احکام او مسایلنیکي او ګناه

د انسان د وینې عصمت د اسلامي شریعت او نافذو قوانینو په رڼا کې

الحمد لله رب العالمین و الصلاة والسلام علی سید الانبیاء والمرسلین و علی آله وصحبه و من اهتدی بهدیه ‌إلی یوم الدین.

څرنګه چې نن سبا د دې فتنو په زمانه کې د انسان کرامت له هر څه نه زیات وړیا او بې ارزښته ګڼل کیږي٬ په مختلفو بهانو٬ له کوم علمي او مستدلې څیړنې پرته، د خلکو په وژنه لاس پورې کیږی، او د انسانانو د وژلو پریکړې کیږي، د حزبي، سمتي او سیاسي مواقفو د پیاوړي کولو لپاره جګړې سرته رسیږي، او په ډیر زیات تأسف سره، دا ټولې جګړې او وژنې د اسلام په مبارک او د رحمت په د ین ور تپل کیږی، کله نا کله په جګړه کې ښکیل اړخونه، یو د بل وژنه، نه یواځې ځان ته روا، بلکې د اجر او پاداش سبب یې بولي، د انسان د وینو د عصمت په هکله د اسلام احکام یو مجهول الحدود او بې پولو او بې اصولو نظام ورته ښکاري، هر څوک د خپل هوس او سلیقی مطابق تاویل پکې کوي، چې زمونږ هیوادوال د د ې ډول قضاوتونو قربانیان د ي.
په دې مقاله کې زیار ویستل شوی څو درې سوالونه جواب شي:

لومړی: د قرآن له نظره د انسان کرامت څه دی؟

د وهم: په قرآني هدایاتو کې د انسان څومره حفاظت او ساتنه شوې؟

دریم: د انسان د وینو د عصمت د زوال اسباب څو او کوم دي؟

څو دا ښکاره شي چې د انسان د وینې د عصمت او د هغه د حفاظت لپاره اسلام دقیق نظام را لیږلی، په دې هکله قضاوت اټکل، هوی او هوس ته نه دی سپارل شوی، هیڅوک د اسلام له نظره د دې واک نه لري، څو د خپلو فردي، حزبي او سمتي ګټو لپاره نور مهدرالدم وګڼي او بې موجبه د خلکو وینې تویې کړي.
الله تعالی انسان د ځمکې پر مخ تر ټولو مخلوقاتو غوره موجود ګڼلی او په قرآن کریم کې د هغه کرامت او غوره والی څوڅو ځله تکرار شوی، الله تعالی فرمایلي:
(و لقد کرمنا بنی آدم وحملناهم فی البر و البحر و رزقناهم من الطیبات و فضلناهم علی کثیر ممن خلقنا تفضیلا) (۱)
او په ریښتیا چې مونږ د آدم اولاد ډیر عزتمن کړي په وچه او لمده کې مو هغه ته سپرلۍ ورکړې، له پاکو څیزونو مو هغه ته روزي ورکړې او په خپلو ډیرو مخلوقاتو مو هغه ته ډیر زیات غوره والی وربښلی.
او فرمایلي یې دي:
(هو الذی خلق لکم ما فی الأرض جمیعا) (۲)
الله تعالی هغه ذات دی چې د ځمکې موجودات یې ټول تاسې ته پیدا کړي.
او همداراز یې فرمایلي:
(و سخر لکم الفلک لتجری فی البحر بأمره و سخر لکم الأنهار و سخر لکم الشمس و القمر دا‌‌ءبین و سخر لکم اللیل و النهار و آتاکم من کل ما سألتموه) (۳)
کښتۍ یې ستاسو په واک کې درکړې چې د الله په حکم په بحر کې روانه شي اوسیندونه یې هم ستاسو په واک کې درکړل، تل په یوډول روان لمر او سپوږمۍ یې هم ستاسو د ګټې لپاره تابع ګرځولي او شپه او ورځ یې ستاسې لپاره په کار اچولي.
د انسان د دې سترې هستۍ د وینو د عصمت او ساتنې په هکله هم قرآن پوره پوره پاملرنه کړې او د محترم نفس وژل یې د شرک په ردیف کې یاد کړي، الله تعالی فرمایلي:
(و الذین لا یدعون مع الله الها آخر و لایقتلون النفس التی حرم الله الا بالحق) (۴)
او هغه کسان چې د الله تعالی تر څنګ نور خدایان نه رابلي او هغه نفس نه وژني چې الله تعالی یې په ناحقه وژل حرام ګرځولي.
بل ځای الله تعالی په ناحقه د نفس وژنه د ټولو خلکو له وژلو سره برابره ګرځولې، فرمایي:
(من قتل نفسا بغیر نفس فکأنما قتل الناس جمیعا) (۵)
څوک چې یو نفس له بدل او فساد څخه پرته ووژني نو لکه ټول خلک یې چې وژلي وي.
همدا راز الله تعالی په قرآن کې د مؤمن د قاتل لپاره زړه بږنوونکې عذاب ذکر کړی، فرمایي

(ومن یقتل مؤمنا متعمدا فجزاؤه جهنم خالدا فیها وغضب الله علیه و لعنه و أعد له عذابا عظیما) (۶).
او هرڅوک چې مؤمن په قصد سره ووژني جزایې جهنم دی، تل به پکې وي، الله تعالی پرې غضب کړی او په لعنت یې اخته کړی او ډیر لوی عذاب یې ورته تیار کړی.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی هغه فرمایلي:
(من اعان علی قتل مؤمن بشطر کلمة لقی الله مکتوب بین عینیه آیس من رحمة الله) (۷).
چا چې د مؤمن په وژلو کې د نیمې کلمې په ویلو مرسته وکړه، له الله تعالی سره به په داسي حال کې مخامخ شي چې د سترګو تر مینځ به یې لیکلي وي: د الله تعالی له رحمت څخه نا هیلی دی.
د انسان وینه په عادي حالاتو کې معصومې دي او دا عصمت د ایمان او أمان پر بنسټ ولاړ دی، تر څو چې انسان داسې جرم، چې ده عصمت ورباندې زایلیږي، سرته ونه رسوي، د هغه وژل جواز نه لري.
د فقهاوو د نظریاتو له استقرا‌ء څخه څرګندیږي، هغه جرایم چې د انسان د وینې عصمت ورباندې زوال مومي،اوه دي:

۱- ردت،۲- د حربي جرم، ۳- صیال (یرغل)، ۴- د محصن زنا، ۵- قطع الطریق، ۶- بغاوت او ۷- په قصد سره د چاوژنه  چې په لاندې ډول بیانیږي.

۱ــ ردت:

ردت د اسلام دین پریښودلو ته ویل کیږي، څرنګه چې مرتد د مسلمانانو په معتقداتو باندې د تشکیک په بڼه تیری کوي، د اسلامي ټولنې له عام نظام څخه سر غړوي او د رحمت، عدالت اوریښتیني دین له پیژندلو وروسته له هغه څخه انکار کوي، نو د ټولنې څخه د دفاع او په ده کې د خیر او صلاح د مادې د فقدان لپاره، نوموړی د شرعي قانون مطابق وژل کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د مسلمان سړي وژل جواز نه لري، مګر د دریو (جرمونو) څخه: هغه څوک چې له احصان څخه وروسته زنا وکړي، هغه څوک چې له اسلام څخه وروسته کافر شي او هغه څوک چې نفس ووژني او ورباندې ووژل شي، (۹).
په بل حدیث کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ( من بدل دینه فاقتلوه) (۱۰) چا چې خپل دین بدل کړ نو ویې وژنی.

۲ــ د حربي جریمه:

حربي هغه غیر مسلم شخص ته ویل کیږي چې د داسې دولت تبع وي، کوم چې د مسلمانانو سره د جنګ په حال کې وي، مسلمان نه وي او د سولې تړون هم له هغه سره شتون ونلري، نو څرنګه چې د انسان د وینو عصمت د اسلام او یا هم امان پر بنسټ ولاړ دی او په حربي کې یو هم نشته، نو مهدرالدم ګڼل کیږي.
که محاربینو د جګړې په وخت مسلمانان په خپل مخ کې ودرول او د اسلامي لښکر لپاره د محاربینو د له مینځه وړلو لپاره او یا د هغوﺉ د دفعې لپاره، د دې مسلمانانو د بچ کولو هیڅ لاره نه وه نو د اضطرار لپاره دوﺉ ته روا دی چې د محاربینو په نیت د هغوﺉ په لور د اوربل امر صادر کړي. که څه هم مسلمانان د هغه په نتیجه کې له مینځه ولاړشي، او دې صورت ته په اسلامي فقه کې ((تترس)) ویل شوي (۱۱).

۳ــ صیال:

صیال د بل چا په ځان، مال او یا هم پت (ناموس) باندې یرغل ته ویل کیږي، هغه څوک چې یرغل پرې وشي هغه ته روا دی او د ځینو فقهاوو په نزد ورباندې واجب دی، چې له خپل ځان، مال او له خپل ناموس او عزت څخه دفاع وکړي، د یرغل په وخت کې د یرغلګر عصمت له مینځه ځي، البته د اسلام فقهاوو د عصمت د له مینځه وړونکي یرغل لپاره شرطونه ایښي او همدا راز یې د دفاع لپاره مراحل ټاکلي، د بیلګې په توګه: فقهاوو ویلي چې د فاع به په خفیفه وسیله پیل کیږي، که په وینا دفاع ممکنه وه سوک او څپیړه به نه کارول کیږي، او که په سوک څپیړه دفع راتلای شوای ډبره او امسا به نه کارول کیږي او که په ډبره او امسا دفاع سرته رسیدای شوای، نو وسله به نه کارول کیږي، که مدافع له دې اصل څخه تیری وکړ د ده عمل د دفاع له دا‌یرې څخه وزي او جرم ګڼل کیږي (۱۲).

۴ــ د محصن زنا:

محصن هغه چا ته ویل کیږي چې اوه صفات پکې شتون ولري:

۱- عقل

۲- بلوغ

۳- حریت

۴- اسلام

۵- ٦ـ٧ـ سړی او یا ښځه به په صحیح نکاح کې، له خپلی بیبې او یا خاوند سره په داسې حال کې یو ځای شوي وي چې دواړو کې دا صفتونه شتون ولری (د صحيح نکاح شتون، له خپلې جوړې سره يو ځاى کېدل، د يو ځاى کيدو په وخت په خاوند او بيبي دواړو کې د لومړيو څلورو صفتونو شتون)(۱۶).
پورتنی اوه شرطونه چې په یوه چا کې موجود وي او له دې نعمتونو سره سره زنا وکړي او زنا یې په اقرار او یا هم د څلورو ګواهانو په شاهدي د څانګړو شرایطو په رعایت ثابته شي د هغه شخص عصمت له منځه ځي او مهدر الدم ګرځي (۱۶).

۵- قطع الطریق (د لاری شکونه):-

د لارې شکونې ته (حراب) او (محاربه) هم ویل کیږي، په قرآنکریم کې د قاطع الطریق لپاره څلور ډوله جزا، ذکر شوې، قتل (وژنه)، صلب ( ځړونه)، د یو خوا لاس او د بل خوا پښې پرې کول او حبس. فقهاوو جزا ګانې د جرم په کیفیت پورې څانګړې کړې، ځکه یا به قاطع الطریق په لارو کې څوک وژلي وي او مال به یې هم ورڅخه اخستی وي، چې د ده جزاء له وژلو وروسته را ځړول دي او یا به یې یوازې وژل کړي وي، چې جزا یې وژل دي، او یا به یې یواځې مال له خلکو اخستی وي چې جزا، یې قطع ده، او یا به یې هم یواځې ویره اچولې وي، چې جزا، یې بند دی.(۱۸).

۶- بغاوت:-

باغي هغه څوک دی چې د سیاسي نظام پر ضد له غیر قانوني لارو څخه د هغه د را پرزولو له پاره را پاڅیږي. د ډیرو فقهاوو په نزد باغیان یواځې د جنګ په حالت کې مهدر الدم دي او د امام صاحب ابو حنیفه رحمة الله نظر دی چې د باغي عصمت په بغاوت له منځه ځي. نو د هغه قاتل، نه ور باندی قصاص کیږي، که څه هم د جنګ له حالت څخه پرته یې ووژني. (۱۹). بلکه یواځې تعزیري جزا، ورکول کیږي، ځکه چې د حکومت چاره یې په خپل سر سرته رسولې.

۷- قتل عمد

څوک چې معصوم الدم شخص په قصد سره په وژونکې آله ووژني، د مقتول د ورثه و لپا ره، شريعت د قاتل وینې هدر ګرځولې، او د مقتول له وارثانو پرته د بل هیڅ چا لپاره قاتل مهدر الدم نه دی، ځکه کیداې شي چې وارثان عفوه ورته وکړي او د عفوې احتمال د قصاص څخه مخکې د قاتل د ژوند تر روستی شیبې پورې موجود دی، نو د بل چا لپاره د قاتل وژل جواز نه لري.(۲۹).
د وینې د عصمت د زوال اوو ګوني اسبا ب لکه څرنګه چې پورته ذکر شول، مجرم هر وقت ا ود هر چا لپاره٬ مهدر الدم نه ګرځوي، بلکه په دې هکله تفصیل موجود دی، او هغه داسی چې د یرغلګر عصمت د یرغل په حال کې چې د هغه دفع له قتل څخه پرته په بل ډول شونې نه وي، په مطلقه توګه له منځه ځي، او وژل یې روا دي، خو که هغه جرم سرته ورساوه او بیایې له نور تیري څخه لاس واخیست، عصمت یې بیرته را اعاده کیږي.
د بیلګې په توګه که یو څوک په بل یرغل وکړي، هغه زخمی هم کړي او بیا تیښته غوره کړي، د زخمي شوي سړي لپاره روا نه دي څو د تیښتی په حال کې تیری کونکی په ټوپک وولي او ویې وژني، او که دا چاره یې سرته ورسوله، دی متجاوز ګڼل کیږي، د مجرم د قتل مسؤولیت ور په غاړه د ی.
فقهاوو ویلي: د حربې، صایل (یرغل ګر)، قاطع الطریق او باغي د وینو عصمت د هغه د یرغل په وقت له منځه ځي، او که له یرغل څخه یې لاس واخست او د مسلمانانو سره بندي شو، بیا هغه ته جزاء ورکول یواځې د چارواکو (قضایه قوې) دنده ده، هرڅوک نه شي کولی چې قانون په خپل لاس کې واخلي او مجرمینو ته سزاء ورکړي.
مرتد هم په خپل ارتداد سره مهدر الدم ګرځیدلی، خو هغه ته جزاء ورکول یواځې د اسلامي قضاء او نورو د قانون د اجراء د ارګانونو دنده ده، هرڅوک نشي کولی څو د نورو د ارتداد په هکله فیصلې وکړي او په خپل سرجزا وې ورکړي.
همدا راز محصن زاني د زنا د جرم له ثبوت څخه وروسته یواځې د قاضي په فیصله مهدر الدم ګرځي او د هغه جزاء هم یواځې د چارواکو د نده د ه، نه د هر چا.
او متعمد قاتل د هغه د جرم له ثبوت څخه وروسته د قاضي په حکم یواځې او یواځې د مقتول د وارثانو لپاره مهدر الدم ګرځي، او که بل هر چا وواژه٬ له هغوۍ څخه یې د قتل پوښتنه کیږي.(۲۱).
د انسان د وینې د عصمت په هکله احکام او تفاصیل لکه څرنګه چې په اسلامي شريعت کې ذکر شوي، د افغانستان په نافذو قوانینو کې هم د حنفي مذهب د قید په زیاتوالي تایید شوي٬ او هغه دا چې د جزاء د قانون په لومړۍ ماده کې تصریح شوی: (چې دا قانون تعذیري جرمونه او جزاء ګانې بیانوي، حدود او قصاص د اسلامي شريعت د حنفي فقهې مطابق —).(۲۲).
د وینې د عصمت د زوال لاملونه د حربې له جرم او صیال څخه پرته نور ټول په حدودو او قصاص کې داخل ګڼل کیږي. او د دې دواړو جرمونو د احکامو په هکله هم د اساسي قانون د دریمې مادې پر بنسټ د اسلامي شريعت احکام تطبیق کیږي.(۲۳).
د پام وړ خبره دا ده چې فقهاوو د وینې د عصمت د زوال اسباب په پوره دقت او تفصیل سره ذکر کړي، د هغوارکان، شرطونه، احکام او نور ور پورې تړلي موضوعات یې د حدودو او جنایاتو په بابونو کې بیان کړي، البته مونږ په دې مقاله کې د هغو څخه عمده ټکي را نقل کړل، ترڅو لوستونکي په دې پوه شي چې د چا وژنه او یا د وژلو او جګړې په مورد کې فتوی ورکونه، د شريعت له مخې دومره ساده چاره نه ده څومره چې په دې د فتنو په زمانه کې خلکو ته آسانه ښکاري.
د داسې وقت د راتلو په هیله چې مسلمانان د شريعت په احکامو پوه، د الله تعالی لپاره مخلص شي او د جهل او فسق له منګولو څخه آزاد، د وژلو پرځای، د یوبل لپاره وروري او مهرباني غوره کړي، و ما ذلک علی الله بعزیز.

ماخذونه

1)  الاسراء: ۷۰
2)  البقره: ۲۹
3)  ابراهیم:۳۲-۳۳
4)  الفرقان: ۶۸
5)  المایده: ۳۲
6)  النساء: ۹۳
7)  سنن ابن ماجه، کتاب الدیات٬ لومړی باب.
8)  عوده،عبدالقادر التشریع الجنایی ( د ارالتراث- القاهره) لومړی ټوک ۵۳۳ مخ. او همداراز ظریفی، شیرعلي، القتل العمد فی الشریعة الاسلامیه مقارنا بالقوانین الوضعیه( غیر مطبوع) ۹۱ مخ.
9)  متفق علیه، صحیح البخاري، کتاب الدیات ۶باب، صحیح مسلم، کتاب      القسامة ۲۵-۲۶ حدیثونه.
10)  صحیح البخاري ْ٬ کتاب الجهاد ۱۴۹ باب.
11)  المرغیناني الفرغاني، برهان الدین ابوالحسن علي بن ابي بکر، الهدایه ( مکتبة الشركة العلمية ملتان) لومړی ټوک د وهم جزء ۵۶۱ مخ.
12)  ظریفي، شیرعلي، پخوانی ماخذ، ۹۵ مخ. اوردالمحتار علي الدر المختار ۵جلد ۴۸۱ مخ.
13)  البقره: ۱۹۴.
14)  سنن الترمیذي، کتاب الدیات ۲۱ باب، سنن ابي د اود کتاب السنة ۲۹ باب.
15)  ظریفي، شیرعلي، پخوانی ماخذ ۹۴ مخ.
16)  هدایه پخوانی ماخذ ۵۱۱ مخ.
17)  عوده عبدالقادر پخوانی ماخذ ۲جلد ۲۰ مخ.
18)  هدایه پخوانی ماخذ ۵۵۵ مخ.
19)  هدایه پخوانی ماخذ ۶۱۰ مخ.
20)  عوده عبدالقادر پخوانی ماخذ ۵۴۶ مخ.
21)  عوده عبدالقادر پخوانی ما خذ۵۳۳ څخه تر ۵۷۶ پورې مخونه.
22)  د جزاء قا نون لومړۍ ماده.
23)  اساسي قانون د ریمه ماده.

سرمحقق مرستیال دوکتور شیرعلي ظریفي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: