جنګي وسایلڅنګه کولای شو؟

د بې پيلوټه الوتکو څخه پټيدل

 

بې پيلوټه الوتکى په داسې پياوړو کېمرو باندې سنبال وي چې له څو کيلومتره لوړوالي څخه خلک، موټر او ودانۍ په نښه کولی شي. زياتره بې پيلوټه الوتکې د شپې دوربينونو يا نايټ ويشنز درلودونکي وي، چې د FLIR سنسور په نامه سره ياديږي کوم چې د ورځې او شپې د انسان د حرارت نښې له لېرې معلومولى شي.

هغه لارې چارې چې د بې پېلوټه الوتکو څخه پرې ځانونه ژغورلی شو، په لاندې ډول دي:

۱ـ د ورځې پټېدنه: د ونو او ودانيو سيوري څخه ځان پناه کړئ.

د پيړ ځنګلي بوټو څخه د طبعې پټيدنې په ډول کار واخلئ او يا هم د پټيدنې جال وکاروئ.

۲ـ د شپې پټيدنه: د شپې لخوا د ودانيو په منځ کې او يا هم د ونې او پانيزو نباتانو څخه لاندې ځانونه پټ کړئ. لاسي چراغ او يا هم د موټر د چراغونو څخه کار مه اخلئ، تردې چې د ليرې واټن لپاره يي هم مه کاروئ. د شپني ماموريت پر محال بې پيلوټه الوتکى دغه توکي په اسانۍ سره په نښه کولاى شي.

۳ـ د حرارت پټول: د اضطراري حالت کمبلې چې د هوايي کمبلې په نامه يادېږي، او د مايلر په نوم موادو څخه جوړې شوي وي کولاى شي چې د حرارت شعاع ګانو څخه مخنيوى وکړي.

هوايي کمبلې چې د چپنې په ډول د شپې اغوستل کيږي، بدن د حرارت شعاع ګانو د معلومولو څخه مخنيوى کوي.

همدارنګه په اوړي کې چې کله د حرارت درجه د ٣٦ سانتي ګراد او ٤٠ سانتي ګراد تر منځ وي، نو دغه کيمرې د بدن د حرارت او شاوخوا ځاى د حرارت درجو تر منځ توپير نه شي کولی.

۴ـ خرابې هوا ته په تمه شئ. بې پيلوته الوتکې په تيز باد، لوګي، طوفاني باران او يا هم د هوا په سختو شرايطو کې فعاليت نه شي کولی.

۵ـ د اړيکو نيولو د بې سيم وسايلو څخه کار مه اخلئ. د موبايل او يا هم جي پي ايس پر بنسټ اړيکې به تاسې د ځاى د معلوميدلو د خطر سره مخ کړي.

۶ـ د موټر او يا هم د کور په چت باندې انعکاس کوونکي توکي او يا هم د شيشو ټوټې شيندل به د بې پيلوټه الوتکو کيمرې مغشوشې او غلطې کړي.

۷ـ د بې پېلوټه الوتکو تېر ايستلو لپاره نانځکې ودرول: د انسان په شکل مجسمه او يا هم د انسان په اندازه د نانځکو په کارولو سره هم د یو چا یا ځای په اړه، دغه الوتکه په ترصد او معلوماتو ترلاسه کولو کې پاتې راتلای شي.

د بې پيلوټه الوتکو بې کاره کول

بې پيلوټه الوتکې له لرې څخه کنتروليږي. ددې الوتکو پيلوټان کولاى شي چې دغه الوتکې په زرګونه کيلومتره دځمکني مرکزونو څخه لرې کنترول کړي. پدې الوتکو کې کنتروليدونکې اړيکه د سټلايټ په واسطه ليږديدونکى د معلوماتو اړيکه يا ډاټا لينک ده چې د هغې په واسطه پيلوټ دغه بې پيلوټه الوتکه کنترولوي.

د ډاټا لينک په نښتلو يا جام کيدلو او يا هم ګډوډ کيدلو سره،  د بې پيلوټه الوتکې په کنترولو کې مداخله کېدلی شي. او دغه مداخله کوونکى شخص کله کله د ډاټا لينک بريښنايي کوډ سګنل ته هم بدلون ورکولاى شي:

۱ـ پريکونه: يو عصري تخنيک يي داسې دى چې يو ډول سافټ وير چې سکاى ګريبر نوميږي، دسټلايټ ډيش او ټي وي څپو برابروونکى په واسطه د بې پيلوټه الوتکو پريکوينسي يا څپې پرې کوي. او په دې سره د بې پيلوټه الوتکې څخه او ورته اړيکه پرې کيداى شي.

۲ـ مداخله: د بيلا بيلو څپو او يا هم د څپو يوې ګېډۍ باندې په پيغام ليږدولو سره د پيلوټ او يا هم د بې پيلوټه الوتکې تر منځ اړيکه پرې کېدلی شي.

۳ـ جي پي ايس غلطول: کيداى شي وړوکې د ليږد وړ جي پي ايس ترانسميټر د جي پي ايس درواغجن سګنل وليږدوي او د بې پيلوټه الوتکې خوځنده سستمونه پرې کړي او د خنډ سره يي مخامخ کړي. د بيلګې په ډول سره کيداى شي چې دغه بې پيلوټه الوتکې په تخريبيدونکي لارې باندې پخپله روانه کړی شي، آن تردې چې دغه بې پيلوټه الوتکې تښتول او يا يي په يوه ځښاست ليکه کې ښکته کولاى هم شي.

ليکوال: عبد الغني عاطف

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close