ماشوم او اولاد روزنه او پالنه

د اولادونو ظاهري او باطني روزنه

تنکي ماشومان دولسونو د راتلونکي معماران دي، کوچنیانوته ښه سالمه روزنه ورکول، د سالمې او ځواکمنې ټولنې دبنسټ ایښودو معنی لري، ښه روزنه یې دغوره او مثالي ټولنې له جوړولو سره مرسته کوي،څنګه چې د ښه نهال نه، په راتلونکي کې د ښې ونې د لویدو تمه کېږي.

ماشومتوب کې ماشوم سالمه روزنه، له بلوغ وروسته دهغه په دیني او اخلاقي حالت ژور تاثیر لري، دماشو متوب دورې   روزنه دکاڼي کرښې مثال لري، ددې برعکس  هغه ماشوم چې په کوچنیوالي کې دهغه سهې روزنې ته پاملرنه ونشي، له بلوغ وروسته د هغه نه، دغوره شخص جوړیدو تمه انصاف ته نیږدي نده! بلکې هغه دبلوغ وروسته چې دکومو بدو کړنو مرتکب کېږي، له امله یې دهغه مور او پلار ګرم اوملامت دي ، چې هغوئ د پیله دهغه سهي روزنې اوښوونې ته پاملرنه نده کړي، هم دا راز داولاد سهي روزنه دنیا کې دمور او پلار لپاره دنیک نامۍ باعث او په اخرت کې دهغوئ دکامیابۍ سبب کېږي، هر چې نافرمان اوبې تربیې اولاد دی، هغه دمور او پلار لپاره په دنیا کې دبدنامۍ باعث اوپه اخرت کې دهغوئ درسوایي سبب کیږي.

د”تربیت” لفظ پراخ مفهوم لري، ددې لاندې دافرادو تربیت، دکورنیو تربیت او دټولنې تربیت هم راځي، بیا تر دي لاندې قسمونو کې نوربې شمېره ډولونه راځي، چې دهغو ټولو اصل هدف اوغرض ،عمده، پاکېزه او سپیڅلې ټولنه جوړول دي، د اولاد روزنه یا تربیت دهمدې ډولونو یو مهم ډول اوښاخ دی.

دتربیت ډولونه:

تربیت دوه ډوله دی:۱…. ظاهري تربیت،۲…. باطني تربیت….. له ظاهري پلوه تربیت کې داولاد ظاهري شکل صورت، لباس، خوراک، څکاک،ناسته ولاړه،دهمزولو اوملګرو سره اړیکي اومصروفیتونه څارل راځي، تعلیمي کوایف یې له نظر تیرول، دبلوغ وروسته دهغه د معاشي زریعو کلک مراقبت کول، داټول هغه کارونه او اصول دي چې داولاد په ظاهري تربیت کې په کار راځي، هر چې باطني تربیت دی، هغه نه مراد، دهغه دعقیدې او اخلاقو اصلاح ته توجه کول دي، داولاد دواړه   ډوله   تربیت دمور او پلار مسؤلیت اوفریضه ده، دمور او پلار په زړه   کې داولاد لپاره دمحبت او رحمت بې پایه فطري جذبه او احساس مندل کېږي،هم دا فطري جذبات او احساسات دماشومانو د ښې پالنې اوروزنې لورته دهغه مور   او پلار هڅوي،   دمور او پلار په زړه کې چې کله دا جذبات راسخ او شتون ولري! او ترڅنګ یې هغوئ   د خپلو دیني مسؤلیتونو احساس هم ولري، بیا هغوئ په   ښه توګه د خپلو فرایضو اومسؤلیتونو سرته رسول اسان وي.

په عظیم الشان قرآن اونبوي احادیثو کې دا ولاد ونو دتربیت په باره کې څرګند ارشادات شتون لري   دالله (جل جلاله) ارشا ددی]قوا انفسکم وأهلیکم نارًا وقو دهاالناس والحجارة[ التحریم:۶)

خپل ځان، خپل اولاد، دهغه اورنه وژغورئ دکوم دسون توکي به انسانان اوتیږې وي.

حضرت علي (رضی الله عنه) ددي ایت تشریح داسې کړي:

علموهم وأدبوهم

هغوئ ( خپلو اولادونوته) ته تعلیم ورکړئ او ادب وروپیژنئ!

فقهاوو لیکلي چې په هر شخص دا فرض دی، چې هغه خپلې میرمنې او خپلو اولادونو ته دشرعي فرایضو ، دحلالو او حرامو په اړه علم ور وښیي اوپه هغو یې دعملي کولوکوښښ وکړي.

داولاد دتربیت اهمیت له دغو احادیثونه هم ثابت دی، لکه درسول الله (صلی الله علیه وسلم) ارشاددی:

           مانحل والد أفضل من ادب حسن.

هېڅ پلار خپل اولاد ته له دینه غوره تحفه نشي ورکولی، چې ور ته ښه ادب ور وښيي!

یعني ښه تربیت ورکول، او ورته ښه ادب ښودل، داو لادلپاره ښه بهترینه تحفه ده.

۲…. عن ابن عباس….. قالوا :یارسول الله قد علمنا ما حق الوالد فما حق الولد؟ قال: أن یحسن اسمه ویحسن أدبه.( سنن بیهقي)

حضرت ابن عباس (رض) نه روایت دی: چې صحابه وو عرض وکړ، یا رسول الله دمور او   پلار   حقوق خو مو و پيژندل ، د اولاد حقوق څه دي؟ رسول الله(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: هغه دادي چې ورته نوم ښه کېږده، ورته ښه روزنه ورکړه.

۳…. دا ډېره لویه ګناه ده چې انسان دڅه زیموار وګرځول شوی، هغه یې ضایع کړي او اولادته ښه روزنه اوپالنه ور نکړي.

دا هم په ضایع کولو کې راځي ، چې یو پلار د خپلو ماشومانو دزده کړې نه بي پروا کیني، په سمه لار یې د بیولو کوښښ ونکړي،ښکاره ده چې ددغسي ماشومانو عقاید او اخلاق بیا برباد شي،بل داسلام له نظره ناپوهې هیڅ عذر نده،دماشومانوپه سهې روزنه کې کوتاهې کوونکي ځان دقیامت په ورځ د حساب او کتابه نشي ژغورلی.

حضرت عبد الله بن عمر(رض) ارشاد دی:

خپلو اولادونو ته ادب ورښیئ، دقیامت په ورځ له تاسو، ستاسي د اولا د و نو   په باره کې پوښتنه   کولی شي،ایا تاسي   ادب ور ښودلی و؟ اودکوم علم، تعلیم مو ورکړی و؟( شعب الایمان للبیهقی)

د ماشومانو حوصله ستاینه:

ماشومان نرمې خټې ته ورته دی، چې تري هر ډول شکل جوړوي، جوړیدای شي، کله چې ماشوم ښه کار کوي، دهغه په ستایلو اوتعریف کې دریغ ندی پکار ،   ورته د شابس ویلو ترڅنګ داسې تحفه او انعام ورکول ښه دي،په کوم  چې هغه خوشاله کېږي او  په راتلونکي کې ورته دښه کار کولو ترغیب او جذبه ورکول پکار دي.

د تېروتنې په صورت کې دماشوم دپویولو حکیمانه اسلوب:

د هر غلط کار له امله دماشوم بیا، بیا پویول، دهغه په طبعیت کې دځای نیونې دمخنیوي سبب ګرځي،که په اړه یې غفلت وشي، دشک پرته د ماشوم په مغزوکې به ناسم فکرونه ریښې وغځوي،خو مخکي، مخکي هغه د بیخ نه  ریبل پکار دي، له ماشومانو دخطاء کېدل، کومه نا ا شنا خبره نده،ولې دلویوخلکو نه هم تیروتنې کېږي،ماحول اوچاپير یا ل د ماشوم په روزنه زیات اغیزفر یباسي، ممکن دغلط ماحول په وجه یو ماشوم د غلطۍ مرتکب شي،خو په دي صورت کې هر هغه څه ته پام اړول پکاردي، دڅه له امله چې له هغه نه غلطې شوي؟ ورته توصیه او تهدید ښه دی،خو په روزنه کې منځلاریتوب او داعتدال لمن نیول ضرور ده،مربي باید له دې خبروي، چې ماشوم ته نصیحت ګټه لري، که سزا؟ هر ځای چې سختې او او نرمې څومره مناسب وه ،هغومره ګټه لري، ولې ډېره سختې او هم له حده وتلې نرمې دتاوان سبب کېږي، متنبي وایي:

           فوضع الندی فی موضع السیف بالعلا   مضر کوضع السیف فی موضع الندی.

کوم ځای چې د تورې چلولو ته اړتیا وه، هلته سخاوت هغومره تاوان رسوي، څومره چې دسخاوت په وخت کې توره چلول…

تربیت تدریجاً مناسب دی، په کومه غلطۍ سرزنښت بایدلاندې مراتبو ته په پام وي:

۱…. پویول،۲…. غوسه کول۳….دوهلو پرته بله سزا ۴….وهل،۵…. اړیکي لغوه کول…یعنې دغلطۍ کولو په صورت کې دماشومانو تربیت په حکمت سره ګټوره دی،که ماشوم په لومړي ځل غلطې وکړه، اول باید په اشارو اوکنایو پوی شي!   خو ور ته دهغه بدفعل له یادولو باید ډډهوشي ،که ماشوم بیا، بیا غلطې کوله، ورته په زړه کې داخبره کېنول پکاردي، که تا دویم ځل غلطې وکړه! درته سزا درکوم!لیکن غوسې قهرکولو ته په دي مرحله کې اړتیا نشته، په نصحیت، اونرمه لهجه دغلطۍ احساس ورکول دي.

ماشوم ته په محبت اونرمښت دتربیت او دهغه اصلاح کولو په اړه یوه واقعه د حضرت عمربن سلمه (>) منقول ده، فرمایي:زه په کوچنیوالي کې درسول الله (صلی الله علیه وسلم) په کفالت او روزنه کې وم، زما لاس به دخوراک په لوښي کې کله په یو ه او کله په بل خوا،ته؛ ددي په لیدو رسول الله (صلی الله علیه وسلم)وفرمایل:یاغلام سم الله! وکل بیمینک وکل ممایلیک…. هلکه! د خوراک پیل دالله په نوم سره کوه، خواړه، په ښي لاس خوره! اوله خپلې مخې خوره!

په نرمه دنصیحت وروسته، که یو ماشوم بیاهم   دغلطۍ نه لاس نه اخلي،ورته له خلکو جلا سرزنښت اوتهدید پکاردی، دهغه کار دبدوعواقبو احساس ور کول پکاردی،یعنې داسې مه کوه! که بیاهم منع نشو، بیا ورته لږ ډېره سزا پکارده!خو دتربیت دغه طریقه دنو عمرهلکانو لپاره ده، او بلوغ ته درسیدو وروسته دتربیت طرز اوطریقې جلادي، که په نصیحت نشو، ترڅو چې له بدو لاس په سر شوی نه وي، ترهغه وخته ورسره راشه درشه او تعلق پریک کول دي،داکار شرعاً جواز لري،له څو تنو صحابه وو(رض) نه دا عمل ثابت دی،دحضرت عبد الله بن مغفل(>) یو خپل چې بلوغ ته نه رسېدلی،هغه کاڼي ویشتل،عبد الله (رض) منع کړ اوهغه ته یې وفرمایل:رسول الله (جل جلاله) ددې نه منع فرمایلي:”انها لاتصید صیدًاپه دې ویشتلو هیڅ څاروی ښکار کېږي نه، هغه منع نشو،نو په غوسه یې ورته وویل: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ددینه منع کړي او ته منع نشوي ؟زه نور له تا سره خبرې نکوم ، هم داشان حضرت عبد الله بن عمر(رض) دخپل ځوی (بلال) سره په دې وجه چې هغه د یو حدیث په مقابل کې خپله رایه وړاندې کړه ، خپل تعلق پریک کړ اوتر مر ګه پورې هغه سره یې خبرې ونکړي.

ماشونو ته دتهدیدور کولو او و هلو حدود:

ماشومانو ته دتربیت په اراده، دمور، پلار یا استاد له لوري معمولي او نرم وهل نه يواځي روا دي، بلکې کله نه کله ضرور هم دي،خو په دې اړه دافراط اوتفریط څخه ځان ساتل هم ضروردي ، دغوسې حالت کې بې واکه کېدل، له حد نه تجاوز کول، دماشوم زیات وهل، یا یومخ دماشومانو وهلو ته غلط ویل، دواړه سم ندي، لومړی صورت افراط دی، دویم تفریط دی ، داعتدال لاره هغه ده کومه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په حدیث کې ښودلې:خپلو اولادونو ته په لمانځه حکم کوئ، کله چې هغوئ اووه کلنۍ ته ورسي! او دلمونځ په نه کولو یې ووهئ کله چې لس کلنۍ ته ورسي( مشکوة)

له دي پورته حدیث نه،په مناسب او دضرورت په وخت کې دوهلو اجازت معلومېږي.

په وهلو کې ددې خبرې خیال ساتل پکاردي، چې له   حد تجاوز را نشي، په بدن یې دوهلو نښې جوړې نشي، هم دا راز دغوسې حالت کې له وهلو ډډه غوره ده، وروسته چې کله غوسه سړه شي، بیا دمصنوعي غوسې په ښودو باید ووهل شي، ولي د طبعې غوسې په وخت کې د حد نه دتجاوز اندیښنه کیدای شي، اوپه مصنوعې غوسه کې بیا دا خطرنه وي، مقصد هم ترلاسه شي اوله حد نه تجاوز هم نه راځي.

هلکانو ته پر نجونو ترجیح ورکول ګناه ده

اولاد دالله(جل جلاله)ګرانبیه نعمت اوتحفه ده، که ځوی وي، که لور، داسلامي لارښوونوله مخي په ماشومانو د رحم اوشفقت په معامله کې دلور اوځوی توپیر نشته، کوم مور او پلار چې دځوی په پرتله د لور سره امتیازي رویه کوي، هغوئ دجاهلیت په پخوانۍ ناروغۍ مبتلی دي،دغه ډول سوچ او عمل له دین سره هیڅ تړاونلري، بلکې له دیني پلوه، په باب یې سخت وعیدونه راغلي دي، دلوڼوکم ګڼونکي په حقیقت کې دالله(جل جلاله ) په پریکړه نا خوښه دي، دغسي سړی باید پوی شي، که دی له ځان سره ټوله دنیا ملګرې کړې دالله تعالی په دغه پرېکړه کې تغیر نشي راتلی، دا په حقیقت کې دجاهلیت کرکجن او فرسوده سوچ دی،چې دخنسا کولو لپاره یې رحمة للعالمین(صلی الله علیه وسلم)بیا، بیا پلرونو ،میندو او روزو نکو ته   دښه سلوک او دهغوئ   داړتیاوو   دپوره   کولو حکم کړی دی.

داولادونو ترمنځ مساوات کول

ابوداود شریف کې دحضرت نعمان بن بشیر() حدیث دی

قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم):اعدلوا بین أبنائکم اعدلوا بین أبنائکم اعدلوا بین أبنائکم.( ابوداود۲ټوک ۱۴۴مخ)

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي:دخپلو اولاد ونو   ترمنځ مساوات( برابروالی) کوئ، دخپلو اولادونو ترمنځ مساوات کوئ، دخپلو اولادونو   ترمنځ مساوات کوئ!

مطلب داچې دظاهري تقسیم په اعتبار دټولو اولادونو ترمنځ مساوات پکاردی،ولې که برابروالی لحاظ نشي، داولادونو   زړونه به مات شي،هو! په فطري توګه د کوم ځوی یا کومې لور سره زړه کې زیات محبت لرل، باک نه لري،په دي شرط چې په څرګنده اظهار ونکړي اوټول یوشان ګڼي، په حدیث کې درې ځله مکرر تاکید ددې په وجوب دلالت کوي، یعني داولاد ترمنځ مساوات کول واجب دي، او ټول برابر نه ګڼل په ظلم کې شماردی، ددې نه خیال کول په اولاد کې دکمترۍ احساس او باغیانه سوچ زیږوي، دکوم چې بیا وروسته ډېر بد نتایج مخې ته راځي، الله تعالی دي ټولو مسلمانو پلرونو اومیندو ته دخپلو اولادونو په اړه د مسولیت په ښه توګه دسرته رسولو توفیق ورکړي. آمین

لیکوال: شفیق الرحمان

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: