د بشري حقونو نړيواله اعلاميه

د بشري حقونو نړيواله اعلاميه

د۱۹۴۸ زيږديز کال د ډسمبر د لسمې مصوب

(۱۹/۹/۱۳۲۷ لمريز کال)

دملګروملتونو دسازمان عمومي ټولنه

سريزه:

څرنګه چې دبشري کورنۍ دټولو غړو د ذاتي کرامت او د دوي د برابرو او نه بېليدونکو حقونو پيژندل په نړي کې د سولي، آزادۍ او عدالت بنياد جوړوي؛

څرنګه چې د بشري حقونو له پامه غورځول او دهغوي سپکاوي دداسي ناوړه او وحشيانه اعمالو لامل ګرځي چې دانساني وجدان بې‌حرمتي ګنل کيږي او هغي نړي ته رسيدنه چې انسانان په کې بې له ويرې اونيستي وکړاي شي دبيان او عقيدي له آزادۍ ګټه واخلي، دبشر دخورالوړو ارمانونو په څير اعلام شوي دي؛

څرنګه چې د ظلم او جبر په مقابل کې د وروستۍ وسيلي يعني بغاوت کولو څخه د انسان د ژغورلو لپاره دبشري حقونو ساتل د قانوني حاکميت په مټ اړين شمېرل شوي؛

څرنګه چې د ملتونو په منځ کې د دوستانه اړيکو د ودې هڅول او پراخول ضروري دي؛

څرنګه چې خلکو او ملګرو ملتونو د همدې سازمان په منشور کې د بشر د بنيادي حقونو، دانسان پر کرامت او ارزښت او دښځي او نارينه د برابرو حقونو په اړه خپل باور بيا تاييد کړی او پريکړه يې کړې ده، چې ټولنيزې ترقي او د ژوند غوره معيارونو ته په پراخه آزادۍ کې وده ورکوي؛

څرنګه چې دملګرو ملتونو غړيو هېوادونو ژمنه کړې ده چې ددې سازمان په همکاري به په نړيواله کچه، بشري حقونو او بنيادي آزاديو ته په درنښت او دهغو په څارنه کې زياتوالي راولي؛

څرنګه چې ددې حقونو او آزاديو په وړاندې ګډ پوهاوي او پوهېدل ددې ژمنې دترسره کولو لپاره دډير زيات اهميت لرونکي دي؛

نو ځکه اوس دملګروملتونو عمومي ټولنې (اسمبلې)  دبشري حقونو دغه نړيواله اعلاميه خلکو او ملکونو لپاره دبرياليتوب ديوه ګډ معيار په توګه له دې هدف سره اعلاموي؛ چې هر فرد او دټولنې هر غړی په پرله پسي ډول ددې اعلاميې په پام کې نيولو سره بايد دښوونې، روزنې او زده کړې له لارې هڅه وکړي، چې دغو آزاديو او حقونو ته دې درناوي وده وکړي او د تدريجي او مترقي اقداماتو په مټ، ملي وي او که نړيوال، دهغې دبشپړه او اغيز ناکه پيژندنه او څارنه هم پخپله دغړيو هيوادونو دخلکو او هم د هغو سيمو دخلکو په منځ کې تامين او تضمين کړي، چې د دوي دقانوني صلاحيت په حدودوکې اوسي.

لومړي ماده

ټول انسانان آزاد پيدا کيږي او يو ډول حقونه، عزت او کرامت لري. انسانان په عقل او وجدان سمبال شوي او بايد يو له بل سره د ورور ګلوۍ په روحيه چلند وکړي.

دويمه ماده

هرڅوک پرته له دې چې هر ډول توپير څخه لکه نژاد، رنګ، جنس، ژبه، دين، سياسي يا بله نظريه، ملي يا اجتماعي منشا، دارايي، د زيږيدني يا بل موقف په نظر کې ونيول سره، دټولو هغو حقونو مستحق دي، چې په دي اعلاميه کې راغلي دي.

درييمه ماده

هر څوک د ژوند آزادۍ او ځاني خونديتوب حق لري

څلورمه ماده

هيڅ څوک په مرييتوب يا د غلام په حيث نه شي ساتل کيداي، مرييتوب او دغلامانو پيرودل او پلورل بايد په ټولو بڼو کې منع شي.

پنځمه ماده

هيڅ څوک بايد شکنجه نشي، او نه په ظالمانه او ناانساني توګه سپک شي او يا سزا وويني.

شپږمه ماده

هر څوک حق لري، هر چيرته چې وي، دهغه حقوقي شخصيت د قانون په وړاندې ديوه انسان په څير وپيژندل شي.

اوومه ماده

ټول خلک دقانون په وړاندې يو برابر دي او ددې حق لري، چې دهر ډول تبعيض نه پرته په برابره توګه د قانوني ملاتړ مستحق وي، دوې حق لري چې د هرهغه تبعيض په وړاندې چې اعلاميه نقضوي او يا دهغې لمسونې په مقابل کې چې داسې تبعيض ته لمن وهي په برابره توګه وساتل شي.

اتمه ماده

که دهرچا په اساسي حقونو، چې د اساسي قانون يا دکوم بل قانون لخوا پيژندل شوي وي، تيري وشي، دي حق لري، چې دصلاحيت لرونکو ملي محکمو په مټ دتلف شويو حقونو موثره تلافي ترلاسه کړي.

نهمه ماده

هيڅ څوک په خپلسر توقيف، بندي يا تبعيد کيداي نشي.

لسمه ماده

هرڅوک په مساويانه ډول حق لري، چې دعوه يې ديوې بې طرفي او مستقلې محکمې لخوا په ښکاره او منصفانه توګه ترغور لاندې ونيول شي او دغه شان محکمه به د ده په حقونو او وجايبو او هغه الزام په باره کې پريکړه کوي، چې په ده لګول شوي وي.

يوولسمه ماده

 

  1. په جرم تورن شوي هر فرد حق لري تر هغوي  بې ګناه وګنل شي، چې جرم يې په داسي يوه ښکاره محاکمه کې ثابت شوي نه وي، چې تورن پکي دخپل دفاع لپاره ټول ضروري او رسمي تضمينونه، ونلري.
  2. هيڅ څوک د داسي اعمالو ترسره کولو يا نه کولو په وجه محکوم کيداي نشي، چې د اجرا کيدلو په وخت کې د ملي يا نړيوال قانون له مخې جرم نه شميرل کيده، دغه راز هيڅ څوک ديوه جرم دکولو له امله، له هغه سخته سزا نه ويني، چې دجرم د اجرا کيدو په وخت کې دهغه جرم لپاره تعيين شوي وي.

دولسمه ماده

هيڅوک دچا په محرميت، کورنۍ، کور يا ليکونو کې دخپلسري مداخلې حق نلري او نه يې پر نوم او حيثيت تعرض کيداي شي. هر څوک ددې ډول حملو يا مداخلې په مقابل کې دقانوني ملاتړ حق لري.

ديارلسمه ماده

  1. هر څوک حق لري چې دهرهيواد په دننه کې ازادانه تګ او راتګ وکړي او د استوګنې ځاي انتخاب کړي.
  2. هرڅوک حق لري، چې دخپل هېواد په ګډون هر هېواد پريږدي او يا خپل هېواد ته راستون شي.

څوار لسمه ماده

  1. هر څوک حق لري، چې  دځورونې او تعقيب په وړاندې په نورو ملکونو کې دپناه په لټه کې شي او په نورو هيوادونو کې پناه واخلي.
  2. له دغه حق څخه په هغه وخت کې ګته نه شي اخيستل کيداي، که چيرې تعقيب دغير سياسي جرم او يا دداسي اعمالو د ترسره کولو له امله وي  چې دملګرو ملتونو له موخو او اصولو سره توپير ولري.

پنځلسمه ماده

  1. هر څوک د تابعيت حق لري.
  2. هيڅ څوک بايد له خپل تابعيت څخه محروم نه شي او نه يې بايد دا حق باطل شي، چې خپل تابعيت ته تغيير ورکړي.

شپاړلسمه ماده

  1. ټول بالغ نارينه او ښځينه له هيڅ ډول محدوديت پرته لکه نژاد، مليت، تابعيت يا مذهب حق لري چې واده وکړي او کورنۍ تشکيل کړي. دوې ددواده کولو پر وخت او دهغه په فسخ کولو کې يو ډول حقونه لري.
  2. واده يوازې په هغه وخت کې کيداي شي، چې ښځه او ميړه دواړه خپله بشپړه خوښه او رضا څرګنده کړي.
  3. کورنۍ دټولنې طبيعي او بنيادي واحد دي او حق لري چې د دولت او ټولنې لخوا يې ملاتړ وشي.

اولسمه ماده:

1)هرڅوک په ځانګړې او يا ډله ييزه توګه د مالکيت حق لري.

2) هيڅوک بايد په خپلسري ډول د مالکيت له حق څخه بې برخې نشي.

اتلسمه ماده

هرڅوک دفکر، وجدان او مذهب دآزادۍ حق لري. په دې حق کې هغه آزادۍ شامله ده، چې خپل مذهب يا عقيدي ته تغيير ورکړي او دغه راز هغه آزادي، چې يوازي يا له نورو سره په ګډه، په ښکاره يا خصوصي ډول خپله عقيده يا مذهب په زړه، عمل، عبادت کولو او د ديني مراسمو په اجرا کولو کې څرګنډ کړي، هم شامليږي.

نولسمه ماده

هر څوک دبيان او نظر دآزادې حق لري په دې حق کې هغه ازادي شامله ده، چې بې له ويرې څخه مفکورې او نظر يې ولري او په هر وسيله پرته له دې چې سر حدونه په پام کې ونيسي، عقايد او معلومات وپلټي، ترلاسه او خپاره يې کړي.

شلمه ماده

  1. هرڅوک حق لري، چې په آزاد ډول سوله ييزې اتحاديې اوډلې جوړې کړي.
  2. هيڅوک بايد په دې مجبور نه شي، چې په کومي ډلې پورې وتړل شي.

يوويشتمه ماده

  1. هر څوک حق لري، چې په مستقيمه يا په آزاد ډول د ټاکل شويو استازو په مټ د خپل هيواد په حکومتي چارو کې برخه واخلي.
  2. هرڅوک حق لري، چې په برابره توګه په خپل ملک کې له عامه خدمتونو څخه ګټه واخلي.
  3. دخلکو اراده بايد دحکومت د واک بنياد جوړ کړي، دغه اراده بايد په نوبتي ډول په رښتينو انتخاباتو کې څرګنده شي. انتخابات بايد درايې ورکولو د عمومي او برابر حق له مخې وشي او بايد چې د پټې رايې ورکولو او يا د رايې ورکولو د برابري او آزادې طريقي سره سم تر سره شي.

دوه ويشتمه ماده

هرڅوک د ټولني ديوه غړي په توګه حق لري، چې ټولنيز امنيت ولري، او دملي هڅو او نړيوالي همکاري له لاري د هر دولت د سازمان او منابعو سره سم هغه اقتصادي، اجتماعي او کلتوري حقونه تر لاسه کړي، چې د ده د حيثيت او شخصيت د آزادې ودې لپاره اړين وي.

درويشتمه ماده

  1. هر څوک حق لري، چې کار وکړي، په آزاد ډول دځان لپاره کار انتخاب کړي، د کار مناسب او عادلانه شرايط ولري او دوزګارتيا په وړاندې يې ملاتړ او ساتنه وشي.
  2. هرڅوک بې له کوم تبعيض پرته حق لري، چې د برابر کار په مقابل کې برابره اجوره واخلي.
  3. هرڅوک چې کار کوي، د مناسب معاش حق لري، چې دده او دده دکورنۍ لپاره د بشري کرامت وړ ژوند تضمينوي او که ضروري وي حق لري، چې د نورو تولنيزو محافظتي وسايلو په مټ پياوړي شي.
  4. هر څوک حق لري، چې د خپلو ګتو د ساتلو په غرض صنفي اتحاديې جوړي کړي او له هغو سره يو ځاي شي.

څليرويشتمه ماده

هر څوک د کار د ساعتونو د مناسب محدوديت او د با معاشه نوبتي رخصتيو په شمول حق لري، چې استراحت او تفريح وکړي.

پنځه ويشتمه ماده

  1. هرڅوک حق لري چې دځان او دکورنې دژوند کچه د سلامتيا او سوکالۍ، خواړو، کور، روغتيايي څارنو او ټولنيزو اړينو خدمتونو له پلوه تامين کړي او همدارنګه حق لري چې دوزګارتيا، ناروغي، معلوليت، کونډيتوب، زړښت او په ټولو هغه مواردو چې د انسان له ارادي بهر دي، دژوند معيشت تامين نشي کړاي،بايد دپتمن ژوند له شرايطو برخمن شي.
  2. ميندې او ماشومان د ځانګړي پاملرنې او مرستي مستحق دي. ټول ماشومان که دنکاح په واسطه او يا بې نکاح پيدا شوي وي دمساوي ټولنيز خونديتوب حق لري.

شپږويشتمه ماده

  1. هرڅوک دښوونې، روزنې حق لري، ښوونه، روزنه بايد لږترلږه په لومړنيو او اساسي زده کړو کې وړياوي. لومړنې زده کړې بايد اجباري وي، تخنيکي او مسلکي زده کړي بايد عموميت ومومي او لوړې زده کړې بايد دټولو پرمخ د استعداد او لياقت پر اساس خلاصي وي.
  2. ښونه، روزنه بايد د انساني شخصيت دبشپړي ودي او بشري حقونو او اساسي ازاديو ته د احترام د زياتوالي په لوري سوق شي. ښوونه، روزنه بايد دټولو مليتونو، نژادونو او ديني ډلو په منځ کې تفاهم، زغم او دوستي پياوړي کړي او دملګروملتونو هڅې دسولي دساتنې او پياوړتيا لپاره غښتلې کړي.
  3. ميندي او پلرونه د لومړيتوب حق لري. چې د ښوونې، روزني هغه ډول انتخاب کړي، چې د دوي ماشومانو ته بايد ورکړل شي.

اوه ويشتمه ماده

  1. هرڅوک حق لري په آزاده توګه دخپلې ټولني په کلتوري فعاليتونو کې برخه واخلي. له هنرونو څخه کټه پورته کړي او په علمي پرمختګ کې شريک او له ګټو څخه يې برخمن شي.
  2. هرڅوک دخپلو هغو معنوي او مادي ګټو د ملاتړ حق لري، چې دده په مټ له هر علمي، فرهنګي او يا هنري تخليق څخه رامنځته شوې وي.

اته ويشتمه ماده

هرڅوک حق لري په داسي يو ټولنيز او نړيوال نظم کې ژوند وکړي، چې په دې اعلاميه کې بيان شوي او حقونه او آزادي يې په بشپر ډول عملي شي.

نهه ويشتمه ماده

  1. هرڅوک د هغي ټولني په وړاندې دندې او مکلفيتونه لري، چې دهغه د آزادي ودي او بشپړ شخصيت زمينه ورته چمتو کوي.
  2. هرڅوک بايد د خپلو حقونو او آزاديو په عملي کولو کې يوازې دهغو محدويتونو تابع وي، چې دقانون پر بنسټ ددې لپاره تعيين شوي وي، چې دنورو د آزاديو او حقونو ته په مناسب ډول احترام وشي او وپيژندل شي او په يوه ديموکراتيکه ټولنه کې د اخلاقي موازينو د مقتضياتو، عامه نظم او هوسايني مراعات وشي.
  3. دغه حقونه او آزادي بايد په هيڅ صورت دملګروملتونو د اصولو او موضو پر خلاف عملي نه شي.

ديرشمه ماده

په دې اعلاميه کې هيڅ يوه فقره يا ماده بايد داسي تعبير نه شي، چې کوم دولت، ډلې يا شخص ته ددې حق ورکړي چې په داسي فعاليت لاس پوري کړي يا داسي کار اجرا کړي چې هدف يې، په دې اعلاميه کې د ذکر شويو حقونو او آزاديو له منځه وړل وي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب