د ایمان خوند وڅکئ!

نعمتونه له مزو ډک دي او هر نعمت ځانګړی خوند او مزه لري چې انسان یې یا په خپلو حواسو په مادي او محسوسه بڼه مومي، لکه په ژبه باندې دمڼې خوږوالی، په پوزه د ګلاب خوږ بوی، په سترګو د څوارلسمې سپوږمۍ ښایست، په
غوږو د سیند مازیګری شرهار، په ګوتو باندې د وریښمو نرمښت او …او یایې په معنوي توګه احساسوي لکه په زړه باندې د اختر د ورځې خوشحالي، د اول نمره کېدو خوشحالي، د اسلامي خلافت د اعادې خوشحالي او …
په داسې حال کې چې ایمان تر ټولو ستر نعمت دی چې الله پاک یې بندګانو ته
د خپل احسان په توګه یادوي، (بل الله یمن علیکم ان هداکم للایمان…) الله درباندې احسان کړی چې دایمان په لور یې لارښوونه درته کړې. نو آیا ایمان خوند او مزه لري؟ هغه به څرنګه وي؟ او څرنګه څکل کیږي؟
راځئ ځواب یې د ایمان له پیغمبره واورو: ذاق طعم الایمان من رضی بالله ربا و بالاسلام دینا و بمحمد صلی الله علیه
وسلم رسولا. (رواه مسلم) د ایمان مزه هغه چا وڅکله چې الله پاک باندې د رب په توګه، اسلام باندې د ژوندانه د نظام په توګه او محمد صلی الله علیه و سلم باندې د پیغمبر او لارښود په توګه له زړه نه قانع او له زړه نه خوښ او راضي شي.
بنا پردې ایمان هم خوند لري او هم یې خوند څکل کیږي، خوهغه څوک یې څکي چې:
۱- الله پاک خپل مالک، بادار او واکوال ګڼي.
۲- اسلام د خپل ټول ژوندانه بشپړ نظام او تګلاره ګڼي، د انساني ژوندانه دتنظیم په اړه نه په اسلام کې کومه نیمګړتیا ویني او نه له کوم بل نظامه د ه اخستلو اړتیا احساسوي.
۳- او له خپل څښتن او واکوال الله څخه د ژوند د نظام (اسلام) د زده کړې او عمل لپاره محمد صلی الله علیه وسلم یواځنی لارښود او مقتدا ګڼي.
هو، چې پدې خبرو یې د زړه بشپړ قناعت راغلی وي او له زړه نه پرې باندې خوښ او خوشحاله وي .د (رضی) له لفظ نه سرسري مه تیریږئ. رضا د یوشي په اړه لومړی بشپړ قناعت، دوهم دهغه انتخاب او غوره کول، او دریم په هغه باندې د زړه له تل نه خوښیدو او خوشحالیدو ته وایي. داسې قناعت، انتخاب او خوښي چې نوریې نه په زړه کې کومه خبره او وسوسه پیدا شي او نه ورته کومه سودا او اندیښنه لاره وکړي.
خو پوښتنه لا په خپل ځای پاتې ده : د ایمان خوند نو څرنګ دی؟
ځنو علماوو ویلي چې لدې نه مراد معنوي خوند او مزه ده. او ځنې بیا وایي چې نه، د ایمان خوند او مزه همدغه محسوسه مادي خوند او مزه ده. خو پوښتنه بیا تکراریږي چې بالآخره د ایمان خوند نو څرنګ شو؟
کیدای شي ځواب وویل شي چې نور نو خوند او مزه د ژبې په تعبیر سره نه پیژندل کیږي بلکې د ژبې تړک سره پېژندل کیږي !
راشئ دغه خویونه خپل کړﺉ او بیا وګوﺉ چې د ایمان خوند او مزه څرنګه ده؟
او چې کله مو د ایمان خوند او مزه وڅکله نو بیابه لږ تر لږه په ژبه باندې د زړه له ملتیا سره سهار بیګا درې درې ځله (رضیت بالله ربا وبالاسلام دینا و بمحمد صلی الله علیه وسلم نبیا ورسولا) په خوند سره زمزمه کوﺉ. او آن چې کله په قبر کې درنه هغه بل ډول مخلوق البته د چا لخوا په همدې اړه پوښتنه وکړي نو د همدې کلماتو په مټ به ورته ځواب وایې: ربی الله و دینيالاسلام ونبیي محمد صلی الله علیه وسلم.

محمد مزمل اسلامي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب