زده کوونکي لارښودښوونکی، زده کوونکی او زده کړیالماشوم او اولاد روزنه او پالنه

د اولاد او شاګرد روزنه

کورنی چاپېریال

د اولاد او شاګرد په روزنه کې کورنی چاپېريال خورا مهم او زيات ارزښت لري، شاګرد سره په تعليمي پروسه کې د کورنۍ همکاري او اهتمام د شاګرد په تعليمي وده کې ډېر اثر لري، د ښې او علمي کورنۍ د روزنې لپاره بايد لاندې ټکي په عمل کې پلي شي او يا يې د عملي کولو هڅي وشي:

لومړی: د نېکي او علمي کورنۍ د جوړښت له پاره،د ښځینه طبقې روزنه ډېره اړینه ده، ځکه چي د اولاد په پوهه او روزنه کي مور تقریبا ۷۰ سلنه او پلار ۳۰ سلنه ونډه لري ؛ البته دا د ۱۱ او۱۲ کلونو په عمرکي وروسته بیا د عمر په لوړېدو سره د پلار ونډه زیاتیږی، مور د کورنۍ د روزنې لومړنۍ استاذه ده ځکه نو بايد لومړی د هغې سهي روزنه وشي. مور د کورنۍ د ډاډ او سکون سرچينه ده  خو کله چي جهل ورسره مل شو او یا د بل چا د لاس آله وګرځیده، نو د کور د تباهی سبب هم کیدای شی.

په کورنۍ کې مهم شخصيت پلار او مور وي، که چېرې پلار او مور تعليم يافته وي؛ نو هغوی به د خپل شاګرد بچي حاجتونه ښه درک کولی شي، له هغوی سره به کومک کولی شي، که چېرې پلار تعليم يافته نه وي؛ نو تشويقېدلی شي چې د ديني مدرسو او علماوو سره د ارتباط او يا د سواد کورسونو له لارې لوستل او ليکل زده کړي، او د پوهې په اهميت وپوهول شي، همدارنګه مور، چې د مور ولۍ مخکې هغه يوه ښځه ده، او لکه څنګه چې سړی د تعليم حق لري، ښځه يې هم لري، نو بايد د مېرمنو تعليم ته هم ځانګړې پاملرنه وشي، په کوم کور کې چې مور خور لور تعليم يافته وي؛ نو د هغه کور په ماشومانو هم کلک مثبت اغېز شيندي.

د متعلمو اناثو نه شتون په کور کې په ذکورو ډېر منفي اثر شيندي، له همدې امله د علمي چاپېريال د رامنځته کولو لپاره د اناثو تعليم ډېر ضرور دی، ستونزې ضرور لري، خو ستونزې هيڅکله بايد مانع نشي؛ بلکې د ستونزو په ختمولو کې په ګډه همکارۍ کار وشي.

دويم:     مېرمنو ته بايد د اسلامي تعليماتو تر لاسه کولو لپاره ښه چاپېريال چمتو شي، مدرسې ورته جوړې شي، او په هغو کې د دوی له اړتيا سره سم ديني علوم رائج کړل شي ، او د هغو مېرمنو فضائل او حالات ورته بيان شي چې په ديني روزنه کې ضرب المثل دي ، لکه: اسماء بنت ابي بکر، صفية بنت عبدالمطلب، سکينه بنت ازور او … او…

نن زموږ په ټولنه کې د نجونو مدرسې د ګوتو په شمېر دي، او کوم تعليمونه چې ورته چارواکو چمتو کړي  په هغو کې د دوی د اخلاقي او ديني روزني مضامين د نېشت برابر دي، په نصابونو کې يې هغه مضامين درس کيږي چې مېرمنو ته تر اړتيا زيات دي، مېرمن چې د ټولني بنسټ دی بايد اخلاقي روزنې ته يې تر هرڅه لومړی توب ور کړل شي، په مدرسو او ښوونځيو کې ورته داسې چاپېريال جوړ شي چې دوی په ديني روحيه و روزي.

زموږ  د هېواد په ښونځيو کې اوس نجونو ته پردۍ ژبه، پردی ثقافت او قانون ور ښودل کيږي، او په دې نه وي خبره چې اولاد څنګه روزل کيږي، کورنی ژوند څنګه پرمخ بېول کيږي، د ماشوم په اخلاقي روزنه  نه پوهيږي، او نه هم د کورني ژوند اصول ورته معلوم وي، او يا يوازې پر تقليدي او رواجي کړنو بسنه کوي.

که مور اصلاح شي نو زوی به يې په کامله معنی نر وي، که تاسو د سترو خلکو تاريخ وګورئ د هغوی د ژوند راز دا دی چې همدا عظمت، غوره اخلاق او بنيادي روزنه  يې مېندو ور کړې وي.

مور د ټولني بنسټ دی، مور د نړۍ استاذه ده، مور که په يوه لاس ځانګو ځنګوي په بل لاس نړۍ ځنګوي، د مور پر ځنګنو ډېر نبيان او پوهان روزل شوي، مور د رازونو خزانه ده، د دې لپاره چې موږ کورنۍ اصلاح کړو لومړی بايد مور اصلاح کړو چې د کورنۍ روح او اساس دی.

درېيم:    مور او پلار بايد کوښښ وکړي د اولاد لپاره ځان په ديني شعائرو، سپېڅلتيا او شرعي احکامو کې يوه غوره نمونه وګرځوي، د اولاد تر مخ دې لمانځه ته ډېره پاملرنه کوي، د نبيانو کيسې او د نېکانو خلکو ښه خويونه دې ورته بيانوي ترڅو يې په زړونو کې د نبيانو، صحابه وو او نېکانو خلکو مينه ځای ونيسي او خپل مور او پلار او نېکان خلک د ځان لپاره د ژوند غوره نمونه وګرځوي.

څلورم:   مور او پلار دې اولاد له خپلو سترګو نه  پناه کوي، او په هر مناسب وخت کې دې اولادونو ته ديني روحيه او اسلامي شعور ورکوي، دوی ته دې د اسلام عظمت، د دين ګټي او اسرار ، د  نېکانو او اتلانو کيسې بيانوي، ځان سره دې جومات او ديني مجلسونو ته بيا يې، د الله تعالی وېره او له هرې پېښې عبرت اخيستلو ماده دې د دوی په زړونو کې ور اچوي او ځيني سورتونه او حديثونه دې ورباندې يادکړي.

پنځم:     مور او پلار دې خپلو اولادونو لپاره په کور کې ځيني کتابونه ساتي، ځکه په دې سره د ماشومانو زړونو کې د مطالعې ليوالتيا پيدا کيږي او له علم سره مينه يې زړونو کې ځای نيسې. که ماشوم کوم کتاب بې ځايه کړي او يا د لوستلو چل نه ورځي له هغو دې نه منع کوي او نه دې تهديدوي. د ماشومانو لپاره تر ټولو غوره د اسلامي کيسو کتابونه دي، ځکه چې دا يې زړه کې اسلام سره مينه زياتوي او په دې هکله د صحابه وو، تابعينو او علماوو کيسې ډېرې ګټوري دي.

هر کور بايد د اسلامي کتابونو لپاره يو کتابتون ولري که څه هم  ډېر کوچنی وي، په کور کې شته  دوا خانه کې چې د بدن درملنې لپاره دارو درمل ساتل ضروري دي همداسې د عقلونو د اصلاح لپاره کتابتون کې کتابونه ساتل هم ضروري دی.

شپږم:   د کور د چاپېريال څخه بايد د لهو او لعب اسباب لري کړل شي،  یا يې استعمال د ضرورت تر برېده کم کړل شي لکه تلويزون، انټرنیټ، ليپ ټاپ،عصری مبایل او داسې نور…

او د هغو پر ځای د کور غړي د قرآن کریم تلاوت او د کتابونو له مطالعې سره اشنا کړل شي.

اووم:      په خپلوانو او ګاونډیانو کې له هغه چا سره اړیکي ټینګول، چي کورنیز برخورد يې  دینی او علمي وي، د دې بر عکس د هغه چا څخه ډډه کول چي د دیني او علمي برخورد څخه لري وي.

اتم:         اولادونه په مدرسه او يا داسې  ښونځي او پوهنتون کي داخلول، چي د عصری علومو تر څنګ په دیني علومو او تربيې هم سمبال وي. لکه هغه تعليمي ادارې چې د ځينو اشخاصو له خوا د ديني تعليم او يو درد له مخې جوړي شوي دي.

نهم:        مېرمن او اولاد په علمي او تربیتی مواردو  کي تشويقول، د تحفو ورکولو په شکل یا د محفل دایرولو په شکل، چي هم ختم، هم خیرات په کې وي او هم دوی تقدیر شی.

لسم:       د مدرسو او ښوونځيو کوم شاګردان چې کورونو ته ځي باید داستاذانو له خوا د ورځنیو درسونو مراجعه، او داستاذ له خوا دکورنۍ دندې حل کولو دنده ور کړل شي، شاګرد باید تشویق شي چې که ممکن وي په کورکې ځان ته بېله دمطالعې خونه ترتیب کړي، او دخپلې ځانګړې مکتبې په توګه ورڅخه استفاده کوي، که څه هم دوه درې کتابونه او یا خپل درسي کتابونه پکې وي، چې هلته یې ایښې وي، دمکتبې په نوم ځانګړې خونه دشاګرد په علمي رشد کې خورا زیات اغېز لري، او پکې دلویو علماوو خویونه او اداب غښتلي کیږي. ځکه پراګنده او بې نظمه مطالعه دبې رغبتې تر څنګ علمي تنده هم نه ماتوي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: