نیکي او ګناه

د توبې لپاره درې شرطونه دي!

۱-  د کومې ګناه نه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا دې هغه عمل جايري نه ساتي .

۲-  په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .

۳-  دريم داچه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .

که په دې دریو شرطونو کې يو هم نه وي توبه نه قبليږي .

او که کومه ګناه د بنده له حق سره تعلق ولري لکه ، په ناحقه د چا مال خوړل ، بهتان ،غيبت ،قرض او داسې نور نو پداسې ګناه کې څلورم شرط هم شته چې هغه د بنده د حق ور سپارل يا له هغه نه پخښنه تر لاسه کول دي .

او قول د « يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ مِنْكَ وَلاَ أُبَالِي »: په دې حديث کې خطاب دی بني آدم ته ، کوم چې شامل په دې چې د ګناهونو د بښني اسباب عبارت دي له : الله تعالی ته په اخلاص دعا پرته له مايوسۍ او ناهيلۍ ، استغفار او د شرک څخه ځان ساتل دي .

قول د «يَا ابْنَ آدَمَ، لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ، يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا، ثُمَّ لَقِيْتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئاً» : مطلب دا چې د بنده ګناهونو هر څومره زيات هم وي خو چې په اخلاص بښنه وغواړي الله تعالی بښنه ورته وکړي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ] (الزمر ۵۳ ).

ژباړه : ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تېری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

د [الذنوب جميعاً] څخه مطلب د کفر او شرک په شمول ټول ګناهونه دي ، ابن کثير رحمه الله ليکي : هذه الآية الكريمة دعوة لجميع العصاة من الكفرة وغيرهم إلى التوبة والإنابة، وإخبار بأن الله يغفر الذنوب جميعا لمن تاب منها ورجع عنها، وإن كانت مهما كانت وإن كثرت وكانت مثل زبد البحر. ولا يصح حمل هذه الآية على غير توبة؛ لأن الشرك لا يغفر لمن لم يتب منه (تفسير ابن کثير ، سورة الزمر ) .

يعنې : دا آیت کريمه دعوت دی ټولو ګناه کارو لره له کفر او نورو کناهونو څخه د توبې کولو او پیښمانتيا ، او دا خبر دی چې الله تعالی ټول ګناهونه بښي هغه چا لره چې له ګناهونو څخه توبه او رجوع وکړي ، هغه که ډيرې هم وي او په مثل ځګ د درياب وي . او دا صحيح نه ده چې د مشرک توبه نه قبليږي ، بلکي د ټولو توبه قبليږي ځکه شرک د هغه چا نه بښل کيږي چې توبه يې نه وې ايستلې د شرک او کفر په حالت د توبې پرته مړه شوي وي (تفسير ابن کثير ) .

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: