د بې کاری لاملونه څه شی دي؟

د بې کاری لاملونه زیات دي زما په اند څو عمده لاملونه یې په دې ډول دی:

۱ـ نا امني: د امنیت د نه شتون له وجي د ښارونو د باندي په کلیوالو سیمو کي پر مختیایي کارونه په ټپه ولاړ دي او یا خو دومره لږ دي چي حساب نسي ورباندي کیدای بنآ ځوانان مجبور دي ښارونو او یا همسایه ملکونو ته مخه کړي .

۲ـ دکاري فرصتونو له پاره د دولت سره د کاري پلان نه موجودیت .

۳ ـ بې وخته خصوصي سکتور او آزاد بازار ته اجازه ورکول ځکه افغانان تر اوسه د کار سره نا بلده دي او وو،

۴ـ ډیر ځوانان یوازي په دولتي او غیر دولتي ادارو کي دندي تر سره کولو په کوښښ کي دي او یوازي په اداري برخه کي کوښښ کوي چي دنده تر لاسه کړي، ولي اداري برخي هغه که په دولتي او یا غیر دولتي کچه وي ددې توان نه لري چي ټولو ځوانانو ته کار ورکړي،

۵ – په حرفوي یا مسلکي څانګو کي نه څوک زده کړي کوي او نه ورته کاري فرصتونه سته او داسي نور ډیر لاملونه . اوس راځم دې ته چي څنګه او څوک کولای سي چي ځوانانو ته کار پیداکړي:

۱ـ د امنیت په راوستلوکي باید هڅه وسي چه دا کار تر یو حده مشکل دی

۲ـ د دولت سکتوري وزارتونه حتی امنیتي اورګانونه کولای سي چي کارونه ایجاد کړي مثلا د زراعت او مالداری په څانګه کي په ځینو ولایتونو کي د دولتي فارمونو لکه ګاوداري مرغداري او داسي نور ایجادول او د هغه د محصولات پروسس کول چي په شروع کي دا کار خپله وزارت باید وکړي کله یې چي په پښو ودرول بیا کیدای سي خصوصي سکتور ته وسپارل یعني د کاري فرصتونو بنیادونه د دولت له خوا باید کیښودل سي تقویه سي او بیا خصوصي سکتور ته وسپارل سي تاسي کولای سی وګوری یا وپوښتی زموږ په کلیو کی د ایراني او پاکستاني چرګانو غوښي، هګی او همدارنګه لبنیات په پراخه پیمانه خرڅیږي او زموږ دوکانونه ترې ډک دي ولي زموږ د زراعت وزارت او نور وزارتونه خپله کلنی بودیجه نه سي مصرفولای او که یې مصرف کړي هم چاته د خپلي بودیجې د مصرف ځای او لاس ته راوړنه نه شي ښودلای

۳- ، په حرفوي برخه کي که تاسي دولتي او غیر دولتي ادارو ته سر ورد ننه کړی د هغو ټول فرنیچر چینایي یا مالیزیایي دي په داسي حال کي چي افغانستان بهترین لرګي لري او تکړه نجاران او فلز کاران لري که نه وي باید وروزل سي، د امنیتي ځواکو بوټونه دریشی چي د هیواد څخه د باندي جوړیری دا کار باید په داخل د افغانستان کي وسي او ډیرو پیسو ته هم ضرورت نه لري په همغه پیسو چي په خارج کي یې خریداري کوي کیدای سي په داخل د افغانستان کي د بوټونو او دریشیو ګنډلو فابریکې جوړي سي د بوټو لپاره پوستکي لرو او د دریشی لپاره وړی په همدې ډول هر سکتوري وزارت کولای سي کاري فرصتونه ایجاد کړي دا چي ما مخکي ویلي وو چي خصوصي سکتور هم د بیکاری په زیاتوالی رول لري هغه په دغه یادو ځایونو کي دی، په ډیرو ځایونو مثلا مخابرات او داسي نورو کي خصوصي سکتور ډیر کاري فرصتونه ایجاد کړي . خو خصوصي سکتور یا آزاد بازار دی چي د ایران بیسکویټ او د پاکستان له پاپړو یې زموږ او بازار او د کلي دوکانونه ډک کړي په داسي حال چي کیدای سي ډیر اولیه مواد په افغانستان کي تولید او ډیرو ځوانانو ته کاري فرصتونه ایجاد سي داچي خبري مي ډیري اوږدې نه سې دا یو دوه کاري ځایونه مي د مثال په ډول ذکر کړل که نه خورا ډیر کاري فرصتونه ایجادیدای سي مګر کار ښه کاری پلان ته ضرورت لري.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب