کوم کارونه بدعت دي؟ بیلګې یې

۱- سوال :مړو ته د ثواب رسولو جايزه طريقه رسول د ثواب روح د مړي ته څنګه ده.
ځواب : رسول د ثواب روح د بزرګانو او عامو مؤمنانو ته کار دخير او موجب د اجر دی مګر د ورځې ،نيټې ،دريمه ،څلويښتمه ،کال اوغيره مقررول نه دي په کار ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۱صفحه ۴۷ ).
۲- سوال : د جنازې د لمانځه نه پس امام خلکو ته وايې چې دری ځله قل هو الله ووايې او ثواب يې دغه مړی ته وبښﺉ دا کار شرعاً څنګه دی ؟
ځواب : اقوال وبه نستعين صحيح ده خو عالم صيب ته ددی د فرمان څه ضرورت نشته او دصحابو او تابعينو او امامانو د دين نه دا عمل ثابت نه دی، د جنازی لمونځ کافی دی ولکم فی رسول الله اسوة حسنه والله اعلم (حواله سابق ۴۷ص )
۳- سوال : د فرض لمانځه نه پس په سجده پريوتل او دعا غوښتل څنګه دی ؟
د داسې سجدی نه منع کړشوی ده په درالمختار کې دی ولکنها يکره بعد الصواة لان الجهلا ،يعتقدونها سنة او واجبة والله اعلم (حواله سابق ).
۴- سوال : د کوم بزرګ د پښو ښکلول څنګه دی په دلايلو یې ځواب راکړﺉ.
ځواب : غوره او راجحه د پښو نه ښکلول دي په ځنو صورتونو کې د سجدی سره مشابه کيږي او ښکلول دعلماوو او مشائخود ځمکې پر مخ حرام او ګناه کبيره ده بلکه بعضي فقهاؤ پدې حکم د کفر کړي دی .
قال فی الدرالمختار وکذا ما يفعلونه من تقبيل الارض بين يدی علماء والعظماء فحرام والفاعل والراضی به آثمان لانه يشبه عبادة الوثن وهل يکفران علی وجه العبادة والتعظيم – کفر وان علی وجه التحية لا وصار آثماً مرتکبا للکبيرة.
ژباړه : او کوم چې دوی يې کوي دځمکې پر مخ د ښکلو د علماوو او بزرګانو دا حرام دی او ددی فعل کونکی اوڅوک چې دا خوښوي او پرې رضا وي دواړه ګنهګار دی ځکه چې دا فعل مشابه دی د بت پرستی سره نو که چیرې په وجه د عبادت او تعظيم هغه په مخ د ځمکې د علماوو او بزرګانو ته سر ښکته کوی او ځمکه ښکلوي نو کافر کيږي او که په طريقه د سلام او تحيه وي نو کافر کيږي نه ولی مرتکب د ګناه کبيره ګرځي والله تعالی اعلم.
فتاوی دارالعلوم ديوبند (۳۶ صفحه دوهم جلد ).
۵- سوال : داولياء کرامو او نيکو خلکو دقبرونو ښکلول دهغه چاپیره طواف کول او تعظيماً سجده کول رواه دي ؟
ځواب : ټول حرام دي دا ټول د نصاراؤ او کفارو د پرستش طريقې دي (حواله سابق صفحه ۳۶ ).
۶- سوال : د مړې د ارواح لپاره د قرآنکريم د تلاوت دپاره د قاري اجاره کول رواه دي؟
داعمل بدعت دی او په دې عمل نه لوستونکي ته اونه هم مړي ته ثواب شته ځکه چې دا دنيا د کسب د پاره دی.
فتاوی البلدالحرام ابن عثيمين ص۲۲۲ او دې مطلب ته مو مخکې هم د فتاوی ديوبند په حواله اشاره کړي وه .
مګر که مخکې د څه منلو نه علاوه او دخپله انده څه پيسی ورکړل شي باک نه لري (کفايت المفتي ج ۲ ص ۱۴) .
۷- سوال : د قرآنکريم په تعليم (نورو ته ورښودلو) سره اجرت اخستل روا دي ؟
ځواب : هو په امامت او دقرآنکريم په تعليم اجرت احستل د متاخرينو احنافو په نزد روا دی (کفايت المفتي ج ۲ ص ۱۴ – ردالمختار ۵۵/۶ سعيد ) .
۸- سوال : تعزيه داری يا فاتحه خواني څه حکم لري ځنې خلک په جومات کې تعزيه ږدي دا څه حکم لري ؟.
ځواب :
د تعزيه دپاره د خلکو کيناستل او مجلس کول د هغوی استقبال کول په اسلام کې هيڅ اصل نه لري
(فتاوی علماء البلدالحرام ۷/۳۴۲ ) .
تعزيه داری او مرثيه خواني په هر ځای کې چې وي حرام ګناه کبيره ده (فتاوي داالعلوم ديوبند ج۱ ص ۵۲ ) .
تعزيه داری چې په هندوستان کې هم رواج لري بالکل ناجايز ده په دې ځنې حرام ځنې شرک او ځنې افعال یې بدعت دی (کفايت المفتي ج ۱ ص ۲۷۱ – النبراس شرح العقائد ص ۱۵ مکتبه امداديه ملتان )
۹- سوال : پير ته د سجدې کولو حکم څه دی که څوک يې منع کړي نو وايې چه سجده تحيه روا ده ؟

ځواب : سجده کول خپل پير يا بل چاته سوا د خدای (ج) نه حرام دی قال فی در المختار فی قول سابق (سوال ۴-)  ژباړه :او کوم چې دوی يې کوي دځمکې پر مخ د ښکلو د علماوو او بزرګانو دا حرام دی او ددی فعل کونکی اوڅوک چې دا خوښوي او پرې رضا وي دواړه ګنهګار دی ځکه چې دا فعل مشابه دی د بت پرستی سره نو که چیرې په وجه د عبادت او تعظيم هغه په مخ د ځمکې د علماوو او بزرګانو ته سر ښکته کوی او ځمکه ښکلوي نو کافر کيږي او که په طريقه د سلام او تحيه وي نو کافر کيږي نه ولی مرتکب د ګناه کبيره ګرځي والله تعالی اعلم .

فتاوی دارالعلوم ديوبند (۳۶ صفحه دوهم جلد )
۱۰- سوال : په ځنو ځايونو کې د مړې خښولو په وخت کې آذان لوستل کيږي ددی حکم څه دی ؟
دا کار بدعت دی په اسلام کې هيڅ اصل نه لري (۴۹ ص )
۱۱- سوال : په جومات کې د رسول الله د زيارت تصوير څړول څه حکم لري دلته په کلمبيا کې د احنافو په جومات کې د جومات ښی لور ته د رسول الله ص د زيارت عکس ځوړند دی په دې اړه شرعی حکم څه دی ؟
ځواب : په جومات کې د رسول الله د زيارت تصوير ځوړول بدعت دی ځکه چې دا عمل نه د صحابوو اونه د تابعينو او نه د نورو خيرالقرون په دور کې چې د رسول الله ص بې حده محبت لرلو نه دی ثابت شوی .بلدالحرام ۱/۳۰۲-۳۰۴ ).
۱۲- سوال : په غير الله قسم کول شرک دی؟

ځواب : غير د الله تعالی څخه ما سوا په بزرګ ولي يا هر څوک چې وي حرام او شرک دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب