوى دى.

ژباړه: يو مسلمان بل مسلمان ته د ودانۍ د اجزاوو غوندي دى، يعني ټول د يوې ودانۍ حکم لري، چې ځيني ځينو نورته ځواک او ټينګښت ور په برخه کوي. بيا هغه صلى الله عليه وسلم مسلمانانو ته د يوله بل سره د مرستي کولود ښوولو په دود د دواړو لاسونو ګوتي يو له بله سره کښېايسې.

نو پر دې بنسټ لازمه ده چې مسلمانان د يو بل سره په شخړو اخته نه شي او يو د بل ګرالبو ته ور حمله نه کړي. ځکه پر مسلمانانو باندي نني راغلي او تپل شوي ناوړه او ځپونکي شرايط د ټولو مسلمانانو د ټينګ يووالي او اتحاد غوښتنه کوي. درسته ده چې موږ به په ځينو فقهي او علمي مسايلو او د دعوت او جهاد په لارو چاروکي ځيني اختلافات سره لرو او هيوادونه به مو يو له بله ليري او سره بېل وي، خو دا جزوي اوفرعي مسايل نه بايد چې زمو د تفرقې، بېلتون او کرکوموجبات را منځ ته کړي. په خپلو كې په شخړو، ناندريواو دښمنيو اخته شو او په دې توګه کفارو ته پر خپلو ځانونو او هيوادونو باندي د تېري، واک او ښکېلاک لاراواره کړو.

آيا د مسلمانانو يو له بله شخړي د لوى څښتن له هغه حکمت څخه چې امر يې په کړى دى، مخالف کار نه دى؟ آيا دا ښه کار دى او دا د لوى څښتن د حکمت سره سم باله شي چې مثلاً مسلمانان، دعوتګران او مصلحين د رسول صلى الله عليه وسلم د يوه سنت يا کومي فقهي مسألې په هکله په مخالفتونو او مشاجرواخته وي؟ او د کفارو او د هغو د لاسپوڅو له ډول ډول دسايسو، تېريو، فجايعو، ورانيو او ډېرو نورو شومو موخو او اهدافو څخه يې پام بلي خواته اوښتى وي. يا زموږ ډېرى علما ګردسره په رڼو سترګو بېده غوندي او شي او د رسول صلى الله عليه وسلم د دښمنانو د ډول ډول توطئو او مظالمو پر ضد پټه خوله اوسي او هيڅ نه وايي؟ د چا خبره چوپان بيده وي او شرمښ په رمه ګډ شوى وى؟!

دوهمه ملاحظه:

د اسلام تحريف

په دې هکله له ډېر پخوا څخه نړيواله توطئه په لاره اچول شوې ده. دا توطئه د ځينو د تصور په خلاف نوې نه ده، بلکي اوس يې نوې بڼه اخيستې ده او د نوو اسلوبو او نوو ابعادو سره د اسلام پر ضد لورى ورکول شوى دى.

دا د اسلام پر ضد د ډله ييزو رسنيو جګړه ده. دا جګړه د دې رسنيو د څښتنانو، کارکوونکو او هغو کسانو چې حق مسخ کوي او د باطلو جامې په اغوندي او باطلو ته د حق لباس ور په تن کوي، د ښکلو الفاظواو رنګينواو خوندورو عبارتونو په مټ پر مخ بېول کيږي. د لوى څښتن دې وينا ته يوځل بيا پام وکړئ:

{ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا (112) } سوره الأنعام.

ژباړه: موږ هر پيغمبر ته هم له انسانانو څخه او هم له پېرانانو څخه داسې دښمنان پيدا کړي دي چې شيطانان دي. او تل يو بل ته د غولونې او تېر ايستني لپاره ښکلې خبرې رسوي.

دغه آيت د هغو هلو ځلو په هکله څرګندونې کوي چې باطل پالي يې د خپلو باطلو د غوره او ښکلي ښولو او د حق د بد رنګه او په مسخ شوې توګه د ښکاره کولو په موخه په لاره اچوي.

د نړيوالو رسنيو په کار بوختو کسانو د دغي توطئې د يوې برخي په توګه پرمسلمانانو باندي د بنسټ پالو، سخت دريزو، تندلارو او داسې نورو نومونه ايښي دي او د اسلامي هيوادونو د رسنيو چلوونکي يې په دې چاره كې پېښې او تقليد کوي او دغه الفاظ مسلمانانو ته د ورځنيو معمولوالفاظو په څېر کاروي. چې په دې ډول کفار حق باطل او باطل حق ايسوي او دا نور يې په دې ناروا نومونواوتورونو کارولو سره مرسته کوي.

د دې توطئې بله برخه د شعر او ادب او نورو ادبي او هنري ډولونو (ژانرونو) په هکله ده: په ډېرو اسلامي هيوادونو كې شعر، ادب او هنر د رغښت او جوړښت پر ځاى د ورانۍ او تخريب، د غرايزو د پاروني، د ناوړوجنسي مسايلو د ښه او سم ايسوني او د اسلامي اخلاقو او دودونو په وړاندې د بغاوت لپاره په کار لوېدلي دي. دغه وسايل او ورسره جوخت په زياته کچه ډول ډول فلمونه، ډرامې، پر له پسې خپرېدونکي سريالونه او داسې ډېر نور، په تېره د شعر هغه ډول ډول ټولګي چې حق بد رنګه او باطل ښکلى ايسوى د اسلام په وړاندي د کفارو د نړيوالي توطئې د ډېرو چالاکو پلي کوونکو په پټو لاسونواو په خورا ډېرو لګښتونوپه اسلامي هيوادونو كې په پرله پسې توګه خپريږي او دوديږي.

ويناوې او کلمات د پيغمبرانو او د هغو د دښمنانو په جګړه كې ډېر خطرناک ډګر جوړوي. څنګه چې د حق کلمه ډېر ستر اغېز لري، په مقابل كې يې د باطل کلمه هم له زيات تاثير څخه برخمنه ده. باطل پال خپل باطل په ښکلواو خوندورو عباراتو او خوږو کلمانو پسولي، او کوم کسان چې په دې منځ خالي خو په ظاهري ځلا اوښکلا شينګار شوو توکو غوليږي، لوى څښتن يې په هکله فرمايي:

{ وَلِتَصْغَى إِلَيْهِ أَفْئِدَةُ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ وَلِيَرْضَوْهُ وَلِيَقْتَرِفُواْ مَا هُم مُّقْتَرِفُونَ (113) } سوره الأنعام.

ژباړه: کوم کسان چې پر آخرت ايمان نه لري د هغو زړونه د دې غولوونکي ښکلا پر لوري مايل وي او په خوښ شي او د هغو ناوړو چارو په ترسره کولو لاس پوري کړي چې هغوى يې کول غواړي.

البته دغه شيان هله دوديږي چې روحي او عقلي تشه شتون ولري. په دغسي شرايطوکي وګړي د دغسي منځ خالي، خوږلوړو خبرو منلو ته خورا جوړ او چمتو وي. خو که په خلکو كې د حق پالني او د حق او باطل د بېلولواسلامي شعور او ويښتيا وي هيڅکله به هم د دغسي خبرو تراغېزي لاندي را نه شي.

له دغه ځايه دى چې ټينګار کيږي چې د اسلام د رسالت حاملين اړ دي چې له ډله ييزو رسنيو څخه ګته واخلي او حق ته د بلني او د هغه د ملاتړاو خپروني او په فضايلو او اخلاقود وګړو د ټولو طبقاتو د پسولني په چارو كې له دروواړو لوستنيو، ليدنيو او اورېدنيو (چاپي او سمعي او بصري) وسايلو څخه کار واخلي. دغه راز اسلامي بلونکي اړ دي چې له ادبي وسايلو، لکه کسې، مقالې، قصيدې او داسې نورو څخه خلکو ته د دعوت په چارو او د حق په رسونه كې وړ ګټه واخلي. درسته ده چې علمي لوستونه (لکچرونه) او درسونه او ويناوي او خطابې او موعظې ګتوري دي او په اغېز كې يې هيڅ شک نسته، خودا يوازني وسايل نه بلل کيږي. په ټولنه كې د وګړو داسې ډلي هم شته چې ښايي حق يې غوږونو ته په نوروسايلو ورسول شي. حق بايد تر وسه وسه د هرچا غوږ ته ورسول شي. لوى څښتن د کلمې په برخه كې د جګړې طريقه څرګندوي او فرمايي:

{ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء (24) تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (25) وَمَثلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ (26) } سوره إبراهيم.

ژباړه: آيا ته نه ګورې چې الله د سپېڅلي خبري(کلمې) مثال کوم شى ښوولى دى؟ د هغې مثال داسې دى لکه يوه ښه ونه، چې جرړي يې په ځمكه كې ښخي شوي دي او ښاخلې يې تر آسمانه رسېدلي دي. هغه په هر وخت كې د خپل څښتن په حکم خپلي ميوې راوړي. دا مثالونه الله د دې لپاره بيانوي چې خلک درس ځني واخلي. او د ناولي کلمې مثال د يوې ناکاري وني په څېر دى، چې د ځمكې له مخه ايستل شوې اوغورځول کيږي، د هغې لپاره هيڅ ثبات نسته.

نو څرګنده شوه چې سپېڅلي کلمات د ناولو کلمو بېخ ورکاږي او بايد سپېڅلي کلمې په هر ډګر او په هره وسيله سره بيان شي، څوخپل اغېز وښندي.

درېمه ملاحظه:

د حق د ثبات، رسوخ او برياليتوب او د باطل د له منځه تلو په هکله ده. البته دا يوه څرګنده او روښانه خبره ده. لوى څښتن فرمايي:

{ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا (31) } سوره الفرقان.

ژباړه: موږ دغسي مجرمان د هر پيغمبر دښمنان ګرځولي دي اوستا لپاره ستا رب لارښوونکى او مرستندوى کافي دى.

دا چې فرمايي: { وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا} (اوستا لپاره ستا رب لارښوونکى او مرستندوى کافي دى). دا دې ته اشاره ده چې لوى څښتن هدايت منونکي او پر سمه لاره تلونکي کسان په خپله مرسته او تاييد سره بريالي کوي او ساتي يې. د لوى څښتن وينا ده:

{وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نِبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ } سوره الأنعام.

ژباړه: موږ هر پيغمبر ته هم له انسانانو څخه او هم له پېرانانو څخه داسې دښمنان پيدا کړي دي چې شيطانان دي.

ورپسې فرمايي:

{ وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ … (115) } سوره الأنعام.

ژباړه: ستا د رب وينا د رشتينولۍ او عدالت په اعتبار بشړه ده، هيڅوک د هغه د ويناوو بدلوونکى نه دى او هغه د هرڅه ښه اورېدونکى او په هرڅه ښه پوهېدونکى دى.

يعني لوى څښتن د پېښو او واقعاتو په اخبار او بيانولو كې رشتينى دى او په احکامو او مسايلو كې عادل دى.

په درېيم آيت كې فرمايي:

{ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء (24) } سوره إبراهيم.

ژباړه: آيا ته نه ګورې چې الله د سپېڅلي خبري(کلمې) مثال کوم شى ښوولى دى؟ د هغې مثال داسې دى لکه يوه ښه ونه، چې جرړي يې په ځمكه كې ښخي شوي دي او ښاخلې يې تر آسمانه رسېدلي دي.

او کله چې د پليتي کلمې مثال بيانوي فرمايي:

{ وَمَثلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ (26) } سوره إبراهيم.

ژباړه: او د ناولي کلمې مثال د يوې ناکاري وني په څېر دى، چې د ځمكې له مخه ايستل شوې اوغورځول کيږي، د هغې لپاره هيڅ ثبات نسته.

بيا فرمايي:

{ يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ (27) } سوره إبراهيم.

ژباړه: الله ايمان راوړونکي د د ې دنيا په ژوند او په آخرت كې په درستوخبرو سره پياوړي کوي.

داچي رسول صلى الله عليه وسلم د حق پلويان” الطائفة المنصورة “ بللې ده، په دې كې اشاره ده چې په نهايت کي؛ په لنډ وخت كې وي که پس له ډېره مهال نصر او ملاتړد دوى ملګرى دى.

او دا چې لوى څښتن فرمايي چي:

{ الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ… (76) } سوره النساء. (کومو خلکو چې د ايمان لاره غوره کړې ده، هغوى د الله په لاره كې جنګيږي او کومو کسانو چې د کفر لاره غوره کړې ده، هغوى د طاغوت په لاره جنګيږي). دا د حق او باطل د خصومت يوه نمونه ده. او خصومت هم فکري وي او هم د جګړې په ډګر کي. له دې امله د پورتني آيت په وروستۍ برخه كې لوى څښتن فرمايي:

{ فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا (76) } سوره النساء.

ژباړه: د شيطان د دوستانو سره وجنګېږئ. باور ولرئ چې د شيطان دسيسې په حقيقت كې ډيري کمزوري دي.

يعني د طاغوتي موخو لپاره فکري جګړې، حيلې او مکرونه کمزوري دي. د طاغوتانو او طاغوت پالو د ظاهري اسبابوله ډېرښت او د هغو د شمېر له زياتوالي څخه مه ډارېږئ.

له دې امله موږ په باور اوغوڅه توګه وايو چې کله د حق او باطل ترمنځ د رشتيانۍ جګړې وار راسي او د حق ملاتړي او مدافعان جګړې ته ورودانګي نو وروستى برى هرومرو د دوى دى. په دې هکله د دې آيتونو څرګندونو ته پام وکړئ:

{ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ(128)} سوره الأعراف، (او وروستى برى د هغو دى چې له لوى څښتن څخه بيريږي).

{ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى (132) } سوره طه. (او په پاى كې برى د پرهېزګارۍ دى).

{ وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ (105) } سوره الأنبياء. (موږ په زبور كې تر نصيحت وروسته ليکلي دي چې د ځمكې وارثان به زموږ غوره بنده ګان وي).

څلورمه ملاحظه:

دغه برى چې لوى څښتن يې ژمنه کړې ده داسې چاره نه ده چې د لوى څښتن په قضا او قدر، د انسانانو له هلو ځلو پرته ورپه برخه کيږي. لوى څښتن فرمايي:

{ ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاء اللَّهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ (4) } سوره محمد.

ژباړه: دغه دى ستاسې د کولو کار(او هغه په پام كې ونيسئ). که الله غوښتي واى نو پخپله به يې له هغو څخه غچ اخيستى واى (بېله دې چې تاسې وجنګېږئ)، خوهغه غواړي چې تاسې يو د بل په وسيله وازمايي.

لوى څښتن ملايکي داسې پيدا کړي دي چې د هغه له امره سرکښي نه کوي او هرڅه چې هغه ورته فرمايي ترسره کوي يې. رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:

« إِنِّي أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ وَأَسْمَعُ مَا لَا تَسْمَعُونَ أَطَّتْ السَّمَاءُ وَحُقَّ لَهَا أَنْ تَئِطَّ مَا فِيهَا مَوْضِعُ أَرْبَعِ أَصَابِعَ إِلَّا وَمَلَكٌ وَاضِعٌ جَبْهَتَهُ سَاجِدًا لِلَّهِ » (دغه حديث ترمذي په کتاب الزهد، په في قول النبي صلى الله عليه وسلم باب كې په ٢٣١٢ شمېره اوابن ماجه په کتاب الزهد، باب الحزن والبکاء كې په ٤١٩٠ شمېره روايت کړى دى او علامه الباني په ” السلسلة الصحيحة، مختصرة “ کتاب كې صحيح بللى دى.

ژباړه: زه چې څه وينم تاسې يې نه وينئ. او څه چې زه اورم تاسې يې نه اورئ. آسمان په ساندو شو او حق لري چې وژاړي. په لوى څښتن لوړم چې په آسمانونو كې د څلورو ګوتو ځاى نسته، مګر چې په هغه كې ملايکي خداى ته سر په سجده او انقياد ايښى وي.

لوى څښتن ملايکي د هغه د امر د منلو او سر کښۍ نه کولو په صفت پسوللي پيدا کړي دي. خو انسان يې د حق او باطل د جګړې په ډګر كې درولى دى. له دې امله فرمايي:

{ وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلاَ يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ(118) إِلاَّ مَن رَّحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ … (119) } سوره هود.

ژباړه: که ستا پروردګارغوښتلاى نو ټول انسانان يې يوه ډله ګرځولاى شول. خو دوى به پرله پسې پر بېلو بېلو لارو تل روان پاته شي. او له لار ورکېدو څخه به يوازي هغه خلک وژغورل شي چې ستا رب رحم پر فرمايلى دى، او دوى يې د دې لپاره پيدا کړي دي.

نو لوى څښتن وغوښتل چې بشر داسې پيدا کړي، چې کېداى شي پر سمه لار روان شي او کېداى شي بې لاري شي، څو په دې ازميښت او ابتلا سره هغه حکمت تحقق ومومي چې يوازي همدا لوى څښتن په پوهيږي. پر دې بنسټ دا برى کومه داسې باد راوړې ولجه (غنيمت) نه ده چې انسان دې بېله څه بيې ترلاسه کړي. بلکي د هغه د ترلاسه کولو لپاره صبر او جهاد ته اړتياده. لکه د باطلو پلويان چې منډي ترړي وهي او زيارونه ګالي، د خير پلويان هم بايد دغسي وکړي. لوى څښتن فرمايي:

{ وَلاَ تَهِنُواْ فِي ابْتِغَاء الْقَوْمِ إِن تَكُونُواْ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ (104) } سوره النساء.

ژباړه: د کفارو په تعقيبولو او جګړه كې سستي مه کوئ. که تاسې کړاو ګالئ، نو هغوى هم ستاسې غوندي کړاو ګالي او تاسې له الله څخه د هغه څه هيله من ياست چې هغوى يې هيله من نه دي.

نو هغسي هلي ځلي چې د باطل پلويان يې کوي بايد د خير پلويان هم د هغو په وړاندي ترسره کړي. البته تر خپله وسه. ځکه بنده تر خپله وسه پړ دى. او لوى څښتن فرمايي:

{ لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا (286) } سوره البقرة.

ژباړه: الله هيڅ نفس ته د هغه تر وس پورته مسؤوليت نه متوجه کوي.

انسان بايد فکر ونه کړي چې د باطل پالو سره د جګړې اومبارزې لارپه ګلانو فرش ده. بايد فکر وکړي چې پيغمبران (ع) په دې لار كې د څونو خنډونو سره مخامخ شوي دي. له هغو څخه څوک وزورول شول، څوک له وطنه وايستل شول او د ځينو سره نوري ډول ډول نادودي تر سره شوې. ان چې ورقه بن نوفل رسول صلى الله عليه وسلم ته وويل: کاشکي زه تر هغه مهاله چې ته ستا قوم له مکې ايستلاى، ژوندى واى. رسول صلى الله عليه وسلم ورته وويل: آيا هغوى ما له خپله وطنه باسي؟ ورقه ورته وويل: هو، هر چا چې ستا غوندي څه راوړي دي، قوم يې دښمني ورسره کړې ده. که په دغسي ورځ زه ژوندى وم، زه به لکه څنګه چې ښايي هغسي مرسته ورسره وکړم.(بخاري اومسلم). دغسي هم وسوه. رسول صلى الله عليه وسلم يې له مکې وايست. کله چې هغه له ګرومه په ډک زړه له مکې څخه وتى په حزوره نومي ځاى كې ودرېدى او په داسې حال كې چې سترګي يې له اوښکو ډکي وې مکې مکرمې ته يې خطاب كې وويل:

« وَاللَّهِ إِنَّكِ لَخَيْرُ أَرْضِ اللَّهِ وَأَحَبُّ أَرْضِ اللَّهِ إِلَى اللَّهِ وَلَوْلَا أَنِّي أُخْرِجْتُ مِنْكِ مَا خَرَجْتُ» (دغه حديث ترمذي په کتاب المناقب، باب فضل مکة په ٣٩٢٥ شمېره او ابن ماجه په کتاب المناسک، باب فضل مکة په ٣١٠٨ شمېره او نورو روايت کړى او ترمذي او الباني صحيح بللى دى).

ژباړه: په ريښتيا چې ته د خداى ډېره غوره مځكه يې، او د خداى ډېره خوښه مځكه يې، او كه زه له تا څخه په وتلو نه واى اړسوى، زه به لتا څخه نه واى وتلى.

څرګنده ده چې لار ډېره اغزنه او کږلېچنه ده، سفر يې له ستونزو او کړاوونو ډک دى او د اسلام له لارويانو څخه د تل ترتله جهاد او مبارزې غوښتنه کوي. خو لوى څښتن د دې جهاد ملاتړ کوي او له دې امله دى چې وايي:

{ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ (104) } سوره النساء.

ژباړه: او تاسې له الله څخه د هغه څه هيله من ياست چې هغوى يې هيله من نه دي.

دغه راز لوى څښتن په دې جهاد كې برکت ايږدي، که څه هم جهادي هلي ځلي لږ وي. مهمه داده چې انسان په دې لار كې تر خپله وسه تلاښ وکړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب