د امامت حقدار څوک دی؟

محترم استاد ابوبکر صاحب،

السلام علیکم و رحمةالله و برکاته
د لوی الله څخه ستاسو لپاره ښه،سوکاله او د خوښیو ‌ډک ژوند غواړم. محترم استاد، ځما پوښتنه ده چه غواړم چه هغی ته د قران او سنت په رڼا کښی ځواب ووایاست .
پوښتنه: داسلام د نظره څوک د امامت حق لرونکی دی؟ آیا داسی یو کس چه په سپورت کلب کښی د ښځو سره یو ځای تریننګ او په حوض کښی ګډ لامبی، او سونا ته بربنډ ور ننوځی کولای شی د اسلامی مرکز امام یا مسوول وی؟
که یو کس د لمونځ په صحت او فساد نه پوهیږی هغه پسی د لمونځ کول څه حکم لری؟ که معلومات راکړی خوشاله به شم. حاجی ز.ی. د اوسلو څخه
الحمد لله والصلوة و السلام علی رسول الله و علی آله و صحبه و من تبعهم باحسان الی یوم الدین. اما بعد!
ګران ورور حاجی صاحب! السلام علیکم و رحمةالله و برکاته:
د اسلام ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د امامت وړهغه کس بللی دی چه تر ټولو زیات په قرآن او حدیث ماهر او عالم وی، تقوی ولری او د حراموڅخه ځان وساتی. او کوم شخص چه د لمونځ په صحت او فساد نه پوهیږی د امامت وړ ندی.
دوهمه خبره دا ده چه داسلام ښایسته دین خپل پیروان د تل لپاره پاکئ، حیا، او اوچتو اخلاقو ته رابلې، او د زذیله اخلاقو څخه یی منع کوی، کوم چه عقلا او نقلاً د انسان دنیا او آخرت لپاره زیانمن واقع کیږی.
رسول اکرم محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم فرمایلی دی، کله چه په تا کښی حیا نشته ،وکړه هغه څه چه ستا زړه یی غواړی. الحدیث
رواه البُخَارِيّ فِي صَحِيحه بشرحه فتح الْبَارِي/ كتاب أَحَادِيث الْأَنْبِيَاء/ بَاب 54 حَدِيث 3483، ج ۶ ص ۵۱
همدا رازنبی صلی الله علیه وسلم مونږ او تاسی د یو بل د عورت ( مخصوصو اندامونو) د لیدلو څخه منع کړی یو. دا د حیا او انسانیت نه لری خبره ده چه په بربنډ ډول یو بل ته ګوری. بله دا چه
په سونا ( د بخار خونه ) کښی سړی مطلق بربنډ وی، او که دی بربنډ هم نه وی نو هغه نور چه هلته پرته د کالیو راځی ،هغوی سره به چه کوې؟ آیا دا ملا او مصطلح امام وړوند دی؟
آیا د الله او رسول حکم ته متوجه ندی؟ او که هلته کوم بل امامت لری؟ داسی اشخاص د دالله څخه وویریږی، او داسی ځایونو ته د نه ورځی چی پای یی د ایمان د زوال سبب دی.
پدی اساس په صراحت سره ویلی شو چه دغه ډول عمل د بی حیا خلکو کار دی او هر مسلمان باندی لازم دی چه دداسی غیر اسلامی عمل څخه ځان وساتی.
دوهمه خبره چه د نامحرمو انجونو او ښځو سره په ګرمو اوبو ( بوبله باده ) کښی ناسته او لمبل د مسلمان شان ندی. او دا په حکم د زنا کښی داخل ده. او دداسی کارونو ترسره کوونکی غټ مفسد او فاسق شمیرل کیږی، امامت خو یی لا پریده ، داسی په نامه مسلمان سره په صف کښی اودریدل هم منع دی. ځکه چه یو سړی د الله او رسول د حکم څخه ښکاره سرغړونه کوی هغه نه لری والی پکار دی. هسی نه چی د هغه د سپیره توب له وجی په تاسو عذاب رانشی. دقیامت د علایمو څخه یوه داده چه کاربه نااهلو ته وروسپارل شی. امامت یوه مهمه ا اساسی دنده ده، دی لپاره مومن، متدین ، با تقوی او دینی عالم پکار دی، نه داسی مفسد چه هغه د پردو ښخو سره ګډ لمبیړی. العیاذ بالله،
د شریعت حکم دا دی چه علی الفوردا کس د امامت نه لری او په ځای یی ښه مومن او متدین کس را پیدا کړی، او که د اوس لپاره داسی مناسب شخص موجود نه وی، په دی صورت کښی دی یو بل ورور جماعت ته مخکښی شی . داسی مفسد پسی مونځ مکوی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب