اخلاقسیرت النبي مقالې

د جهاد په میدان کې نبوي اخلاق!

 

اسلام یو کامل دین دی، چې په هر حالت کې یې مونږ ته وقت سره مناسبې لارښونې رالېږلي او په عملي کولو یې مسلمان مکلف دی او د نه منلو او نه عملي کولو وخت کې انسان ته ملامتیا متوجه کېږي، غم، خوشحالي، نصرت، حزیمت….. او دا هر څه مونږ ته په نبوي سیرت کې جوت شوي دي.

د روژې په لسمه د چهار شنبې په ورځ له مازدیګر وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې فتحې او د شرک، کفر د ټغر د ټولو په موخه د لس زره کسیز لښکر سره له مدینې منورې و ووت، دا یو داسې د ایثار او قربانۍ والا لښکر و، چې په شاوخوا عربو کې مثال نه موندل کېده.

لنډه دا چې مکې ته نېزدې شول او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لښکر ته امر وکړ، چې له بېلابېلو لارو مکې ته داخل شئ. دغه ستر فاتح صلی الله علیه وسلم مکې ته په داسې حالت کې داخل شو، چې په اوښه سپور و د موته شهید زید بن حارثه رضی الله عنه زوی اسامه رضی الله عنه ورسره شاته ناست و ، تور پټکی یې په سر و، په ژبه یې د سورت فتح ایتونه تلاوت کول، خاکساري او عاجزي یې په بدن له ورایه ښکارېده، تواضع او عاجزي یې تر دې حده وه، چې سر مبارک یې دومره ټيټ کړی و، چې د پټکي ولونه یې کجاوې ته ورسېدل.

د جهاد په میدان د رسول الله صلی الله علیه وسلم همدا اخلاق و، چې په احد کې یې له ماتې وروسته الله جل جلاله ته رجوع او فتحه کې یې د رب شکر اداء کړ او تواضع یې هغه حد کې وه چې پورته مو ولوسته.

دا درس و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته ورکړ، چې د ماتې په صورت کې د ملامتیا په ځای رب ته رجوع وکړه او هم په فتحه کې د اتڼونو او له هغو خبرو چې د کبر بوی ترې ځي،ځان ترې وساته د رب حمد او د شکر سجدې اداء کړه.!

لیکنه: محمود الحسن

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close