د حضرت عمر (رض)عدل

له  ابوموسى اشعري رضي الله عنه  سره په جهاد کي يو سړى ملګرى وو ،  دوى يوه سيمه فتحه کړه  او  ډېر غنيمتونه ئې لاسه ته راوړل. ابوموسى رضي الله عنه  هغه کس ته د هغه له برخي څخه لږ  ورکړل، هغه انکار وکړ  وې ويل: يا پوره برخه راکړه او ياداهم در واخله ! ابوموسى رضي الله عنه  هغه په دوره و واهه او بيائې سر  ور وخر وئ، هغه خپل ورېښتان را ټول کړل سيده حضرت عمر رضي الله عنه  ته راغى او هغه ئې پر سينه په خپلو ورېښتانو وويشت، حضرت عمر رضي الله عنه  پوښتنه ورڅخه وکړه  چي څه خبره ده؟ هغه ورته ټوله کيسه وکړه؛ حضرت عمر رضي الله عنه  ابوموسى رضي الله عنه  ته ليک واستاوه او داسي ئې ورته وليکل: سلام عليک اما بعد! فلاني د فلاني زوى ماته ټوله کيسه وکړه ، زه تاته په کلکه وايم چي: که داسړى دي د خلکو په وړاندي وهلى وي؛ نو ته هم د خلکو تر مخ  ورته کښېنه چي بدل درڅه واخلي!ابوموسى رضي الله عنه  ته چي ليک ورغى نو د بدل ورکولو له پاره هغه سړي ته کښېناست، هغه ورته وويل: ځه! ما د خداى له پاره بخښلى ئې.

مأخذ: نداء القرآن مجله

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب