د بدن د داخلي محیط تنظیم

د بدن د داخلي محیط تنظیم

د کثیر الحجروي موجوداتو حجرې د بین الحجروي مایع په منځ کې ځای لري چې د ژوندیو موجوداتو د بدن د داخلي محیط په نامه یادیږي. وینه ددې محیط یوه برخه ده چې د اړتیا وړ مواد بین الحجروي برخو ته انتقالوي او همدارنګه د حجرې اطراحي مواد، اطراحي غړو ته وړي. ددې لپاره، چې حجرې ژوندۍ پاتې شي او په طبیعي ډول فعالیت وکړي، د هغې د اطراف محیط باید نسبتا پایدار او یو ډول حالت ولري. ټولې هغه عملیې، چې د کثیر الحجروي ژوندیو موجوداتو په بدن کې د داخلي محیط پایدار او ساتنې لپاره سرته رسول کیږي. د هوموستاسز به نامه یادیږي. هومو ستاسیزي د قندونو، مالګو، اوبو، تېزابونو، قلوي، تودوخې، د اضافي موادو د اطراح شاملو عملیو او نورو له تنظیم څخه عبارت دي. یوه خبره بله هم د یادولو وړ ده چې د ځنو غذايي مواد هضم ډیري لوړې تودوخې ته اړتیا لري چي د بدن د تودوخي څو چنده کیږي که چيري ددې غذايي توکو د هضم لپاره په دومره لوړه اندازه تودوخه پیدا کړی شي نو د بدن حجرې به له منځه لاړې شي. ددې لپاره چې د تودوخې اندازه ثابته وساتل شي انزایم دغه غذايي مواد په ډیره لږه تودوخه کې هضم ته برابروي.

انزایمونه(Enzymes)

انزایمونه عضوي توکي دي چې په ژوندۍ حجره کې ترسره کیدونکي کیمیاوي تعامولونه تنظیم او چټکوي. په ژوندۍ حجره کې زرګونه ډوله بېلا بېل انزایمونه موجود دي. بې د انزایم له شتون څخه حجره اصلا ژوندۍ نشي پاتې کېدای. تقریبا ټول کیمیاوي تعاملونه د ژوندیو موجوداتو په حجرو کې د کتلستونو تر تاثیر لاندې سرته رسېږي.

انزایمونه له پروتنی او غیر پروتینی برخو څخه جوړ شوي دي. دواړه سره یوځای کتلستي عمل ترسره کوي. د انزیمونو غیر پروتینی برخه له ویټامن B څخه جوړه شوې ده.انزایمونه د ویټامنونو پرته عمل نشي کولی او د یو بل لپاره لازم او ملزوم دي. د هر ډول موادو لپاره جدا انزایم دی او د انزایم په موجودیت کې یو کیمیاوي عمل لږه انرژۍ او لږ وخت کې ترسره کیږي. د ځینو غذايی موادو تجزیه ډیري تودوخي ته اړتیا لري چې دغه اندازه تودوخه د انسان بدن ته تاوان لري خو د انزایم په موجودیت کې دغه مواد په لږه تودوخه کې تجزیه کیږي. لنډه دا چې انزایمونه د کیمیاوي تعاملات د چټکتیا او په اسانه توګه ترسره کیږي.

د انزایم په اړه یو بله جالبه نظریه د قلف او کلي نظریه ده یعنی معنا دا لکه څرنګه چې د هر قلف لپاره خپله کلي وي داسې د هرې تجزیه کیدونکي غذايي مادې لپاره خپل انزایم دی.

 

your ads

په شمزۍ لرونکو حیواناتو کې د بدن د تودوخې تنظیم

شمزۍ لرونکي حیوانات د بدن د تودوخې له مخې په دوه ډوله دي. سړه وینه لرونکي او توده وینه لرونکي.

  1. سړه وینه لرونکي حیوانات (Cold blooded or Piokelthermous)

دا هغه حیوانات دي چې د بدن د تودوخې درجه یې د محیط د حرارت تابع وي یعنې که چيري محیط یخ وي نو ددوې د بدن حرارت له هغۍ سره توافق کوي او کو ظاهري تغیر ته اړتیا نلري معنا دا چې کوم ګرم لباس نه په تن کوي او نه هم د اور او د حرارت د نورو منبعو څخه ګټه اخلي او که محیط ګرم وي نو له هغۍ سره توافق کوي. لکه ځینې سړه وینه لرونکي ماهیان او داسې نور شمزۍ لرونکي لکه دوحیاتین او څښیدونکي. دا حیوانات ژمنی خوب یا هایبرنیشن لري.

  1. توده وینه لرونکي (Warm Blooded or Homothermous)

دا هغه حیوانات دي چې د بدن د تودوخې درجه يي د محیط تابع نه ده بلکه ثابته ده. معنا دا چې د خپلو حجروي فعالیتونو په وسیله د بدن تودوخه کنترولولی شي او تغیر کولو ته یې نه پریږدي. دوۍ د بهرنیو وسیلو څخه چې د بدن د حرارت میزان ساتي استفاده کوي مثلا په یخنۍ کې د ګرمو جامو او اور د تودوخې څخه استفاده کول.

الوتونکي او تي لرونکي توده وینه لري. د بیلګي په توګه د انسان د بدن ثابته تودوخه ۳۷ درجې سانتي ګرید ده. کله به مو په ژمي کې د یخ له کبله ژامې او د بدن نورې عضلي ګړځیدلې وي دا پیښه ولې رامنځته کیږي؟ کله چې چاپیریال یخ وي نو له بدن څخه حرارت بیرون خواته ځي دا یو طبیعي پیښه ده نو د بدن عضلي په غیر ارادي توګه په حرکت راځي ترڅو د بدن تودوخه د ګرمایش او انرژیکي فعالیتونو په وسیله ثابته وساتي

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. هغه حیوانات چې د بدن د تودوخې درجه يي د محیط تابع وي …………. ورته وايي.
  2. هغه حیوانات چې د بدن د تودوخې درجه یې د محیط تابع نه وي ……………… ورته وايي.
  3. انسان ……………… وینه لرونکی دی.
  4. کب ……………. وینه لرونکی دی.
  5. سړه وینه لرونکي حیوانات زیاتره ………….. خوب لري.

حل

  1. سړه وینه لرونکي
  2. توده وینه لرونکي
  3. توده
  4. سړه
  5. ژمنی

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب