د بني آدم قصيده
په نوم نظم کې غني خان د معمول په توگه آدم چې د ((انسان)) سمبول دی،د دوه متضادو عناصرو ترکيب بولي.خير او شر، گناه او ثواب، رحماني او شيطاني ښکلا او بدرنگي، تورتم او روښنايي، ترکيب دی. د نظم محتوا بيا هم د پيدايښت افسانې ته رجعت کوي چې که له يوې خوا انسان له گنده ډک دی نوله بلې خوا گلونه لري. دا پوښتنه ورسره طرح کوي چې د څه له پاره او د چا په گوتو جوړ شوې دی؟
په ابراهيمي اديانو کې دا مساله ډيره په زړه پورې او ژوره څيړل شوې ده. خدای پرښتو ته وويل چې غواړم په ځمکه کې خپل ځای ناستی وټاکم. خدای چې د اسلام او ابراهيمي اديانو له نظره ډېرمتعالي موجود دی، نو پرښتو ته انسان د((خپل ځای ناستي په توگه ورپيژني)).د انسان رسالت له همدغه ځايه پيژندل کيږي چې هغه د خدای استازی دی خو پرښتې اعتراض کوي وايي: ای خدايه! بيا غواړې چې پرځمکه وينې وبهيږي؟( دا ځکه چې د اساطيرو له مخې د مخه هم داسې موجودات وو چې د يوبل وينې يې بهولې.)
خو خدای په ځواب کې وايي:(( زه په هغه څه پوهيږم چې تاسوپرې نه پوهيږۍ.)) له هغه وروسته خدای د انسان په هستولو پيل کوي.له همدغه ځايه سمبول اورمز هم پيل کيږي چې ډير ژور شيان او مفاهيم په هغه کې بيانيږي. خدای د ځمکې له مخه ډيره خرابه او بويناکه خاوره غوره کوي. نه يو ډير عالي موجود يا شی يا ماده. په قران پاک کې درې ځايه راغلي دي چې انسان له څه نه هست شوی دی؟.((صلصال کالفخار(رسوب شوې خاوره) بل ځای کې وايي(حماءمسنون نه جوړ دی) يعنې له بويناکې او چټلې خاورې. او په بل ځای کې وايي چې له طين(خټې) مې جوړکړ.))
خو په دغه خټه يا خاوره کې چې انسان يې ترې جوړ او خپل روح يې په كې ځای کړ. يوازی روح، نه وينه نه بل څه.
په بشري فرهنگ او تمدن کې د پستۍ او ذلت سمبول همدا مرداره او بويناکه خټه ده خو له بلې خوا ډير عالي او متعالي اشرف موجود په کې روح دی، انسان چې د خدای استازی دی، د مردارې او بوينا کې خټې نه جوړدی،خدای عالي ترين ذات او روح يې ډېر اوچت او tran scendent متعالي دي.
په دې اساس انسان له دوه متضادو عناصرو يعنې بويناکې خټې او عالي روح نه جوړ دی نو انسان يو دوه بعدي موجود دی، د واليزم يا ثنويت لري. نور ټول موجودات يو بعد لري. دانسان يو بعد د تعفن او پستۍ تمايل لري. او خصلت او ماهيت يې د رسوب کولو او توقف تمايل لري.د مثال په توگه کله چې سيندبهيږي نو روسوبي خاوره تل ته ځي او هلته پاتې کيږي. د انسان په خټه کې راحت غوښتنه او تنبلي او لټي هم ځای لري خو بل بعد يې روح دی. يا د(مذهبي کتابونو په تعبير) دتعالي يا ترانسيندينتال تمايل لري، نو د صعود او پورته تللو او عروج په لور ډېرعالي تصورلري. يا د دغه دوه متضادو خواوو شخړه په دايمي او ابدي توگه د انسان په وجود کې شته ترهغه چې يوبايد غوره اوخپل کړي.
خو خدای انسان ته ورزده کوي: نومونه يا اسماء الحسنی! خدای پرښتو ته امر کوي چې انسان ته سجده وکړي. هغوۍ وايي: موږ له اوره پيدا يو او دی له بويناکې خټې پيدا دی خو خداې وايي: زه په هغه څه پوهيږم چې تاسې پرې نه پوهيږۍ، نو بيا له پرښتو د نومونو پوښتنه کوي. پرښتې پرې نه پوهيږي.له انسانه پوښتنه کوي.انسان ځواب وايي نو پرښتې په دې ازموينه کې پاتې راځي.نتيجه دا چې انسان په هغه څه پوهيږي چې شيطان او پرښتې پرې نه پوهيږي. انسان په دې ازمايښت کې خپله برترې ثابتوي. جوتيږي چې د وجود اصالت په علم او پوهه کې دی نه په اصل او نژاد کې.
استاد محمد اکبر کرګر