د اوښکو بيه

آیا ته د هغې اوښکی به لويوالي پوهیږې چې د تیارو په غیږ او د شپو په چوپه چوپتیا کې د الله له ویری د هغه جل جلاله سره د راز او نیاز په وخت کې د سترګو څڅیدلې وي؟
آیا تا هغه د اور څپې ليدلې چې  دا سپیڅلې اوښکې يې مړې کوي؟
د کومې اوښکې او سترګې په باره کې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي :
(عینان لا تمسهما النار، عین بکت من خشیة الله و عین باتت تحرس فی سبیل الله)
ژباړه: دوو سترګو ته د د دوزخ اور نه رسیږي، یوه هغه سترګه چې د الله تعالی له ویرې ژړیدلې وي او بله هغه چې د الله تعالی په لاره کی په پيره ویښه پاتې شوې وي.
بازار ته ولاړ شه او د سترګو اوښکې دې د خرڅلاو لپاره وړاندی کړه!
آیا ته به څوک ومومې چې دا اوښکې په بیه واخلي!
هغه اوښکې… چې د قیامت په ورځ د اور بحرونه مړه کوي خو د خلکو په وړاندې يې هیڅ قدر او قیمت نشته…  لیکن دغه اوښکې د الله تعالی به په نزد ډیرې قیمتي دي.
مفضل بن مهلهل وایی :
اوریدلي مې دي چې كله یو بنده د الله تعالی له ویرې ژاړي نو ټول بدن يې له نور څخه ډک شي او خوشحالي ور بښي. په دې وخت کې د بدن اندامونه د یو بل څخه پوښتنه کوې چې دا ړنا او نور د څه شي دی؟ هغوی ته به وویل شي؛ دا د هغه اوښکو د ړنا څخه ستاسو برخه ده!
آیا مونږ کله دا احساس کړی دی … کله چې د خپل خالق او پالونکي په شوق اوښکې تویوو، آیا زمونږ د بدن غړو کله هم دا احساس کړی دی؟؟
عطاء السلمي به همیشه د الله له ویرې ژړل، له هغه څخه پوښتنه وشوه چې ته ولې دومره ډیر ژاړې؟
هغه په ځواب کې وویل : زه به ولې نه ژاړم …د مرګ رسۍ مه په غاړه، قبر ته مې ورتګ دى او د محشر میدان مې د تللو ځای دی، او آخري تمځای نا معلوم دی، چی جنت به وی او که جهنم ……

ژباړه: محمد ادریس حماد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب