انحصار مافیاوي کاپیټالیزم او کالونیالیزم

د افغانستان سیاسي پیښو د امیر شاه زمان د واکه څخه د لیري کیدو راهیسي دایروي حرکت غوره کړئ دئ. افغانان خپل ټولنیز ژوند د سینما پر پرده د یوه تکراري فلم په ډول ویني. هغه یو ډول سیاسي جفاوي او خیانتونه دي چي د ګوتو په شمیر بیداران یې د خپلو اکثریت غافله او وینده هیوادوالو سره تکراروي. د عاملینو او متاثرینو څهرې او نومونه بیل وي خو نور واقعات ټول تکراري وي. هغه افغانان چي ددې هیواد قانوني اوسیدونکي دي، ټول ددې هیواد د تابعت تذکرې لري او ددې هیواد اساسي قانون ته ژمن دي، دا مشترکات په منتقي ډول سره ددې مقتضي دي چي باید یو بل ته راست او خواخوږي و اوسیږي او یو بل ته په بنسټیزو حقوقو کي د مثاواتو قایل و اوسیږي. ددې څخه علاوه نور مشترکات هم لري لکه دا چي د ویوه واحد خدای جووجود ته موتقد دي، هغه واحد خدای ج چي د کاینات او مخلوقاتو خالق دئ چي دجزاء ورځ یې ټاکلې ده، جنت او دوږخ یې خلق کړي دي او پر خپل وروستي نبي ص یې قرآن عظیم الشان نازل کړئ دئ. افغانان په مجموع کي په قرآن عظیم الشان کي خدای تعا لی ج ته منصوب ۹۹ اوصافو څخه هم انکاري نه دي او دا عقیده لري چي هغه سپیڅلئ ذات ج هر ګړی، هره لحظه دوئ څاري او ددوئ د کړنو حساب ساتي. دا هم مني چي د هغه سپیڅلي ذات جلخوا نیول ډیر سخت دي، قهر یې شدید دئ . رحمان او رحیم دئ خو ددې تر څنګ عادل هم دئ باید داسي څه ونه کړو چي د خالق تعا لی ج دعدالت (چي هیڅ شفاعت او واسطه نه قبلوي لکه په آیت الکرسي شریفه کي چي یې یادونه سوې ده) صفت موږ د هغه سپیڅلي ذات ج د رحمانیت او رحیمیت د صفتونو څخه د مستفید کیدو څخه محروم کړي. ددې تر څنګ د پښتونوالي لرغونئ قبیلوي قانون هم سته چي زموږ د ټولنیز ژوند چاري تنظیموي. نو ولي بیا هم یو د بل د شره څخه فارغ نه یو، زموږ کالخوایان زموږ د حقوقو د ساتني په عوض زموږ پر حقوقو باندي دلالي کوي. په ظاهره پر شونډانو باندي موسکا او په خوله کي غوړي او خوږې خبري خو یو او بل ته موپه زهرو لړلي نښترونه په لستوڼي کي پټ کړي وي. کله چي یو افغان راولاړ سي او دا بل په داسي زهر لړلي نښتر ووهي او هغه بل د پوهیدلو څخه وروسته مرګونئ وار پر وکړي نو د خلګو په وړاندي اصلي ظالم مظلوم معرفي کیږي چي ما خو محض یوه ستنه ورجګه کړل ده ظالم زه په چاقو ووهلم. هغه بل دي بیا دا ثابتوي چي د نښتر څوکه په وژونکو زهرو لړلې وه. که مقابل جانب په پوه نه سي او فقط د ستني جګیدل یې وبولي نو ورته وبه وایي چي وروره دا ستن دي در خپله کړه. کله چي ددې زهرو په اثر مړ سي، نو قاتل د هر الزامه خلاص دئ چي تا نو اوریدلي وي چي د ستن په جګیدو دي څوک مړ سي. بل څوک که یې ومني، قاضي یې نه مني، خصوصاً هغه مهال چي بیا د قاتل لخوا سخاوتمندانه هدیې هم وررسیدلي وي. دا څه روان دي او ولي روان دي، عام خلګ چي ددې لوبي پاخه لوبغاړي نه دي ورته حیران دي. د خپلو ښځو ماشومانو، خپلوانو او ګاونډیانو غوښي او هډوکي راټولوي، په شرعي طریقه یې تکفین او تدفین کوي. بیا جزاء د ورځي راتګ ته انتظار باسي (چي په وقوع کي یې د ذرې د مثقال په اندازه هم شبهه نسته) څو پوه سي چي دوئ ولي ووژل سول او اصل قاتلین یې څوک وه. پیښي ټول یو ډول پیښي دي لکه ځانمرګي، ددولتي افرادو ترور او وژنه د غیر دولتي او غیر رسمي وسلوالو لخوا، د ولسي وګړو وژنه د دولتي او د هغوئ بهرني سرپرستانو لخوا د اولسي او دولت ضد افرادو وژنه، په ښارونو کي چاودني، مرموزه وژني، په دښتو کي د قاچکبرانو او غلو ظلمونه،په کلیو کي د ملکانو ملایانو ظلمونه، په ښارونو کي ددولتي چارواکو ظلم او اداري فساد چي په مختلفو زماني او مکاني مقطعو کي پیښیږي. هره ادرس لرونکې مرجع چي په ښکاره ډول په یو شمیر داسي پیښو کي ښکیل وي یا یې مسئول وي، دا اصلاً مني نه چي دا پیښه باید نه وای را مینځ ته سوې، بلکه عذر وړاندي کوي یا دلیل وایي چي دوئ خو د کفارو لاسپوڅي وه یا دا چي دا د طالبانو ښځي او ماشومان وه ددوئ وژنو جواز درلود. که سم څراغ راواخلو او د قاتل پلونه د پلزن په مټ تعقیب کړو نو د پلزن راپور نور هم هیښونکئ وي. هغه دا پلونه بیرته و مقتولینو او د هغوئ ویر کونکو اولیاوو ته منصوبوي. دا لوبه چي زموږ د تیر ملي ټولنیز ژوند زرهاوو کلونو زیادتره مقطع په بر کي نیسي اوس هم زموږ لپاره یوه معما ده. بهرني یرغل ګر راځي، د یوه معمولي مقاومت وروسته هیواد اشغالوي. بیا د اشغالګرو په وړاندي ملي مبارزه پیلیږي چي په درشل کي یې زموږ د سوو څخه نیولې بیا د زرهاو، لکهاوو او ملیونونو پوري ځوانان، ماشومان، ښځي او سپینږري وژل کیږي، کلي ورانیږي خلګ بیځایه کیږي. بیا چي هغه اشغالګر ولاړ سي د فاسدانو ظالمانه وکمني وي ترڅو بیا بل اشغالګر راځي او ډرامه د سره پیل سي. که څه هم د نړۍ زیادتري بشري ټولني په ورته ناورین اخته دي لکه فلسطین، سوریه، عراق، لیبیا، افریقایي هیوادونه او داسي نور خو داسي بشري ټولني هم سته چي انسانان خو پریږده، مرغانو، حیوانانو او نباتاتو ته یې څوک د سترګو پورته نسي کتلای. کله چي ددوئ اوریځي او مرغان زموږ په فضاء کي تیریږي په بده سترګه نه سو ورته کتلای. ددوئ اوبه چي زموږ د غرونو په څوکو کي د یخي د ویلي کیدو څخه وروسته زموږ په سیندونو کي تیریږي لا لاس نه سو وروړلای. او نور بیا پر موږ باندي دومره حقداره سول چي زموږ په وطنو کي زموږ کلي راهواروي، ټولني مو د یوه مخه را قتل عاموي پر ضد یې د ږغ پورته کولو حق نلرو ځکه چي یو کاغذ راښکاره کوي چي زموږ قانوني کالخوایانو اجازه پکښي ورکړې وي چي هر څه راسره کوي حق لري. کله چي خپلو دې کالخوایانو ته د معلوماتو لپاره ورځو بیا وینو چي پر محلاتو باندي یې زموږ قاتلینو د خپلو بهرني و داخلي اجیرانو پیره درولې وي او ددوئ په خوله راته وایي چي د لیدلو وخت نه لرو. ددې لپاره چي په خپل هیواد کي د دې رواني دلچسپي لوبي په سر او بر باندي پوه سو نو باید څو اصطلاحات او د هغوئ لنډ تعریف زده کړو. که څه هم دا لوبه زموږ پر سرونو باندي روانه ده خو که یې په اصولو پوه سو، شاید تر یوې اندازې ددفعي اسباب ولرو او که یې په سر او بر یې پوه سو نو لږ تر لږه ساعت خوبه مو په تیر وي. هغسي هم موږ پر ساعت تیري باندي د بل هر شي زیات مین یو. اکثره مو د ساعت تیري لپاره خپل د ژوند مهم تریني چاري شا ته غورزولي وي لکه د کرکټ احمقانه لوبه چي یې یو ژوندی مثال دئ او نور مثالونه یې د ځوانو ښځو او هلکانو نڅول دي، غزلو او موزیک ته غوږ نیول دي او نور داسي څه چي د جهنم اور په پیسو رانیسو چي ساعت موپه تیر سي. که څوک دا اصطلاحات په دې متن کي راغلو تعریفونو بهتره تعریفولای سي، مهرباني دي وکړي، څو زموږ غلط معلومات هم راته اصلاح سوي وي.ددې مطلب عمده ترین هدف په افغانستان کي د نظامونو د اصلاح پر ځای د نظامونو د سریع بدلونونو علت روښانه کول دي. ویل کیږي چي د تداوي لمړنۍ مرحله د مریض لخوا د مرض احساس دئ، دوهمه مرحله یې تشخیص، دریمه مرحله یې د تداوي پلان او څلورمه مرحله یې تداوي ده. دا چي ولي موږ په مرض پوه سو نو طبیب زموږ د معینې او تشخیص پرته سیرومونه، شربتان، پیچکارئ او ګولئ راته بندي کړي چي دا مو علاج دي باید لاندي اسطلاحوي وپیژنو.

لمړۍ اصطلاح د انحصار ده.د انحصار په مفهوم باندي د ښه پوهیلو لپاره که سروت په نظر کي ونیسو. یو شخص طبعاً دا حق لري چي زیار وباسي، اوږده سفرونه وکړي او د نړۍ د جغرافیې د یوې نقطې څخه داسي شی رانیسي چي هغه هلته پریمانه او ارزانه وي او د همدې نړۍ په بله برخه کي یې په داسي نقطه کي وپلوري چي هلته هغه شی کاخت او ګران وي او په دې ډول زیات سروت لاس ته راوړي. الله تعا لی جدده په جمع کړل سوي مال کي یوه محدوده اندازه ځان ته بیله کړې ده چي باید محرومو او مستحقو ته یې ورکړي، نور مال د ځان په ګټه کارولای سي او خپل اولاد ته یې په میراث پریښودلای سي. لاکن که یو شخص د خپل جمع کړل سوي سروت یوه برخه په داسي ډول وکاروي چي د ځان په شان استعداد لرونکو تحرکیت محدود کړي څو دده په شان د لیري سفرونو د لاري سروت پیدا کولو هڅي یې ورشنډي کړي نو دې ته انحصار وایي چي یوازي دی یا دده اولاد یا داسي څوک چي دده خوښه وي هغه دده و کسب یا مسلک ته لاس واچوي (لکه د رسول الله مبارک ص د بعثت څخه وړاندي چي قریشو دا کار کاوه). په انحصار کي د خدمت د عرضه کولوسالم رقابت دبینه ځي، د خدماتو کیفیت د خرابیدو او بیعه د ګرانیدو تر څنګ د نورو انسانانو شخصي او ټولنیزه خپلواکي د سلب کیدو خطر هم ورسره رامینځ ته کیږي. کار هغه مهال نور پسي خرابیږي چي کله انحصار سوئ خدمت د تجربه کار او خواريکښه سلف څخه و استراحت طلبه، لټ او بېتجربې خلف ته په میراث ورپاته سي. دلته به یوڅوک ووایي چي انحصار تل نه سي ساتل کیدلای بلکه لټ، عیاش او بیتجربې خلف به دا هر څه دلاسه ورکړي او یو بل خواریکښه، تجربه کاره او قابل شخص به دا خدمت په لاس کي واخلي او په دې ډول به بیرته سالم رقابت ته زمینه برابره سي. په حقیقت کي داسي نه ده. که یو تاجر، سیاسي رهبر، مذهبي رهبر، عالم یا کسبکاره د انحصار هڅه ونه کړي او خپل کمال او خدمت روزنه و ټولو هغو زده کونکو ته انتقال کړي نو داغسي به وسي (لکه د بني صسنت چي دئ). اما که دئ دا خواهش ولري چي دده وروسته دده مقام و یوه مشخص خلف ته ورسیږي نو بیا دئ د سالم رقابت د بینه وړلو لپاره یو شمیر پټو او مخفي غیر اخلاقي کړنو ته لاس اچوي څو د طبیعت عادت ته تغیر ورکړي او اوبه یې د ټیټي نقطې څخه مخ په لوړه وخیژي. که څه هم ددې هرڅه سربیره ناهله خلف به هغه واک، امتیازات او پاخه عواید دلاسه ورکړي خو، نه د ټولني و یوه وړ کس ته بلکه د لټو، ټمبلو، ذولخوږو او بې همیته خلګو یوې اجتماع ته چي مافیا ورته ویلای سو. مافیا نه یوازي دا چي د انحصار د حلقې پیلونکي سلف د ناقابله اخلافو څخه هغه څه اخلي چي انحصار سوي وه، بلکه دا اخلاف په ډیره ظالمانه توګه د بینه هم وړي. زموږ د ټولني د بدبختي یو عمده اړخ د انحصار میلان دئ چي د ټولني په غالب اکثریت کي پیدا سوئ دئ. دلته باید ووایو چي پر خدای پاک ج، پر ورځ د جزاء او جنت و دوږخ په موجودیت باندي باور لرونکي ( حد اقل چي دا باور د یوه ګمان په اندازه هم وي) هیڅ کله د سیاسي، مذهبي، کسبي او علمي انحصار تصمیم نه نیسي، ځکه چي دا عقاید دئ طوعاً او کرهاً ددې کاره څخه منع کوي. که موږ یو انحصار کونکئ ووینو چي لمونځ کوي، د الله تعا لی ج په لاره کي ذکات او خیرات ورکوي نو باید د ګینیز بوک آف ریکارډ اداره په خبره کړو چي د نړۍ اتمه عجایبه مي کشف کړې ده ځکه دا همداسي دئ لکه زمری چي په وښو ځان مړوي، یا هوسۍ په داسي حال کي ووینو چي غوښي خوري. اول خو امکان نلري او که امکان ولري نو حتماً د دید خطا ده یا یوه ساینسي معجزه ده چي ددې ښکارندویي کوي چي د هوسۍ په هضمي نظام کي د پروټینو او شحمو د هضم و جزب غدوات پیدا سوي دي یا دا چي د زمري په هضمي جهاز کي د سیلولوز د هضم او جزب صلاحیت پیدا سوئ دئ. په لمړي نظر کي به دا مثال یو څه غیر حقیقي ښکاره سي خو که مو باور نه راځي د اعصبي عقلي متخصص ډاکټر څخه پوښتنه وکړئ چي داسي شخص سره څه وکړو چي عمل او وینا یې د عقایدو سره مناسبت ونه لري. فوراً به درته ووایي چي دا شخص و مرستون ته داخل کړئ چي په اجتماع کي یې ژوند ته سخت خطر متوجه دئ. داسي کس ځان ددایمي موجودو خطراتو څخه نه سي ساتلای. ځکه کیدای سي د احمد شاه ابدالي ۳۰۳ بس مخي ته ځان ناببره ورواچوي یا دا چي د ګني د جوس ماشین ته لاس وردننه کړي او یا داسي ۲۲۰ ولټه جریان لرونکي برق لوڅ لین به په خوله کي ونیسي.د افغانستان په ټولنه کي د سیاسي، مذهبي او سرمایه داري موقفونو انحصار ددې ټولني د رواني بدبختي عمده علت تشکیلوي. په هر تحول کي چي کوم شخص، قوم یا کورنۍ واک ته رسیدلي دي. ددې واک د انحصار لپاره یې د اولس د ضعیفه کولو هڅه کړې ده څو ورته تسلیم پاته سي. چي دا اولسي ضعف د هیواد د ضعف سبب سوئ دئ او بهرنیانو ته د مداخلې زمینه برابره سوې ده. کله چي بهرنیانو د ولس د مریي کولو وروسته ظالمانه شرایط پر تحمیل کړي دي، نو زموږ لټو مګر حریصو هیوادوالو پاڅون ورته کړئ دئ او د نورو داسي بهرنیانو څخه یې مرسته منلې ده چي آناً یې دوئ ته باج منلئ او ددوئ خپلواکي په رسمیت پیژندلې وي خو اصلاً غواړي چي دا ظاهراً بیسرپرسته سیمه ځان ته خپله کړي. دا حلقه اوس هم د تکرار په حال کي ده چي زموږ ژوندونه راکړوي. هر ابرقدرت لمړی د باج دلاري زموږ مشران خپلوي بیا، د هغوئ کشران د ځان په جاسوسي ګماري. بیا زموږ خپلواکي سلبوي او ډیر زیات باج راڅخه غواړي.

دوهمه اصطلاح د مافیاء ده. مافیا د هغه افرادو مجموعې ته ویل کیږي چي موږ د سلطان محمود لټان ورته وایو. دوئ د خپلي لټي او استراحت طلبي له سببهنه غواړي چي زیاتي خوارئ او زحمتونه وګالي. دوئ پرته د کوم دلیله د ټولني څخه فوق العاده امتیازاتو غوښتونکي وي. دوئ ځانونه تر نورو مهم بولي خو خپله هم نه پوهیږي چي ولي تر نورو مهم دي؟ چون په ټولنه کي د لټانو لپاره د خیر و خیرات، زړو جامو او ددسترخوان د خیرو پرته بل څه نسته نو دوئ د زورورو، سروتمندانو او نورو هغو کامیابه افرادو سره د بیدلیله او بیمنطقه میني تظاهر کوي او ددې میني د اثبات لپاره تر دې حده ورته ټیټیږي چي یو خپلواک شخص یې تصور هم نه سي کولای. دوئ د هغه شخص د شوق په نقطه پسي ګرزي او ځانونه د هغه شي قدردانه ورته معرفي کوي چي د هغه شخص خوښیږي. په لنډه دا چي په داوطلبانه ډول ځانونه د هغه مریان ګرزوي. دا یوه طبعي خبره ده چي کله یو شخص په ژوند کي قدرت او سروت لاس ته راوړي نو بیا دا نه خوښوي چي هغه انسانان د ځان سره برابر احساس کړي چي دده په اندازه قدرت او سروت نلري. دئ داسي خلګ خوښوي چي تر ده پوري ځانونه په هیڅ شمار کړي. د ټولني لټان او ټمبلان د الله تعا لی ج لخوا ورکړل سوي استعدادونه د ربج د رضایت او د ټولني د فلاح په عوض د وخت د ځواکمن او سروتمند د غرور او ځانځاني د خړوبولو لپاره په کار اچوي. کله چي هغه شخص داوطلبه مریان ومومي چي اصلاً یې ده ته نه بلکه دده واک او سروت ته غاړه ایښې وي نو پر دوئ تکیه کوي چي د ټولني نور وګړي هم د ځان په شان کړي او پر ټولنه باندي د خپل انحصار د حلقې را ټينګولو لپاره دوئ د ځان ملګري کوي او په دې ډول دوئ دده د ټولو مخفي جنایي زارونو ملګري سي. هغه رازونه چي اکثراً دئ یې د خپل اولاد څخه هم پټوي او اولاد ته فقط خپل مال او موقف په میراث کي پریږدي. دده د جرم ملګري چي دداسي مارانو او لړمانو په شان دي چي فقط دده سره یې د زهرو هده موجوده وي دده دمرګ وروسته دده پر بیخبره او نا اهله خلف او وارث باندي راټولیږي. هغه چي تل یې خپل پلار په دې رنګینو مارانو او لړمانو باندي د لوبو کولو په حال کي لیدلئ وي، دا فکر کوي چي دا لړمان او ماران اصلاً د لوبو لپاره پیدا دي، نه پوهیږي چي دا لوبي به دده په مرګ پای ته ورسیږي. ددې پورته استدلال ژوندۍ بیلګه د نادرشاه څخه نیولې بیا د سردار محمد داود خان واکمني ده. هغه کورنیاني چي د نادر خان سره په وفاداري ودریدلې، دده لپاره یې دده سیالان او حریفانپه توپونو والوزول، دده او دده د کورنۍ د واک د مشروعیت لپاره یې پر خدای تعا لی جباندي درواغ وتړل، دده او دده د اولادونو لاس رسی یې د خپلو ښځو تر عصمتونو پوري اوږد کړ، هغوئ وه چي وروسته د روسانو سره ودریدل او په کابل کي پاته دده د کورنۍ ټول غړي په هغسي په بیرحمي سره ووژل، لکه په څومره بیرحمي سره چي یې یووخت ددې کورنۍ د واک مخالفین وژلي وه. مافیاوي په مختلوفو سویو باندي پیدا کیږي او ماهیت یې هغه دئ لکه پورته چي تشریح سو یعني غوړمال او بیظرفیته خلګ چي د ټولني معنوي ارزښتونو څخه لاپرواه وي او تش په ظاهره یې کاذبه پالنه کوي. نه یوازي په افغانستان کي بلکه په ټوله نړۍ کي ټولنیز فسادونه د انحصارګرو او مافیاوو د لاسه پیښیږي. دوئ په هره ټولنه کي و فعاله مشروع نظامونو ته موازي مخفي نامشروع نظامونه جوړ کړي دي لکه د بشر په وجود کي چي سرطاني حجرات د رګونو او اوعیو سیسټم تشکیلوي. په حقیقت کي سرطاني حجرات کټ مټ د مافیایي افرادو سره مشابهت لري. په وجود کي د یو شمیر حجراتو (لکه اعصبي او قلبي حجرات) پرته ټول عادي حجرات لنډ ژوند لري او سم دلاسه تکثیر کوي. کله چي یې په فعالیت کي کمښت یا نقص راځي نو د وجود د دفاعي سیسټم په وسیله د بینه وړل کیږي څو نوي ځوان فعاله حجرات ددوئ ځای ونیسي. سرطاني حجرات نه یوازي دا چي اوږده عمرونه لري او ددفاعي سیسټم په واسطه د بینه نه ځي بلکه د ویني جریان ته په خپل سر د رګونو او اوعیو شبکي غزوي چي زیاته غذا او اکسیجن لاس ته راوړي پرته ددې چي وجود ته کوم ګټمن فعالیت اجراء کړي. دوئ په سرعت سره تکثیر هم کوي. مافیایي کورنیاني هم د سیاسي او نظامي تحولاتو په نتیجه کي خپل سیاسي او اقتصادي سلطې ته ادامه ورکوي. ښه بیلګه یې بیا هم افغانستان دئ. د کمونیسټانو، ټوپکیانو، طالبانو او اوس بیا د ډیموکراټانو رژیمونه سره راغله او ولاړل. واکمنان او د هغوئ کورنۍ تپ سوې خو د کابل او د هغه شاوخوا ورکوټو ولایاتو باندي حاکمي مافیایي کورنۍ هغسي په برم سره خپل نفوذ ته ادامه ورکوي. افغانستان ددرو نړیوالو امپراتوریو تر مینځ لاس په لاس سو خو دا محترمین لکه ونه مستقل پر خپل قیام دي که روس باندي راسي که امریکا.

دا چي په افغانستان کي سیاسي خلاء موجوده ده او د ګاونډیو هیوادونو ددولتونو طمع هم نه ځني خیژي او دې سیمي ته رارسیدونکئ هر نړیوال ابرقدرت په اتوماتیکه توګه افغانستان خپل د نفوذ په ساحه کي داخلوي ملامت ځکه نه دي چي افغانستان د خپل ملت او ټولیزو ساختارونو لکه د ښاورونو او کلیو د موثره دفاع هیڅ اسباب نلري. دا ځکه چي ددې هیواد اوسیدونکو قومونو او قبایلو په ټولنیز ډول هیڅ کله داسي اراده نه ده لرلې چي د ملت او هیواد د مشترکو معنویاتو، حقوقو، سروتونو اوپه نړیوال سیاسي محیطکي خپلو ملي ستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب لپاره متخصص ځواکونه رامینځ ته کړي او هغه وروزي. دا ځکه چي دوئ په دې شیانو نه پوهیږي. چا دا څه ورښولي نه دي. حاجي مرویس خان هوتک او لوی احمدشاه بابا د مشري لاندي یوه ډله با احساسه افغانانو چي داسي هڅي وکړې، هغه ځکه موقتي ثابتي سوې چي زموږ قومي، سیاسي او مذهبي مشرانوته تل د پردیو ملتونو د حکومتونو په نیابت پر خپل اولس باندي د زور حکومت کول زیات خوند ورکوي په عوض ددې چي د یوه خپلواک ملت په چوپړ کي د مسئولیتونو او قربانیو څخه ډک ژوند ولري. په دې نړۍ کي ځناور درې ډوله ژوند لري. یو په دښتونو، غرونو او بیابانونو کي خپلواک ژوند چي تکلیفي دئ او د پایښت لپاره د وړکتوب څخه لا شاقه د ښکار او دفاع تکتیکونه د خپلي مور څخه زده کوي. دوهم په نیشنل پارکونو کي نیمه خپلواک ژوند دئ چي په محدوده ازادي یو نسبتاً مسترح ژوند. دریم په ژوبڼ کي په قفسونو کي ژوند دئ چي خواړه وررسیږي ددې لپاره چي ژوندي وي او ژوندي ددې لپاره وي چی د انسانانو ساعت ورتیر کړي او د ژوبڼ ادارې ته عواید وګټي. که د ملتونو استقلال په ورته درې ډوله وویشو نو زموږ د ملي استقلال او خود کفالت حالت د ژوبڼ د ځناورو په شان دئ. موږ تش په نامه د نړۍ پر نقشه یو مستقل هیواد یو او په ملګرو ملتونو کي یو درې رنګه بیرغ لرو. کله چي زموږ ملي رهبر په سیمه کي ښکیل د کوم ابر قدرت سره زموږ د ملي استقلال او ملي منافعو پر سر خبره کوي نو د هغه دولت واکمن حقارت آمیزه سلوک ورسره کوي، دا ځکه چي دده په ناخبري کي دده د حکومت جګپوړي چارواکو، د ملت سیاسي او مذهبي متنفذینو وختي لا د هغه ابرقدرت د استخباراتي دستګاه د معاشخوره جاسوسانو په لیست کي خپل نومونه لیکلي وي. هغه د ابر قدرت هیواد واکمن خوارکی نو په دې څه خبر دئ چي دا سیاسي فاحشې دده د حکومت په شان درې او څلور سیاسي میړونه نور هم لري او دا چي د خپلو پیرویانو په استاذیتوب چي کوم معاش دده د استخباراتو څخه اخلي هغه ټول خپل جیب ته اچوي، خپل پیرویان یې پرې خبر کړي هم نه دي، هغوئ تش په خبرو غولوي. د امریکا سره زموږ د دولت ستراتیژک تړون که د بیلګي په توګه راواخلو، نو پخواني ولس مشر حامد کرزي د افغانستان ټول متنفذین وروغوښتل او ددې تړون عواقب یې ورته بیان کړل. هغه مهال هغوئ ټول پوهیدل چي څه پیښیدونکي دي. دا چي هغوئ یوخو د لمړي درجې لټان او ډارنان وه دوهم دا چي امریکایانو یې شخصي ګټي ورخوندي کړي وې او پر ګوته یې کشمیر ورته جوړ کړئ وو نو پر کرزي یې ټینګار کاوه چي امضاء یې کړه، هیڅ ټکه نه لویږي. کرزی صاحب چي په هیواد کي د نوم او دنښان سړی و خبر وو چي د تړون د امضاء وروسته په واک کي پاته کیدل به ډیر زیات شرمناکه وي نو د واک څخه لاس په سر کیدل یې خوښ کړل چي نړیوالو ددې کار هم لوړه صله ورکړل. د کابل مرکزي میدان هوایي یې دده په نوم کړ څو ورته وښیي چي په دې هیواد کي عزت او ذلت ورکول هم ددوئ په لاس کي دي نو ځکه د افغان واکمن لپاره ددوئ د حکم په تعمیل کي د افغان اولس په وړاندي د شرم احساس کول یو بیمعنا کار دئ. اوسني ولس مشر دا سبق زده کړ او دادئ تړون یې هم امضاء کړ. د تړون عواقب هم افغانانو ولیدل او نوش یې کړل، دی هغه دئ اوس هم اولس مشر دئ، راتلونکې دوره هم خپله بولي څه یې کم سول؟ نوش جان!

زموږ دریمه اصطلاح دکاپیټالیزمده هغه دا چي کله د انحصار کونکو او مافیاوو تر مینځ اوږدمهاله همکاري مینځ ته راسي نو کاپیټالیزم رامینځ ته کیږي چي پرمختللئ تمدن(Advanced civilization) په شکل تظاهر کوي. د نن ورځي ټول ستر قدرتونه د همدې ډول بیلګه دي. دا حالت هغه مهال رامینځ ته کیږي کله چي انحصار کونکي بالخصوص د سیاست انحصار کونکي خپل دې کرغیړن عمل ته علمي بڼه ورکړي او خپل وارثین په دې فن کي وروزي. دا ډول انحصار کونکي د خپلو اولادونو د روزني په نصاب کي د لمړي ورځي څخه مشترک ټولنیز اخلاقي او معنوي ارزښتونه حذف کوي. دوئ په خپلو اولادونو کي پرته د کوم دلیله ځان ته د عظمت منسوبولو روحیه پیدا کوي او د مافیاوو د اداره کولو هنر ورښیي. داسي سیاسي انحصار کونکي خپل راتلونکي نسل ته دا ورښیي چي مافیاوي وساته څو د ټولني د رګونو څخه وینه درته زبیښي او په عین حال کي د ټولني د استفادي وړ عادي اکثریت وګړي هم په معنوي رشوتونو اموخته کړه څو تاسو ته د هغوئ مستقیم د وفاداري اړیکه هم موجوده وي. کامیاب انحصار کونکي هغه دي چي پر ټولنه باندي د غلبه کولو لپاره پیاوړي مافیاوي تشکیل کړي او د هغه سره په ګډه د ټولني معنوي ارزښتونه په بشپړ ډول د بینه یوسي څو د ټولني عام وګړي د کاپیټالیزم پر ضد قیام ونه کړي او په عین زمان کي د یو لړ کاذبو ارزښتونو په وسیله د مافیا د استحصال لاندي ټولني افرادو په وړاندي هم خپل مشروعیت ثابت وساتي څو د مافیاو د زهرو غاښونه یې هم ایستلي وي او د ښامار چیچیان پر خپل معنوي پلار باندي غورزی ونه کړي. مافیاوي هغه مهال د انحصارکونکو اشخاصو او کورنیو په محوه کولو باندي بریالئ کیږي کله چي د حاکم او محکوم تر مینځ خلاء بشپړ اشغال کړي او ددې دوو طبقاتو تر مینځ د تفاهم ټولي لیکي منقطع سي. بیا نو مافیاوي د یوې خوا د ټولني عام وګړي د خپلي بشپړ سلطې لاندي راولي او دمشترک فساد ټول الزام پر انحصار کونکو افرادو یا کورنیو اچوي او د کاذبو انقلاباتو په زریعه هغوئ د بینه وړي او هر څه په خپل لاس کي نیسي چي په نتیجه کي یا لاسپوڅي رهبران واک ته رسیږي یا مطلق فساد مینځ ته راځي. د لاسپوڅي رهبرانو واک ته رسیدل د مافیاوو نظام ته موقتي دوام ورکولای سي خو په ډیر یا لږ ځنډ به مطلق فساد ته لاره هواریږي چي د پرمختللي تمدن (advance civilization) کامل محوه کیدو باعث کیږي. د اسلام څخه وړاندي د یونان، روم او فارس د تمدنونو محوه کیدل یې ښه مثالونه دي. په اسلامي تاریخ کي د امویانو په وړاندي د عباسیانو انقلاب چي ابو مسلم خراساني د یوې مهرې په ډول وکارول سو یو روښانه مثال دئ. په غیر اسلامي ټولنو کي د فرانسې انقلاب، د روسیې د بالشویک انقلاب یې هم مهمي بیلګي دي. کاذب انقلابونه د ټولني هغه ستونځي دبینه نه وړي چي دا انقلاب یې پلمه جوړه سوې وي بلکه د یوې لنډي وقفې وروسته هغه ستونځي نور هم په شدت سره د لا زیات وخت پوری عودت کوي. د مافیاوو مثال داسي دئ لکه یو څوک چي چغال د سپي پر ځای وساتي څو د همسایګانو چرګان په وخوري. کله چید ګاونډیو چرګي خلاصي سي نو بیا د خپل کور چرګي هم خوري، ځکه چي د همسایه د چرګانو تر غلا د غافل مالک د چرګانو غلا ډیر اسانه کار دئ. کله چي انحصار کونکي د انحصار هنر ته علمي بڼه ورکړي او د مافیاوو د کیزه کولو په هنر کي ښه ماهر سي بیا نو ددې فرد یا ډلي څخه د بشري ټولنو ښکاریان جوړیږي او د نړۍ د نیولو حرص پکښي پیدا کیږي. د بشریت تاریخ شاهد دئ چي هیڅ انحصار ګر نه دئ توانیدلئ چي تل تر تله یې خپله مافیا مهار ساتلې وي او ځان یې نه وي په خوړلئ. لکه مخکي چي وویل سول چي د یوې ټولني د اداره کولو لپاره مافیا د هم هغه ټولني د لټانو، ټمبلانو او بیغیرته افرادو څخه تشکلیږي. هغوئ چي د ټول ژوند د فکري زیار محصول یې داغه وي چي څنګه د ټولني خواریکښه غړو د غفلت او ناپوهي څخه ګټه پورته کړي او د هغوئ په خواریو ګټل سوي عواید ځان ته راکش کړي. دولتي دستګاه ددې کار ښه وسیله ده خو د اهل و قابله طبعي رهبرانو د مخي څخه لیري کولو لپاره بهرني قوت ته اړتیا لري او دا قوت یو کاپیټالیسټ حکومت دوئ ته ورکوي.په دې ډول بهرني عواملو ته په یوه خپلواکه ټولنه کيد مداخلې زمینه برابریږي.

څلورمه اصطلاح د کالونیالیزم ده. کله چي یو کاپیټالیسټ ځواک د یوې خپلواکي بشري ټولني د داخلی انحصار کونکو او مافیاوو د فعالیت په نتیجه کي رامینځ ته سوي ضعف او یا د خپل استخباراتي فعالیت په نتیجه کي ضعف څخه په استفاده هغه ټولنه د یوه قوي یرغل یا د یرغلونو پرله پسې څپو په نیتجه کي اشغال کړي او هلته خپلي کالونیاني رامینځ ته کوي، ودې ته کالونیالیزم یا کالونایزیشن ویل کیږي. کالوني هغه ښاري ټولنه ده چي د خپل چاپیریال د کلیوالي یا دښتي بشري ټولنو سره مادي او معنوي اړیکي نلري اود بهر څخه په زوره راغلو اشغالګرو او د هغوئ د اجیرانو لخوا تقویه کیږي لکه د اسرائیل ټولنه. دروم ښار تاسیس دداسي ټولني یو لرغونئ مثال دئ. دا ښآري ټولنه د یوې پراخي بشري وطني ټولني د منابعود ځبیښاک لپاره رامینځ ته سوې وي نو ځکه ددې ښاري ټولني د غړو سلوک د خپل چاپیریال د کلیوالي ټولنو د افرادو په مقابل کي تل خصومت آمیزه وي او هیڅ کله یې وینه نه ورسره ګډیږي او تل په دې فکر کي چي د خپل چاپیریال د کلیوالي بشري ټولنوافراد څنګه په خپله ګټه وکاروي. د کالوني اوسیدونکي د خپلي مصنوعي ټولني د بقاء لپاره تل هڅه کوي چي د چاپیریالي ټولنو غړي په خپل مینځ کي په شخړو اخته وي، د لیک لوست علم او پوهي څخه لیري وي او تل بیوزله او غریب وي. ددې کالونیالیسټي ټولني د غړو د مختلفو طبقاتو تر مینځ اړیکي د قرارداد ورکونکي او قراردادي وي چي ټول نظم و نسق یې پر مادیاتو باندي ولاړ وي. د یوې خپلواکي ټولني معنوي ارزښتونومجموعه د هغه ټولني د دود، کلتور یا ثقافت بلل کیږي. دا معنوي ارزښتونه د هغه ټولني د دین لخوا تعین او تثبیت کیږي. د بیلګي په توګه اسلام چي د بشریت لپاره د بشریت د خالق ج لخوا رالیږل سوئ دئ ددې نړۍ تر تولو قوي بشري ارزښتونو د ترویج سرچینه ده. د پښتونوالي قبیلوي قانون دهمدې سپیڅلي دین د بنسټیزو اصولو څخه مشتق سوئ دئ (که څه هم پاچا خاني نیشنلیان ددې خبري متضاده دعوه لري چي دادعوه یې کوم علمي بنسټ نلري). کله چي یوه خپلواکه بشري ټولنه د یوه کاپیټالیسټ نظام مستعمره وګرځي نو بیا ددې ټولني د منابعو د موثره ځبیښاک لپاره هلته په مهمو ستراتیژیکو موقعیتونو باندي نوري فرعي کالونیاني تشکیلوي. دوئ د هغه ټولني پاته سوچه معنوي ارزښتونه د بینه وړلو او د منابعو د استخراج د چینلونو د ایجاد لپاره ځایي مافیاوي تشکیلوي، هغوئ پیاوړي کوي او د هغوئ څخه کار اخلي (البته د کالونۍ څخه بهر) څو د ټولني د وګړو ټولي خپلمینځي اړیکي سره وشلیږي او د خپلو ملکیتونو د چور مخه ونه سي نیولای. دوئ که د ریګ د ذراتو په شان زیات هم سي خو تل به یو له بله داغسي بیل وي لکه د ریګ ذرات. دا ځکه چي کاپیټالیزم او کالونیالیزم د ډبرو د ذراتو څخه خار خوري چي یو له بله سره دومره په قوت وصل وي چي ستر ستر غرونه ځني تشکیل سوي وي. سیلونه او طوفانونه اړباسي چي خپل جهت ته تغیر ورکړي په عوض ددې چي دوئ د مخه لیري کړای سي. کالونیالیسټان تل د کالوني د چارو د پرمختګ لپاره د هغه ټولني خلګ نه استخداموي بلکه د بهر څخه تیار خواره او مفت خواره پیدا کوي، د پستې خواري زمینه ورته برابروي او د کالونیو د خدمتګارانو کار ځني اخلي. د کالونیو بهرني خدمتګاران هوسا ځکه وي چي د ستړیا زور یې هم پر محکومو ټولنو باندي وي او د مزدوري مصرف یې هم د هغوئ د شکول سوو منابعو څخه لاس ته راځي. دا ددې لپاره چي د بل ځایه څخه راوستل سوي انسانان د هغه ځای د ملکیت ریښتونئ احساس نلري او د ځایي انسانانو سره شریک معنویات نلري. دوئ داسي وي لکه د ګلدانۍ بوټۍ چي د خړوبیدو لپاره تل د ساتونکي ګدوې ته اړ وي. معنوي ارزښتونه د بشري ټولنیز ژوند مهمه برخه تشکیلوي، څو د ټولني د غړو په عمومي سلوک کي هم آهنګي موجوده وي چي یو د بل په وړاندي د صمیمیت، اخلاص او ملاتړ روحیه ژوندۍ وساتي. ددې ارزښتونو د پالني په سبب ریښتنئ او کاذب ملګرئ پیژندل کیدای سي. که معنوي ارزښتونه په مینځ کي موجود نه وي نو دوه انسانان اوږدمهاله ګډ ژوند خو پریږده د دوو دقیقو لپاره یو بل ته نیژدې هم نه سي دریدلای. د کاپیټالیسټانو لخو د اشغال سوي ټولني د وګړو تر مینځ د نظم برقرار ساتلو لپاره یو لړ کاذب ارزښتونه په دوئ کي ترویج کیږي څو نظم برقراره وساتل سي ځکه چي د بدنظمه افرادو ټولنه د منابعو لپاره د کالونیسټانو بیپایښته تنده او لوږه نسي ماتولای. ددې لپاره چي د اشغال سوي ټولني وګړي دا نوي کالونیسټي ارزښتونو مجموعه قبلولو ته اړ کړي نو اوږدمهاله جګړه، فقر او بیوزلي باندي مسلطوي. په کالونیانو کي د پناه اخیستلو یا ورسره د ګټور تجارت لپاره د کالوني و ذلت آمیزه معنویاتو ته غاړه ایښودل لازمي شرط وي. د یوې خپلواکي ټولني د ریښتوني ارزښتونو توپیر د کالونیسټي کاذبو ارزښتونو سره دادئ چي ریښتوني ارزښتونه د بشر حیثیت، خپلواکي، شخصي غرور ته اولیت ورکوي او دمادي سروتونو ارزښت ته حدود ټاکي. ریښتوني ارزښتونه د یوه وګړي ریښتوني مادي اړتیاوي ورته ښیي څو د خپل هوس او شهوت د کاذبو اړتیاوو په پوره کولو پسي ونه ګرزي او د ټولني په وړاندي د خپلو مسئولیتونو څخه غافل نه سي.  د بیلګي په توګه د اسلام په سپیڅلي دین کي د اور، اوبو او وښو پر پلور باندي بندیز دئ. علاوه ددې څخه مسافر ته غذا او سرپناه ورکول، د وږي مړول، د تږي خړوبول، لوڅ ته جامې ورکول، د ضعیف او مظلوم امنیت ساتل د ټولني د عمومي افرادو لپاره د یوه لازم مسئولیت حثیت لري چي د ذکات فرضیت دداغه لپاره دئ. ټولنه او د ټولني اداره کونکي ځواکونه او متنفذین مکلف دي چي دا هر څه وړیا پرته د کوم قیمته و اړ شخص ته ورکړي پرته له دې چي د ټولني داخلي وګړئ وي یا د بهر څخه راغلئ پناه راوړونکئ. یوه ټولنه تر هغه وخته پوري د انحصار لاندي راتلای نسي تر څو چي وګړي یې خپلو دې مسئولیتونو ته متوجه وي. کالونیالیسټان ددې لپاره چي یوه ټولنه د خپل انحصار لاندي راولي نو لمړی ځایي متنفذین تشویقوي چی مافیاوي جوړي کړي او خپله ټولنه انحصار کړي او هره بشري اړتیا کاخت کړي او هغه ته لوړه بیعه کښیږدي. و دوئ ته د سروتمندي حرص ورکوي. په خپلو کالونیو کي ددوئ د ساعتتیري زمینې برابروي او ددوئ د عیاشي لپاره هر ډول اسباب تهیه کوي. دا ځکه چي د یوه انحصار کونکي یا د یوې مافیا څخه د ټولني واک اخیستل ډیر اسانه دئ چي کیدای سي چي د یوه اندازه زرو په مقابل کي وي. د بیلګي په توګه د اسلامي هسپانیي سقوط و عیسوي واکمنانو ته یا د افغانستان او عراق اشغال د امریکا په لاس. د یوه ولسي نظام لخوا اداره کیدونکي ټولني د نیولو لپاره باید کالونیالیسټان جګړه وکړي. کالونیالیسټانو ته جګړه درانه لګښتونه لري خو د یوې خپلواکي ټولني لپاره د خپلواکي دفاع زیات ګران ځکه نه پریوځي چي د هغوئ د جګړې د لګښت زیاته برخه د هغوئ د چاپیریال طبیعت برابروي او ددې څخه علاوه د کالونیالیسټانو خپلمنځي سیالئ هم ددوئ سره د خپلي ټولني په دفاع کي مرسته کوي. ددې لپاره چي یوه ټولنه انحصار ته اماده سي نو  باید و یو شمیر داسي کاذبوارزښتونو منونکي سي چي هغه ته مادي بیعه ایښودل اسانه وي. د بیلګي په توګه که د یوې ټولني وګړي د ازدواجي تعلق څخه بهر موقتي جنسي اړیکي ټینګول عیب ونه بولي، د مسکراتو، مخدراتو او دخانیاتو استعمال عیب ونه بولي نو دا خلګ به د خپلو جنسي او روحي شهواتو سړول او فیشني ژوند غوره کول دغومره اړین وبولي لکه خپلي حیاتي اړتیاوي چي عبارت د لزومي حد خوراک، څښاک، پوښاک، سرپناه او د نسل امتداد څخه دي. دا دوګړو کاذبي فیشني اړتیاوي، جنسي او روحي شهوات دي چي د خړوبولو افزار او اسباب یې د کالونیالیسټانو لخوا چمتو کیږي. دا اسباب اصلاً بشري دامونه دي چي د انسان د خپلواکي د غصب او مریتوب د ځیږولو لپاره کار ځني اخیستل کیږي. انسانان یو د بل په وړاندي د مسئولیتونو څخه باغي کیږي او  یو د بل په مقابل کي د داوطلبانه خدمت روحیه په مطلق ډول دبینه ځي. د هغه ځای حرص او روحي لوږه نیسي او د ټولني وګړي تل په دې سوچ کي اچوي چي څنګه یو او بل سره وشکوي څو زیات پولي مبلغ لاس ته راوړي او دکالونیو په عیاشي خانو کي یې بادباد کړي. په پای کي د خوندورو شیبو یادونه ددوئ تر ټولو قیمتي اساسه وي چي ورسره پاتیږي. په دې توګه عام وګړي چي غالب اکثریت دي هیڅ کله د ګوتو په شمیر خپلو مشترکو تدریجي قاتلینو محدودو انحصار کونکو د نامشروع واک د ختمولو لپاره نه سي پاڅیدلای. یا که راپاڅي هم، یو موثره منسجم حرکت نه سي رامینځ ته کولای څو د انحصار ځینځیرونه وشکوي. کالونیالیسټان به دوئ د اموخته حیوانانو او مرغانو په څیر کاروي.

لیکوال: عبدالستار ایوبي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب