د حج سنتونه کوم دي؟
د حج سنتونه:
۱. افراد افاقي حج کوونکي او قارن لپاره طواف قدوم کول .
۲. طواف قدوم کې رمل کول، او که طواف قدوم کې رمل ونه کړي بیا به يې طواف زیارت یا طواف وداع کې کوي .
۳. د امام لخوا درې خطبې لوستل، لومړۍ خطبه مکه مکرمه کې د ذالحجې په اوومه، دويمه دعرفات په میدان مسجد نمره کې دذوالحجې په نهمه، د لمونځونو له جمع کولو نه مخکې، او درېمه د ذوالحجې په لسمه په منی کې.
۴. د ذوالحجې نهمه شپه په منی کې تېرول .
۵. دذوالحجې د نهمې له لمر ختلو وروسته عرفات ته تلل .
۶. له امام وروسته له منی څخه عرفات ته تلل.
۷. عرفات کې غسل کول .
۸. عرفات نه وروسته په مزدلفه کې شپه تېرول .
۹. د منی د ورځو شپې په منی کې تېرول .
۱۰. منی نه دستنېدو پرمهال “محصب” ناو کې دیوې ګړۍ لپاره تمېدل.([13])
يادونه : دا د حج سنتونه دي، له دې نه علاوه دحج نورې کړنې خپل سنتونه هم لري ، لکه : دطواف،سعي یا په عرفات کې د ودرېدلو سنتونه.([14])
د حج د سنتونو حکم
د حج د سنتونو ادا کول د ثواب لامل دي، او په لوی لاس یې پرېښودل ګناه ده؛ خو په پرېښودلو یې نه حج فاسدیږي او نه دم لازمېږي.([15])