د تصویر لېږد| قرآن علمي اعجاز

اوهغه څوک چې په علم اوکتاب باندې پوه ؤ ویی ویل چې زه هغه ( د سبا د ملکې تخت) مخکې له هغه چې ستا سترګې راوګرځی راوړم  (النمل 40).
څوک چې پوه ؤ  سليمان (ع) ته یی وویل چې دسبا ملکې تخت ډیر ژر دسترګو په رپ کې راوړم . دغه موضوع کیدای شی دتصویر لېږد ته اشاره وکړی چې پرنننیو وسایلو یی کولای شو ترسره کړو.
نن هرلیک ، تصویراوفلم کولای شو دانترنت تلویزیون اوفاکس له لارې دڅو ثانیو په موده کې ولېږدوو اوددری بعدی تصویر لېږد هم دانترنت له لارې شونی دی.
پوهان په دی اند دی چې په راتلونکې کې به داتومونو ، مالیکولونو اوجسمونو لېږد هم ممکن شی . دا کیداشی داسې وشی چې دجسم ځانګړنې له یو ځای نه بل ځای ته واخستل شی اوبل ځای ته ولېږدول شی اوهلته به بیاوورغول شی . ددغې ټکنالوژی په بری سره به دلېږد لپاره زمان اومکان کومه مانع نه وی اوهرڅه به دڅو شېبو په موده کې هرځای ته ولېږدول شی.

په کال ۱۹۹۸ کې اروپایی پوهان اودکالفورنیا دټکنالوژی انستیتوت په دې وتوانېدل چې یو فوتون ولېږدوی . پوهان داتومی جوړښت په مطالعې سره دیو فوتون کاپی جوړه کړه اویو متری واټن ته یی ولېږدوله . دغه راز  پنگ کوی لام  داسترالیا دپوهنتون غړی وکولای شول چې دلایزر وړانګۍ ځای ته بدلون ورکړی. اودڅو مترو په واټن کې یی تجزیه اوبیایی جوړه کړی. پنگ کوی لام وایی: “تراوسه نه دی توانیدلی چې جسمونه پر اتومونو تجزیه کړی اوبل ځای ته یی ولېږدوی خو دغه کار به په راتلونکې کې شونی شی.”
موږ خپلې نښې په افاق اوانفس کې ددنیا ښکاره کوو څو چې خلکو ته ښکاره شی چې ټول پرحقه دی (فصلت 53).
دغه ټکنالوژی دهغو شیانو یوه برخه ده چې قرآن بیان کړې اودغه ټول دقرآن اعجاز دی.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب