د حجاب په اړه څو لنډې جملې

۱ ـــ حجاب یانې زه د هوس او وسوسې په انتي وایروس سمبال یم.

۲ ـــ خپلو زلفو ته ورزده کړه، چې بهر د لیدلو ارزښت نه لري.

۳ ـــ حجاب نیم ایمان دی.

۴ ـــ د مسلمانې ښځې اصیلتوب د هغې پاک لمني ده، چې حجاب یې تر ټولو مهم رکن دی.

۵ ـــ اې ښځو خپلو ښکلا مه څرګندوئ، مګر د خپل محرم له پاره.

۶ ـــ حجاب د ککړ لید له غشي سره د مقابلې واکسین دی.

۷ ـــ حجاب هغه ټینګ مرچل دی، چې ښځه د شیطان صفته نرانو له کتلو څخه خوندي کوي.

۸ ـــ حجاب د پاک لمنۍ د ګل ښه بوی لرونکی بوټی دی. حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت.

۹ ـــ حجاب یانې د پاک لمنې ښځې حیا.

۱۰ ـــ د ښځې بې حجابي د نر د بې غیرتۍ له امله ده.

۱۱ ـــ څوک چې پاک لمنې وي، نو ارزښت او مقام به یې لوړ شي.

۱۲ ـــ حجاب د ښځې خوندي پټنځای دی.

۱۳ ـــ حجاب د ښځې د وقار او ویاړ ښکارندویي کوي.

۱۴ ـــ حجاب ښځه د معنویت لوړ مقام ته رسوي.

۱۵ ـــ حجاب د ښځې د کمال او ارزښت سر چینه ده.

۱۶ ـــ حجاب د ښېګڼو د راښکون ځواک او له تېروتنو او غلطیو څخه د مخنیو ي قوه ده.

۱۷ ـــ حجاب د ښېګڼو او سپېڅلتیا مور ده.

۱۸ ـــ حجاب نه پرېږدي، چې ټولنه په فساد باندې اخته شي.

۱۹ ـــ حجاب مساوي کېږي د ټولنیزو زیانونو له کمښت سره.

۲۰ ـــ حجاب د ښکلا او ستروالي د دوام ضمانت کوي.

۲۱ ـــ د انسانیت مرغلره، تل په حجاب کې ولټوه.

۲۲ ـــ درنې خورې د خپلو وینو سور والی مې ستا تور حجاب ته په امانت پرېښود.          ( د شهید پیغام ).

۲۳ ـــ حجاب هغه کلکه وسله ده، چې په هغې سره ښځه کولای شي، له خپلو حقوقو او ارزښتونو څخه دفاع وکړي.

۲۴ ـــ درنو خویندو! ستاسو حجاب زما د سرو وینو په پرتله ډېر ځپونکی دی ( د شهید وصیت).

۲۵ ـــ له حجاب سره ښکلي اوسېدل تجربه کړئ.

۲۶ ـــ حجاب یو فرهنګ دی، چې شهیدان هم پرې ویاړي.

۲۷ ـــ حجاب دومره ارزښت لري، لکه اوبه.

۲۸ ـــ حجاب د انسان د شخصیت نښه ده.

۲۹ ـــ درنې خورې! ستا حجاب ارزښت دی، نه بانه.

۳۰ ـــ حجاب د الله (ج) له لوري ښځې ته یوه ښکلې ډالۍ ده.

ژباړه: عطا محمد میاخېل

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب