بیولوژيطب

د جنیتیک پلي کول، جنیتيکي درمل او واکسینونه

د جنیتیک پلي کول

مخکې له دې چې د جنیتیک د علم په پلي کولو او د انسانانو د ژوند په ښه والي کې د جنیتيک په اهمیت بحث وکړو، د جنیتيک د علم تعریف ته لنډه کتنه کوو. هغه علم چې له یوې حجرې څخه بلې حجرې ته، له والدینو څخه اولاد ته یا له یو نسل څخه بل نسل ته د بیولوژیکي معلوماتو لېږدونه څېړي، له وراثت څخه عبارت دی. هغه توپیرونه او ورته والی چې د والدینو او اولاد ترمنځه شته، منشا یې ارثي مواد دي او د وراثت علم دا مفهوم ښه واضح کوي.

لومړنی شخص چې یې وکړی شو د ارثي خواصو په لېږد باندې حاکم قوانین وپېژني، اتریشي راهب، ګریګوور منډل و، چې په ۱۸۶۶م کال کې دغه قوانین چې د مشنګ پر بوټي باندې د تجربو حاصل وو، وړاندې کړل. د منډل په نظریاتو باندې د هغه له مرګ څخه شل کاله وروسته خلک پوه شول او د منډل لاسته راوړنو د وراثت د ځوان علم د پرمختګ لپاره لار هواره کړه.

په جنیتیک انجینرۍ کې لومړني ګامونه

نن ورځ د وراثت دې ځوان علم ډېر پرمختګ کړی دی او د انسان په ژوند کې يې ډېر مثبت بدلونونه راوستي دي. ډېری ارثي ناروغۍ د جنیتيکي داکترانو لخوا تاداوي کېږي او د حیواناتو او نباتاتو ښه نسلونه د جنیتيک د ځوان علم له برکته ممکن شوي دي. په نږدې وختونو کې يې د انساني انسولینو د برابرولو لپاره له بکتریا څخه کار واخيست. هغه خلک چې بدن يې انسولین نشي جوړولی؛ ترڅو د بدن د شکر اندازه کنترول کړي، د جنیتيک انجنیران د انساني انسولینو تولیدوونکی جین بکتریا ته داخلوي، په نتیجه کې بکتریا انسولین تولیدوي، چې دغه تولید شوی انسولین نسبت د تولید مخکینیو طریقو ته په زیاته اندازه او د ښه کیفیت لرونکی وي.

جنیتيکي درمل

زیاتره جنیتيکي بې نظمۍ او ځينې انساني ناروغۍ هغه وخت منځته راځي، چې د انسان بدن د مشخص پروتین د جوړولو توان ونه لري. د ماشومانو ډیابیټ یو له دې ناروغیو څخه دی، چې د بدن په وینه کې د قند د کنترول توان نلري. ځکه په بدن کې يې یو خاص پروتین یعنې انسولین نه تولیدېږي. دغه بې نظمي هغه وخت د کنترول وړ ګړځي، چې د ذکر شوي پروتین یعنې انسولین په پوره اندازه له بهر څخه بدن ته ورسېږي. هغه پروتینونه چې د بدن دندې کنترولوي، په نورمال ډول او لږه اندازه په بدن کې شتون لري. نن ورځ په نړۍ کې د درملو سلګونه کمپنۍ شته چې له جنيتيکي تکنالوژۍ او بکتریا څځه په ګټه اخيستنې سره مهم پروتینونه جوړوي.

جنتیکي واکسینونه

زیاتره ویروسي ناروغۍ لکه چیچک، د ماشومانو فلج چې په عادي درملو يې درملنه نه کېږي، د واکسینو په اخيستلو سره کولای شو په دې ناروغیو د اخته کېدو مخنیوی وشي. د مخه مو وویل واکسین د پاتوجن د جسم ټول یا یوې برخي څخه عبارت دي، چې په خوراکي یا پیچکاري ډول کارېږي. کله چې واکسین بدن ته پیچکاري کېږي، د بدن د معافیت سیستم هغه پروتینونه، چې د پاتوجن په نامه شته، د پېژندلو وروسته يې پر ضد د انتي باډي په نامه پروتین جوړوي. که چېرې په راتلونکي کې بیا دا پاتوجن بدن ته داخل شي، هغه انتي باډي چې مخکې جوړه شوې ده او په بدن کې شته، د پاتوجن په مقابل کې له بدن څخه دفاع کوي. مخکې له دې چې پاتوجن ناروغۍ منځته راوړي له منځه يې وړي.

د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د له جین تخنیک څخه ګټه اخيستنه

په ۱۹۰۰ م کال په شاوخوا کې یو کروند ګر په جرمني کې یواځې ۵ کسانو ته خوراکي توکي برابرولی شول، په ۱۹۸۰ م کال کې دغه شمېره ۶۴ کسانو ته ورسېده؛ خو بیا هم دې شمېرې بسوالی نه کاوه، چې د خوراک راتلونکې ستونزې پوره کړای شي. د حیواني او نباتي محصولاتو په برخه کې شوي تخنیکونه موږ ته دا هیله راکوي، چې د تولید اندازه به نوره هم زیاته شي. په نباتاتو کې د جین تخنیک لپاره له یو خاص ډول بکتریا څخه کار اخيستل کېږي. دغه بکتریا د نباتاتو ټپي برخو ته بېګانه جینونه د پلازماید په واسطه نباتي حجرو ته داخلېږي. بېګانه جینونه د نبات DNA ته داخلېږي او نبات وده کوي. دغه عملیه په اسانۍ سره د ځوان نبات په پروتوپلاست کې سرته رسېږي. د مساعدو شرایطو په صورت کې له دې حجرو څخه یو نبات وده کوي، چې بېګانه جینونه لري. له دې میتود څخه کولی شو په بېلا بېلو برخو کې ګټه واخلو، مثلاً د هغه نباتاتو په منځته راوړلو کې چې د چاپېریال په خرابو شرایطو او یا د زیان منو افتونو په مقابل کې مقاوم وي یا د فوتوسنتیز اندازه يې زیاته وي یعنې زیات حاصل ورکړي.

په حیواني حجرو کې کولی شي بېګانه جینونه ورداخل شي. د تجربې په ډول يې د مږو د ودې د هورمونو جین موږکانو ته انتقال کړ. په پایله کې داسې موږکان منځته راغلل، چې وزن يې د عادي موږکانو دوه برابره و. د انسان د ودې د هورمون جین یې خوګ ته انتقال کړ. سره له دې چې دې خوګانو په چټکتیا سره وده کوله او وزن یې زیات شو؛ خو نیمګړتیا يې د هډوکو په بندونو کې وه. بندونه يې کمزوري وو او په دغه اندازه وزن يې نشو برداشت کولی.

د انسان لپاره د جین تخنیک استعمال

د جپن له تخنیک څخه زیاتره د تشخیص په برخه کې کار اخيستل کېږي. که چېرې د جینونو لړۍ چې د جنیتيکي بې نظمیو لامل کېږي معلومه وي، کولای شو د متقابلو قلویګانو د لړۍ له لارې د ناروغیو تولیدوونکي جینونه پيدا کړو. په انسان کې د سینې د سرطان جینونه هم په دې طریقه معلومېدای شي. د جین له تخنیک څخه د ګټې اخيستنې یوه بله بېلګه جنايي موضوعات دي. د ترشک لاندې انسانانو د وینې، لاړو او یا سپرم څخه DNA ترلاسه کېږي او پرتله کېږي. د هر انسان DNA  له نورو څخه فرق لري، لکه څرنګه چې د هر انسان ګوتې له نورو سره فرق لري. د حقوقو او میراث په مسایلو کې هم له دې تخنیک څخه ګټه اخيستل کېږي، چې ایا دا اولاد د مطلوب شخص دی او که نه. لنډه دا چې د انسان د ژوند د پرمختک او ښوالي لپاره د جين تخنیک ډېر رول لري.

تمرین

لاندې خالي ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړې.

  1. واکسینونه د …………… ثمره ده.
  2. اوس مهال انسولین …………..په وسیله تولیدېږي.
  3. واکسین د یوې ناروغۍ کمزوري شوي …….. دي.
  4. په حیواناتو کې د جنیتيک انجنیرۍ یوه دنده د ………. لاس راوړل دي.
  5. جنیتيک هغه علم دی چې …………. تر بحث لاندې نیسي.

د تمرین حل

  1. جنیتيک انجنیرۍ
  2. بکتریا
  3. میکروب
  4. ښو نسلونو
  5. ارثي خواص
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: