دعوت او تبلیغ

د بی روزګارۍ سره په مبارزه کې د داعیانو رول

د داعی له بنسټیزو دندو یوه دا هم ده چې د سالمی عقیدې او اخلاقو په رڼا کې خلکو ته د داسې کړووړو لارښوونه وکړي چې نه یواځې هغوۍ ته اخروي ګټې ولري بلکه دنیوي ګټې هم ولري. اسلام د عقیدې، اخلاقو، او شریعت په رڼا کې د انسان د ښه ژوندانه لپاره چې دده په کوښښ او زیار جوړیږي، ښکاره پیغام لري، همدغه ښه ژوند په دنیا کې د مؤمن هدف دې او د آخرت د ژوندانه اجر او ثواب هم ددنیا د ښو کړنو پر بنسټ ورکول کیږي.

په دغو ورځو کې ډیرۍ مسلمانانو سره مفاهیم ګډوډ او بی تولې شوی دي او بې ارزښته کارونه یې پر مهمو کارونو وړاندې کړي دي آن تردې چې په خپل سرنوشت یې خپل کنترول له لاسه ورکړی او د ژوندانه له کارونو څخه تیښته خوښوي او دغه کار ورته دین داري ښکاري، پداسی حال کې چې د الله تعالی هغه لارښوونه یې هیره کړی چې بندګانو ته د ژوندانه په چارو کې د کوښښ کولو او په ځمکه کې د حلالې روزۍ ګټلو حکم کړی دی.

په هرحال مونږ په لاندینو کرښو کې د دوه ډوله بې کاریو په اړه غږیږو او په اړه یې د دعوتګر موقف او ورسره په مبارزه کې د هغه وسایل څه دي.

خپل لاسي بی روزګاري او هغه ته د شهدو د مچیو په میتود د حل لاره

له دغه ډول بې کارۍ څخه مو هدف هغه بې کاري ده چې کار او روزګار وي خو سړۍ د خپلې لټۍ او تنبلۍ پر اساس کار او روزګار نه کوي، یعنې د کار او روزګار د شتون او د کار کولو د توان لرلو سره سره بیا هم د لټۍ او تمبلۍ نه کار واخیستل شي او هوساینې ته اهمیت ورکړل شي.

دعوتګران باید د دې ډول بی روزګارۍ په اړه پدغو ټکو ټینګار وکړي:

۱-  د سورة اللیل د لارښوونی سره سم ښایسته ژوند د تل لپاره د تمدني مثلث د خاوندانو په نصیب وي(ورکړه، تقوی، او په ښو کارونو باور لري):  [ هرچا چې ورکړه وکړه، تقوی یی اختیار کړه، او په ښو کارونو یې باور درلود، نو خامخا به یې ښو کارونو ته لاره اواره کړو] سورة اللیل.
۲- مسلمان به له الله څخه تل له کسالت او تمبلۍ نه پناه غواړي، ځکه چې د مسلمان په کلتور او طبیعت کې هیڅکله لټۍ او تمبلۍ ته ځاې نشته، د لوی څښتن تعالی دې درود دې په نبې علیه السلام وي چې مونږ ته یې په خپله دعا کې هم دا را زده کړي چې ( ای څښتنه زه له تا څخه د لټۍ او تمبلۍ نه پناه غواړم).
۳- هر هغه څوک چې د کار او روزګار په شتون کې د توان او طاقت له درلودو سره سره بیا هم پر خپلې ټولنې پیټۍ وي نو په حقیقت کې دوۍ په ناروا توګه د خلکو مال خوري، او بالاخره د هغوۍ ځای به جهنم وي.
۴- مسلمان ته پکار دي چې د خپلې ټولنې کاري پلان او اړتیاوو، خپل اقتصادي او علمي سویې، ته په کتو سره یو مناسب رول و لوبوي او د بل چا کار ته چې له ده نه یې په ښه توګه سرته رسوي خنډ جوړ نه شي، او هره لحظه دې د اقتصادي ودې پلان ته مراجعه کوي.
۵- د ټولنې هر وګړۍ دی کوښښ وکړي چې د ټولنې د اوږې بار او پیټۍ ورسره پورته کړي نه داچې پخپله دی تل د ټولنې پر اوږو پیتۍ وي او تل ددې پرځای چې له ځانه دا پوښتنه وکړي چې ټولنې ته دی څه ورکړل؟ بلکه وایې چی نه: له ټولنې نه دی څه په لاس راوړل! هغه باید له خپل مال، وخت، پوهې، او کسب څخه داسی خرچه وکړي چې ښی لاس یې پر چپ لاس خبر نشي.
۶- هر هغه څوک چې د پوهې سره سره بیا هم له روزګار کولو سره مینه نه لري او یا له تمبلۍ او کسالت څخه کار اخلي باید خپل علم او هنر زر تر زره نورو ته انتقال کړي، ځکه کیدای شي چی نور خلک دده له پوهی او مهارتونو څخه ډیره ګټه واخلي او همدغه پوهه او هنر له ده څخه ډیر په کار واچوي، ځکه د علم او هنر نورو ته انتقالول کیداې شي د تمبلۍ د ګناه په مقابل کې جبیره وبلل شي.
۷- باید همیشه پدې خبره ټینګار وشي چې بې روزګاري د ذلت سریزه ده، او په هره کچه د ټولنې د لمنځه تللو په معناده،  ځکه چې اقتصادي وده او آزادي دواړه یو بل ته اړین شیان دي یعنې (لازم او ملزوم) دي. دغه میتود یا طریقه مونږ له قرآن کریم څخه زده کوو چېی کولای شو هغه د شهدو د مچیو د حل لاری میتود و بلو، چې قرآن کریم کې لوی څښتن جل جلاله د شهدو مچیو ته لارښوونه کوي چې: “وأوحى ربك إلى النحل أن اتخذي من الجبال بيوتًا ومن الشجر ومما يعرشون. ثم كلي من كل الثمرات فاسلكي سبل ربك ذللاً يخرج من بطونها شراب مختلف ألوانه فيه شفاء للناس إن في ذلك لآية لقوم يتفكرون” [سورة النحل: ۶۸، ۶۹ ] لوی څښتن مونږ ته په دغه مبارک آیت کې دا را ښیی چې هغه د شهدو مچیو ته د وحی ( دلته وحې د تعلیم ورکول، او د ځواکمن طبیعت، او د هڅوونکې چاپیریال په معنې دی) په واسطه داسې لارښوونه وکړه چې چیرته به ژوند کوی؟ څه به خورې؟ او د خپل رب لارې به لټوې یعنې په دې توګه یې د شهدو مچیو ته دغه مثلث ورکړ چې (  کور، دوډۍ، آزادي) او دا همغه مثلثي فورمول دې چې انسان یې هم باید خپل کړي. آزادي په دې معنې چې د ازادي ټول ډولونه چې عبارت له روحي، عقلي او فکري، او دزړه، او بدني ازادۍ دي مراد دي…..نو که چیرې انسان هم د شهدو د مچیو په څیر پر دغه فورمول عمل وکړي نو خپلې ټولنې ته به ډیره ګټه ورسوي.

جبري بې روزګاري او نوي عصر ثمودیان

دویم ډول بې روزګارۍ ته اجباري بې روزګاري وایو: دا ډول بې روزګاري هغه ده  چې د کار زمینه برابره نه وي او یا هم انسان بې توانه وي او یا هم دواړه سره یوځای وي. د کار فرصتونه او زمینې خو له دې امله ورک دي چې پر بازارونو باندې د کنترول لپاره یو لویه جګړه روانه ده چې ددغې جکړې جنګ سالاران له یوې خوا غربیان او له پل پلوه چینایان دي.
له یوې خوا غرب خو له مونږ سره ددې لپاره جګړه کوي چې د پرمختللی ټکنالوجۍ میدان ته له ننوتو زمونږ مخه ډب کړي، او د تل لپاره د هغوۍ د تولیداتو پیریدونکي واوسو، له بلې خوا چین له مونږ سره د ارزانو مصنوعاتو په وړاندې کولو سره جګره کوي چې پدغه کار سره مونږ نه پریږدي چې تولیدي فکر ولرو او د تکنالوجۍ د لاس ته راوړلو په فکر کې شو، چینایان زمونږ ټولنې په ډیره دقیقه توګه مطالعه کوي او مونږ ته زمونږ کالي، لباس او آن زمونږ د عبادت وسایل هم جوړوي چې پدې کار سره هغوې ملیاردونه له مونږ ګټي او مونږ د کار په ملیونو زمینې او  فرصتونه له لاسه ورکوو.
د غرب له خوا ممانعت خو یواځې د لوړې ټکنالوجۍ د لاس ته راوړلو څخه ممانعت کول دي، چې هغه یو غیر اخلاقي موقف دی مګر د چینایانو له خوا ممانعت بیا یوه جرمي بڼه لري.
د روزګار د توان او طاقت د نه شتون علت خو دادې چې زمونږ ټولنې او حکومتونه د اوسني نړیوال اقتصادي او پرمختیایې جګړه کې د اقتصادي ودې او پراختیا له ملاتړ کولو، او یا د بدیل اقتصاد په رامنځ ته کولو، او وروسته بیا د وړتیا د لوړولو لپاره د ظرفیت جوړونې د پروګرامونو په پلي کولو کې پاتې راغلي.
د دغه ډول پاتې راتللو علت په ډیرو هغو خلکو او چارواکو کې د ژوندي  ضمیر نشتوالې دې چې په ټولنو او حکومتونو کې د نفوذ خاوندان دي، ځکه اوسمهال نړیوال اقتصاد د داسې لویو بین القاره ای شرکتونو په لاس کې دي چې هم د خپلو هیوادونو په سیاستمدارانو او هم د نورو هیوادونو په سیاستمدارانو اغیز لري. زمونږ په هیوادونو کې د اقتصادي ودې موضوع د څو داسې مصنوعي سیاستمدارانو د هغه ټولګي په لاس کې ده چې د همدغو لویو شرکتونو له خوا سیاسي ډګر ته وړاندې شوي دي او د همدغو شرکتنو په پټه معاش خواړه دي، نو ځکه ما په پخپلو ځینو لیکنو کې د غه ټولګی د زمانې ثمودیان نومولوي ځکه چې هغوۍ د اقتصادي ودې مخه داسې ډب کړیده څنګه چې ثمودیانو د هود علیه السلام د اوښې مخه ډب کړیوه.
د حیرانتیا وړ خو داده چې ټولنه د مختلفو دینې ډلو له شتون سره سره هم دغې جګړې ته متوجه شوی نده، زمونږ ډیرې دیندارې ډلې په شکلي او عادي قضایاو کې مصروف شوي دي چې کولاې شم په زغرده ووایم چې په استعماري کړیو کې داسې کړۍ شته چې ځینې غافل مسلمانان یې په داسې وهمي قضایاو کې مصروف ساتلي چې د یوه ښکاره وهمي موضوع نه ددفاع لپاره وهمي جګړه وکړي.

داعیان او د جبري بې روزګارتیا سره مقاومت

مخکې تردې چې د جبري بې روزګارتیا سره د مقاومت په اړه د داعیانو په رول خبرې وکړو، پدې ټینګار کوو چې داعیان باید د اقتصادي ودې، او له چاپیریال سره د انسان د اړیکو په اړه په بشبړه توګه اشنا وي.
نو داعیانو ته پکار دي په لومړي پړاو کې د ماعون له ډلې سره په مرسته ټینګار وکړي ( ‌‌”أرأيت الذين يكذب بالدين. فذلك الذي يدع اليتيم. ولا يحض على طعام المسكين. فويل للمصلين. الذين هم عن صلاتهم ساهون. الذين هم يراءون. ويمنعون الماعون” [سورة الماعون]، که چیرې دیانت داري مسکین ته د ډودۍ ورکولو، او هغوۍ ته د وسایلو د برابرولو لپاره مرستې ته انسان و نه هڅوي نو هغه دیانت داری یوه درواغجنه دیانت داري ده چې پواسطه یې انسان د الله د عذاب او قهر مستحق ګرزي.
فقیر هغه څوک دې چې کار او رزګار نشي کولاې، لکه یتیم چې وسایل لري مګر د کوچنیتوب پر علت د کار کولو توان نلري، مګر مسکین بیا هغه څوک دې چې د کار کولو توان لري خو د کار کولو وسیله نلري او یا هم د کار کولو فرصت یې له لاسه ورکړې، نو ټولنې ته پکاردي چې هغه ته د کار او رزګار زمینه برابره کړي.
محمد اسد په خپل کتاب کې لیکي چې امام فخر الدین رازي په خپل تفسیر کې د ددغه آیت “يا أيها الذين آمنوا إذا قيل لكم تفسحوا في المجالس فافسحوا يفسح الله لكم” [سورة المجادلة: 11].  له تفسیرولو څخه ورورسته داسې تبصره کوي چې (تفسح) چې معنایې ځای پراخول دي، یواځې په مجلس کې د ځاې پراخوالی تری هدف نه دی، بلکه د ژوندانه په چارو کې د پراخوالې راوستلو معنا هم ترې اخیستل کیږي، چې دا په دې معنې ده چې د ټولنې افراد باید د خپلو وګړو لپاره د کار زمینې هم برابرې کړي.
د اقتصادي ودې لپاره خرچه کول د خداې په لاره کې مصرف کول دي او هرڅومره چې د مسکینانو لپاره د روزګار پیدا کولو په لاره کې خرچه وشي نو همغومره ټولنې ته ګتوره ده.
وقف د اقتصادی ودې لپاره یوه اغیزناکه وسیله ده چې مسلمانه ټولنه باید ورته پام واوړي او حکومت ورته اسانتیاوې برابرې کړي ځکه چې ځینې وقفونه اوږدمهاله وي نو ځکه د حکومت لخوا ورته د ډیرو آسانتیاوو برابرولو ته اړتیا لیدل کیږي، او ځینې بیا لنډمهاله وقفونه وي چې انسان یې په خپل ژوندانه کې له خپل وخت، مال، علم، او زیار څخه وقفوي او پخپله ورباندې نظارت کوي، نو کچیرې حکومتې نظام درست نه وي او نشي کولاې چې په اوږدمهاله وقفونو نظارت و کړي نو پکاردي چې مونږ لنډمهاله وقفونو ته پام وکړو چې پخپله پرې نظارت وکولاې شو.
مسلمانان پدې هم باید پوه شي چې زمونږ او زمونږ د شاوخوا ملتونو سره تکنالوژیکې واټن ورځ تر بلې زیاتیږي او پراخیږی، او د ورځې په تیریدو سره د روزګار فرصتونه له لاسه ورکوو، او زه تر هرڅه زیات پدې ویریږم چې خداې مګړه داسې ورځ رانشي چې مونږ ټول به هغوۍ ته پخپله بلنه ورکړو چې راشۍ مونږ استعمار کړۍ، مګر هغوۍ زمونږ له وژلو پرته په بل څه راضي نشي، نو هغه وخت به زمونږ هیڅ وګړۍ هم ګټور نه وي، په دنیا کې به د ذلیل مرګ مستحق یو او په آخرت کې به د جهنم د عذاب مستحق شو.

لیکوال: داکټر سید دسوقي
ژباړه:حمد الله فايق

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: