د معرفت شمعې

په دې ویاړم چې ټول روښانفکرانو د علم او معرفت څراغونه نیولي، او دا تیارې غواړي رڼا کړي، د ټولو هڅه دا ده چې د تور ضمیر او زړونو خاوندان د معرفت په څراغ روښانه کړي ، ځکه زمونږ دا ټولي بد بختۍ او ستونزی ، د جهالت او نادانۍ څخه سر چینه اخلي ، مونږ باید یواځي د لیک او لوست په سرحد کې ونه اوسو، د لیک او لوست د سرحد نه لږ آخوا واوړو، یعنی  لږ نور هم خپل فکرونه روښانه کړو، او ډیر مسائل درک کړو، او د جهاني تقاضا سره علم زده کړو ، مونږ د علم او معرفت په حصول سره کولای شو ، ډیر لیری راتلونکی د زړه په سترګو ووینو ، زمونږ پخواني د درد خاوندان او زمونږ غمخواران تل د علم او معرفت په جامه سمبال ول ،د دوی د نیک احساس او لوړ احساس پایله وه ، چې دوی به د مستبدو او نا عاقبت اندیشه حاکمانو او چارواکو د کړنو څخه ځوریدل ،او نیوکي به یې په دوی کولي ، دا وجه وه چې دیر خطرناک زندانونه دوی سره وګالل د هغوي هم لویه اندیښنه داوه چې،د وطن سیاست دوی د وطن د خیر او صلاح په لاره بوځي .او د وطن اولاد د علم و فن څخه لري پاتي نشي ، اوس مونږ په خپلو سترګو وینو چې زمونږ د یو شمیر نا آګاهه خلکو څخه دښمن زمونږ د وطن د تخریب د پاره څومره د ځان په ګټه ، ګټه اخلي ،اود دغي بیسوادو او نالوستو څخه کار اخلي ، نو مونږ په باید رتلونکی نسل روښانه کړو، دا د معرفت شمعی باید روښانه کړو ، ځکه دښمن و هغه کرغیړن دیو ته ورته دی ، چې د رڼايی څخه تښتي ، او خصوصأ چې په دې وروستی ورځو زمونږ ټولو خلکو ته خو لا څه چې دنیا ته ښکاره شوه ، چې د دښمن ډیری حملي ، په تعلیمی مراکزواو په تکړه او بیداره خبریالانو  باندی وي ، لکه د کابل پوهنتون ،او ډیری تعلیمی مراکزو چې د هغی جملی څخه د کوثر تعلیمی موسسه ،او پر خبریالانو برید ، پرتکړه خبریالانو،لکه یما سیاوش موتر بمب برید، پر الیاس داعی د آزادۍ راډیو خبریال موټر بمب بریداو داسي نوري واقعي، نو لازمه ده چې د تعلیم او تربیه د حصول په برخه کې زیاته پاملرنه وکړو.

سید عبیدالله نادر

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب