آریانا ویجه (آریا ورته / آریا ورشه)- او پښتو

په خپل وار سره یو بل د آریائیانو اصیل آریائی غمی دپښتود ادبیاتو دتاریخ څخه را اخلم کوم چې،دهندو اروپائي ښاغلو ژب پوهانود هلوځلو په برکت د آریائیانو دتاریخ د ژور تل څخه راویستل شوی اودڅیړنیزو کتابونو په پاڼو کی یې دپیژندګلوئ وړ ګرځولی دی چې،هغه د آریانا ویجه « آریا ورسه» نوم دی کوم چې،ښاغلو ژب پوهانودانوم د آریائیانو دلرغوني ټاټوبي په نوم منلې دی .

 

دنوموړي نامه په اړوندلومړی دژبپوهانو او څیړونکو نظریات دځای دموقعیت او دنامه دڅرنګوالي او ماناپه هکله رااخلم او وروسته ئی دنوي نظر سره په پرتله کې څیړم .
(آریائیان ترخپریدلواو ډیریدلو د مخه په یوه ځای کې اوسیدل،چې دوی پخپله پخوانۍ ژبه «آریانا ویجو»
باله،یعنې د آریا مځکه یا د اصیلانواو نجیبانواو پاکزادانوهیواد) (1).

(وائی چې ددوی د هیواد هوا خورا ښه وه،مځکی ئی ډیرې اباتې،دوې میاشتی ئی پسرلی وو،نوری میاشتی به یخني وه مورخین په دی برخه کی ډیر سره مختلف دي چې ایا دغه «آریانا ویجه» چیري وو؛ ځينی وایی چې دتور سین شمالي غاړي دي ،بله ډله هسی ګڼي چې د خزر د ډنډ غاړي دي ،بله ډله هسی ګڼي چې د خزر دډنډ شرقي او شمالي غاړې د آریائیانو اصلي مرکزدي، خو ځنې پوهان دې ته هم تللي دي چې د آریائیانود توکم اصلي ځای دپامیر لوړې مځکۍ او داموسرچینې دي،په هر ډول دآریائي توکم اصلي ځای هر چیري چې وو ،خو په دوې هغه ځای تنګ سو،لکه په اوستا چې راوړي هغه مځکه یو په یوه سړه سوه چې،د خلقو د خوړو لپاره څه نه پکښی موندل کیده، نوځکه آریائی توکم له هغې مځکې لیږد (هجرت اوکوچ)وکړ،ددغه لیږد زمانه څلور زره کاله(ق،م)تخمین کیږي)(2).
(مګر په دی اواخرو کی ډیرو پوهانو دا منلې ده،چې دآریائیانو اصلي ټاټوبې دایشیا په مینځ کی د پامیر لوړې ته نږدی وو،چې د مختلفو اقوامو روایات او د آریائیانو دهجرت له لارو څخه هم دغه ثباتیږي.پرسي سایکس لیکي ،چې دا ځای د امو او ایګزارت په مینځ کی پروت و،چې دغه پامیراو بدخشان ته نژدې دی .ځنی پوهان دغه مځکه خوارزم ګڼي)  (3) .
( دي قدیم وطن او ټاټوبي ته دوې پخپله قدیمه ژبه (آرینه ویجه یا ویجو) (واج)ویله) (4).
(ګیګر المانی اوځینې نورغربي پوهان وایی چې دا (آرینه ویجه)په غرنیو ځمکوکی وه چې،په سیردریااو زر افشان او امواو بیده،او آریائیانو په دغو غرو کې ځانونه دتاتارو او نورو له حملو څخه خوندي کړي وو،او د (آریانه ویجو)دکلماتومعناداسې ده:دشریفانواو اصیلانوم ځکه یا دپاکزادانو ټاټوبی )(5).
(دغسې هم هندي آریائیانوهغه خپل پخوانۍ ټاټوبی (آریا ورته)یا (آریا ورشه)باله،چی معنائی هغه دآریامځکه یا ټاټوبی او داصیلو او ښاغلو هیواد ده)(6).
(لومړی پلا دا نوم په (منو سمهیتا)نومي کتاب کی راغلي دي ،دی( آریا ورته)دهمالیا او د بحیره عرب تر مینځ مځکې ګڼي(7).

(محقیقین وایی چې دا نوم هندي آریائیانوله پخوا او هغه وخته ورسره راوړی چی دوی له بخدي څخه نه وو خپاره سوې،خو ددی کلمې ادبي عمر دری پیړۍ قبل مسیح ته رسیږي)(8).
(آریا ورته-آریا ورشه هم بلله کیده،او لکه ولسون چی وایی معنایی د(ښاغلواو اصیلو ټاټوبی) ده .مګر هغه وخت چی دا نوم د هند آریائیانو ورسره یووړ،نوئی دونی خپورتیا پیدا کړه چی،پر پای کې پر ټول هند اطلاق سواو تر ویدي دوري ډیر راوروسته چی دبرهمنیانو مدنیت له څلورمې پیړۍ ، قبلالمسیح څخه په هند کی  شروع سو ،نو دوی بیا دغه(ورته- ورشه)واخیست اود ګنګاد رود غاړی ئی ( برهمنا ورته)هم وبللې چې له دغه څخه هم ددغې کلمې زوړ استعمال او ادبي نفو‌‌ذ ښکاره کیږي اودآریائیانویوه زړه او پخوانۍ کلمه ګڼل کیږي )(9).
تر دی ځایه پورې مونږ د پوهانو په نطریاتو چې د( آریا ورته –آریا ورشه-آریا ورسه)دمانا او مفهوم په هکله یی څرګندونۍ کړې دي وپوهیدو.
اوس چې مونږدنوموړي نامه د مانا اومفهوم دڅرنګوالي په هکله د پوهانو په نظریاتووپوهیدو،پر ځای به وي چې،په پشا ئي ژبه کې دا د( آریا ورته- آریا ورسه او آریا ورشه)د نامه د ما نا او مفهوم په اړوند دشنونکو اوڅ یړونکود نووڅیړنو او شننو لپاره ،خپل نوی نظر په لاندی ډول وړاندی کړم.

آریانا ویجه:

دا نوم په پشائي ژبه کې یو ترکیبي نوم دی چې،دا ډول ترکیبي نومونه په لرغوني آریائي ژبه کی ډیر دي. دا ترکیبي نومونه چې ،خورا زړه پورې اودانارو د دانو په شان یو د بل سره اوډل شوي او یو پر بل ولاړاو څنګ پر څنګ ایښودل شوي او یو خاص نظم يی رامینځ ته کړی دی، همدا نظم د اصلي آریائي ژبې په ټولوترکیبي نومونو کې لکه:«ویدا ،اوستا،آریانا ویجه ، آریانا او ح تیٌ ټول د ارب الاناع نومونه او نور…» نومونه د داسې ډول ترکیبونو څخه ډک اوښکلي جوړدي چې مه وایه،چې دا ډول ترکیبونه پخپله داصلي آریائي ژبې دادبي کمال او سترتیا یوه ځلانده بیلګه ده چې،د (پشائي)ننۍ پاتي ډنګره ژبه ئې ټول تت او تورتم ګوډونه ورته رڼوي او دا په ډاګه کوي چې اصلي آریائي ژبه « آریک» لا تر اوسه پوری زمونږ په ګلان  اولرغوني هیواد افغانستان کې ژوندۍ ده چې، دتاریخ د زرګونو کلونوپه تیر بهیرکې یی ټوله مزه له مینځه نده تللې او بی خونده شوې نده کوم چې، ددی لارې ژب پوهانو او څیړونکوپري شنني کړې دي . دانومونه دادبي مزو ډک دي ، پخپله دا ترکیبونه د آصلي آریائي ژبی د لوړ ادب او په خپل وخت کې د بی څاري ښکلې او د ښکلو سمبولونولرونکۍ ژبې په توګه خپل ځان ژب پوهانواو ادب پوهانو ته څرګندوي ، چې په خپل وار سره به تر ډیره ځایه پورې ډیر آریکي ترکیبي نومونه به د ښاغلو ژب پوهو څیړونکو او شنونکو د قناعت لپاره یو دبل پسې تشریح،توضیح اوکه د خدای رضا وي دا ترکیبي قفل نومونه به د (پشائي)ژبې د کلۍ په مرسته پرانستل شي .

your ads

څرنګه چې وویل شول چې،( آریانا ویجه)په پشائي ژبه کی یوه ترکیبي کلیمه ده ،چې په لومړي سرکی دا ترکیبي لرغونې آریائي نوم له دریو ټوټو څخه جوړشوی دی چی:
لومړۍ برخه ئی (آر- آری) د پشائي ژبۍ د(آریک) له مصدر څخه چی،( اوریدل- شنیدن)مانا لري د مفرد مخاطب لپاره په حال زمانه کی د( آر- آری / واوره- بشنو) فعل دی چې، ژب پوهانو دا نوم ښه پوره څیړلی  اوشاربلی وروسته ئی دانوم د رایو په اتفاق د(اصیل،شریف،نجیب؛زارع،کرګر،کرونکي او دهقان )په مفاهیمومانا کړی اومنلې دی.
همدا ډول که چیرې د آریانا ویجه دنامه د (آریانا)برخه د(آرینا)په بڼه ولیکو،نو مانائی(اوري/میشنوند) کیږي دنامه دوهمه برخه داسې ده.
آ – انا:دادپشائي ژبې یو ژوندې فعل دی چې دیادۍ شوې ژبې د( انيک/ وهل/زدن)له مصدر څخه د(ووهه /بزن)م انا لري.چې د لومړي او دوهم د په لاس راغلو افعالو څخه د ( آری / واوره ) او (انا / وواهه)افعال مونږته دا شکلونه په لاس راکوي (آری+انا/آریانا)او (واوره+وواهه)چې په دی صورت کې ددواړو دجمع څخه مونږ د(آریانا/واوره وواهه) په لاس راوړل چې د (آریا نا ویجه)د نامه دوه لومړنۍ برخې (آری  انا-آریانا)کټ مټ د لرغونۍ شکل سره په هر اړخیزډول یو شانته دي د عدالت د تلې دوه برخۍ (پلې) دي.
ب – ویجه :دا کلمه چې د پشائي ژبې د(ویجيک /ځاییدل/جای شدن)له مصدرڅخه په لاس راځي چی،(ویجه)د پشائي ژبې دمفرد مخاطب لپاره د(ځای شه/جای شو)مانا لري .
اوس که مونږدآریانا ویجه د ترکیبي نامه څخه په لاس راغلي د پشائي ژبې فعلونه او دهغوې ماناګانۍ یو د بل سره وتړو،نو مونږ ته دا لاندي ترکیبي نوم او دنامه ماناوې په لاس راځي چې،وروسته مونږ هغه د آریائیانو داصلي ټاټوبي د نامه سره چې (آریانا ویجه) دی دشکل او مانا له پلوه په پرتله کی ګورو او پرې قضاوت کوواوورته ګورو چې،د( پشائي) ژبي څخه په لاس راغلې ترکیبي نوم څنګه ښه او ښایسته ښکاري،کټ مټ د آریایانودلرغوني ټاټوبي (آریانا ویجه)په شان چې، هډو ورڅخه توپیرنلري په لاس راځي په لاندې ډول.

آرې /واوره/بشنو+ انا /وواهه/ بزن +ویجه/ځای شه/جای شو
اوس په لاس راغلي شکلونه او ماناګاني ټول یو د بل سره را جمع کوو او بیائی مساوات ته را باسولکه :

پشائي(اصلي آریائي) = آرې +انا +ویجه  = آرې انا ویجه (آریانا ویجه)
پـــــــــــــــــــــښتو =  واوره+وواهه +ځای شه=واوره وواهه ځای شه
دري  =    بشنو +  بزن  + جای شو= بشنو بزن جای شو

دا چې مونږ دلرغونو آریائیانو د لرغوني ټاټوبي نوم (آرینا ویجه) دلرغون پوهانو او ژب پوهانو دڅیړنیزوهلو ځلوعلمي پریکړه ومنو او لبیک ورته ووایو چې،(آریاناویجه)نوم دآریائیانود لومړنی ټاټوبی نوم دی . نو اوس چې مونږ دا د لرغونو آریائیانو تاریخي نوم (آریانا ویجه) په پشائي ژبه کې ددریو ځانګړو مصدرونود افعالوله ترکیب څخه کټ مټ په لاس راوړاو ماناګاني مو لا سربیره ورسره ولیکلې چې،د آریائیانو د خپل اصلي ټاټوبي د کوچیدو اود پراختیا غوښتنې او دخپلۍ سترې امپراتورۍ د جوړولو خصوصیات ټول په خپله غیږه کې رانغاړي . اوس نو د مخکښو ښاغلو او اغلو ژب څیړونکو خوښه چې اوس د په لاس راغلي د پشائي ژبي څخه په « آریانا ویجه» کوم نوم ږدي ؟؟
آیا دا په لاس راغلی د پشائي ژبي «آریانا ویجه – آری انا ویجه» هماغه دلرغونو آریائیانود اصلي ټاټوبي نوم (آریانا ویجه) ندی ګنې !!!!؟؟؟.

آیا دا نوم ترنن پورې د آریائیانو په خپل اصلي ټاټوبي د هندوکش دغرونو په سویل کی زمونږد ګران هیواد ننې افغانستان کی د پشائي وروڼو په ژبه کې ژوندی ندی ګنی!!!؟.
که چیرې دآریانا ویجه نوم د(آرینا ویجا)په ډول ولیکوچې دشکل له مخې د اصلي آریانا ویجه څخه دومره توپیر نلري خو د مانا له مخې سره توپیر لري چې په دی صورت کی د (آرینا ویجا )د(اوري ځائیږي) مانا لري. چې په هر حال د (آریاناویجه) او (آرینا ویجا)نومونه په نهائي تحلیل کې دشکل مانا اومفهوم له مخی یو اوبل ته سره ورته دي .
آریا ورته  –  آریا ورسه(آریا ورشه):
د آریا ورته دترکیبي نامه چې لومړۍ برخه ئې د (آریا)فعل دی د (آریک/اوریدل/شنیدن) له مصدر څخه په لاس راځي (10).
آریا ورته- آریا ورسه، نوم چې لرغونو هندي آریائیانو د آریانا ویجه دنامه پر وزن پر خپل ټاټوبي ایښودی وواولرغوني هندوستان ته ئی افتخاراً آریا ورته وایه او بیا وروسته ئی آریا ورسه باله ،په پشائي ژبه کې دواړه نومونه د(وْریک/ پا څیدل،پاڅول،پورته کول) له مصدرڅخه د ( وُرسٌه/ پاڅیږو)او د(ورده-ورته/پاڅ یږئ)ژوندي فعلونه دي ؛چې د( ورده )په فعل کې د « د » توری د «ت» په توري اوړي او د(ورده) څخه (ورته)جوړیږي چې مونږ ته د بحث وړفعل چې (ورته) دی په لاس راځي،چې دلرغوني(آریاورته)څخه هیڅ توپیرنه لري.اوهمدا ډول د(ت) توری په (س) توري هم اوړي او (س) په (ش)اوړي او په دی ډول د (آریاورته)څخه(آریاورسه او آریا ورشه)هم جوړیږي .دا وو د لرغونو آریائي کلماتو څرنګوالی او د آریانا ویجه ،آریا ورته،آریا ورسه او آریاورشه یو د بل سره مشابهت او له بله پلوه د نوموړو نومونوژوند او شته والې په لرغوني آریائي ژبه (پشائي) کې چی، هر پشائي ژبی پری همدا نن هم ښه پوهیږي اوس به نو ښاغلي ژب پوهان ووائی چې ایا دا نومونه اصلي آریائي د (آریک)اود (پشائي)ژبو نومونه نه دي؟ آیا دا نیم ژواندۍ پشائي ژبه ګنې اصیله آریائي ژبه (آریک) نه ده!!!؟؟؟؟ .
دا وو د اصلي آریائي ژبې د آریانا ویجه،آریا ورته ،آریا ورسه او د آریا ورشه ترکیبي نومونوپرتله د پشائي ژبې سره .
هیله ده چې ددی لارې څیړونکي او شنونکي ، دا بی ژبې لیکنه بیا په مرګ محکوم نه کړي اوله ویپ پاڼوله اډاني څخه ئي په خپل وچ زوربیرون ته ونه غورځوې او د ژوند څخه یی بی برخې نه کړي .

1-  دپښتو د ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک (19)
2- د پښتو د ادبیاتو تاریخ ————-( زور جالونوئی په 19)
3- 4 -5-دپښتو————————-(34)
6- د پښتو—————————-(35)
7-8——————————- (35)
9———————————-(36)
10———–بینوا ویپ پاڼه(آریک دآریائي ژبو مور یا انا26.04.2007 )

احمد جان ماڼو

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب