زرینه کرښه

ډېر وخت مې هڅې وكړې خو هغې موخې ته چې ما غوښته ونه رسيدم، سترګو مې نظر له لاسه ورکاوه، ګاونډيان چې به مې کله ليدل، ټول بريالي ول، پرته له څه سوچ او فکره يې ژوند کاوه، او حتى زما نيمایي کار یې هم نه کاوه. خو ما چې به لږ لټي هم وکړه له خپلو کړو وعدو څخه به نشواى وتلاى.

يوه ورځ مې د موټر چلولو په وخت ټيپ ته يوه کيسټ ور واچوله او د انسانانو د ليد لورو او موخو په اړه مې د یوه عالم خبره واوريدله، کيداى شي تر دي وخته پورې مې زياتې دې ته ورته خبرې اوريدلې وي خو داسې فکر مې کاوه چې د دې ټولو له جملې څخه يې يوې هم پر ما تاثير نه وو کړى، خو دغې یوې جملې ډیر زیات اغیز را باندي وکړ.

په ياد مې دي چې هغه وخت مې د خپل ګاډي د چلولو پر وخت دا کيسټه دوه درې ځله له سره کړه، تر څو زما ژوند ته بدلون ور په برخه کړي او ستونزې مې هوارې شي.

زه تل پدې لټه کې وم چې د ډیرو پیسو په لګولو سره په خپل ژوند کې اسانتياوې را منځ ته کړم. خو داسې يوې ساده کلمې زما د ژوند ټولې ستونزې حل کړې.

هغه د سرو زرو کلمې چې ما د خواږه استاد له مبارکې خولې څخه د کيسټ په ذريعه واوريدلې داسې وې.

“په هر څیز کې چې غواړی بدلون راولی، نو بايد د هغه څرګند انځور په ذهن کې ولری، تر څو په هغه کې بدلون را منځته کړئ”

هو دا زما په نظر همدومره ساده دي، دې ته مه ګورئ چې هغه ځان ته پيچلی کړی تر څو هغه تاسو تير باسي.

زموږ ماغزه د هغه انځور پر اساس کار کوي چې موږ یې جوړ و، ژوند همدا ډول دى، کله چې په دې دقيق پوه شی چې څه غواړی، او کوم لوري ته مو يون پيل کړى، په دې وخت کې ماغزه هغې موخې ته د رسيدلو لارې سنجوي، او هغه څه تر سره کوي چې ستاسو په نظر راځي.

همدا رنګه هغه خلک چې خپلې موخې يې مشخصي کړې او په خپل ذهن کې يې واضح کړې له ستر ځواک څخه د کار په اخيستلو سره خپلو موخو ته په ښه توګه سره رسيږي. او د دې انځورګرۍ اثر کولى شو موږ د دې خلکو په ارادو کې و وينو.

بل لوري ته که هغه خلکو ته چې غواړی خپلو موخو ته ورسيږي او د خپل هدف څرګند انځور په خپل ذهن کې نه لري وګورې، نو وبه وینې چې دهغه کس په څیر دی چې يوازې د غره په کيندلو لګيا وي او په دې نه پوهيږي چې سره زر چېرته دي.

تاسو کولاى شئ خپلو تجربو ته ور وګرځئ، آيا ستاسې په شا او خوا کې داسي خلک نه وو چې سخت کار يې کاوه او که په دې پوهيدل چې د څه لپاره زحمت او خواري کاږي، او چيرته رسيدل غواړي. هغه څه چې بايد موږ ټول ور باندي پوه شو دا دي چې زموږ ځواک د خپلو ليد لورو په صحيح او څرګند ډول پيژندلو پورې تړلى دى.

او همدا د دې سبب ګرځي چې ستاسو داخلي جزبه يا استعداد را برسېره کوي، تر څو له هغو لاسته راوړنو څخه چې په اينده کې یې شايد لاسته راوړئ ګټه پورته کړئ. خو په ياد ولرئ چې ستاسو موخې ته د رسيدلو سفر تر دې زيات مهم دى، ځکه په دې يون کې تاسو هغه تجربې تر لاسه کوی چې ستاسو ځواک ته وده ورکوي، وروسته په يو کس بدليږئ چې سترو موخو ته د رسيدلو ځواک لري.

بالاخره يو داسې وخت راځي چې تاسو خپلو موخو ته رسيږئ، اوس يو څه شاليد ته وګورئ، او فکر وکړئ چې مخکې څوک واست او اوس څوک ياست. وروسته ځان ته نوې موخې غوره او خپل يون پيل کړئ، تاسو بيا هم له نورو ځواکمن و اوسئ، خو هر کار چې کوئ، په ياد ولرئ چې:

“په هر څیز کې چې غواړی بدلون راولی، نو بايد د هغه څرګند انځور په ذهن کې ولری، تر څو په هغه کې بدلون را منځته کړئ”

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب